دوشنبه, ۲۵ ربیع الثانی ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۱۰/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اې د مسلمانانو د پوځونو سرتېرو! ایا ستاسو په منځ کې بل صلاح الدین نشته چې شهیدانو په نصرت او د یهودي رژیم په له منځه وړلو کې ستاسو رهبري وکړي!؟
بسم الله الرحمن الرحيم
اې د مسلمانانو د پوځونو سرتېرو! ایا ستاسو په منځ کې بل صلاح الدین نشته چې شهیدانو په نصرت او د یهودي رژیم په له منځه وړلو کې ستاسو رهبري وکړي!؟

(ژباړه)

یهودو د فلسطین سپېڅلې خاوره اشغال کړې؛ انسانان وژني، ونې سوځوي او ودانۍ ویجاړوي؛ خو تاسو ارام ناست یئ او له ځایه نه خوځېږئ!

یهودو د فلسطین سپېڅلې خاوره اشغال کړې؛ بوډاګان، ښځې او ماشومان وژني خو تاسو مو له ځایه نه پورته کېږئ!

یهودو د فلسطین سپېڅلې خاوره اشغال کړې؛ جوماتونه، ښوونځي او روغتونونه ویجاړوي؛ ناروغان وژني؛ خو تاسو یو کوچنی حرکت هم نه کوئ!

د فلسطین د سپېڅلې خاورې اشغالګر یهود مو یو په بل پسې په غزه او د شام ټوله خاوره کې شهیدانوي خو تاسو لا هم چوپ ناست یئ او هیڅ نه کوئ!

د فلسطین د سپېڅلې خاورې اشغالګر یهود د حماس مشر، یحیی السنوار ته ورسېدل او دا زړور او باتقوا اتل یې شهید کړ؛ هغه له دوو نېکو بدلو، چې فتح او شهادت دي، یوې ته ورسېد! هغه په ټوله زړورتیا په طوفان الاقصی کې تر خولې مسلح یهودي دولت په ډیرو لږو امکاناتو یو کال وننګاوه او دا ټول رشادتونه او شهادتونه په داسې حال کې وو چې تاسو یې هیڅ مرسته ونه کړه! تاسو چې له کنانه تر اردن، سوریې، عراق، ترکیې او ایران پورې د فلسطین شاوخوا یئ؛ داسې ښیئ چې دا موضوع هیڅ په تاسو پورې اړه نه لري، لکه په ډیره لرې خاوره کې چې اوسېږئ او تر اوسه چوپ او بې حرکته ناست یئ!

اې د اسلامي خاورو سرتېرو!

ایا تاسو د هغه غوره امت سرتېري نه یئ چې د خلکو لپاره راغلي یئ؟ ایا د یهودو د وحشتونو په لیدو، چې هره ورځ، بلکې هر ساعت ستاسو پر وروڼو بریدونه کوي، ستاسو په رګونو کې وینه په جوش نه راځي؟ ایا نه مو خوښېږي چې په خپل جهاد د هغو کسانو له ډلې شئ چې بشارت ورکړل شوی:

﴿يُبَشِّرُهُمْ رَبُّهُمْ بِرَحْمَةٍ مِنْهُ وَرِضْوَانٍ وَجَنَّاتٍ لَهُمْ فِيهَا نَعِيمٌ مُقِيمٌ﴾ [توبه: ۲۱]

ژباړه: «د دوی پالونكی دوی ته د خپل رحمت او خوښۍ او د داسې جنتونو زېرى وركوي،  چې تلپاتې نعمتونه به پكې وي»

ایا له هغو خلکو سره د قتال او جهاد په اړه د الله سبحانه و تعالی ایتونه چې ستاسو وروڼه یې له خپلې خاورې ایستلي، تاسو په حرکت نه راولي؟

﴿وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ﴾ [بقره: ۱۹۱]

ژباړه: «او دوى چې هر ځای چې ومومئ و یې وژنئ، او (همداسې يې) وباسئ؛ لکه چې تاسې يې ايستلي وئ.»

ایا هیر کړي مو دي چې الله سبحانه و تعالی د مجاهدو سرتېرو لپاره له دوو نېکو بدلو یو تیار کړی:

﴿قُلْ هَلْ تَرَبَّصُونَ بِنَا إِلَّا إِحْدَى الْحُسْنَيَيْنِ وَنَحْنُ نَتَرَبَّصُ بِكُمْ أَنْ يُصِيبَكُمُ اللَّهُ بِعَذَابٍ مِنْ عِنْدِهِ أَوْ بِأَيْدِينَا فَتَرَبَّصُوا إِنَّا مَعَكُمْ مُتَرَبِّصُونَ﴾ [توبه: ۵۲]

ژباړه: «(پېغمبره! منافقانو ته) ووایه: (ايا تاسې زموږ په باب له دې دوو (برياليتوب يا شهادت) ښېګڼو، بې له يوې،  څه ته سترګې پر لار ياست؟! خو موږ سترګې پر لاره يو،  چې الله به پخپله (په هغې دنيا كې) سزا دركړي او يا به يې (په دې دنيا كې) زموږ په لاسونو دركړي؛  اوس چې داسې ده؛ نو تاسې هم انتظار وباسئ او موږ هم درسره په انتظار کې يو!)»

ایا د بنو قینقاع، نضیر، قریظه او خیبر د یهودو په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دریځونه په یاد نه راوړئ؛ کله چې هغوی فساد وکړ او په ځمکه کې یې خپور کړ؟

ایا راشده خلفا په یاد نه راوړئ؟ هغوی چې اسلام او مسلمانانو ته یې عزت ورکړ او د الله سبحانه و تعالی په لار کې یې ریښتینی جهاد وکړ؛ الله سبحانه و تعالی له دوی څخه راضي شو او هغوی هم له الله سبحانه و تعالی راضي وو!

ایا ستاسو په منځ کې د بخارا او سمرقند د فاتح، قتیبه پشان کس نشته؟ د هند او سند فاتح، ابن قاسم پشان کس نشته؟ ایا په تاسو کې د اندلس د فاتح، ابن زیاد پشان کس نشته چې د جبل الطارق تنګی یې په نوم ونومول شو؟ ایا ستاسو په منځ کې د عموریه ښار د فاتح، معتصم پشان څوک نشته؟

ایا ستاسو په منځ کې د صلیبي جګړو اتل، د بیت المقدس ازادوونکي او پر صلیبیانو برلاسي، صلاح الدین پشان څوک نشته؟ ایا ستاسو په منځ کې د فلسطین په عین جالوت کې د مغولو ماتوونکو قطز او بیبرس پشان اتلان نشته؟

ایا ستاسو په منځ کې د قسطنطنیې فاتح نشته چې په اړه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث په حقیقت بدل شو؟ هغه حدیث چې امام احمد روایت کړی؛ عبدالله بن بشر یې له پلار څخه روایت کوي چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي وو چې:

«لَتُفْتَحَنَّ الْقُسْطَنْطِينِيَّةُ فَلَنِعْمَ الْأَمِيرُ أَمِيرُهَا وَلَنِعْمَ الْجَيْشُ ذَلِكَ الْجَيْشُ»

ژباړه: قسطنطنیه به هرو مرو فتح شي او د هغه امیر به څومره غوره امیر وي او هغه پوځ به څومره غوره پوځ وي.

ایا ستاسو په منځ کې د یهودو له شر څخه د فلسطین ساتونکی، عبدالحمید نشته؟ هغه شخصیت چې د یهودو استازی یې ذلیل بېرته ولېږه او د عبرت درس یې ورکړ: «زه د فلسطین له یوې لوېشتې خاورې هم نه شم تېرېدی؛ دا زما شخصي ملکیت نه دی؛ بلکې د اسلامي امت ملکیت دی. زموږ خلک د دغې خاورې لپاره وجنګېدل او په خپله وینه یې خړوبه کړه. یهود دې خپلې پیسې وساتي؛ کله چې خلافت ړونګ شو، نو فلسطین وړیا ترلاسه کولی کولی شي. خو تر هغې چې زه ژوندی یم، دا کار به ونه شي.»

اې د مسلمانانو د پوځونو سرتېرو!

که وایئ چې حاکمان مو د فلسطین له نصرت څخه راګرځوي او د هغوی له اجازې پرته جهاد نه شئ کولی، دا استدلال مو باطل دی؛ ځکه چې له جهاد څخه په منع کولو کې د هغوی اطاعت صحیح او جایز نه دی. دوی نه په دنیا کې ګټه درته رسولی شي او نه په اخرت کې. په دنیا کې هغوی د استعمارګرو کفارو غلامان او د یهودو ساتونکي دي. له دوی څخه ستاسو اطاعت ستاسو د ذلت او له دښمن سره نه جنګېدو په معنی دی؛ په داسې حال کې چې هغوی په جګړه کې د بري خلک نه دي:

﴿وَإِنْ يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ﴾ [آل عمران: ۱۱۱]

ژباړه: «او كه درسره وجنګېږي، شا به در واړوي (و به تښتي) بيا به ملاتړ (او بریا) و نه مومي.»

په اخرت کې یې پای هم د مخ توروالی او سخت عذاب دی:

﴿وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءَنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا﴾ [احزاب: ۶۷]

ژباړه: «او وايي: زموږ ربه! موږ د خپلو مشرانو او لويانو پیروي وکړه او دوی موږ له لارې وایستو او ګمراه یې کړو.»

﴿إِذْ تَبَرَّأَ الَّذِينَ اتُّبِعُوا مِنَ الَّذِينَ اتَّبَعُوا وَرَأَوُا الْعَذَابَ وَتَقَطَّعَتْ بِهِمُ الْأَسْبَابُ (۱۶۶) وَقَالَ الَّذِينَ اتَّبَعُوا لَوْ أَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَتَبَرَّأَ مِنْهُمْ كَمَا تَبَرَّءُوا مِنَّا كَذَلِكَ يُرِيهِمُ اللهُ أَعْمَالَهُمْ حَسَرَاتٍ عَلَيْهِمْ وَمَا هُمْ بِخَارِجِينَ مِنَ النَّارِ﴾ [بقره: ۱۶۶-۱۶۷]

ژباړه: «هغه مهال چې عذاب وګوري(؛نو) مشران له لارویانو برائت څرګندوي او د دوی د خپلمنځي اړیکو او اسبابو لړۍ شلېږي. او (په دې وخت كې) لارويان وايي: ((كاش يو ځل بيا دنيا ته تللي واى، چې موږ له دې [بېلارې مشرانو] برائت څرګندی كړ واى؛ لكه څنګه چې دوى (نن) له موږه برائت څرګندوي! (هو!) الله همداسې د دوی كړنې د افسوس او پښېمانۍ په بڼه دوی ته ورښيي او هیڅکله به له اوره و نه وځي.»

د الله تعالی له وعدې سره سم، د یهودي رژیم له منځه تګ حتمي دی! هر کله چې هغوی طغیان وکړ او فساد یې وکړ، سخته سزا ورکړل شوه او رژیم یې له منځه تللی.

﴿فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ الْآخِرَةِ لِيَسُوءُوا وُجُوهَكُمْ وَلِيَدْخُلُوا الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَلِيُتَبِّرُوا مَا عَلَوْا تَتْبِيراً﴾ [اسراء: ۷]

ژباړه: «او چې د دويمې ژمنې وخت راورسېږي (؛ نو دښمن به دومره مو په تنګسه كې ونيسي، چې) په څېرو كې به مو د غم او خپګان اغېزې ښكاره شي او مسجد ته په هماغه شان ورننوځي؛ لكه څنګه چې مخكې ورننوتي وو او پر څه چې لاسبري شي، له يوې مخې يې له منځه وړي.»

هر کله چې هغوی فساد او تباهۍ ته راګرځېدلي؛ ځپل شوي او رژیم یې له منځه تللی.

﴿وإنْ عُدْتُمْ عُدْنَا وَجَعَلْنَا جَهَنَّمَ لِلْكَافِرِينَ حَصِيراً﴾ [اسراء: ۸]

ژباړه: «هيله ده ستاسې رب درباندې ولورېږي؛ خو كه وګرځېدئ (ګناه ته مخه كړئ؛ نو) موږ هم (ستاسې عذاب ته) درګرځو او دوزخ مو كافرانو ته زندان ګرځولی دى!»

اوس هم خپل فساد او تباهۍ ته دوام ورکوي، ژر به د الله سبحانه و تعالی له وعدې سره سم، د هغوی رژیم له منځه لاړ شي.

سربېره پر دې، د هغه حدیث له مخې چې مسلم له نافع او هغه له ابن عمر او هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم روایت کړی دی؛ یهود به ژر ووژل شي:

«لَتُقَاتِلُنَّ الْيَهُودَ فَلَتَقْتُلُنَّهُمْ...»

ژباړه: تاسو به له یهودو سره وجنګېږئ او هغوی به ووژنئ.

د هغوی رژیم به د الله سبحانه و تعالی په اذن هرو مرو د زوال خواته لاړ شي. نو اې د مسلمانانو سرتېرو! تاسو هڅه وکړئ چې دغه نابودي او له منځه تګ یې ستاسو په لاسونو وشي؛ که نه نو الله سبحانه و تعالی به ستاسو پر ځای بل قوم راولي؛ هغوی به ستاسو پشان نه وي.

﴿وَإِنْ تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْماً غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوا أَمْثَالَكُمْ﴾ [محمد: ۳۸]

ژباړه: «او كه مخ واړوئ (؛ نو الله) به مو پر ځاى نور خلک راولي، چې بيا به دوی ستاسې په څېر نه وي (او په خلاص مټ به د الله په لار کې قرباني ورکوي او د الله امر به مني).»

په پای کې، له الله سبحانه و تعالی غواړو چې پر شهیدانو رحمت وکړي او په خپلو پراخو جنتونو کې ځای ورکړي؛ ټپیانو ته شفا ورکړي او عافیت ور وبښي او دغه امت ته د نبوت پر منهج خلافت په بیا راتګ سره عزت وروبښي او نصرت او عزت ته یې ورسوي!

﴿وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ﴾ [منافقین: ۸]

ژباړه: «عزت او قدرت د الله (سبحانه و تعالی)، د هغه (سبحانه و تعالی) د پیغمبر او مومنانو دی؛ خو منافقین (دا نه درک کوي او) نه پوهېږي»

حزب التحریر

۱۴۴۶هـ.ق کال د ربیع الثاني ۱۵مه

۲۰۲۴م کال د اکتوبر ۱۸مه

Last modified onشنبه, 26 اکتوبر 2024

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې