(ژباړه)
الله سبحانه وتعالی پر مسلمانانو روژه فرض کړې چې متقیان شي؛ هغه سبحانه و تعالی فرمایي:
﴿يَٰأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّیَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ﴾ [بقره: ۱۸۳]
ژباړه: «اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! پر تاسو روژه فرض شوې ده، لکه څرنګه چې پر هغو کسانو فرض شوې وه چې له تاسو څخه مخکې وو، تر څو پرهېزګاران شئ.»
روژه له سترو عباداتو څخه ده؛ ځکه چې روژه نیوونکی په هر حالت کې ځان ته پام کوي او د تقوا جامې یې پر تن وي؛ دا پر نورو عباداتو د رمضان میاشتې او روژې فضیلت دی. هېڅ داسې عبادت نشته چې مسلمان دې په هغه کې تر روژې ډېر اخلاص ولري؛ خو باید روژه یې د ايمان له مخې او په اخرت کې د ثواب په هیله وي. الله سبحانه وتعالی د رمضان په سپېڅلې میاشت کې په اخلاص د دغې فریضې د ادا کولو لپاره له خپلو بندهګانو سره مرسته کړې. ابن ماجه او ابن حبان له ابو هریره څخه روایت کړی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«إِذَا كَانَ أَوَّلُ لَيْلَةٍ مِنْ رَمَضَانَ صُفِّدَتِ الشَّيَاطِينُ، وَمَرَدَةُ الْجِنِّ، وَغُلِّقَتْ أَبْوَابُ النَّارِ، فَلَمْ يُفْتَحْ مِنْهَا بَابٌ، وَفُتِحَتْ أَبْوَابُ الْجِنَانِ فَلَمْ يُغْلَقْ مِنها باب، وَ نَادَی مُنَادٍ یَا بَاغِی الخَیرِ أقبِل، وَ یَا بَاغِی الشَرِّ أقصِر، وَ لِلهِ عُتَقَاءُ مِنَ النَّارِ»
ژباړه: کله چې د رمضان لومړۍ شپه رارسېږي، شیطانان او د جنیاتو سرکشه مشران تړل کېږي؛ د جهنم دروازې تړل کېږي او د جنت دروازې پرانیستل کېږي (یعنې د ګناه پرېښودو او ثواب ترلاسه کولو زمینه برابرېږي)؛ منادي غږ کوي چې اې د خیر غوښتونکیه! مخ راواړوه (ډېر نېک کارونه وکړه) او اې د شر غوښتونکیه! قصر وکړه (ګناه پرېږده او توبه وکړه) او د الله لپاره د دوزخ له اوره خلاصون موندونکي دي.
له دغه حدیث څخه داسې تعبيرېږي چې الله سبحانه وتعالی د شیطانانو په تړلو او د جنیاتو په شړلو له خپلو بندهګانو سره مرسته کړې چې دا ستر عبادت وکړي او وروسته یې مومنانو ته د طاعاتو او عباداتو کولو او د منهیاتو پر پرېښودلو امر کړی؛ روژه یې د طاعاتو او عباداتو میاشت ګرځولې ده چې په هغې کې د جنت دروازې خلاصېږي او د د دوزخ دروازې تړل کېږي او هر څوک چې په دغه میاشت کې طاعت او عبادت وکړي، الله سبحانه وتعالی یې د هڅو په اندازه اجر ډېروي. په قدسي حدیث کې راغلي:
«کُلُّ عَمل ابنَ آدَمَ لَهُ اِلَّا الصِیَام فَإنَّهُ لِی وَ أنَا أَجزِی بِهِ، وَ الصِّیَامُ جُنَّة، وَ إذَا کَانَ یَومُ صَومِ أحَدِکُم فَلَا یَرفَث وَ لَا یَصخَب، فَإن سَابَّهُ أحَدٌ أو قَاتَلَهُ فَلیَقُل إِنِّی امرُؤٌ صَائِمٌ»
ژباړه: بني ادم چې هر عمل کوي، د ځان لپاره یې دی؛ خو روژه ماته ځانګړې ده او زه یې پخپله اجر ورکوم. روژه (د جهنم د اور پر وړاندې) ډال دی؛ نو که مو روژه وه همبستري مه کوئ، ناوړه خبرې مه کوئ او شور مه جوړوئ؛ که څوک له روژه لرونکي سره ښکېل شول او ناوړه خبرې یې ورته وکړې؛ په دې ځواب کې دې ورته ووایي: ما روژه نیولې.
د دې لپاره چې روژه لرونکی کس په دغه حالت کې پاک پاتې شي او ښکنځلو او شخړې پر لور کش نه شي، روژه به یې ډال وي. طبراني په معجم الاوسط کې له ابو هریره څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«الصِیَامٌ جُنَّةٌ مَا لَم یَخرِقهٌ. قِیلَ: وَ بِمَ یَخرِقُهُ؟ قَالَ: بِکَذِبٍ أو غِیبَةٍ»
ژباړه: روژه ډال دی، تر هغې چې (روژه لرونکی) یې ونه شکوي؛ وویل شول چې په څه شي یې شکوي؟ ویې فرمايل: په درواغو او غیبت.
نو څوک چې روژه د ايمان او په آخرت کې د ثواب په هیله نیسي؛ داسې چې هغه د الله سبحانه وتعالی طاعت او اخلاص ته وهڅوي او کومه ځان ښودنه او ریا پکې نه وي؛ روژه یې قبلیږي او تېر ګناهونه یې بښل کېږي· رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«مَن صَامَ رَمضَانَ إیمَانًا وَ إحتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِن ذَنبِه»
ژباړه: «هر څوک چې د ايمان او اخلاص له مخې روژه ونيسي، تېر ګناهونه یې بښل کېږي.»
دا د الله سبحانه وتعالی فضل او رحمت دی چې د شرعي عذر لرونکي د رمضان د قیام پر مهال، د هغو روژه لرونکو له ثواب څخه برخمن کېږي چې د ایمان او اخلاص له مخې یې روژه نيولې وي.
په یوه حدیث کې چې معاذ ابن جبل روایت کړی، راځي چې وايي: یوه ورځ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په سفر وم، په داسې حال کې چې روان وو، هغه ته ورنږدې شوم او ومې ویل: اې رسول الله! ما له داسې یو عمل څخه خبر کړه چې جنت ته مې داخل او له دوزخ څخه مې لرې کړي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په ځواب کې وفرمایل:
«لَقَدْ سَأَلْتَنِي عَنْ عَظِيمٍ وَإِنَّهُ لَيَسِيرٌ عَلَى مَنْ يَسَّرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ؛ تَعبُدُ اللهَ وَ لَا تَشرِکُ بِهِ شَیئًا، وَ تُقِیمُ الصَلَاةَ، وَ تُؤتِی الزَّکَاةَ، وَتَصُومَ رَمَضَانَ، وَ تَحُجُّ البَیتَ، ثُمَّ قَالَ: ألَا أدُلُّکَ عَلَی أبوَابِ الخَیرِ؟ الصَومُ جُنَّةٌ، وَ الصَّدَقَةُ تُطفِئُ الخَطِیئَةَ کَمَا یُطفِئُ المَاءُ النَّارَ»
ژباړه: واقعیت چې له ما څخه دې د یو لوی شي په اړه پوښتنه وکړه او پر هغه چا چې الله تعالی یې د ترسره کولو توفيق ورکړی وي اسانه دی: دا چې یوازې د الله عبادت وکړې او شریک ورسره ونه نیسئ؛ لمونځ وکړې، زکات ورکړې، د رمضان میاشتې روژه ونیسي؛ حج وکړې. (راوي وايي) بیا پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ایا د خیر دروازو ته دې لارښوونه ونه کړم؟ روژه ډال دی او صدقه ګناه له منځه وړي؛ لکه اوبه چې اور مړ کوي.
نو که د روژه لرونکی ټول بدن روژه وي؛ سترګې یې له نامحرم کس څخه لرې وي، غوږونه یې د لهو او لعب له اورېدلو څخه لرې وي، ژبه یې د الله سبحانه وتعالی له کلام پرته خبرو او ناحق خبرو پاکه وي، لاسونه یې د حرام مال له ترلاسه کولو او پښې یې له باطل او حرامې لارې څخه لنډې وي؛ نو په ریښتیا هم چې دا روژه ورته ډال ده او دا د متقیانو عمل دی چې له الله سبحانه وتعالی څخه تقوا کوي؛ حلالو ته یې حلال او حرامو ته یې حرام وایي او کتاب یې پر خپل ځان تطبیقوي او د هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه چې د صلاح او د امت د کار د ساتلو په اړه یې داسې فرمایلي دي، پیروي کوي:
«اِمَام جُنة یُقاتَل مِن وَرائِهِ وَ یُتَّقَی بِه»
ژباړه: امام هغه ډال دی چې تر شاه یې جګړه کوئ او هغه ته پناه وروړئ.
نو د داسې یو امام شتون چې تر شا یې له دښمن سره جګړه کوئ او د هغه په وسيله د دښمن له اذیت څخه سالم پاتې کېږئ، په حقيقت کې د امت لپاره ډال دی؛ لکه روژه چې د یو مسلمان کس لپاره ډال او ساتونکی دی. په دغه حديث کې ټينګار پر دې دی چې د یو داسې مسلمان حاکم شتون چې د الله سبحانه وتعالی حلال، حلال او حرام یې حرام وګڼي، پر ما أنزل الله حکم وکړي او د مسلمانانو خاوره پاکه او صافه کړي، ارزښتونه او عزت یې وساتي او تر شا یې له دښمن سره جګړه وشي، واجب او لازم دی.
په پورتني حديث کې په صراحت سره غوښتل شوي دي چې د امت لپاره باید یو امين او خیر غوښتونکی حاکم وي. الله سبحانه وتعالی فرمایی:
﴿إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ إِنَّ اللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُمْ بِهِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ سَمِيعاً بَصِيراً﴾ [نساء: ۵۸]
ژباړه: « الله تعالی تاسو مومنانو ته حکم کوي چې امانتونه د هغو اهل ته وسپارئ. کله چې د خلکو په منځ کې فیصله کوئ، نو په عدالت سره یې وکړئ، الله تعالی په دې سره تاسو ته لوی نصيحت کوي. په باوري توګه الله تعالی اورېدونکی او ليدونکی دی.»
هو، خیر غوښتونکی حاکم او د امت ساتونکی؛ نه د اوسنیو فاسق او فاجر حکامو په څېر چې له ما أنزل الله پرته حکم کوي، د کفارو له قوانينو او شريعت څخه پیروي کوي او هغه حق خبره پرېږدي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې کوي.
نو پر هر نارينه او ښځينه لازمه ده چې د داسې یو امام لپاره چې د امت ډال وي، له داسې کسانو سره چې د خلافت د تاسیس لپاره هڅې کوي، کار وکړي. ځکه د امت زامن، په ځانګړې توګه پوځونه باید د الله سبحانه وتعالی د طاعت لپاره قاطعانه لاس په کار شي او د نبوت پر منهج د خلافت د اقامې عاملانو ته نصرت ورکړي او له خپلو تېرو تقصيرونو څخه الله سبحانه وتعالی ته رجوع وکړي! الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿إِنَّ الَّذِينَ اتَّقَوْا إِذَا مَسَّهُمْ طَائِفٌ مِنَ الشَّيْطَانِ تَذَكَّرُوا فَإِذَا هُمْ مُبْصِرُونَ﴾ [اعراف: ۲۰۱]
ژباړه: «په حقيقت کې چې څوک پرهېزګاران دي، د هغوی حال دا وي چې کله د شیطان له اغيزې څخه ناوړه مفکوره ورته پیدا کېږي، نو سمدلاسه متوجه کېږي او بیا په څرګنده توګه ويني چې د هغوی لپاره سمه کړنلاره کومه یوه ده.»
ليکوال: استاد ناصر رضا محمد عثمان
ژباړن: محمد حامد