- مطابق
(ژباړه)
د اسلام د احکامو د تدریجي پلي کولو ریښه په اسلام کې یوه خطرناکه نظریه ګڼل کېږي؛ ځکه د اسلام د لارې د دعوتګرو اراده او انګېزه کمزرې کوي او هغوی په دریځونو او کړنو کې له ثابتو اصولو او قطعي شرعي احکامو څخه لرې کوي.
د اسلام په پلي کولو کې تدریج ته دعوت کول په حقیقت کې په دې معنا دي، چې په اسلامي خاورو کې اوسني دولتونه اسلامي دولتونه دي او یوازې اصلاح ته اړتیا لري؛ په داسې حال کې چې حقیقت داسې نه دی او دغه دولتونه د کفري بنسټونو پر اساس رامنځته شوي او په بشپړه توګه باید له بیخه وایستل شي، نه دا چې د «تدریج» په توجیه سره یې عمر نور هم وغځېږي. دا ښکاره خبره ده چې دغه تدریجي تګلاره د اسلامي احکامو د بشپړ تطبیق په لاره کې د روانو ستونزو پر وړاندې یو غبرګون دی، په ځانګړې توګه په هغو شرایطو کې چې د کافر غرب او د هغه د لاسپوڅو حاکمانو واکمنۍ پر اسلامي ټولنو سیوری غوړولی دی.
دې موضوع ته په پام سره ډېری څېړونکو او پوهانو په دې اړه خبرې او لیکنې کړې دي؛ خو په دې لیکنه کې یوازې هغو ټکو ته اشاره کوم، چې ځانګړی اهمیت او ارزښت لري.
لومړی: د «تدرج» اصطلاح دا معنا لري چې یو شرعي حکم ته باید مرحله په مرحله ورسېږو، نه دا چې په یوځلي او بشپړه توګه یې پلی کړو. له همدې امله ځینې وخت ورته د «مرحلهيي تطبیق» اصطلاح هم کارېږي؛ یعنې یو مسلمان کس یو عمل ترسره کوي، که څه هم شرعي نه دی، خو د هغه په باور شرعي حکم ته نږدې دی او وروسته په تدریج سره له داسې مرحلو تېرېږي، چې په بشپړه توګه د هغه په پلي کولو سره شرعي حکم ته ورسېږي.
د بېلګې په توګه، کله چې یوه مسلمانه ښځه لومړی داسې جامې واغوندي، چې یوازې د زنګون لاندې برخه یې ښکاره وي او نیت یې دا وي چې په راتلونکي کې به په تدریج سره بشپړ شرعي حجاب وکړي. د پام وړ ټکی دا دی چې «تدرج» محدود او ثابت پړاوونه نه لري؛ د یوه حکم تطبیق ښايي یو پړاو، دوه پړاوه او ان تر دې ډېر وخت ونیسي. په بله وینا، د تدریجي پلي کېدو بهیر د حالاتو او شرایطو له مخې بدلېږي.
دویم: هغه دلایل چې د تدرج پلویان پرې استناد کوي، د فقهي استنباط په سمه طریقه ولاړ نه دي. هغوی له وړاندې دې پایلې ته رسېدلي دي، چې «تدرج یوه اړینه چاره ده» او بیا هڅه کوي چې د خپلې فرضیې لپاره شرعي دلایل پیدا کړي. یعنې د دې پر ځای چې لومړی شرعي متون وارزوي او له هغو څخه د تدرج د جواز حکم استنباط کړي، برعکس لومړی پایله مني او وروسته د هغې د اثبات لپاره د ایت او روایت پلټنه کوي.
دغه ناسمه تګلاره په هغو دلایلو کې په ښکاره توګه څرګندېږي، چې دوی یې د قرآني ایتونو له مخې وړاندې کوي.
۱ـ هغه ایتونه چې د ربا (سود) اړوند دي: دوی وایي چې الله سبحانه وتعالی سود په یو ځل نه دی حرام کړی، بلکې د هغه تحریم په څو پړاوونو کې نازل شوی دی. داسې چې سود لومړی مباح و او د الله سبحانه وتعالی په دغه ایت استناد کوي:
﴿وَمَا آتَيْتُمْ مِنْ رِباً لِيَرْبُوَا فِي أَمْوَالِ النَّاسِ فَلَا يَرْبُوَا عِندَ اللَّهِ وَمَا آتَيْتُمْ مِنْ زَكَاةٍ تُرِيدُونَ وَجْهَ اللَّهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُضْعِفُونَ﴾ [روم: ۳۹]
ژباړه: کوم سود چې تاسو ورکوئ، ترڅو د خلکو په مالونو کې زیات شي، خو د الله (سبحانه وتعالی) په نزد نه زیاتېږي؛ کوم زکات چې تاسو د الله (سبحانه وتعالی) د خوښۍ لپاره ورکوئ، ورکوونکي یې په حقیقت کې څو چنده بدله ترلاسه کوي.
وروسته د مضاعف سود تحریم نازل شو، پرته له دې چې لږې اندازې ته یې اشاره وشي، لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَأْكُلُوا الرِّبَا أَضْعَافاً مُضَاعَفَةً وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ﴾ [آلعمران: ۱۳۰]
ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! سود څو برابره مه خورئ او له الله څخه ووېرېږئ، ترڅو بریالي شئ.
په پایله کې الله سبحانه وتعالی سود په قطعي توګه حرام کړ او ویې فرمایل:
﴿وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا﴾ [بقرة: ۲۷۵]
ژباړه: او الله (سبحانه وتعالی) پېر او پلور حلال کړي او سود یې حرام ګرځولی دی.
د دې خبرې د رد لپاره وایو: سود لومړی ځل د الله سبحانه وتعالی په دغه ایت: ﴿وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا﴾ [بقرة: ۲۷۵] سره تحریم شوی دی؛ ځکه د بقرې په سورة کې د سود تحریم نازل شوی او دا لومړۍ سورت دی چې په مدینه کې نازل شوی دی، لکه څنګه چې مفسرینو ویلي دي. له همدې امله داسې څه نشته دي، چې وښيي سود په څو پړاوونو کې حرام شوی دی. په دې تړاو مختلف ایتونه د ځانګړو حالتونو او پېښو په اړه نازل شوي دي او داسې څه پکې نشته دي چې پر تدرج دې دلالت وکړي.
د الله سبحانه وتعالی دغه ایت: ﴿وَمَا آتَيْتُمْ مِنْ رِباً لِيَرْبُوَا فِي أَمْوَالِ النَّاسِ فَلَا يَرْبُوَا عِندَ اللَّهِ﴾ [روم: ۳۹] له سود سره هېڅ اړیکه نه لري، بلکې معنا یې دا ده هغه څوک چې په دې موخه یو چا ته ډالۍ ورکوي، ترڅو بېرته هغه له خلکو څخه واخلي او یا د هغې څو برابره ترلاسه کړي، نو دا عمل د الله سبحانه وتعالی په نزد ثواب نه لري. قرطبي او ابن کثیر دغه معنا له ابن عباس، مجاهد، ضحاک، قتاده، عکرمه، محمد بن کعب او شعبي څخه نقل کړې ده.
د الله سبحانه وتعالی دغه ایت: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَأْكُلُوا الرِّبَا أَضْعَافاً مُضَاعَفَةً﴾ [آلعمران: ۱۳۰] هم د دوی پر ادعا دلالت نه کوي، ځکه دغه ایت د مضاعف سود د منع په اړه نازل شوی دی، چې د جاهليت په وخت کې د خلکو تر منځ معمول و. په ایت کې داسې څه نشته دي، چې د سود تحریم دې یوازې تر مضاعف سود پورې محدود شوی وي.
۲ـ هغه ایتونه چې د شرابو اړوند دي: له دغو ایتونو څخه د تدریج پلویانو داسې برداشت کړی دی، چې شراب په لومړي سر کې مباح وو او دلیل يې د الله سبحانه وتعالی دغه ایت بولي:
﴿يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كَبِيرٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَا أَكْبَرُ مِنْ نَفْعِهِمَا﴾ [بقرة: ۲۱۹]
ژباړه: له تا څخه د شرابو او قمار په اړه پوښتنه کوي، ورته ووایه: په دغو دواړو کې ګناه ده، که څه هم د خلکو لپاره به څه ګټه پکې وي، خو ګناه یې له ګټې څخه ډېره ده.
وروسته د دغه اباحت محدودیت نازل شو او الله سبحانه وتعالی وفرمایل:
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَقْرَبُوا الصَّلَاةَ وَأَنْتُمْ سُكَارَى حَتَّى تَعْلَمُوا مَا تَقُولُونَ﴾ [نساء: ۴۳]
ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! د نشې په حالت کې لمانځه ته مه نږدې کېږئ، تر څو پوه شئ چې څه وایئ.
له دغه محدودیت وروسته د شرابو قطعي نهې نازله شوه او الله سبحانه وتعالی وفرمایل:
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنْصَابُ وَالْأَزْلَامُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ، إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَن ذِكْرِ اللَّهِ وَعَنِ الصَّلَاةِ فَهَلْ أَنتُم مُّنتَهُونَ﴾ [مائدة: ۹۰–۹۱]
ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! له شک پرته شراب، قمار، بتان او د فال نیولو غشي پلید او شیطاني کارونه دي، نو له هغو څخه ډډه وکړئ، ترڅو بریالي شئ. شیطان غواړي چې د شرابو او قمار له لارې ستاسو تر منځ دښمني او کینه خپره کړي او تاسو د الله له یاد او لمانځه څخه منعه کړي، نو ایا تاسو له دغو چارو څخه لاس اخلئ؟
موږ وایو چې دغه ایتونه د شرابو په تحریم کې پر تدریج دلالت نه کوي، ځکه شراب حرام شوي نه وو، بلکه د شيانو د اباحت پر اصل پرېښودل شوي وو، تر هغه وخت چې دغه ایتونه: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ...﴾ [مائدة: ۹۰–۹۱] نازل شول. څوک چې د الله سبحانه وتعالی په دغه ایت: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَقْرَبُوا الصَّلَاةَ وَأَنتُمْ سُكَارَى حَتَّى تَعْلَمُوا مَا تَقُولُونَ﴾ [نساء: ۴۳] کې تدبر وکړي، پوهېږي چې دغه ایت مسلمانان د شرابو تر څښلو وروسته له لمانځه کولو نه منعه کوي، بلکې هغوی د مستۍ په حالت کې له لمانځه کولو څخه منعه کوي، ترڅو پوه شي چې څه وایي. نو که یو مسلمان له دغه ایت وروسته شراب څښلي وي، خو عقل یې له لاسه نه وي ورکړی او لمونځ وکړي، نو ایا کومه ګناه پرې نشته ده؟ په داسې حال کې چې هېڅکله داسې نه دي شوي، چې یو څوک دې د شرابو له تحریم وروسته د هغو څښل حلال وګڼي، نه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې، نه د اصحابو، نه د تابعینو او نه هم د تابعینو د پیروانو په وخت کې؛ بلکې دغه حکم به همداسې پاتې وي، تر دې چې الله سبحانه وتعالی دغه ځمکه او پکې هر شی د میراث په توګه واخلي.
درېیم: رسول الله صلی الله علیه وسلم به نوي احکام همغه د نزول پرمهال خلکو ته رسول او له هغو څخه د پیروۍ امر یې کاوه. له همدې امله د هغه څه په اړه به یې تدریجي عمل نه کاوه، چې پر هغه به نازلېدل. کله به چې یو شی حرام شو، له هغه وروسته به یې د ترسره کولو اجازه نه ورکوله او د یوه حکم له منسوخ کېدو وروسته به یې پر هغه عمل نه کاوه. هېڅ داسې دلیل نشته دی چې وښيي رسول الله صلی الله علیه وسلم دې د ځینو احکامو پلي کول ځنډولي وي یا یې له خپلو اصحابو څخه غوښتي وي چې ځینې احکام دې ترسره کړي او ځینې نور دې وځنډوي؛ ترڅو موږ پوه شو چې تدریج شته دی.
مګر برعکس د هغه له سپېڅلي سیرت څخه څرګندېږي، چې هغه صلی الله علیه وسلم د قریشو د مشرانو دعوت یوازې په دې موخه رد کړ، چې د الله سبحانه وتعالی له یوه حکم څخه تېر شي؛ د بېلګې په توګه د قریشو هغه وړاندیز یې ونه مانه، چې د حاکمیت د نوبتي کېدو یادونه یې کړې وه. همدارنګه کله چې د بني عامر بن صعصعه قبیلې ترې وغوښتل چې له هغه صلی الله علیه وسلم وروسته به حکومت د دوی وي، په داسې حال کې چې هغه مهال یې ملاتړ ته سخته اړتیا هم درلوده، خو بیا یې هم په ځواب کې ورته وویل:
«الأمرُ إلى اللهِ يَضَعُهُ حيثُ يَشاء»
ژباړه: چاره (واک او قدرت) د الله سبحانه وتعالی په لاس کې دی، هلته یې پرځای کوي، چېرې چې وغواړي.
همدارنګه له بني شیبان قبیلې سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم چلند داسې و، کله چې دوی د هغه حضور ته راغلل او ویې ویل: اې محمده! زموږ په منځ کې دومره کسان شته چې شمېر یې د شګو په څېر ډېر دی، مالونه مو د خاورو په شان زیات دي او اراده او قوت مو د غرونو په څېر غښتلي دي؛ موږ له تا سره د عربو پر ضد مرسته کوو، خو د فارس او روم پر ضد مرسته نه کوو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته وفرمایل:
«وإنَّ دينَ اللهِ تعالى لن ينصرَهُ إلا من أحاطَهُ من جميعِ جوانبِهِ»
ژباړه: او د الله (سبحانه وتعالی) دین ته یوازې هغه خلک نصرت ورکولی شي، چې په بشپړه توګه یې ومني او ټولو جوانبو ته يې ژمن وي.
د بني ثقیف د قبیلې پر وړاندې هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب داسې و؛ لکه څنګه چې ابن هشام په خپل سیرت کې روایت کړی دی: کله چې د ثقیف وفد رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی، ترڅو له هغه سره خبرې اترې وکړي، نو له هغه څخه یې وغوښتل چې طاغیه یعنې د دوی بت «لات» تر دریو کلونو پورې پرېږدي او مات یې نه کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی دغه غوښتنه ونه منله. همدارنګه هغوی ورڅخه وغوښتل چې تر یوه کال پورې بت ته وخت ورکړي، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم قبول نه کړ. تر دې چې یوه میاشت وخت یې وغوښت، خو بیا یې هم قبول نه کړ او هېڅ مشخص فرصت یې ور نه کړ.
دا هغه تګلاره ده چې له هغه وروسته راشده خلفاوو هم په نویو فتحه شوو سیمو کې د اسلامي احکامو د پلي کولو لپاره کاروله. هغوی به د اسلام احکام له هر ډول ځنډ، نرمښت او تدریج پرته په یو ځل پلي کول؛ رضوان الله علیهم.
څلورم: که چېرې اوسني واقعیت ته پام وکړو، نو څرګندېږي چې د اسلام په پلي کولو کې تدریجي فکر موږ ته یوازې شر او زیان رسولی دی او نمونې یې ښې ډېرې دي. د بېلګې په توګه په مصر کې اخوانالمسلمین قدرت ته ورسېد، خو پایله یې څه شوه؟! د دین په پلي کولو کې پاتې راغی. همدارنګه تجزیه شوی هېواد سوډان چې خلک یې له فقر او بېوزلۍ سره مخ دي. ترکیه، چې ډېری خلک یې د حکومتولۍ په برخه کې نمونه بولي، خو نن داسې حالت ته رسېدلې چې د سېکولرېزم او غربپالنې پر مرکز بدله شوې ده. په اردن کې د دوی تر ټولو لویه اندېښنه د انتخاباتي قانون بدلون دی، ترڅو ډېر خلک یې پارلمان ته لاره پیدا کړي. په تونس کې حالت تر دغه ځایه رسېدلی چې د قرآن قطعيالدلالة شرعي احکام نقض شوي دي؛ د بېلګې په توګه په میراث کې نر او ښځه مساوي ګڼل او د څو مېرمنو شتون جرم بلل.
نن ورځ په سوریه کې وینو چې هیئت تحریرالشام ډله د خپل مسیر پای ته ورسېده، یعنې نظام یې نسکور کړ؛ هغوی نن قدرت په لاس کې لري، خو د الله سبحانه وتعالی د حکومت جوړولو ته یې پام ونه کړ، ځکه چې ځان یې د نورو هېوادونو د رحم او کرم غېږې ته غورځولی دی. ټولو اسلامي خاورو د غزې مجاهدین یوازې پرېښودل، ان پر ضد یې دسیسې جوړې کړې، په داسې حال کې چې ځانونه اسلامي دولتونه بولي.
لنډه دا چې: موږ تل ویلي او بیا هم وایو چې اسلامي امت یو کریم امت دی او په هغه کې لوی خیر نغښتی دی، هغه امت چې د اسلام پلي کېدو ته لېوال دی. رښتینی تغیر یوازې په بنسټیز، هراړخیز او بشپړ بدلون سره راتللی شي او دا چاره یوازې د خلافت په تاسیس سره پرځای کېدلی شي؛ هغه خلافت چې اسلام د ژوند د نظام او قانون په توګه پلی کړي.
حزبالتحریر شپه او ورځ په امت کې او له امت سره یو ځای د همدغه هدف لپاره کار کوي او په دې برخه کې یې لومړني ګامونه اخیستي دي؛ لکه د دولت لپاره بشپړه برنامه جوړول، چې د خلافت دولت د اساسي قانون مسوده ده. په دې کې د دولت احکام شامل دي، چې د الله تعالی له کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه اخیستل شوي او په قوي شرعي دلایلو سره وړاندې شوي دي. له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو، چې موږ د دغه دولت له شاهدانو او سرتېرو څخه وګرځوي.
﴿وَعَدَ اللهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾ [نور: ۵۵]
ژباړه: الله (سبحانه وتعالی) په تاسو کې له هغو کسانو سره ژمنه کړې، چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه ترسره کوي، چې دوی ته به په ځکه کې خلافت ورکړي، لکه څنګه یې چې له دوی څخه مخکینیو کسانو ته خلافت ورکړی و. د دوی لپاره به هغه دین محکم ودروي، چې دوی ته یې غوره کړی دی او د هغوی وېره (اوسنی حالت) به په امن بدل کړي. هغوی دې زما عبادت وکړي، له ما سره دې څه شی نه شریکوي او هر څوک چې له دې وروسته کفر غوره کړي، هغوی فاسقان دي.
لیکوال: فارس منصور – عراق
ژباړن: صهیب منصور
د الوعی مجلې له ۴۶۲–۴۶۳–۴۶۴ ګڼو اخیستل شوې