چهارشنبه, ۰۳ ذیقعده ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۴/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

ترڅو چې مسلمان پوځونه ونه خوځېږي، که اوربند وي که نه، پر غزه به برید او تېری دوام لري!

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

په غزه کې د روانې خونړۍ جګړې شپږ میاشتې تېرې شوې. دا جګړه لا تر اوسه پر ټولو دروغجنو ژمنو او تړونونو سربېره، د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې د غزې د ملکي وګړو په وژنو، د هغوی په بې‌کوره کولو، تباهۍ او زنداني کولو سره او د غرب د مجرمو حکامو او لاسپوځو مسلمانانو چارواکو په مرستو او دسیسو سره دوام لري. هغه چارواکي چې یوه شېبه هم یهودو ته د وسلو او تجهیزاتو په رسولو کې سستي نه کوي او له ځنډ پرته د غزې د خلکو او مجاهدینو پر وړاندې اسرایلو ته خوراکي توکي او نور مالونه رسوي او د دوی د جنایتکاره موخو او پلانونو په پلي کولو کې ورسره مرسته کوي.

تر ټولو ناوړه دا چې هغوی مکر کوي او دسیسې جوړوي، ترڅو هغه څه تر لاسه کړي چې په جګړه، وژنو او بمباریو کې یې نه دي ترلاسه کړي. هغوی دغه ټول وحشتونه، بمبارۍ او دسیسې د ځنګل د قانون پر وړاندې په ۲۱مه پېړۍ، د ډیموکراسۍ پېړۍ او د ازادیو او بشري حقونو په پېړۍ کې پر ټولو دروغو او خیالي ژمنو سربېره کوي.

د بشري حقونو، ملګرو ملتونو، امنیت شورا او د ملتونو کمېټې مفاهيم بې‌ارزښته شوي، ان په لیکنۍ بڼه هم کوم اغېز نه لري، ځکه د هغوی له لوري داسې څه صادر نه شول چې ابرو یې خوندي کړي او پر وحشتونو یې پرده وغوړوي؛ ان له پېغور او ملامتیا څخه د خلاصون لپاره یې هم کوم کار ونه کړ. امریکا، انګلستان، المان، فرانسه او یو شمېر نور هېوادونه چې خپل ځانونه ازاده نړۍ بولي، هغوی یا په ټولې بې شرمۍ سره د یهودو تر څنګ ولاړ دي او له هغوی څخه دفاع کوي او یا د شرم له مخې ځینې انساني وژنې او جنایتونه غندي؛ په داسې حال کې چې یهودو ته وایي، چې مجاهدین ووژنئ، غزه له منځه یوسئ، ډبرې او ونې یې له بېخه وباسئ؛ خو که شونې وي د ښځو او ماشومانو په وژلو کې نرمښت وکړئ او که نه وي، بیا نو ستاسو حق د هغوی تر ژوند لوړ او ارزښتمند دی.

خو د یهودو او امریکا خونړي سیاسي تصمیمونه دا دي، چې د حماس د مخنیوي لپاره باید پر غزې تړانګې کړۍ تنګه کړي او ټول مجاهدین باید ووژني، ترڅو په راتلونکي کې غزه د یهودو د رژیم لپاره ګواښ نه وي او د لویدیځې غاړې موډل د خپل ځان کړي؛ لکه څنګه چې په لویدیځه غاړه کې فلسطیني چارواکو په پرېکنده توګه د یهودیانو د امنیت ساتلو او ژوندي پاتې کېدو لپاره جوړجاړی وکړ او په هغو ښاري پروژو او ښارګوټو راضي شول، چې د دې پروژې د څښتن په واسطه به فلسطیني پانګونه د یهودو د رژیم تر رهبرۍ لاندې اداره کېږي.

د اسرایلو «Times of Israel» ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د یهودو د رژیم لومړی وزیر «بنیامین نتانیاهو» د راتلونکو لسو کلونو لپاره په غزه کې د یاد رژیم د پاتې کېدو او دوام لپاره پلان جوړوي او دا هغه موده ده چې پوځ ورته اړتیا لري، ترڅو د غزې تړانګه هم د لویدیځې غاړې په څېر کړي. همدارنګه دې ورځپاڼې راپور ورکړی: «ډېر ژر به له غزې تړانګې څخه ټولې درنې وسلې را ټولې شي او فلسطیني چارواکو ته به چې کم مخالفت لري، ورکړل شي. موږ فلسطیني چارواکو ته وویل، چې د غزې تړانګې په مرکز کې به د ترهګرو پر مرکزونو بریدونه پای ته نه رسېږي او پر نابلس او جنین ښارونو به هم ورته بریدونه دوام لري. که هغه وخت ترهګر د نویو کورونو د جوړولو هڅه وکړي، نو کورونه به یې نړول کېږي او په خان یونس او شجاعیه کې به د شپې نیونې دوام لري.»

دغه تصمیم به تر هغه وخته ثابت وي، چې جګړه تر وروستي تونل، مجاهد او توغندي پورې ورسېږي او دا هغه څه دي چې د یهودو او امریکا مشران یې د انساني اوربند او د بندیانو د تبادلې په تړاو په خبرو کې په ښکاره توګه بیانوي. بنیامین نتانیاهو یوې امریکایۍ شبکې (CBS) ته ویلي: «کله چې هوکړې ته ورسېږو، دغه بهیر او موخه به تر یوې کچې شاته وغورځول شي، خو ډېر ژر به بشپړه او پای ته ورسېږي.»

د حماس خوځښت مشرانو چې په دغه پلان پوه شول، چې اوربند یوازې د یهودو د رژیم او امریکا په ګټه دی او هغوی په دې میاشت کې له یرغل څخه وېرېږي، یعنې هسې نه چې د اسلامي خاورو له خوا له ګواښ او خطر سره مخ شي او بل دا چې دوی د رفح ښار په برید کې د نورو کسانو تر وژل کېدو وړاندې، زیات شمېر بندیان ازادولی شي. نو له همدې امله یې د یوه ځانګړي پلان له مخې پر تلپاتې اوربند ټینګار وکړ، چې هغه یو د یهودو د پوځ شاتګ و او بل د جګړې پای ته رسېدل وو.

دا هغه څه دي چې د یهودیانو او جنایتکارې امریکا له پلان او نقشې سره په ټکر کې دي. په همدغه دلیل د امریکا ولسمشر جوبایډن په ښکاره وویل: «حماس د بشپړ او عمومي اوربند په لټه کې دی؛ ځکه د خپلې راتلونکې لپاره دا تر ټولو یو غوره فرصت ګڼي.» د حماس دې کړنلارې امریکا او یهودیان ناهیلي کړل، ځکه هغوی پر دې بریالي نه شول چې په لنډمهاله اوربند سره د حماس خوځښت دوکه کړي. نتانیاهو د دې لپاره چې په لوړ انعکاس خبرداری ورکړي، داسې وویل: «اسرایل به د نړیوالو پر ډېرو فشارونو سربېره بیا هم پر حماس خوځښت خپل برید ته په رفح ښار او د غزې تړانګې په جنوب کې دوام ورکړي.»

په هر حال که حماس دغه له دوکې او فرېب څخه ډک لنډمهاله اوربند ومني که نه، د امریکا د فشار په پایله کې به د یهودو رژیم اړ کېږي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې پر غزه د بریدونو کچه او د وژنو او جنایتونو صحنې راکمې کړي؛ ځکه دوی وېرېږي چې که چېرې په دې میاشت کې بریدونه او جنایتونه دوام وکړي، نو کېدای شي چې په اسلامي خاورو کې حالت د دوی له کنټرول څخه ووځي. دوی پوهېږي چې یوازې د یوې اسلامي خاورې برید د دې لامل کېږي، چې وضعیت د دوی له لاسه ووځي او پایله برعکس شي. په دې توګه به امت له لاسپوڅو او ښکېلاکګرو حکامو څخه خپل غصب شوی قدرت بیرته تر لاسه کړي او خپل پوځونه په ازادنه ډول د تکبیر او لبیک په ویلو سره د غزې او مسجد الاقصی پر لور وخوځوي. دوی پوهېږي چې دا کار اسانه او ممکن دی او ډېر لرې نه دی.

 دې لپاره چې په غزه کې زموږ خلک وژغورل شي او یا جګړه ودرول شي، یوازې دوې لارې شته دي؛ یا باید امت او یا د یوې اسلامي خاورې پوځونه حرکت وکړي او یا هم یهودیان او امریکا دا قناعت وکړي چې د امت او د هغه د پوځونو حرکت نږدې دی. کله چې یهودیانو مسجد الاقصی ته په تلونکو لارو کې د اوسپنې دروازې کېښودې، نو همداسې یو څه پېښ شول او نتانیاهو یوازې هغه وخت شاتګ وکړ او ووېرید، کله یې چې د یهودو پر وړاندې د امت د راپورته کېدو شونتیا ته پام شو.

خو د یهودو او امریکا تر منځ پر اختلافونو بحث کول او یا دننه په یهودیانو کې پر اختلافونو خبرې کول، کومه ګټه نه لري او د جګړې پر بهیر او وژنو هم اغېز نه کوي. د ملګرو ملتونو سازمان او د نړیوال فشار واقعیت هم همدې ته ورته دی. دغه اختلافات یوازې د مکر او دروغو تر کچې دي، چې یو شمېر سیاستوال او د رسنیو څښتنان یې د یهودیانو او امریکا د نقشو او پلانونو د پلي کېدو په خاطر د وخت د تېرېدو او د فرصت د برابرولو لپاره تر وروستۍ شېبې پورې ترسره کوي.

پر همدغه اساس امریکا او بایډن، یهودیان او نتانیاهو ټول د غزې په له منځه وړلو، د مجاهدینو په وژلو او د مقاومت په پای ته رسولو کې متحد او همنظره دي. د دوی تر منځ پر یو شمېر مسایلو اختلافونه هسې یو فرېب دی، ترڅو عام نړیوال لیدلوری او یا هم د امریکا او یهودي رژیم په داخل کې عام لیدلوری مراعات کړي. که د دوی تر منځ د راتلونکې جګړې په اړه اختلافونه هم وي، خو بیا هم د جګړې، د جګړې د اړتیا او د یهودي رژیم د پرېکندې بریا لپاره د غزې په ویجاړولو او د ماشومانو په وژلو کې هم‌نظره او متحد دي.

په یهودي رژیم کې دننه د اختلافونو واقعیت هم همداسې دی. ټول پر دې همنظره دي، چې جګړه دې دوام وکړي او د غزې او مقاومت پر وړاندې دې بریا ترلاسه شي او د هغوی په اصطلاح په برخه کې دوی سختو قربانیو ته چمتو دي. هغه څه چې په رسنیو کې خپرېږي چې ګواکي که په ټاکنو کې د نتانیاهو پر ځای لبید، بیني ګانټس او یواف ګالانت بریالي شي، نو د جګړې برخلیک به په دوی پورې اړه ولري، خو حقیقت داسې نه دی، بلکې ټول حزبونه د غزې او مقاومت په لمنځه وړلو او د جګړې په دوام سره هم‌نظره دي. د دغو اختلافونو د ډېرېدو لپاره تر دې کچې هڅه کول، چې ګواکي ان جګړه به ودروي، له دروغو پرته بل څه نه دي؛ یعنې دا چې فرصت ورکړل شي چې هر څه غواړي، ویې کړي.

د ملګرو ملتونو او نړیوال فشار واقعیت هم همدې ته ورته دی. دغه فشار په هېڅ حساب دی، چې یهودیان دې ورڅخه وځورېږي او د یهودیانو مشران پوهېږي، چې ملګرو ملتونو هېڅکله هم حرکت نه دی کړی او تر هغه چې د امریکا شین څراغ لګېدلی وي، دوی به د ملګرو ملتونو له شر او ټولو دروغجنیو خبرداریو څخه په امن وي.

د غزې د خلکو لپاره او د فلسطین او الاقصی لپاره په اسلامي خاورو کې له اسلامي امت، د مسلمانانو له پوځونو او په پوځونو کې له مخلصو سرتېرو او قومندانو پرته نور ملاتړي نشته دي او که دوی ټول او یا یې یوه برخه حرکت ونه کړي؛ نو په دې باید پوه شي چې کفري نړۍ او خلک یې ټول همنظره دي او خپل پلید تصمیم یې نیولی دی. نو اسلامي امت، د هغه سرتېرو او پوځونو ته لازمه ده، چې د هغوی مېړانه، روژه او اسلام باید دوی په جوش راولي، ترڅو د خپلو وروڼو او مسجد الاقصی لپاره نصرت ورکړي.

الرایه جریده: ۴۸۶مه ګڼه

لیکوال: انجینر باهر صالح

د فلسطین په مبارکه خاوره کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر غړی

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

هغه مسلمان چې خپل ورور یوازې پرېږدي!

(ژباړه)

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«مَا مِنِ امْرِئٍ يَخْذُلُ مُسْلِماً فِي مَوْطِنٍ يُنْتَهَكُ فِيهِ حُرْمَتُهُ ، وَيُنْتَقَصُ فِيهِ عِرْضُهُ إِلا خَذَلَهُ اللَّهُ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ فِيهِ نُصْرَتَهُ، وَمَا مِنِ امْرِئٍ يَنْصُرُ مُسْلِماً فِي مَوْطِنٍ يُنْتَقَصُ فِيهِ مِنْ عِرْضِهِ وَتُنْتَهَكُ فِيهِ حُرْمَتُهُ إِلا نَصَرَهُ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ فِيهِ نُصْرَتَهُ.» (الحديث رواه أبو داود وهو حسن)

ژباړه: هغه څوک چې خپل مسلمان ورور په داسې حال کې چې حرمت او عزت یې له منځه ځي، یوازې پرې‌ږدي، الله (سبحانه وتعالی) به په داسې حال کې هغه یوازې پرې‌ږدي، چې الهي نصرت ته به اړتیا لري او هغه څوک چې له خپل مسلمان ورور سره په داسې حال کې مرسته وکړي چې حرمت او عزت یې له منځه ځي، نو هغه ته به الله سبحانه وتعالی په داسې حال کې نصرت ورکړي، چې دی یې وغواړي او اړتیا ورته لري.

له جابر رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ما من امرئ مسلم يخذل (د ذال په ضمه حرکت سره) امرَأ مسلما في موضع ينتهك (په مجهولې ضیغې سره)» یعنې چې یو څوک خپل مسلمان ورور په داسې شرایطو کې یوازې پرېږدي، چې له هغو سره د مخ کېدو مستحق نه وي. (فیه): هملته. (حرمته): عزت او درناوی یې او په جامع صغیر کې د (من حرمته) په لفظ سره راغلی دی.

ښايي سم او کره روایت همدا وي؛ لکه څنګه چې د یوې مرکې اړینه معرفي ښه وي. په جامع کې بیا داسې راغلي: «ينتقص فيه من عرضه، وينتهك فيه من حرمته» د یادونې وړ ده چې ترتیب یې هم مناسب دی؛ ځکه عام شکل تر خاص وروسته راغلی او له هغه څه سره ورته دی، چې په دویم پارګراف کې راغلي دي؛ یعنې د مشکاة د ترتیب برعکس، ځکه په هغه کې داسې روایت شوی دی: «وينتقص فيه من عرضه» له (انقاص) مصدر څخه په مجهولې صیغې سره، چې هم لازم دی او هم متعدي او دا معنا ورکوي: «هغه کس چې له خپل مسلمان ورور سره د سپکاوي، وهلو او یا وژلو په حال کې مرسته ونه کړي؛ په داسې حال کې چې په قولي او فعلي توګه له هغه څخه د دفاع وړتیا ولري. (إلا خذله الله تعالی فی موطن یحب) یعنې الله سبحانه وتعالی هغه په داسې شرایطو کې یوازې پرېږدي، چې دی یې مرستې او ملاتړ ته اړتیا لري او د دنیا او اخرت په سختو حالاتو کې یې یوازې پرېږدي. هر هغه څوک چې له خپل مسلمان ورور سره په داسې حال کې مرسته وکړي، چې د هغه حرمت او عزت له منځه ځي، نو الله سبحانه وتعالی به له هغه سره په سختو حالاتو کې مرسته وکړي.

کوم احادیث چې پر دې موضوع دلالت کوي، د عبدالله بن عمر رضی الله عنه حدیث دی او هغه روایتوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«المسلم أخو المسلم لا يظلمه ولا يسلمه، ومن كان في حاجة أخيه كان الله في حاجته، ومن فرج عن مسلم كربة فرج الله عنه كربة من كربات يوم القيامة، ومن ستر مسلماً ستره الله يوم القيامة.» (رواه البخاري ومسلم والترمذي وأبو داود وأحمد)

ژباړه: یو مسلمان د بل مسلمان ورور دی، نه پر هغه ظلم کوي او نه یې دښمن ته تسلیموي؛ څوک چې د خپل مسلمان ورور اړتیا پوره کړي، الله (سبحانه وتعالی) د هغه اړتیاوې پوره کوي؛ څوک چې د خپل مسلمان ورور ستونزې حل کړي، الله (سبحانه وتعالی) هغه ته د قیامت په ورځ سختۍ او ستونزې اسانوي او څوک چې د یو مسلمان عیب پټ کړي، الله (سبحانه وتعالی) به د قیامت په ورځ د هغه عیبونه پټ کړي.

او هغه ایت چې پر دې موضوع دلالت کوي؛ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ كَفَرُوا وَقَالُوا لِإِخْوَانِهِمْ إِذَا ضَرَبُوا فِي الْأَرْضِ أَوْ كَانُوا غُزًّى لَوْ كَانُوا عِنْدَنَا مَا مَاتُوا وَمَا قُتِلُوا لِيَجْعَلَ اللَّهُ ذَلِكَ حَسْرَةً فِي قُلُوبِهِمْ وَاللَّهُ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ [آل‌عمران: ۱۵۶]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! د کافرانو په څېر مه کېږئ، چې کله به یې وروڼه (د کار او کسب لپاره) مسافر کېدل (او بیا به ووژل شول) یا به یې په جګړه کې ګډون کاوه (او هلته به ووژل شول) نو وبه یې ویل: «که له موږ سره وای، نه به مړه کېدل او نه به وژل کېدل (تاسو اې مومنانو! داسې خبرې مه کوئ) چې الله (سبحانه وتعالی) دغه (خبرې او ګومان) د هغوی په زړونو کې د غم او افسوس وسیله ګرځوي او یوازې الله (سبحانه وتعالی) دی، چې ژوندي کول او مړه کول کوي (ژوند او مرګ د هغه سبحانه وتعالی په لاس کې دی) او الله (سبحانه وتعالی) چې څه کوي (هغه که ښه وي یا بد) هغه یې ویني.

همدارنګه الله سبحانه وتعالی په یو بل ایت کې مسلمانانو ته امر کړی دی:

﴿وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا [آل‌عمران: ۱۰۳]

ژباړه: ټول د الله پر رسۍ (قران او اسلام) منګولې ټنیګې کړئ او تیت‌پرک نشئ؛ د الله (سبحانه وتعالی) نعمت ځان ته در یاد کړئ، هغه وخت چې (له یو بل سره) دښمنان وئ او الله (سبحانه وتعالی) ستاسو زړونه سره نږدې کړل، وروسته (د هغه د نعمت له برکته) د یو او بل وروڼه شوئ.

الله سبحانه وتعالی د قرآن کریم په یو بل ځای کې فرمایي:

﴿إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ [انبياء: ۹۲]

ژباړه: دا ستاسو یوازینی امت دی او زه ستاسو رب یم؛ نو زما عبادت وکړئ!

او په پای کې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَإِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاتَّقُونِ [مؤمنون: ۵۲]

ژباړه: دا ستاسو یوازینی امت دی او زه ستاسو ټولو رب یم؛ نو یوازې له ما څخه ووېرېږئ!

پر دغو ټولو ایتونو او احادیثو سربېره څنګه کولی شو، چې خپل وروڼه ناهیلي کړو او د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو په منګولو کې یې یوازې پرې‌ږدو؟! الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته له مسلمانانو سره د مرستې توصیه کړې؛ نو موږ ته لازمه ده چې دغه امر عملي کړو او په دې لاره کې ګام واخلو.

ژباړه: بهیر ویاړ

د مطلب ادامه...

له انصارو سره محبت د ایمان نښه ده

(ژباړه)

ابن بطال د صحیح البخاري د شرحې په «عَلامَةِ الإيمَانِ حُبُّ الأنْصَار» باب کې له انس رضي الله عنه څخه روایتوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

 «آيَةُ الْإِيمَانِ حُبُّ الْأَنْصَارِ، وَآيَةُ النِّفَاقِ بُغْضُ الْأَنْصَارِ»

ژباړه: له انصارو سره محبت د ایمان نښه ده او له انصارو سره بغض او کینه کول، د نفاق نښه ده.

عباده بن صامت رضي الله عنه چې د بدر په جګړه کې یې ګډون درلود او د عقبې شپې له نقیبانو څخه و (نقیب هغه کس دی، چې شپږ کسیزه ډله رهبري کوي)، داسې روایتوي: رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسې حال کې چې له یو شمېر اصحابو سره ناست و، وفرمایل:

«بَايِعُونِي عَلَى ألا تُشْرِكُوا بِاللَّهِ شَيْئًا، وَلا تَسْرِقُوا، وَلا تَزْنُوا، وَلا تَقْتُلُوا أَوْلادَكُمْ وَلا تَأْتُوا بِبُهْتَانٍ تَفْتَرُونَهُ بَيْنَ أَيْدِيكُمْ وَأَرْجُلِكُمْ، وَلا تَعْصُوا الله فِي مَعْرُوفٍ، فَمَنْ وَفَى مِنْكُمْ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ، وَمَنْ أَصَابَ مِنْ ذَلِكَ شَيْئًا، فَعُوقِبَ فِي الدُّنْيَا، فَهُوَ كَفَّارَةٌ، وَمَنْ أَصَابَ مِنْ ذَلِكَ شَيْئًا ثُمَّ سَتَرَهُ اللَّهُ فَهُوَ إِلَى اللَّهِ، إِنْ شَاءَ عَفَا عَنْهُ، وَإِنْ شَاءَ عَاقَبَهُ". فَبَايَعْنَاهُ عَلَى ذَلِك»

ژباړه: له ما سره پر دې باندې بیعت وکړئ؛ چې له الله سبحانه وتعالی سره څه شی شریک نه کړئ، غلا ونه کړئ، خپل بچیان ونه وژنئ، پر یو بې ګناه کس تور پورې نه کړئ (دغه تور په خلکو کې خپور نه کړئ) او  په غوره کارونو کې نافرماني ونه کړئ. له تاسو څخه چې هر یو پر دغو مواردو وفا وکړي، د الله (سبحانه وتعالی) له لوري به اجر ورکړل شي او که له تاسو څخه هر یو دا ګناهونه وکړي (له شرک پرته) او په دې دنیا کې جزا ورکړل شي، هغه جزا به یې د ګناهونو کفاره وي. خو که چا له دغو ګناهونو څخه یوه ګناه وکړه او الله (سبحانه وتعالی) د هغه ګناه پټه کړه، نو د هغه (سبحانه وتعالی) خوښه چې په اخرت کې یې بښي او که جزا ورکوي. عباده بن صامت زیاته کړه: نو ځکه موږ په دغو مواردو کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیت وکړ.

مهلب وایي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه خبره (علامة الإیمان حب الأنصار) د انس په حدیث کې بیان شوې ده. خو د عباده حدیث د انصارو د فضلیت په اړه راغلی دی، ځکه انصار هغه لومړني کسان وو چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په بیت کولو کې یې دغه فضلیت په اسلام کې خپل کړ او دا په اسلام کې لومړنی بیعت و چې په مکه کې له انصارو سره وشو، چې یوازې ۱۲تنو انصارو پکې برخه اخیستې وه.

ابن اسحاق هم پخپل کتاب کې دغه مسله یاده کړې ده. همدارنګه عباده رضی الله عنه ویلي: «له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د اصحابو یوه ډله وه، که څه هم مهاجرینو په مکه کې اسلام منلی و، خو د انصارو په څېر یې بیعت نه و کړی؛ نو دغه موضوع څرګندوي چې انصار هغه لومړني کسان وو، چې د الهي توحید او اسلامي شریعت په اعلان سره یې بیعت وکړ او د ژوند تر وروستیو شېبو پرې ورته ژمن پاتې شول. په همدغه دلیل، له انصارو سره محبت کول د ایمان نښه ده... پای.»

انصار هغه ډله وه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملاتړ یې وکړ او د الله سبحانه وتعالی دین ته په نصرت ورکولو سره یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت وکړ. نصرت یعنې له هغه فکر سره د قدرت او دفاع یو ځای کول، چې نصرت ورکوونکو پرې ایمان راوړی وي. نصرت، د طریقې اړوند یو شرعي حکم دی؛ ځکه مبدأ له فکرې او طریقې څخه جوړه شوې ده. فکره له هغې عقیدې او حل‌لارو څخه عبارت ده، چې د انساني ستونزو د له منځه وړلو لپاره راغلې ده او طریقه بیا د عقیدې د ساتنې او لېږد تر څنګ، د هغې د حل‌لارو پلې‌کوونکې کړنلاره ده.

نو هره مبدأ‌ چې په رښتیني ژوند کې عملي کېدل غواړي، نو یوه مناسب جوړښت ته اړتیا لري، چې په رښتیني ژوند کې مبدأ تنظیم، خوندي او حمل کړي او حل‌لارې یې عملي کړي. د نصرت مفکوره د طریقې له احکامو څخه اخیستل شوې، چې په ژوند کې د مبدأ د عملي کولو څرنګوالی بیانوي. دغه کار د هغه دولت په تاسیس سره کېږي، چې د عقیدې پر اساس ولاړ وي او د هغې ساتنه، لېږد او حل‌لارې عملي کوي.  

په حقیقت کې دغه ویاړ د لومړي ځل لپاره د هغو انصارو په برخه شو، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې په مدینه منوره کې پنا او نصرت ورکړ او هغه عقیده یې په ټول توان سره په غېږ کې ونیوله، چې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم نازله شوې وه او دوی هر څه چې درلودل، د هغې په لاره کې یې قربان کړل؛ تر دې چې اسلامي دولت تاسیس شو، پرمختګ یې وکړ او پراخ شو.

په همدې توګه موږ پوښتلی شو، چې انصار نن ورځ چېرې دي؟ د الله سبحانه وتعالی قدرتمند او اغېزناک کسان چېرې دي؟ یعنې هغه کسان چې خپل ټول ارزښتمند شیان له اسلام سره د نصرت او مرستې کولو لپاره او د اسلامي دولت (د نبوت پر منهج د راشده خلافت دولت) د تاسیس لپاره بښي، ترڅو هغه ستر ویاړ ترلاسه کړي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحابو ترلاسه کړی و.

اې ربه! د نبوت پر منهج خلافت دولت راپه برخه کړه، چې د هغه په وسیله د مسلمانانو ستونزې او سختۍ حل شي او له هغوی څخه غمونه او مصیبتونه لرې شي! اې ربه! په خپل کریم نور سره ځمکه روښانه کړه. اللهم آمین آمین!

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

اسلام، ملي دولت رد کړی او اسلامي امت یوازې د واحد او ځواکمن خلافت دولت تر چتر لاندې متحد کېدلی شي!

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

د خلافت په واحد دولت کې یووالی د بېلابېلو ملي دولتونو له وېش سره توپیر لري: د اسلامي نړۍ پر اقتصادي او امنیتي ستونزو سربېره مسلمانان نن ورځ په ۵۷ کمزورو ملي دولتونو وېشل شوي. د مسلمانانو تر منځ د اسلامي امت د یووالي په اړه بحثونه ورځ تر بلې زیاتېږي، ترڅو د امت قدرت او دبدبه ځواکمنه شي او د هغو ستونزو حل پیدا کړي، چې اوس ورسره لاس و ګرېوان دی. د امت یووالی په دې معنا دی، چې امت باید یو واحد دولت ولري، چې په نړۍ کې تر بل هر دولت لوی وي، یو واحد پوځ او یوه واحده خزانه ولري، چې د ولایتونو تر منځ یې هېڅ پوله او مرز نه وي ... په داسې حال کې به زیات شمېر ځوانان، د اسلامي خاورو ځواکمن پوځونه او له ثروت او پانګې ډکې خاورې له خلافت دولت سره یو ځای شي. هغه وخت به د کرنې تولیدات زیاتېږي، طبعي سرچینې او پراخې او بېلابېلې انرژۍ به رامنځه شي او خلافت به د اسلامي نړۍ ټولې سوداګریزې او سمندري لارې په خپل واک او کنټرول کې واخلي.

اسلام یوازینۍ کړۍ ده، چې ځانګړی یووالی رامنځته کوي. همدا اسلام دی چې د یوه واحد امت په توګه مسلمانان له نورو امتونو او قومونو څخه بېل معرفي کوي او د هغوی تر منځ د نژاد، رنګ، قبیلې، قوم، ملت او هېواد پر اساس هر ډول وېش او بېلتون ردوي ... اسلام پر اسلامي امت د واحد دولت جوړول چې خلافت دولت دی، واجب کړي دي او د ټول اسلامي امت لپاره د یوې واحدې سرچینې سلطه (د خلیفه واک) په رسمیت پېژني. اسلام د مسلمانانو د دولت او واک وېش حرام کړی دی، هغه که تر هر نامه لاندې وي. پر همدغه اساس د اسلامي دولت مفهوم د ملي دولت له مفهوم سره ډېر توپیر لري.

ملي دولت په اصل او اساس کې له اسلام سره ټکر لري: د ملي دولت مفهوم د مسیحي اروپا له تاریخ او عقیدو څخه را ټوکېدلی؛ یعنې له اسلام سره په بشپړه توګه ټکر لري او دغه مفهوم د اروپا د مسیحي دولتونو تر منځ له دېرش کلنې مذهبي جګړې وروسته رامنځته شو. دغو دولتونو لومړی په خپلو کې د هوکړو په اړه خبرې اترې پیل کړې، چې په پایله کې یې د "وسټفالیا" سوله رامنځته شوه او دغه جګړه په ۱۶۴۸م کال پای ته ورسېدله. دغه پیل د نوي ملي دولت د ظهور لپاره و، چې اروپایي ستونزې او شخړې پای ته ورسوي.

په غرب کې پانګوال دولتونه د ملي دولت پر مفهوم ولاړ دي او هغه داسې چې: ملت پر دې باور دی چې حاکمیت د دوی دی او په دې توګه دولت د خپل ځان ګڼي. هر ملت د دغه مفهوم په چوکاټ کې تعرفېږي. امت په غربي مفکوره کې ممکن د یوه واحد بنسټ او یا د ډېرو نورو لاملونو لکه؛ جغرافیې، تاریخ، قومیت، میراث او ژبې پر اساس معرفي شي.

د ملي دولت مفهوم په اساس کې فاسد دی، ځکه له امت څخه د ناسم درک پر اساس ولاړ دی. امت به د ژوند په ډګر کې یوازې هغه وخت د یوه امت په توګه را څرګند شي، چې په همدې توګه د امت مفاهیم، باورونه، معیارونه او نړۍلید هم ولېږدوي؛ په داسې حال کې چې د هغوی تاریخ، جغرافیه، قومیت، ژبه او میراث دا توان لري، چې د خلکو تر منځ د یوه قوم د ګډو ځانګړتیاوو په رامنځته کولو کې اغېزناک وي، خو د امت په جوړولو او د هغه په ژوند کې د واحد نړۍ‌لید او لیدلوري په جوړولو کې خاص رول نه لري. د یوه امت د جوړولو لپاره یوازینۍ سمه لاره دا ده، چې امت باید د یوې ګډې مبدأ او اصل پر بنسټ جوړ شي. پر همدغه اساس له امت څخه سم تعریف یوازې د هغه په ګډه ایډیولوژۍ پورې تړاو لري. سربېره پر دې ملي دولت ستونزو او شخړو ته د پای ټکی نه دی اېښی، بلکې هغوی یې په نوې بڼه رامنځته کړې دي. په حقیقت کې همدا شخړې د ملي دولتونو تر منځ دي، چې ټوله نړۍ یې له ستونزو، سیالیو، شخړو او جګړو سره مخ کړې ده او نړیوالو جګړو ته یې لاره هواره کړې ده.

د ملیت پالنې او ملي دولتونو د فساد زیانونه: ‌د غرب د ادعا خلاف ملي دولت ډېرو شخړو او جکړو ته لمن وهلې ده او د دوو لویو نړیوالو جګړو لامل و. د ملي دولت مفهوم له دې څخه راځي، چې یو ملت دې پر نورو ملتونو غوره وي او یو نژاد دې پر نورو نژادونو واک ولري؛ هغه فکر چې المان، فرانسې، روسیې، انګلیس او ډېری غربي دولتونو، ملتونو او استعمارګرو له ځان سره درلود. د همدغو ملي دولتونو د ستونزو او شخړو پر بنسټ، نن ورځ د روسیې او اوکراین تر منځ جګړه او همدارنګه د امریکا او چین تر منځ اختلاف روان دی.

ملي دولت د امپراتورۍ د استعماري پراختیا لپاره د لا ډېرې لېوالتیا لامل شوی دی. کله چې په اروپا کې نويو راټوکېدلو ملي دولتونو (د ملي دولت د منلو پر اساس) سیمه‌ییزه او اقلیمي پراختیا نشوای کولی، نو استعماري پراختیا ته یې مخه کړه؛ هغه څه چې د ډېرو ویچاړیو لامل شوه. ښه بېلګه یې اسلامي نړۍ ده، چې دغه استعمار پکې تر نن ورځې پورې دوام لري، خو بڼه یې معاصره ده او د مستقیم نظامي اشغال پر ځای یې د سیاسي او اقتصادي استعمار لاره غوره کړې ده. البته واقعیت داسې دی، چې اوسنی نوی استعمار، ښايي د هغه نوې افراطي او پرمختللې بڼه وي او د غرب په تاریخ کې به د مخکینیو دورو په پرتله تر ټولو بده دوره وي.

ملي دولت پر استعمار سربېره په خپل وېش او تفرقې خپرولو سره اسلامي امت ته ډېر زیانونه اړولي دي. په داسې حال کې چې مسلمانان فکر کوي، چې ملي دولت دوی ته له استعمار څخه ازادي ورکوي؛ خو په حقیقت کې یې مسلمانان ذلیل او کمزوري کړي دي. د عرب او ترک د ملیت په سبب عربانو قیام وکړ او ځانونه یې د حکومتي مسولیت په برخه کې د ترکانو له رهبرۍ څخه وایستل او په دې توګه د بالکان سیمه له عثماني خلافت څخه بېله شوه او الله سبحانه وتعالی کفار زموږ پر چارو واکمن کړل. ان په دې وروستیو کې پاکستان د خپلو ملي ګټو لپاره له امریکا څخه د افغانستان پر ضد ملاتړ وکړ. پر همدغه اساس سعودي عربستان، سوریې، ترکیې، کوېټ او اماراتو پر عراق باندې د امریکا له برید څخه ملاتړ وکړ او همدا لامل دی چې د اسلامي خاورو اوسنيو حکامو د کشمیر او فلسطین د ازادۍ لپاره له قتال او مبارزې څخه لاس اخیستی دی.

هو، بشریت د ملي دولت په سبب ډېر زیانونه لیدلي او بشریت باید پر هغه ځانګړي مفهوم تدبر وکړي، چې اسلام یې له امت، ورورۍ، یووالي او دولت څخه وړاندې کوي او د مسلمانانو په مشرۍ د نوي نړیوال نظم په توګه دې د اسلام په لوري حرکت وکړي.

مسلمانان هغه واحد امت دی، چې ایمان یو موټی کړي دي: مسلمانان د خاورې، قبیلې، نژاد، هویت او ژبې پر اساس یو واحد امت نه دي؛ بلکې اسلام د ملي پالنې، ملي هویت، ملي نژاد، ملي ګټو او ملي دولت له غربي مفاهیمو سره ډېر توپیر لري. مسلمانان یو واحد امت دي، چې د اسلام په واسطه یو موټی شوي دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَٱعتَصِمُواْ بِحَبلِ ٱللَّهِ جَمِیعٗا وَلَا تَفَرَّقُواْ﴾ [آل‌عمران: ۱۰۳]

ژباړه: د الله په رسۍ منګولې ټینګې کړئ او متفرق کېږئ مه.

دغه ایت بیانوي چې مسلمانان باید په یوه واحد ټولي کې او د یوه واحد حاکمیت تر چتر لاندې سره متحد شي. ابن کثیر د دغه ایت په تفسیر کې وایي: «هغوی ته (الله سبحانه وتعالی) په یووالي امر کړی او له تفرقې څخه یې منعه کړي دي.» او په بل ځای کې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّمَا ٱلمُؤمِنُونَ إِخوَةٞ﴾ [حجرات: ۱۰]

ژباړه: مومنان د یو او بل وروڼه دي.

قرطبي رحمه الله د دغه ایت په تفسیر کې وایي: «یعنې (مومنان) په دین او حرمت کې (سره وروڼه دي)، نه په نسب کې؛ له همدې امله ویل کېږي، چې د دین وروري د نسب له ورورۍ څخه غښتلې ده. د نسب وروري د دین په توپیر سره له منځه ځي، خو دیني وروري د نسب په توپیر سره له منځه نه ځي.» رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«هَذَا كِتَابٌ مِنْ مُحَمَّدٍ النَّبِىِّ صلى الله علیه وسلم بَینَ الْمُسْلِمِینَ وَالْمُؤْمِنِینَ مِنْ قُرَیشٍ وَیثْرِبَ وَمَنْ تَبِعَهُمْ فَلَحِقَ بِهِمْ وَجَاهَدَ مَعَهُمْ أَنَّهُمْ أُمَّةٌ وَاحِدَةٌ دُونَ النَّاسِ» (رواه البیهقي في السنن الكبرى)

ژباړه: دا د محمد رسول الله (صلی الله علیه وسلم) لخوا کتاب دی، د قریشو او یثرب د مسلمانانو او مومنانو تر منځ او هر هغه څوک چې له دوی څخه یې پیروي کړې، له دوی سره یو ځای شوي دي او له هغو سره یې جهاد کړی (باید پوه شي)، چې دوی له ټولو خلکو بېل یو واحد امت دی.

هو، اسلامي امت په اصل کې یو واحد امت دی او د هغوی تر منځ باید اسلامي وحدت رامنځته شي؛ خو د دوی تر منځ سیاسي یووالی د خلافت په تاسیس سره رامنځته کېدلی شي. بلخوا د یادونې وړ ده چې اسلامي دولت په مدینه کې یو ملي دولت نه و؛ بلکې پر یوه واحد امت باندې واکمني او حاکمیت و. اسلامي امت متحد او یو موټی مومنان وو. د قبیلو او قومونو پر توپیر سربېره، تاریخ پر دې شاهد دی چې اسلام څه ډول د دریو لویو وچو خلک په ایمان سره متحد کړل او هغوی یې اسلام ته پر مخلص او وفادار واحد امت بدل کړل.

مسلمانان باید د نژاد، قومیت او ... پر اساس متفرق نشي: اسلام د نژاد، قبیلې، قوم، ژبې او ... پر اساس د تفرقې او تبعیض ټولې بڼې ردوي؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په خطبة الوداع کې داسې وفرمایل:

«یا أَیها النَّاسُ أَلا إِنَّ رَبَّكُمْ وَاحِدٌ، وَإِنَّ أَباكُمْ وَاحِدٌ، أَلا لا فَضْلَ لِعَرَبِی على عَجَمِی، وَلا لِعَجَمِی عَلَى عَرَبِی، وَلَا أَحْمَرَ عَلَى أَسْوَدَ، ولا أَسْوَدَ على أَحْمَرَ، إِلَّا بِالتَّقْوَ» (رواه الإمام أحمد)

ژباړه: اې خلکو پوه شئ، چې ستاسو رب یو دی او دا چې یو پلار لرئ، نو پام مو وي چې عربي پر عجمي او عجمي پر عربي غوره نه دی، همداسې سور پر تور او تور پر سره غوره نه دی، مګر په تقوا سره.

«إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ قَدْ أَذْهَبَ عَنْكُمْ عُبِّیةَ الْجَاهِلِیةِ وَفَخْرَهَا بِالآبَاءِ، مُؤْمِنٌ تَقِی وَفَاجِرٌ شَقِی، أَنْتُمْ بَنُو آدَمَ وَآدَمُ مِنْ تُرَابٍ. لَیدَعَنَّ رِجَالٌ فَخْرَهُمْ بِأَقْوَامٍ إِنَّمَا هُمْ فَحْمٌ مِنْ فَحْمِ جَهَنَّمَ أَوْ لَیكُونُنَّ أَهْوَنَ عَلَى اللَّهِ مِنَ الْجِعْلاَنِ الَّتِی تَدْفَعُ بِأَنْفِهَا النَّتْنَ» (رواه أبو داود)

ژباړه: الله تعالی د جاهليت د وخت تکبر او پر پلرونو (قومونو) وياړ له تاسو څخه ايسته کړی دی (تاسو يې ترې منعه کړي ياست) سړی به يا پرهېزګار مؤمن او يا به بدمرغه او نافرمانه فاجر وي. تاسو ټول د ادم اولاد ياست او ادم له خاورې څخه و. خلک باید خامخا پر خپلو قومونو وياړ پرېږدي، ځکه پر قومونو وياړ کوونکي خلک د جهنم سون توکي دي او که نه (که پر قومونو فخر کول پرېنږدي) نو د الله تعالی پر وړاندې به تر هغې ګونګوټې (تورې کوچنۍ حشرې) ډېر سپک او ذليل شي چې په خپله پزه چټلي ټيلوهي.

په حقیقت کې الله سبحانه وتعالی بشر د بېلابېلو قبیلو او ملتونو په توګه پیدا کړی دی، ترڅو یو او بل سره وپېژني، نه د دې لپاره چې په خپلو کې تبعیض او غوره‌والی وکړي؛ بلکې د خلکو تر منځ د غوره‌والي معیار تقوا ده. دا هغه مسله ده چې یوازې الله سبحانه وتعالی ترې خبر دی؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿یٰٓأَیهَا ٱلنَّاسُ إِنَّا خَلَقنَٰكُم مِّن ذَكَرٖ وَأُنثَىٰ وَجَعَلنَٰكُم شُعُوبٗا وَقَبَآئِلَ لِتَعَارَفُوٓاْۚ إِنَّ أَكرَمَكُم عِندَ ٱللَّهِ أَتقَىٰكُمۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِیمٌ خَبِیرٞ﴾ [حجرات: ۱۳]

ژباړه: اې خلکو! موږ تاسو له یوه سړي او یوې ښځې (ادم او حوا) څخه پیدا کړي یئ او بیا مو تاسو په قومونو او قبیلو بدل کړي یئ، ترڅو یو او بل وپېژنئ. له شکه پرته چې د الله په نزد په تاسو کې تر ټولو غوره انسان پرهېزګاره کس دی. الله په هر څه خبر او پوهېدونکی دی.

د اسلام او ورورۍ له اړیکې پرته بلې هرې اړیکې ته دعوت کول، لویه ګناه ده: اسلام د قوم او قبیلې لپاره دعوت کول رد کړي او هغه دعوت یې خطرناک ګڼلی، چې مسلمانان متفرق او کمزوري کوي او د همدغه دعوت په لار کې مرګ د جاهلیت د مرګ په څېر دی. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«مَنْ قُتِلَ تَحْتَ رَایةٍ عُمِّیةٍ یدْعُو عَصَبِیةً أَوْ ینْصُرُ عَصَبِیةً فَقِتْلَةٌ جَاهِلِیةٌ» (رواه مسلم)

ژباړه: څوک چې د عصبیت د غیرت تر بیرغ لاندې ووژل شي (په داسې حال کې چې) عصبیت ته دعوت کوي او د عصبیت د نصرت لپاره هڅې کوي، د جاهلیت په مرګ مړ شوی دی.

نووي رحمه الله د دغه حدیث په شرحه کې د عصبیت په اړه وایي: «یعنې هغه څوک چې د دین د نصرت لپاره نه غوسه کېږي، بلکې د عصبیت لپاره غوسه کېږي؛ عصبیت دا دی چې یو کس په ظلم کې له خپل قوم څخه ملاتړ وکړي.» پر همدغه اساس پر موږ مسلمانانو واجب دي چې قومي دعوتونه پرېږدو او یوازې د الله سبحانه وتعالی پر رسۍ منګولې ټینګې کړو؛ ځکه زموږ د ځواک او قدرت یوازینۍ لاره همدا ده.

رسول الله صلی الله علیه وسلم (د مسلم رحمه الله په روایت) د قوم او قبیلې پر اساس غوره‌والی داسې منعه کړی دی:

«اقْتَتَلَ غُلاَمَانِ، غُلاَمٌ مِنَ الْمُهَاجِرِینَ وَغُلاَمٌ مِنَ الأَنْصَارِ فَنَادَى الْمُهَاجِرُ أَوِ الْمُهَاجِرُونَ یا لَلْمُهَاجِرِینَ‏.‏ وَنَادَى الأَنْصَارِی یا لَلأَنْصَارِ،‏ فَخَرَجَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله علیه وسلم فَقَالَ: "مَا هَذَا، دَعْوَى أَهْلِ الْجَاهِلِیةِ؟!"»‏ ‏(رواه مسلم)

ژباړه: دوو غلامانو (ماشومانو) پخپلو کې جګړه وکړه، یو یې له مهاجرینو او بل له انصارو څخه و، مهاجر غلام (ماشوم) مهاجرین راوبلل او انصاري غلام (ماشوم) انصار راوبلل، (دا مهال) رسول الله صلی الله علیه وسلم بیرون راووت او ویې فرمایل: «دا د جاهلیت رابلل څه شی دي؟!»

نووي رحمه الله د دغه حدیث په شرحه کې وایي: «دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه دعوت جاهلي دعوت بللی، نو له دغه دعوت څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ناخوښۍ هغه (شدت) څرګندېږي. دغه دعوت هغه چاره ده چې جاهلیت (د قریشو جاهلیت) پکې دی، لکه قبیلې چې د دنیا او د هغې اړوند چارو کې له یو او بل سره مرسته کوي. هغه مهال به جاهلیت خپل حقونه د عصبیت پر اساس او د قبیلو (د اړیکې او واقعیت) له مخې ترلاسه کول؛ خو اسلام راغی او دغه موضوع یې له منځه یووړه او مسایل یې د شرعي احکامو پر اساس حل او فصل کړل.» تری جویی را بر اساست قومی و قبیله‌ای را چنین نهی نموده است: سبحانه و روسل و جهان

هغه څه چې د جزیرة العرب دښمنې قبیلې یې پر یوه ټغر سره راټولې کړې، نسب نه و؛ بلکې اسلام و، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم تعصب په کلکو ټکو رد کړ. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«مَنْ تَعَزَّى عَلَیكُمْ بِعَزَاءِ الْجَاهِلِیةِ فَأَعِضُّوهُ بِهَنِّ أَبِیهِ وَلَا تُكَنُّوا»‏ (رواه أحمد)

ژباړه: څوک چې تاسو ته د جاهلیت د وخت په تسلیت سره تسلیت ووایي، له هغه سره داسې چلند وکړئ، چې پلار ته یې سپکاوی وشي او تاسو ذلیل نه شئ.

ملا علي قاري رحمه الله د دغه حدیث په شرحه کې وایي: «(من تعزی) یعنې یو څوک په خلاصو سترګو ځان ته د جاهلیت د وخت په تسلیت سره نسبت وکړي؛ یعنې د خپلې کورنۍ، پلورونو او نیکونو په نسب وویاړي.»

اسلام د نژاد، قبیلې او ملت پر اساس ډلې جوړول حرام کړي دي: ابن مسعود رضی الله عنه وایي: «څوک چې په ناحقه د خپل قوم ملاتړ وکړي، د هغه اوښ په څېر دی چې (په څاه کې) ولوېږي او بیا یې له لکۍ څخه کشوي.» (سنن ابی داود) او امام خطابي په (معالم السنن) کې وایي: «د (ابن مسعود رضی الله عنه) د خبرې معنا دا ده، چې دغه ډول کس د ګناه په (څاه) کې لوېدلی او هلاک کېږي؛ ځکه کله چې اوښ په څاه کې ولوېږي او په لکۍ لخوا سره یې د را ایستلو هڅه وشي، معنا دا چې د ژغورلو هېڅ لاره نه لري.»

شافعي رحمه الله وایي: «څوک چې په خپلو خبرو کې عصبیت ښکاره کړي، له هغه سره انس (عادت) وکړي او د هغه لپاره دعوت وکړي؛ که څه هم د هغه په لاره کې په جنګ کې ځان قربان نه کړي، خو بیا یې هم شاهدي نه منل کېږي؛ ځکه تر کومه ځایه چې زه پوهېږم، هغه حرام عمل يې  کړی، چې د مسلمانو علماوو تر منځ د هغه په اړه هېڅ اختلاف نشته دی.» د الله سبحانه وتعالی په دغه قول سره، چې فرمایي: ﴿إِنَّمَا ٱلمُؤمِنُونَ إِخوَةٞ؛ له شک پرته مومنان د یو او بل وروڼه دي. او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې خبرې سره، چې فرمایي: «وَكُونُوا عِبَادَ اللَّهِ إِخْوَانًا؛ او د وروڼو په څېر د الله بنده‌ګان شئ ...» استناد کوي. (سنن الصغیر بیهقي)

بدرالدین عیني حنفي (۸۵۵ هـ.ق مړ) په "عمدة القاري شرح صحیح البخاري" کې وایي: «د دې خبرې "مَا بَال دَعْوَى الْجَاهِلِیة؟... د جاهلیت په لوري د دعوت اهمیت څه دی؟ ..." معنا دا ده چې یو او بل د قبیلوي ارزښتونو په لوري را ونه بولئ؛ بلکې د یوه واحد دعوت په لوري یې را وبولئ او د اسلامي په لوري یې راوبولئ. وروسته وایي: د دې اهمیت څه دی؟ یعنې هغو له څه شي سره مخ شول او دلیل یې څه دی؟ (چې د جاهلیت په لوري یې رابولي) او د دې خبرې "دَعُوهَا...پرې اېږدئ ..." معنا دا ده چې دا خبرې پرېږدئ او دغه دعوت مه کوئ. وروسته یې د پرېښودلو حکمت بیا کړی او فرمایي: "فَإِنَّهَا خبیثة...ځکه هغه بد دی" یعنې د جاهلیت لپاره دغه دعوت چټل دی؛ همدارنګه بد، ناوړه، منفور او مضر دی؛ ځکه د جاهلیت لپاره دعوت په ناحقه قهر او د باطل لپاره جګړه رامنځته کوي او پایله یې یوازې دوزخ ته تګ دی.» همدارنګه په یوه حدیث کې داسې راغلي:

«من دَعَا بِدَعْوَى الْجَاهِلِیة فَلَیسَ منا ولیتبوأ مَقْعَده من النَّار»

ژباړه: څوک چې د جاهلیت لپاره دعوت وکړي، له موږ څخه نه دی او ځای به یې په دوزخ کې وي.

پر مسلمانانو واجب دي چې واحد خلیفه ولري: اسلامي امت سربېره پر دې چې له نورو ملتونو څخه یو بېل امت دی، یو واحد امت دی چې د یوه خلیفه تر حاکمیت لاندې په یوه واحد دولت کې ژوند کوي. همدرانګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«وَإِنَّهُ لاَ نَبِی بَعْدِی، وَسَتَكُونُ خُلَفَاءُ فَتَكْثُرُ،قَالُوا: فَمَا تَأْمُرُنَا؟ قَالَ: فُوا بِبَیعَةِ الأَوَّلِ فَالأَوَّلِ» (رواه مسلم)

ژباړه: له شک پرته له ما وروسته به بل پیغمبر رانه‌شي، له ما وروسته به ډېر خلفاء راشي، وویل شول: هغه مهال موږ ته په څه امر کوئ؟ ویې فرمایل: له لومړي او بیا له لومړي بیعت (تل له هغه لومړي کس سره بیعت وکړئ، چې د خلیفه په توګه بیعت اخلي) سره وفا وکړئ.

نووي رحمه الله د دغه حدیث په شرحه کې وایي: «د دغه حدیث معنا دا ده چې که چېرې له یوه خلیفه سره تر بیعت وروسته له بل خلیفه سره بیعت وشي، نو لومړی بیعت سم دی او باید ورته ژمن پاتې شئ او دویم بیعت باطل دی او ژمنتیا ورته حرامه ده. همدارنګه د دویم خلیفه لپاره د خلافت غوښتنه حرامه ده. مهمه نه ده چې له دویم خلیفه سره دې علماوو او پوهانو بیعت کړی وي او له لومړي خلیفه سره دې ناپوهانو بیعت کړی وي. دا هم مهمه نه ده چې هغه دواړه کسان چې بیعت ورسره شوی، په یوه ښار کې دې وي او یا دې په دوو ښارونو کې وي او یا یو دې په هغه ښار کې وي چې په هغه کې پخوانی خلیفه و او بل دې په بل ښار کې وي.»

له ابن اسحاق څخه روایت دی چې ابوبکر رضی الله عنه په خپله خطبه کې وفرمایل: «د مسلمانانو لپاره روا نه ده چې دوه امیران ولري؛ که داسې وشي، نو په چارو او احکامو کې یې اختلاف رامنځته کېږي، د مسلمانانو ټولی متفرق کېږي او تر منځ یې شخړه پیدا کېږي. هغه مهال بیا سنت تر پښو لاندې کېږي، بدعت غالبېږي او فتنه پراخېږي. هېڅوک داسې حق نه لري.» له همدې امله عمر رضی الله عنه د دریو لویو وچو د مسلمانانو خلیفه و؛ هغه څه چې د هغه وخت په ډیرو ابتدایي امکاناتو کې ممکن وو؛ نو اوس به د ټېکنالوژۍ، معلوماتو او هوایي سفرونو په عصر کې ولې امکان نه لري؟

مسلمانانو ته روا نه ده چې په یوه وخت کې دوه خلفاء ولري: امام شافعي رحمه الله په خپل کتاب (الرسالة) کې وایي: «کوم څه چې مسلمانان پکې د نظر یووالی لري، هغه دا دي چې خلیفه او امام باید یو وي، قاضي باید یو وي او امیر باید یو وي.» امام ماوردي په خپل کتاب (احکام السلطانیه) کې وایي: «که چېرې د امامت عقد له دوو امامانو سره په دوو ښارونو کې وشي، د دواړو امامانو امامت نه کېږي، ځکه د اسلامي امت لپاره دا روا نه ده، چې په یوه وخت کې دې دوه امامان ولري.» او ابن حزم (۴۵۸هـ.ق، مړ) په خپل کتاب "مراتب الاجماء" کې وایي: «په دې کې هم‌نظره دی، چې د مسلمانانو لپاره روا نه ده چې په ټوله نړۍ کې دې په یوه وخت کې دوه داسې امامان وي، چې له یو او بل سره دې یا موافق وي او یا هم مخالف، یا دې دواړه په یوه سیمه کې وي او یا هم په دوو بېلو سیمو کې.»

دا شرعي حکم د هغه وخت لپاره دی، چې دوه خلفاء د اسلام پر اساس پر مسلمانانو حکومت وکړي؛ نو د هغه حالت حکم به څه وي، چې لسګونه حاکمان د اسلام خلاف پر مسلمانانو حکومت کوي، مسلمانان متفرق کوي او پر څو دولتونو یې وېشي؟!

د مسلمانانو د واحد واک او سلطې وېشل په قطعي او لازمي ډول منعه دي: پر مسلمانانو لازمه ده چې واحد خلیفه ولري، د دوی متفرق کول او وېشل لویه ګناه ده. د قدرت او سلطې د یووالي خونديتوب په اسلام کې یو اساسي امر دی، ان تر دې چې د هغه لپاره قتل روا دی. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې اړه فرمایي:

«إِذَا بُویعَ لِخَلِیفَتَینِ فَاقْتُلُوا الآخَرَ مِنْهُمَا» (رواه مسلم)

ژباړه: که چېرې له دوو خلفاوو سره بیعت وشو، وروستی (دویم) خلیفه یې ووژنئ.

نووي رحمه الله د دغه حدیث په شرحه کې فرمايي: «علماء په دې اړه د نظر اتفاق لري، چې په یوه وخت کې له دوو خلفاوو سره د خلافت عقد کول روا نه دي، که څه هم دارالاسلام پراخ شوی وي او یا نه وي پراخ شوی. د حرمین شریفین امام په خپل کتاب «الارشاد» کې فرمایي: «زموږ اصحابو ویل: د خلافت عقد د دوو کسانو لپاره روا نه دی» او وایي: «زما په نظر په یوه ځای کې د دوو کسانو لپاره عقد کول روا نه دي او پر دې امر اجماع شوې ده». همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«فَمَنْ أَرَادَ أَنْ یفَرِّقَ أَمْرَ هَذِهِ الْأُمَّةِ وَهِی جَمِیعٌ، فَاضْرِبُوهُ بِالسَّیفِ كَائِنًا مَنْ كَانَ» (رواه مسلم)

ژباړه: هر څوک چې غواړي دغه امت په داسې حال کې ووېشي، چې یو موټی دی، هغه په توره ووهئ، که هر څوک وي.

نووي رحمه الله د دغه حدیث په شرحه کې وایي: «په دغه (حدیث) کې له هغو کسانو سره د جنګ امر شوی، چې د امام پر وړاندې قیام کوي یا غواړي چې د مسلمانانو تر منځ تفرقه او یا هغې ته ورته بل څه رامنځته کوي. دا ډول کسان باید له خپل دغه کار څخه را وګرځول شي او که چېرې یې لاس نه اخیست او شر یې له وژل کېدو پرته پای ته نه رسېد، نو بیا دې ووژل شي.»

په اسلامي امت کې اصل دا دی چې ټول باید تر یوه واحد قدرت او سلطې لاندې وي، چې د خلافت له قدرت او سلطې څخه عبارت دی او هر څوک چې وغواړي هغه په کوچنیو رژیمونو او هېوادونو ووېشي، نو د هغوی لپاره شرعي حکم وژل دي.

لنډه دا چې خلافت د اسلامي امت د یووالي لپاره یوازینۍ عملي لار ده او بس: یوازې د اسلام ستر دین دی، چې هغو تل‌پاتې شخړو ته د پای ټکی اېږدي، چې ملي دولت رامنځته کړې دي. د اسلام دین د ورورۍ هغه قوي اړیکه جوړوي، چې د بشریت د رښتیني هدف پر اساس ولاړه ده (چې هغه د الله سبحانه وتعالی عبادت دی) او د خلکو تر منځ هغه درز چې د نژاد، قوم او ملت پر اساس رامنځته شوی، د ایمان په زور له منځه وړي.

اسلام د اسلامي امت لپاره یو واحد واک او سلطه غواړي او تفرقه او وېش یې حرام کړي دي. همغه د راشده خلافت سلطه ده، چې انشاءالله ډېر ژر به را وګرځي؛ هغه مهال که الله سبحانه وتعالی وغواړي، نو خپل نصرت به را ولېږي او په عملي ډګر کې به سره متحد شو. ډېر ژر به دغه سلطه په یوه اسلامي خاوره کې د اسلام او اسلامي ورورۍ پر بنسټ رامنځته شي، نه د قومیت پر اساس. ډېر ژر به د نبوت پر منهج خلافت په پوره جدیت سره، د اسلامي نړۍ ټولې سیمې د ځواکمن واحد دولت تر چتر لاندې سره یو ځای کړي او ټول مسلمانان به له اندونیزیا څخه تر المغرب پورې ایماني ورورۍ او دوستۍ ته راوبولي؛ هغه څه چې اسلام ورته را بللي دي. خلافت به د ملي دولتونو د مرزونو د له منځه وړلو لپاره هڅه وکړي، هغه مرزونه چې مسلمانان یې متفرق او له ډېر وخت راهیسې کمزوري کړي دي.

له الوعی مجلې څخه

شمېره: ۴۴۸-۴۴۹ 

لیکوال: مصعب عمیر – ولایه پاكستان

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

په چین کې مسلمانان په شرابو د روژې ماتلو ته اړ کېږي او د خویندو جامې مو لنډوي!

(ژباړه)

د اسلامي هویت د ځپلو او د رسول الله صلیه الله علیه وسلم پر امت د سخت ظلم نړیواله اجنډا پر DOAMmuslims وېبپاڼه ژوندۍ او فعاله ده؛ دا وېبپاڼه چې د مسلمانانو پر وړاندې د ظلمونو په مستند کولو کې تخصص لري؛ داسې عکسونه یې پورته کړي او هغه ځایونه یې ښودلي چې هلته د مسلمانو ښځو اوږدې جامې پرې کېږي. دا د ښځو د حیا پر وړاندې ناوړه عمل او مستقيم سپکاوی دی.

همداراز نورې مستندې پېښې هم شته چې مسلمانان په زور په شرابو روژې ماتولو ته اړ کېږي. داسې یو درک موجود دی چې د اسلامي اعمالو د سپکاوي پر وړاندې هېڅ خنډ نشته؛ ځکه خو دغو ناوړه کړنو ته اجازه ورکول کېږي. پرهېزګارې مسلمانې ښځې له پامه غورځول شوې او په اړه یې غفلت کېږي؛ همدا سبب دی چې د اسلام د دښمنانو له لوري بې عزتي او ځور ویني.

زرګونه مسلمانان د اجباري کار په کمپونو کې دي او په رواني توګه یې مغز داسې جوړېږي چې د روژې مبارکه میاشت کې نااسلامي ارزښتونو ته غاړه کېږدي. ډیری وخت د مسلمانانو اولادونه له دوی څخه اخيستل کېږي او نامسلمانو کورنیو ته ورکول کېږي. دغه ناوړه حالت له کلونو راهيسې د نړۍ د سترګو پر وړاندې روان دی.

څومره نورې روژې به داسې تېرېږي چې زموږ خویندې په اجباري توګه شنډېږي او په عام محضر کې د خپل عزت له پټولو منع کېږي؟

نور به څومره رهبران ځي او راځي او د دوی د بې عزتۍ او ځور د مخنیوي لپاره به هېڅ نه کوي؟ چېرته دی د مسلمانانو هغه متقي او مخلص رهبر چې امت د دغو مشرکینو له ظلم څخه خلاص کړي!!؟؟

موږ باید د هغو نظامونو پر وړاندې ودرېږو چې دغو پېښو ته اجازه ورکوي او باید په خپله ټوله هڅه د خلافت د تاسیس لپاره کار وکړو؛ ځکه چې خلافت د وخت شديده اړتیا ده. زموږ د ماشومانو فکر او حواس باید د نړۍ په بې ګټې تفرېح ګډوډ نه شي او د نبوت پر منهج کار ته د تعهد تذکر ورته وشي.

موږ د دغې ابتلا پر مهال د خپلو خويندو لپاره ډېرې دعاوې کوو او د مظلومیت د افشا کولو لپاره یې خپل مکلفیت نه هېروو.

«وَالَّذِينَ كَفَرُوا بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ إِلَّا تَفْعَلُوهُ تَكُن فِتْنَةٌ فِي الْأَرْضِ وَفَسَادٌ كَبِيرٌ» [انفال: ۷۳]

ژباړه: «کوم کسان چې له حقه منکر دي، هغوی یو د بل ملاتړ کوي. که تاسو دا (یو له بل سره ملګرتیا) ونه کړئ، نو په ځمکه کې به فتنه او ستر فساد راولاړ شي.»

د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخه

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د رمضان ۹مه

۲۰۲۴م کال، د مارچ ۱۹مه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

په رمضان میاشت کې په لوږه روژې نیول؛ په غزه کې زموږ خویندې تر وخت وړاندې زیږون کوي او ماشومان یې مړه کېږي

خبر:

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق راپور ورکړی چې، «ښځې د وېرې او وحشت له تر وخت وړاندې زیږون کوي». ځايي روغتایي کارکوونکي هم تاییدوي چې ګڼ شمېر ښځې پر بدن د فزیکي فشار، مناسبو خوړو نشتوالي او په لوړه کچه رواني اغېزو له امله تر وخت وړاندې زیږون کوي. د دې ناوړه پایلې دا دي چې ډیری ماشومان مړه کېږي، ځکه چې تر وخت وړاندې زیږېدلو ماشومانو د ساتنې لپاره ماشینونه او نور اړین تجهیزات نشته.

تبصره:

دا خبر ښيي چې زموږ د فلسطیني امت مظلومیت یوه بې ساري ناورین ته رسیدلی. ډیری نړیوال څارونکي د غزې بشري ناورین بې ساري بولي. دا چې یو نوی زېږېدلی ماشوم د امکاناتو د نشتون په سبب نه شي ژغورل کېدلی او پرېښودل کېږي چې مړ شي؛ یو نه بښل کېدونکی جنایت دی چې د قیامت پر ورځ به یې د امت خاینین ځواب وايي.

د امت خویندې له یوه داسې حالت سره مخ دي چې د خپلو نویو زیږېدونکو ماشومانو د نوم ایښودو په اړه د فکر کولو پر ځای، د هغوی د خښولو د ځای په فکر کې وي.

دغه ناوړه کړنې د اسلام د تاریخ په نني فصل کې یوه نوې عادي خبره ده. د سږکال روژې میاشت څومره بدله ده؛ د خلافت دولت پر مهال روژه د جهاد او سترو فتحو میاشت وه. د زرګونه ښځو او ماشومانو ټول‌وژنه پر خپل ځای ده، اوس به د مړو په شمېر نازیږېدلي ماشومان هم ورزیاتوو. دا داسې خیانت دی چې یوازې د غرب د لاسپوڅو حکامو په لرې کولو کولو له منځه ځي. موږ د محمد صلی الله علیه وسلم امت ته وایو چې یوازې صدقه او دعا په دغه ابتلا کې راګېر مسلمانان نه شي ژغورلی. د الله حکم د عمومي افکارو یا احساساتو خبره نه ده. د اسلام دښمنانو د دسیسو پر وړاندې حللاره یوازې د اسلام حاکمول دي؛ موږ باید د اسلام د حاکمولو لپاره د الله سبحانه وتعالی پر نصرت متمرکز پاتې شو تر څو زموږ راتلونکی نازیږېدلی امت هیڅکله له داسې ګواښ سره مخ نه شي.

«قُلْ تَعَالَوْاْ أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ أَلاَّ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلاَدَكُم مِّنْ إمْلاَقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ وَلاَ تَقْرَبُواْ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَلاَ تَقْتُلُواْ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ» [انعام : ۱۵۱]

ژباړه: «ورته ووایه، راشئ، زه تاسو ته هغه څه ووایم چې ستاسو رب پر تاسو حرام کړي؛ له الله سره څوک مه شریکوئ او له مور او پلار سره ښه چلند کوئ، د لوږې له ویرې اولاد مه وژنئ او موږ تاسو او هغه ته روزي ورکوو، کبیره ګناهونه مه کوئ که هغه د خلکو په وړاندې وي که په پټه او څوک له (قصاص پرته) مه وژنئ چې الله حرام کړی دی. دا هغه کړنې دي چې خدای په کلکه تاسو هغو ته رابولي ترڅو پرې وپوهیږئ او له عقل څخه کار واخلئ.»

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عمرانه محمد

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر غړي

 

۱۴۴۵هـ.ق کال، د رمضان ۸مه

۲۰۲۴م کال، د مارچ ۱۸مه

 

د مطلب ادامه...

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مسلمان‌وژنې فتنه د امریکا او هند د سیمه‌ایزو سیاستونو په ګټه ده Featured

د افغانستان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د پاکستاني ځواکونو د هوايي بریدونو په پایله کې یو شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د دغو بریدونو په ځواب کې د افغانستان پوځیانو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني لوري پر پوستو بریدونه کړي او تلفات یې ور اړولي. د دواړو هیوادونو د ټولنیزو رسنیو فضا له نشنلستي او یو بل څخه د غچ اخیستنې له احساساتو څخه ډکه ده.

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر د دواړو لورو د مسلمانانو ترمنځ روانه جګړه غندي او په اړه یې لاندې ټکي د یادونې وړ بولي:
لومړی: د ډیر تاسف او شرم ځای دی چې د اسلامي نړۍ تر ټولو پیاوړی پوځ او د اټومي وسلو لرونکی د «ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې» په نامه د روژې په مبارکه میاشت کې په افغانستان کې ملکي خلک، ماشومان او ښځې د خپلو بریدونو هدف ګرځوي. په داسې حال کې چې له پنځو میاشتو راهیسې د پاکستاني جنرالانو د سترګو پر وړاندې یهودي دولت د فلسطین د خلکو د وینو ویالې بهوي او ټول‌وژنه یې کوي؛ خو د پاکستان خاین نظامیان پرته له دې چې کوچنی غبرګون وښيي، په ډیر ذلت د دغه وحشت ننداره کوي.
دويم: پاکستان په سیمه کې د امریکا مزدور دولت دی. د پاکستان دولت ځکه دا ډارن اعمال کوي چې امریکا په سیمه کې یوه نوې دنده ورته سپارلې. امریکا د پاکستان له پوځ څخه غواړي چې په قبایلو کې د پاکستان له مسلمانانو او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د افغانستان له مجاهدینو سره ښکېل او بوخت وي. دلته دوه مسلمانان سره جنګېږي؛ هلته د مودي هندوپاله دولت، پرته له دې چې کوم مزاحمت ورته وشي، د هند دننه د مسلمانانو ځورونه او اذیت کوي او کشمیر اشغالوي. دا ټولې هڅې د دې لپاره کېږي چې هند د پاکستان له اړخه اندېښنه ونه لري او وکولی شي چې د چین د مهار لپاره د امریکا په سټراټيژۍ کې خپله دنده ترسره کړي. نو د دوو مسلمانو اړخونو ترمنځ د وروستیو نښتو ریښه د سیمې لپاره د امریکا په سیاستونو کې ده چې د پاکستان خاین حکام یې پلي کوي.
درېیم: د افغانستان مجاهدین، د قبایلو مجاهدین او د پاکستان په پوځ کې مخلص جنرالان باید له یو بل سره د جګړې، په کاذبو نشنلستي او وطني احساساتو کې د ښکېلېدو او یو د بل د هدف ګرځولو پر ځای د خپل ټوپک شپېلۍ سمې خواته ونیسي. په دغه حساس وخت کې د فلسطین د خلکو تر دفاع او د اشغال شوي کشمیر تر ازادولو بل مهم کار نشته. نو واجب ده چې د دغه ستر ماموریت لپاره ډیورنډ سرطاني کرښه له منځه یوړل شي او خپل قوت او انرژي د مسجدالاقصی او د فلسطین او کشمیر د خلکو د دفاع لپاره سره یو کړي. جزئي مسایل باید مسلمانان سره ونه ویشي او روانه فتنه باید د هند او امریکا په ګټه ختمه نه شي.
نو تر هغه چې د سیمې سیاسي نقشه د دولت-ملت له نظم څخه خلافت دولت ته وا نه وړي او د خاینو حکامو او لاسپوڅو جنرالانو لاس د امت له برخلیک څخه پرې نه شي؛ داسې فتنې به روانې وي. د تل لپاره د دغو ویجاړوونکو، اوږدو او تاریخي نښتو پای ته رسولو اساسي حللاره دا ده چې افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا د نبوت پر منهج خلافت تر چتر لاندې سره یو شي. هغه خلافت چې د سیمې فکري، سیاسي، نظامي او اقتصادي ظرفیت سره یو کوي او مسلمانان پر نړیوال قدرت بدلوي.

﴿وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلاَ تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ﴾ [انفال: ۴۶]
ژباړه:  د الله سبحانه و تعالی او د هغه د رسول [قران او سنتو] اطاعت وکړئ او له یو بل سره منازعه مه کوئ، ځکه چې په منازعې سره پاشل کېږی او ځواک او زور مو له منځه ځي.
د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

په رمضان میاشت کې په لوږه روژې نیول؛ په غزه کې زموږ خویندې تر وخت وړاندې زیږون کوي او ماشومان یې مړه کېږي

خبر:

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق راپور ورکړی چې، «ښځې د وېرې او وحشت له تر وخت وړاندې زیږون کوي». ځايي روغتایي کارکوونکي هم تاییدوي چې ګڼ شمېر ښځې پر بدن د فزیکي فشار، مناسبو خوړو نشتوالي او په لوړه کچه رواني اغېزو له امله تر وخت وړاندې زیږون کوي. د دې ناوړه پایلې دا دي چې ډیری ماشومان مړه کېږي، ځکه چې تر وخت وړاندې زیږېدلو ماشومانو د ساتنې لپاره ماشینونه او نور اړین تجهیزات نشته.

تبصره:

دا خبر ښيي چې زموږ د فلسطیني امت مظلومیت یوه بې ساري ناورین ته رسیدلی. ډیری نړیوال څارونکي د غزې بشري ناورین بې ساري بولي. دا چې یو نوی زېږېدلی ماشوم د امکاناتو د نشتون په سبب نه شي ژغورل کېدلی او پرېښودل کېږي چې مړ شي؛ یو نه بښل کېدونکی جنایت دی چې د قیامت پر ورځ به یې د امت خاینین ځواب وايي.

د امت خویندې له یوه داسې حالت سره مخ دي چې د خپلو نویو زیږېدونکو ماشومانو د نوم ایښودو په اړه د فکر کولو پر ځای، د هغوی د خښولو د ځای په فکر کې وي.

دغه ناوړه کړنې د اسلام د تاریخ په نني فصل کې یوه نوې عادي خبره ده. د سږکال روژې میاشت څومره بدله ده؛ د خلافت دولت پر مهال روژه د جهاد او سترو فتحو میاشت وه. د زرګونه ښځو او ماشومانو ټول‌وژنه پر خپل ځای ده، اوس به د مړو په شمېر نازیږېدلي ماشومان هم ورزیاتوو. دا داسې خیانت دی چې یوازې د غرب د لاسپوڅو حکامو په لرې کولو کولو له منځه ځي. موږ د محمد صلی الله علیه وسلم امت ته وایو چې یوازې صدقه او دعا په دغه ابتلا کې راګېر مسلمانان نه شي ژغورلی. د الله حکم د عمومي افکارو یا احساساتو خبره نه ده. د اسلام دښمنانو د دسیسو پر وړاندې حللاره یوازې د اسلام حاکمول دي؛ موږ باید د اسلام د حاکمولو لپاره د الله سبحانه وتعالی پر نصرت متمرکز پاتې شو تر څو زموږ راتلونکی نازیږېدلی امت هیڅکله له داسې ګواښ سره مخ نه شي.

«قُلْ تَعَالَوْاْ أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ أَلاَّ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلاَدَكُم مِّنْ إمْلاَقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ وَلاَ تَقْرَبُواْ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَلاَ تَقْتُلُواْ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ» [انعام : ۱۵۱]

ژباړه: «ورته ووایه، راشئ، زه تاسو ته هغه څه ووایم چې ستاسو رب پر تاسو حرام کړي؛ له الله سره څوک مه شریکوئ او له مور او پلار سره ښه چلند کوئ، د لوږې له ویرې اولاد مه وژنئ او موږ تاسو او هغه ته روزي ورکوو، کبیره ګناهونه مه کوئ که هغه د خلکو په وړاندې وي که په پټه او څوک له (قصاص پرته) مه وژنئ چې الله حرام کړی دی. دا هغه کړنې دي چې خدای په کلکه تاسو هغو ته رابولي ترڅو پرې وپوهیږئ او له عقل څخه کار واخلئ.»

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عمرانه محمد

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر غړي

 ۱۴۴۵هـ.ق کال، د رمضان ۸مه

۲۰۲۴م کال، د مارچ ۱۸مه

 

د مطلب ادامه...

یوناما د غربي قدرتونو وسیله او د جاسوسۍ ځاله ده؛ په افغانستان کې یې ماموریت باید ژر تر ژره ختم شي Featured

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په اتفاق د یوه پرېکړه‌لیک په لاسلیک کولو سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستيالۍ دفتر (یوناما) ماموریت یو کال نور هم تمدید کړ. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره‌يي رییس په افغانستان کې د یوناما د شتون دوام «اړین» وباله او ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه له طالبانو سره د «تعامل زیاتولو او باور جوړونې» په لټه کې ده.

د حزب التحریر-ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر د یوناما د ماموریت تمدید غندي او دا یو شيطاني او خبیثانه ماموریت ګڼي چې دوام یې هم د افغانستان د خلکو لپاره خطرناک دی او هم اوسني حکام د اسلام له بشپړ پلي کولو منحرفوي.
د یوناما ماموریت په حقیقت کې په افغانستان کې له اشغال او د لویو قدرتونو له سیاست سره تړلی دی.کله چې افغانستان اشغال شو؛ یوناما په ۲۰۰۲م کال کې د امنیت شورا له لوري په افغانستان کې د سیاسي، اقتصادي او ارزښتي اصلاحاتو راوستلو په موخه فعالیت پیل کړ. یوناما په حقیقت کې د جمهوریت تېر ۲۰ کاله د استعمار سیاسي او فرهنګي مټ و او د سیکولر کولو پروګرامونو، د ډیموکراسۍ پر بنسټ سیاسي اصلاحاتو او د اسلامي ارزښتونو تضعیفولو لپاره يې ډېرې هڅې وکړې. پکار خو دا وه چې د امریکا او ناټو تر شرمناکې ماتې وروسته د اشغالګرو د نورو سیاسي او فرهنګي سازمانونو او ماموریتونو پشان د يوناما لمن هم ورټوله شوې وای. خو نه یوازې دا چې دغه خطرناک ماموریت دوام وکړ، بلکې نن ورځ یوناما په یوه لوی چتر بدله شوې چې ۲۰ ادارې، صندوقونه او پروګرامونه پکې شامل دي او د بشردوستانه مرستو په نامه د لیبرال ارزښتونو ترویج او ډیموکراټیکو سیاسي اصلاحاتو ته کار کوي.
موږ ته تر ټولو ډیره خواشینوونکې خبره دا ده چې د افغانستان د حکومت رسمي ویاند د یوناما د ماموریت د تمدید هرکلی کړی. هغه ملي تلویزیون ته وویل: «ان‌شاء‌الله چې د افغانستان په خیر به وي؛ ځکه افغانستان له هیوادونو او سازمانونو سره اړیکو ته اړتیا لري. په دې برخه کې یوناما د اړیکو ټینګوونکې کېدی شي.» په داسې حال کې چې ملګري ملتونه، ماموریتونه او ادارې یې د جاسوسۍ په ځالو پورې تړلي او د غربي قدرتونو سیاسي وسیلې دي چې فعالیت یې له شر او بدبختۍ پرته بله پایله نه لري. نو له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو سره هر ډول اړیکه او د هغوی په اړه مثبت لید یوه ستره سیاسي تېروتنه ده چې خطرناکې پایلې لري.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِنْ دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ ۚ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآيَاتِ ۖ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ [آل عمران:118]
ژباړه: «اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! له ځانونو (مسلمانانو) پرته بل څوک د رازونو محرم مه نیسئ؛ دوی ستاسو په حق کې له هیڅ ډول شر او فساد څخه دریغ نه کوي؛ هغوی (په زړه کې) ستاسو لپاره د رنځ او کړاو هیله لري؛ د دوی دښمني یې له خولو (خبرو) څخه ښکاره ده او څه یې چې په زړونو کې دي تر دې (ښکاره دښمنۍ) لوی دي؛ موږ تاسو ته نښانې بیانوو که تاسو له تعقل څخه کار واخلئ. »
د حزب التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

په یهودي زندانونو کې مسلمانې ښځې: جنایت، وحشت او د عزت او شرف پر خلکو د مرستې غږ

(ژباړه)

د بندیانو چارو اړوند سازمانونو (د توقیف شوو د چارو کمیسیون، د فلسطین د بندیانو کلب، د بندیانو د چارو کمیسیون او الضمير، چې د بندیانو د ملاتړ او بشري حقونو ټولنه ده، د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت، چې هر کال د مارچ په ۸مه لمانځل کیږي یو راپور خپور کړی، چې پکې لیکلي یې دي: «د کوچنیانو په ګډون د ښځو توقيف د پام وړ پاليسیو څخه ده چې د اکټوبر له ۷مې پېښې ورسته عملي شوې ده. د اکټوبر له ۷مې وروسته د توقيف شوو ښځو شمېر نږدې ۲۴۰ تنو ته رسېږي؛ په دې کې هغه ښځې شاملې دي چې په لويديځه غاړه، بیت المقدس او په ۱۹۴۸م کال کې اشغال شویو سيمو څخه نيول شوې. د هغو ښځو کره احصایه نشته چې په غزه کې نيول شوې دي او ځينې یې بېرته خوشې شوې. خو اوس هم د اشغالګرو په نظامي کمپونو کې توقيف شوې ښځې شته، چې له جبري ورکېدو سره مخ دي.»

دغه سازمان زیاتوي چې «د دغه راپور تر خپرېدو پورې، د اشغالګرو په زندانونو کې د ښځینه بندیانو شمېر ۶۰ تنو ته رسېدلی دی، چې ډېری یې په دامون زندان کې دي؛ په دغو بندیانو کې دوې ماشومانې، ۲۴ میندې، ۱۲ اداري بندیانې، ۱۲ زده‌کوونکې، ۲ ټپي بندیانې او ۱۱ داسې بندیانې شاملې دي چې له ناروغیو او روغتیايي ستونزو سره مخ دي. سربېره پر دې داسې بندیانې هم شته چې د نورو بندیانو او شهیدانو مېرمنې، خویندې او میندې دي.»

راپور وايي؛ ښځې ځکه یرغمل نيول شوې چې د کورنۍ پر غړو یې فشار راوړي چې ځان تسلیم کړي. په دې کې د بندیانو او شهیدانو میرمنې او همدارنګه له اویا کلونو زیات عمر لرونکي میندې هم شاملې وې. «دغه یرغمل او توقیف شوې ښځې شکنجه شوې؛ د کورنۍ د غړو یا خاوند د وژلو ګواښ ورته شوی اوی پر دې سربېره یې د نیولو پر وخت کورونه ویجاړ شوي، ماشومان یې له رعب او وحشت سره مخ شوي او دغه راز یې پیسې او ګاڼه ضبط او غلا شوي دي.»

دغه راپورونه او شمېرې د شرم او خپګان وړ دي؛ د ۲۰۲۳م کال، د اکټوبر له ۷مې وروسته د زنداني ښځو وضعیت زړونه ریږدوي؛ د دوی پر وړاندې ظلم تر دې کچې رسېږي چې پر شکنجې سربېره یې بربنډه تالاشي کېږي او پر عزت یې بريد کېږي. دا د دغه مجرم او ډارن دولت واقعیت ښيي چې هېڅ  ارزښت او باور ته درناوی نه لري. یهودي دولت د خپلو جنایتونو ترسره کولو لپاره د نارینه او ښځينه، بوډاګانو او ځوانانو تر منځ هېڅ توپير نه کوي او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ښځې او ماشومان یرغمل کوي.

دوی په داسې حال کې د ښځو نړیواله ورځ په درواغجنو او له فرېب څخه ډکو شعارونو لمانځي، چې په زندانونو کې او له زندانونو بهر د سپېڅلې خاورې د ښځو وضعیت ټولو ته څرګند دی. دا د غزې د ښځو حالت دی چې د ظالم جنایتکار دولت له لوري محکومې شوې؛ په عکسونو او ویډیوګانو کې یې ناوړه وضعیت ښکاره دی. په ټوله کې د سپېڅلې خاورې ښځې او په ځانګړي ډول د غزې ښځې د مایوسۍ له امله ژړا نه کوي؛ بلکې لامل يې د دوی دين او ايمان او د اسراء او معراج خاورې ته پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې کېدل دي. که چېرې د دغو ښځو موخه د خپل دین او ديني اصولو پر وړاندې بغاوت او د ښځو د قوانینو او کنوانسیونونو لکه CEDAW او بیجینګ سره موافقت وی، نو غربي هېوادونه او د هغوی بنسټونه به مو ليدلي وی چې څنګه یې خپل غږ پورته کاوه او د دوی مرستې ته یې رادانګل. خو اوس نه یوازې دا چې د دغو جنایتونو پر وړاندې چوپه خوله دي، بلکې د دغه وحشت او ظلم له عاملینو سره مرسته او همکاري کوي. اسلامي نړۍ څه چې په ټوله نړۍ کې داسې څوک نه دي پاتې چې اوس په دغو درواغجنو شعارونو او پيروانو یې دوکه شي.

اې تر ټولو غوره امته!

ستاسو پر عزت؛ ستاسو پر خويندو تجاور کېږي؛ ټپې کېږي، زندانونو ته اچول کېږي، شکنجه کېږي او سپکاوی یې کېږي. دوی او ماشومان یې له لوږې سره مخ دي او په هغو خېمو کې ژوند کوي چې د سړې هوا مخه نه شي نيولی. اې مسلمانانو تاسو څه شی کوئ!؟

اې د مډالونو او رتبو څښتنانو، اې په مسلمانو پوځونو کې د قدرت څښتنانو!

رسول الله صلی الله علیه وسلم د بني قینقاع قبيله له یوې ښځې څخه د دفاع په موخه چې د یو یهودي کس له لوري یې سپکاوی شوی و، تبعيد کړه. معتصم د یوې مسلمانې اسیرې لپاره، یو غښتلی پوځ اماده او پر یوه چټک اس د هغې غږ ته د لبیک ویلو لپاره ورغئ، چې په پایله کې یې عموریه فتح شوه. محمد بن قاسم د یوې مسلمانې ښځې غږ ته لبیک ووایه او د سند پادشاهي یې محاصره کړه، ځکه چې د مسلمانې ښځو کښتۍ یې نيولې وې. قتیبه بن مسلم هغه کسان ونيول چې مسلمانې ښځې یې وېرولې وې او هغه سره او سپين زر چې د دوی له ډلې یو تن د خپل ځان د ژغورلو لپاره وړاندیز کړي وو قبول نه کړل او هماغه خپل مشهوره خبره یې بیان کړه، «نه، په الله تعالی قسم؛ یوه مسلمانه ښځه به هېڅکله ستا له امله ونه وېرېږي.» بیا یې امر وکړ چې هغه ووژنئ.

نو ستاسو په اړه به الله سبحانه و تعالی څه قضاوت کوي او تاریخ به مو په اړه څه لیکي!؟ ایا تاسو به د ضعیف النفس او بې عزته کسانو په نامه وليکل شئ او که به ستاسو په منځ کې داسې کسان هم وي چې د خپلو تېرو اتلانو او تر ټولو غوره رهبرانو پیروي کوي!؟ نو وړاندې له دې چې ناوخته شي، له الله سبحانه وتعالی څخه دخپل ځان په اړه ووېرېږئ:

[وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ] [انفال: ۷۲]

ژباړه: «کله چې څوک د دین لپاره له تاسو نصرت وغواړي، نو پر تاسو فرض ده چې نصرت ورکړئ.»

د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخه

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د رمضان ۳مه

۲۰۲۴م کال، د مارچ ۱۳مه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې