چهارشنبه, ۱۷ جمادی الاول ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۱۰/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
ولایه ترکیه: د اذربایجان په ښوونځیو کې د خِـمار (ټیکري) پر بندیز اعتراضونه!

د حزب‌التحریر ـ ولایه ترکیه په بلنه، مسلمانان د ۲۰۲۶م کال د اکټوبر پر ۱۳مه، سه شنبه ماښام په انقره کې د اذربایجان د سفارت او په استانبول کې د دغه هېواد د قونسلګرۍ مخې ته راټول شول، چې پر خِـمار (ټیکري یا حجاب) ـ چې د اسلام له فرایضو دی - د علي‌یف رژیم لخوا لګېدلي بندیز پر وړاندې اعتراض وکړي.

په اذربایجان کې د سپټمبر پر ۲۱مه د جامو اغوستلو په اړه تصویب شوې مقررې په ښوونځیو کې د ټیکري اغوستل منع کړل. د علي‌یف تر واکمنۍ لاندې د دغه ظلم پر وړاندې د اذربایجان خلک سړکونو ته راووتل او له ترکیې څخه هم د دغه مهم مقاومت ملاتړ وشو.

د حزب‌التحریر ـ ولایه ترکیه له لوري په انقره او استانبول کې جوړو شویو غونډو کې مطبوعاتي اعلامیې ولوستل شوې.

په انقره کې د اذربایجان د سفارت مخې ته اعلامیه دیني عالم او لیکوال عبدالله امام‌اوغلو ولوسته او په استانبول کې د قونسلګرۍ مخې ته اعلامیه د حزب‌التحریر ـ ولایه ترکیه د مطبوعاتي دفتر غړي، محمد امین ییلدیریم ولوسته.

په مطبوعاتي اعلامیه کې، د صهیونیستانو ملګري د علي‌یف رژیم ته داسې خطاب وشو:

[تاسو هڅه کړې چې د دغو خاورو، چې پېړۍ وړاندې د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه‌وو فتحه کړې وې، له ایمانه ډک تاریخ او د دغه امت د اصیلو زامنو او لوڼو سپېڅلي ارزښتونه له پامه وغورځوئ. موږ له اسلام سره ستاسو دښمني له هغه اشغالګر یهودي «دولت» سره ستاسو له دوستۍ پېژنو، چې په غزه کې زموږ وروڼه او خویندې په وحشیانه ډول شهیدانوي. نن تاسو د «سیکولرېزم» په نوم د دغو خاورو د مومنانو پر وړاندې هماغه ځپنه او ظلم کوئ، چې پرون د شوروي ملحد رژیم پرې کاوه. تاسو نه شئ کولای د خپلو څو غربي بادارانو د خوشحالولو لپاره د بندیزونو په لګولو سره زموږ د مېرمنو له سرونو د عزت هغه تاج لرې کړئ، چې الله تعالی ور پر سر کړی دی! موږ به هېڅکله د دغه کار اجازه در نه کړو.]

په اعلامیه کې ورپسې واکمن د عدالت او پراختیا ګوند (AK Party)، چې د دغه بندیز په اړه یې هېڅ دریځ نه و څرګند کړی، او هغه ذهنیت ته خطاب وشو، چې په انټرنېټ کې د سپکاوي او تورونو په خپرولو سره هغه مخلص مسلمانان د «اسرائیلو په خدمت» تورنوي، چې د ظلم پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږي:

[که ټیکری ستاسو له ارزښتونو څخه وي، نو ولې مو په اذربایجان کې د ټیکري پر سر د روان ظلم په اړه یوه خبره هم نه ده کړې؟ دا چوپتیا د څه لپاره ده؟ ایا د ظلم پر وړاندې چوپ پاتې کېدل د ګونګ شیطان کار نه دی؟ ایا ټیکری نور داسې ارزښت نه دی، چې باید په لوړ غږ یې دفاع وشي؟ ستاسو ورورولي او خپلوي څه شوه؟ په ختیځ ترکستان کې مو پر ظلمونو سترګې پټې کړې. د غزې د مسلمانانو د ازادۍ لپاره مو هېڅ ونه کړل. ایا اوس به بیا هغه مسلمانان یوازې پرېږدئ، چې پرون د بورالتان پر پله یوازې پرېښودل شوي وو؟ ایا د تل په څېر به یو ځل بیا د مسلمانانو ارزښتونه د ناڅیزو دنیوي ګټو لپاره قرباني کړئ؟ که داسې وي، نو موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا درته راوړو: «که حیا نه لرې، هر څه چې غواړې، ویې کړه».]

د اعلامیې په وروستۍ برخه کې د علي‌یف ادارې ته خطاب وشو چې:

[اې د علي‌یف ظالم رژیمه! تاسو ته زموږ وروستۍ خبره دا ده: زموږ د مسلمانو خویندو په حجاب کې مداخله مه کوه! دا بندیز سمدستي لغوه کړه! مه پر خپل تخت تکیه کوه، او مه پر خپلو بادارانو او نه هم پر خپلو لاسپوڅو! د الله تعالی له غضب او د دغه مظلوم امت له پاڅونه ووېرېږه! نن ښايي داسې رهبر نه وي، چې ستا د تکبر او ظلم مخه ونیسي؛ خو سبا چې د راشده خلافت دولت اقامه شي، د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د ټولو شویو ظلمونو حساب به درسره وشي.]

د اعلامیو د لوستلو پر مهال په وار وار د «الله اکبر» تکبیرونه وویل شول. ګډونوالو دا شعارونه ورکول: «زموږ د خویندو پر حجاب کار مه لرئ!»؛ «حجاب زموږ ناموس دی، بندیز نه شئ پرې لګولی!»؛ «مسلمانان د ظلم پر وړاندې چوپ نه شي پاتې کېدای!»؛ «علي‌یف، ظالم او د اسلام دښمن!»؛ «علي‌یف، د صهیونیستانو لاسپوڅی او ملګری دی!»؛ «علي‌یفه! په حجاب کې مداخله مه کوه!»؛ «د ظالمانو تلپاتې ځای دې دوزخ وي!»؛ «ترکیې! راویښه شه او د خپلو وروڼو او خویندو تر څنګ ودرېږه!»؛ «د الله، قرآن او حجاب لپاره خپل سرونه قربانوو!»؛ او «یو دولت، یو امت، یوه حل‌لاره: خلافت!».

په استانبول کې په جوړه شوې غونډه کې دیني عالم او لیکوال ډاکټر عبدالرحیم شېن او فعال او لیکوال شکري حسین‌اوغلو هم هر یوه د موضوع په اړه وینا وکړه. دواړه غونډې په دعاوو پای ته ورسېدې.

د په ولایه ترکیه کې د حزب‌التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر استازی

۱۴۴۸هـ.ق کال د جمادی‌الاولی ۲مه

۲۰۲۶م کال د اکتوبر ۱۳مه

 

انځورونه

 

 

 

د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لېنکونه وګورئ:

د حزب‌التحریر ولایه ترکیې رسمي وېب‌پاڼه

د حزب‌التحریر ولایه ترکیې فېسبوک‌پاڼه

د حزب‌التحریر ولایه ترکیې ټویټر‌پاڼه

د حزب‌التحریر ولایه ترکیې انسټاګرام

د حزب‌التحریر ولایه ترکیې یوټیوب‌چینل

د بنسټیز بدلون مجلې وېب‌پاڼه

Last modified onچهارشنبه, 28 اکتوبر 2026

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې