یکشنبه, ۱۷ ربیع الثانی ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۱۰/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اې په اسلامي خاورو کې حکامو، ایا نه شرمېږئ!؟ ایا د دنیا له رسوایئ او د اخرت له عذاب څخه نه وېرېږئ؟ ایا عقل نه لرئ؟
بسم الله الرحمن الرحيم
اې په اسلامي خاورو کې حکامو، ایا نه شرمېږئ!؟ ایا د دنیا له رسوایئ او د اخرت له عذاب څخه نه وېرېږئ؟ ایا عقل نه لرئ؟

(ژباړه)

تاسو د یهودو جرمونه اورئ او وینئ؛ پر مسلمانانو خپل کورونه رانړوي، مبارزین تعقیبوي او وژني یې، هغه که تر ځمکې لاندې وي او یا د ځمکې پر سر. د دوی جنایتونه لومړی په غزه کې پیل شول او ټول فلسطین ته وغزېدل او همداسې دوام لري. زرګونه کسان یې ووژل او لسګونه زره نور یې ټپیان کړل. بیا یې جنایتونه تر ضایحه سیمې ورسېدل او د مقاومت رهبر یې له نورو رهبرانو سره په جلسه کې په نښه کړ. بیا یې خپل جنایتونه د لبنان په پراخو سیمو کې زیات کړل. په همدې توګه د یهودانو جنایتونه د شام د خلکو پر وړاندې هم پراخ شول. پر دغو ټولو پېښو سربېره تاسو نه پوځ په حرکت راولئ او نه یهودان ستاسو لخوا د درد او زیان احساس کوي؛ هغه که له لرې وي او که له نږدې؛ بلکې ستاسو تر ټولو غوره کار دا دی چې شهیدانو ته «مړه» وايئ چې یهود درنه خوابدي نه شي! خدای تعالی خو دې تاسو تباه کړي، څنګه منحرف کېږئ؟

هغه دلیل چې یهودانو ته یې د جنایتونو ترسره کولو جرات ورکړی، دا دی چې په خپل شاوخوا کې هیڅ داسې دولت نه ویني چې پر وړاندې یې مقاومت وکړي، ان یو دولت یې هم پر وړاندې نه دی درېدلی! ایران چې خپل حزب یې په لبنان کې تاسیس کړ، پر ضاحیه سیمه د شدید برید پرمهال یې هغه یوازې پرېښود او خپلې الوتکې او توغندي یې له هغه څخه د دفاع او د ضاحیه سیمې د ژغورلو لپاره ونه لېږل. د فلسطین شاوخوا نور هېوادونه لکه؛ مصر، سعودي، اردن، عراق، سوریه او ترکیه ... داسې دي ته به وایې چې دا مسله په دوی پورې هېڅ اړه نه لري. دوی خپل پوځونه له هر لوري کنټرولوي چې حرکت ونه کړي، ان که عام خلک په یوه لاریون کې له پوځونو څخه د حرکت غوښتنه وکړي، حاکمان یې له سرې کرښې تېری بولي او هغوی بندیانوي! کوم هېوادونه چې نږدې نه دي، پر دغه لرې‌والي خوشاله دي! ﴿أَلَا سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ﴾.

اې مسلمانانو! یهود د جنګ خلک نه دي؛ الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿لَنْ يَضُرُّوكُمْ إِلَّا أَذًى وَإِنْ يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ﴾ [آل عمران: ۱۱۱]

                  ژباړه: «دوى (يهود) تاسې ته له هيڅکله ضرر نه شي رسولی، مګر کوچنی زيان (به در ورسوي) كه درسره وجنګېږي، شا به در واړوي (و به تښتي) بيا به دوی هيڅ مرسته او ملاتړ و نه ويني.»   

﴿ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُوا إِلَّا بِحَبْلٍ مِنَ اللهِ وَحَبْلٍ مِنَ النَّاسِ﴾ [آل عمران: ۱۱۲]

ژباړه: «دوى چې چېرې وموندل شي(نو) د ذلت او خوارۍ ټاپه پرې لګېدلې ده؛  خو دا چې د الله په امان (او پر خپلې تلونكې لار نوې كتنه وكړي) او د خلكو په امان كې شي (خلکو ته پناه يوسي).».

له الله سره د دوی رسۍ (د الله لخوا ملاتړ او اړیکه) هغه مهال پرې شوه، چې له خپلو پیغمبرانو څخه یې سرغړونه وکړه او یوازې د خلکو رسۍ ور پاتې ده. یو وخت د یهودو ملاتړ برېتانیا کاوه او اوس یې امریکا او په اسلامي خاورو کې د هغې مزدوران کوي. د یهودو پر وړاندې د جګړې لوی خنډ همدا لاسپوڅي حکام دي، ځکه د استعمارګرو کفارو په امر یې پوځونه له یهودو سره له جګړې کولو منعه کړي دي او دا رسۍ له یهودو څخه د ملاتړ او د هغوی د شتون د خوندیتوب لپاره ساتي. دغه رسۍ به یوازې په رښتینې او مخلصې رهبرۍ سره پرې شي، چې پر دښمنانو برید وکړي او د رسول ﷺ خبره پر ځای کړي.

مسلم په خپل صحیح کې له نافع څخه او هغه له عمر څخه روایت کړی، چې پیغمبر ﷺ وفرمایل:

«لَتُقَاتِلُنَّ الْيَهُودَ فَلَتَقْتُلُنَّهُمْ..»

ژباړه: «تاسو به هرو مرو له یهودانو سره وجنګېږئ او هغوی به ووژنئ.. .»

اې د اسلامي خاورو سرتېرو! ایا په تاسو کې یو رشید کس نشته؟ چې سرتېري رهبري کړي، په ځانګړې توګه د مصر، شام او د فاتح له خاورې څخه، ترڅو نور پوځونه له امت سره ورپسې حرکت وکړي او د الله د نصرت لپاره تکبیر ووایي:

﴿إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِینَ آمَنُوا فِی الْحَیَاةِ الدُّنْیَا وَیَوْمَ یَقُومُ الْأَشْهَادُ﴾ [غافر: ۵۱]

ژباړه: «په حقيقت كې موږ هرومرو د خپلو رسولانو او مومنانو (هم) په دنيوي ژوند كې مرسته كوو او(هم) پر هغه ورځ، چې شاهدان ودرېږي.»

اې پوځونو! د صبر کاسه په نسکورېدو ده، نور د هیچا لپاره عذر او پلمه نه دي پاتې! بې له عمل کولو یوازې غوسه کافي نه ده؛ باید یو کار وکړئ! عزیز او حکیم الله تعالی فرمایلي دي:

﴿قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُّؤْمِنِينَ﴾ [توبه: ۱۴]

ژباړه: «له دوی سره وجنګېږئ، چې الله ستاسې په لاسونو عذاب ورکړي او رسوا يې کړي او تاسې پرې بريالي کړي او (په دې جګړې) د مومنانو زړونه يخ کړي.»

اې پوځونو! د خپلو وروڼو د مرستې لپاره پورته شئ...! د الله سبحانه و تعالی امر ته په لبیک ویلو د خپلو مظلومو وروڼو مرستې ته ور ودانګئ چې الله سبحانه و تعالی مو مرسته وکړي:

﴿يَٰأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ یَنصُرکُم وَ يُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ﴾ [محمد: ۷]

ژباړه: «مومنانو! كه د الله (د دين) مرسته وكړئ؛ نو مرسته به درسره وكړي او پښې به مو ټينګې كړي.»

حزب التحریر

۱۴۴۶هـ.ق کال د ربیع الاول ۲۶مه

۲۰۲۴م کال د سپټمبر ۲۹مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې