جمعه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۳/۰۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
حزب‌التحریر ولایه پاکستان: اشغال شوی کشمیر د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو بسیج ته اړتیا لري!

د ۲۰۲۶م کال د فبرورۍ په ۵مه، د کشمیر د یووالي د ورځې په مناسبت د پاکستان لومړي وزیر وویل:«زه خپلو کشمیري وروڼو او خویندو ته ډاډ ورکوم چې پاکستان به خپل بشپړ معنوي، ډیپلوماتیک او سیاسي ملاتړ ته دوام ورکړي.»

خو یوازې معنوي، ډیپلوماتیک او سیاسي ملاتړ د وحشیانه اشغال د پای ته رسولو لپاره بسنه نه کوي! په کشمیر کې مسلمانان د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو او مجاهدینو له لوري پوځي ملاتړ ته اړتیا لري.

د ۲۰۲۵م کال د مې په میاشت کې د څلور ورځنۍ جګړې پر مهال، الله سبحانه وتعالی د پاکستان هوايي ځواکونو ته د اشغال شوې کشمیر په اسمان کې هوايي بریا ور په برخه کړه؛ داسې بریا چې د ۱۹۹۹م کال د کارګیل جګړې پر مهال نه وه ترلاسه شوې. هغه مهال شرایط د اشغال شوي کشمیر د بشپړ آزادولو لپاره مناسب وو، خو د پاکستان واکمنانو د ټرمپ امر ومنه او اوربند یې وکړ.

ای د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو مسلمانانو!

ایا ستاسو په منځ کې د اورنګزیب په څېر څوک نشته؟ د الله په لار کې راپاڅئ، الله سبحانه و تعالی فرمايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ [توبه:۳۸]

د فعالیتونو هشتګونه

#الخلافة_تحرر_كشمير

#KhilafahLiberatesKashmir

د حزب‌التحریر ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۷هـ.ق کال د شعبان ۱۷مه

۲۰۲۶م کال د فبروري ۵مه

https://htmedia.htcmo.info/other/PK/2026/02/pk260205vid_KhilafahLiberatesKashmir_En.mp4

د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندې وېب‌پاڼې وګورئ:

د حزب‌التحریر ولایه پاکستان رسمي وېب‌پاڼه

د حزب‌التحریر ولایه پاکستان فېسبوک‌پاڼه

د حزب‌التحریر ولایه پاکستان اکس پاڼه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې