یکشنبه, ۲۶ ربیع الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۹/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

له ناټو څخه د اکراین هیلې؛ له باران نه ناوې ته کښېناستل

خبر:

د مارچ پر ۲۸مه د چهار شنبې په ورځ، د اکراین ولسمشر پیټرو پروشینکو د ۲۰۱۸م لپاره ناټو ته د اکراین د ورګډېدو په ملاتړ د کلني ملي پروګرام په اړه فرمان لاسلیک کړ.

 د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیزو خدمتونو د راپور پر بنسټ، د دې ستراتیژۍ بنسټیزه موخه د اکراین لپاره د همغږۍ رامنځته کول دي، چې د ناټو غړیتوب تر لاسه کړي. ( سرچینه: (ZN UA

تبصره:

تر دې وړاندې د مارچ پر ۲۱مه د اکراین د ولسمشرۍ ماڼۍ رسنیز مرکز د پیټرو پروشینکو یوه وینا خپره کړه، چې له آلمانۍ ورځپاڼې (هامبرګ ماښام) سره یې په یوه مرکه کې ویلي و: « موږ له ناټو سره د غړیتوب لپاره ځانګړې هڅې پیل کړي. زموږ موخه په راتلونکو لسو کلونو کې د دغه تړون غړیتوب تر لاسه کول دي ».

له شک پرته، د اکراین د ولسمشر دا ډول څرګندونې د روسیې فدراسیون او لوېدیځ تر منځ له وروستیو ترینګلو اړیکو سره جوختې شوي دي.

د ۲۰۱۸م د مارچ پر ۲۱ مه  د روسیې ولسمشر فدارلي پارلمان ته په خپله کلنۍ وینا کې هغه ننګونې په ګوته کړې، چې لوېدیځ ورسره مخ کېدونکی دی، په دې برخه کې یې د روسي ساینسپوهانو له لورې د نویو لاسته راوړنو یادونه وکړه، چې نوې پرمختللې وسلې یې ښه بېلګه ده. د روسي چارواکو له لورې په تېرو دوو کلونو کې دا ډول په ډاګه ځان ښودنه نه وه شوې.

د مارچ پر څلورمه د انګلستان په سالیسبوري کې یوه پېښه را منځته شوه چې پکې سرګي سکریپال او د هغه لور، چې د روسیې د وسلوال پوځ پخوانی کارمند او دوه اړخیزه جاسوس و، په زهرو مسموم شول. دا پېښه د دې لامل شوه، چې روسیه او یو شمېر لوېدیځ هیوادونه د اکراین په ګډون یو د بل له  خاورو څخه یو شمېر ډیپلوماټان وشړي.

د روسیې فدارسیون او د لوېدیځ هیوداونو تر منځ  په اړیکو کې د کړکېچ او نویو بدلونونو په اړه خبرونه هره ورځ په سرټکو کې راځي. د بېلګې په ډول، په اروپایي ټولنه کې د پردې تر شا له روسیې سره  اړیکې د خرابۍ لور ته روانې دي. د ډیویچ ویله (DW) د خبر پر بنسټ، اروپایي کمیسون د مارچ د ۲۸ مې په وړاندې کړل شوي پلان کې پرېکړه کړې، چې د ټانکونو او نورو درنو وسایلو د لېږد په موخه به د پلونو، لویو لارو او د اورګاډو د امنیت او خوندیتوب څارنه کوي.

د دغو نویو کړکېچونو د علت په اړه لاندې ټکو ته اشاره کوو:

په هر حال، پوتین هيله من دی چې له لوېدیځ سره اړيکې عادي حالت ته راولي او په ځانګړې توګه له امریکا سره چې په بشپړه توګه یې اړیکې ورسره ترینګلې شوي.

د مرستو ډاډ چې امریکا او سوريي ته ورکول کېده، هغه هیلې چې د امریکا د نوي ادارې مشرتابه، ټرمپ ته ورکول کېدې او دغه راز د صبر او امید پالیسې چې له اروپا سره مخ ته وړل کېده، دا ټول هغه څه دي چې روسي فدراسیون ترسره کړي، خو په وروستیو کې نوموړی فدارسیون پوه شو، چې اقتصادي بندیزونه به د اروپایي ټولنې غړي هیوادونه سملاسي او یا وروسته دې ته اړ کړي، چې د روسیې پر وړاندې داسې ګامونه اوچت کړي، چې دوی یې هیله نه لري.

د روسیې کورني او بهرني سیاسي حالت یو ځل بیا د پوتین پام ځان ته واړوه او وپوهېد، چې یو بهرنی دښمن د لوېدیځ په څېره کې د امریکا په مشرۍ شتون لري. د روسیې فدراسیون له لورې د شخړو را منځته کول په طبعي ډول د اروپا او امریکا له لورې متقابل عمل له ځانه سره لري. نو په دې حالت کې موږ باید د شمالي اتلانتیک یا ناټو تړون ته د اکراین د ورګډېدو د هيلو په اړه غور وکړو، چې د اکراین ولسمشر پیترو پروشینکو یې په اړه فرمان هم لاسلیک کړی دی.

د اوکراین په اړه باید ووایو، چې په ناټو کې غړیتوب به اکرایني وګړو ته هیڅ ګټه ونه لري، ځکه د ۲۰۱۴م په پسرلي کې اکراین ته تش په نامه د «نړیوال جمعي امنیت» یا «د امنیت په اړه د نړیوال تضمین»  واقعیت ښه څرګند شو. ښه بېلګه يې په اکراین کې د روسیې نظامي مداخله وه، کله چې د «هنګري هوکړې» یو تضمینونکی په خپله تړون ماتوي او د یو غاصب په څېر د سوېیل ختیځ اوکراین یوه برخه اشغال او له خپلې خاورې سره یې نښلوي او نور تش په نامه «تضمینونکي» د پردې تر شا د خپلو ګټو او خوندیتوب لپاره ورسره هوکړه کوي او د دوه مخېتوب په پلمه یوازې تشه اندېښنه ښیي.

«نړیوال امنیت» او تش په نامه «نړیوال قانون» له تېر ایستلو پرته بل څه نه دي، ځکه هر دولت یوازې او یوازې د خپلو ملي ګټو د تامین لپاره کار کوي او له نورو ټولو نړیوالو اصولو څخه د وسیلې په توګه د دې ګټو د ډاډمنتیا لپاره کار اخلي. په نړۍ کې د نن ورځې د کمزورو خلکو حالت همدا دی. د اکراین په ګډون دوی ټول د لویو قدرتونو له غوښتنو سره سم یرغمل شوي او دې ته اړ ایستل کېږي چې په بېلابېلو قدرتونو پورې ځانونه وتړي، تر څو د بل قدرت له جنایتونو څخه ځان وژغوري، خو د کوچنیو ملتونو پر وړاندې دوی په جنایتونو کې یو له بل سره کوم توپیر نه لري او ټول په یوه درجه کې ځای لري.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: په اکراین کې د مطبوعاتي دفتر مشر فاضل امزیوف

ژباړن:عبدالله لطفي

د مطلب ادامه...

پر سوریه د امریکا د وروستي هوايي برید حقیقت!

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

پوښتنه:

د ۲۰۱۸ز د مارچ په ۱۱مه د پوتین، روحاني او اردوغان د ګډې ناستې په اړه موږ یوه اعلامیه خپره کړه او په دې اعلامیه کې ویل شوي وو چې دا درې هېوادونه په سوریه کې د امریکا پلان پلی کوي او د امریکا تر نفوذ لاندې په دې هېواد کې سېکولر رژیم غواړي. نو پر دې بنسټ پوتین د امریکا په همغږۍ او د امریکا لپاره خدمت کوي. په سوریه باندې د امریکا د برید تر شا څه دي سره له دې چې په طرطوس او حمیم کې د روسیې ځواکونه هم شته؟ دا څنګه کېدی شي چې د امریکا، انګلیس او فرانسې ترمنځ ګډه ایتلاف شته وي، په داسې حال کې چې ګټې یې مختلفې دي؟ هیله ده دا پوښتنې ځواب کړئ. جزاک الله الخیر همدارنګه دا چې پوښتنه مې له وخته مخکې وکړه بښنه غواړم.

ځواب:

1-       ړومبی غواړم د پوښتنې یوه برخه تصحیح کړم. امریکا په سوریه کې د روسیې اډې نه دي ویشتلې. دا خبره د روسیې د دفاع وزارت په بیانیه کې راغلې ده او ویلي یې دي چې بریدونه د اډې شاوخوا شوي دي او روسیه په داسې حال کې غلې ده چې ځان د سوریې او د سوریې د خلکو مالک او اختیار لرونکې بولي.

2-       د امریکا د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو په نسبت غواړي د روسیې غوږونه خلاص کړي. نن سهار په کابو لسو مرکزونو بریدونه وشول او په دې اړه پوځي کارپوهان وایي چې خورا لږ بریدونه په کیمیاوي او تحقیقاتي مرکزونو باندې وو او زیات شمېر یې په پوځي مرکزونو.

3-       دا چې امریکا ولې روسیه د دومره خدمتونو په کولو سره سره بیا هم تنبیه کړله؟ باید ووایو چې روسیه په دې وروستیو کې یو څه مغروره شوې وه او دې هېواد په سوریه کې پوځي فعالیتونه په داسې یوه وضعیت کې کول چې ګواکي د سوریې ټولې چارې د دوی په واک او کنټرول کې دي او کړنې یې تر هغې دایرې وتلې وې چې امریکا ورته ترسیم کړې وه چې د امریکا د رول تحکیمول دي. له همدې امله امریکا د روسیې پوځي اډو ته څېرمه بریدونه وکړل، څو یاد هېواد بېرته په خپل ځای کېنوي او که روسیه یو ځل بیا تر خپل لمڅي پښې وباسي، نو امریکا یې بیا پر وړاندې درېږي او بیا یې توهینوي، لکه څنګه چې په واشنګټن کې د روسیې سفیر وویل: (د امریکا برید په اصل کې د پوتین توهین و، نه د روسیې.)

4-       همدارنګه دا چې بریدونه ولې د روسیې د توهین لپاره وو، نه د سوریې پر پوځي مرکزونو؟ ځکه چې څو ورځې مخکې ټرامپ غپېدلی و او په دې سره یې سوریې ته څرګند پیغام ورکړ چې باید پوځي مرکزونه تش کړي. د همدې امله تر ۱۰۰ زیاتو توغندیو یوازې مادي زیانونه درلودل. مګر دا چې رژيم له دې ډول توهینونو سره عادت کړی دی او لاسپوڅي له دې سره عادت شوي وي چې کله یې باداران وغواړي، نو دوی تر برید لاندې راولي. په تېرو وختونو کې دا ډول زیاتې پېښې د دې خبرې ښه ثبوت دی او امریکا د خان شیخون تر پېښې وروسته همداسې کار وکړ. له همدې امله دا ډول کارونه د لاسپوڅو لپاره نوې خبره نه ده، بلکې دوی په دې برخه کې پوره پوهه تر لاسه کړې ده. تر ټولو بده خبره دا ده چې دوی تر ډبولو وروسته جشن نیسي. هغه څه چې د پام وړ دي، هغه دا دي چې دې برید په روسیه خورا زیات اثر کړی او حتا ځینې جنګي بېړۍ او پوځي مرکزونه یې د امریکا د بریدونو له وېرې تش کړي دي. که څه هم بریدونه د روسیې اډو ته څېرمو وشول، مګر روسیې د دې هوايي بریدونو د خنثا کولو لپاره هېڅ هم ونه کړل.

5-       یوه روسي چارواکي په خپله یوه بیانیه کې نن سهار وویل چې روسیه به د امنیت شورا ته خپل شکایت واستوي، چې همداسې یې وکړل او د امنیت شورا پرېکړه وکړه چې په دې اړه به د ګرینوچ په وخت په ۱۵بجو غونډه وکړي. د روسیې کار داسې و لکه یو کمزوری هېواد چې تر برید لاندې راځي او بیا د امنیت شورا ته شکایت کوي. په اصل کې په روسیه برید شوی دی که څه د دوی مرکزونه نه دي په نښه شوي. دا بریدونه ځکه وشول چې روسیه بیخي په هوا ګرځېدله او د شوروي اتحاد د وخت د واک او ځواک خوبونه یې لیدل. نو دې بریدونو روسیه بېرته کوچنۍ کړله او بېرته یې په خپل ځای کېنوله او روسیې یې پر وړاندې هېڅ هم ونه کړل او نه یې د کړلو جرئت درلود. پر دې بنسټ؛ د روسیې سیاسي حماقت څرګندېږي چې دوی په سوریه کې پرلپسې هڅې کوي، مګر بیا هم د دې هېواد اختیار نه شي تر لاسه کولی او اصلي تصمیم د امریکا په لاس کې دی. همدارنګه روسیې د مصر له موضوع درس وانه خیست، چې سادات د قلم په یوه کرښه دوی له مصر وایستل. ځکه چې په مصر کې اصلي واک له امریکا سره و، مګر روسان په دې نه پوهېدل او دوی ورته کار نن په سوریه کې د خپلو وحشي بریدونو په سرته رسولو سره د نورو لپاره او د اسلام سره د کرکې لپاره کوي. دغه وحشتونه چې نن یې امریکا په سوریه کې کوي، تر شا یې امریکا ده او دا به د مسلمانانو له یاده کله هم ونه وځي او یوه ورځ به دا پاڼه واوړي او موږ د دې ورځې د راتګ لپاره دعاء کوو.

6-       همدارنګه د امریکا، انګلیس او فرانسې د ایتلاف په اړه باید وویل شي چې دا ایتلاف هغه ایتلاف ته نه دی ورته چې څو هېوادونه یې د یوه بل هېواد پر وړاندې تړي، بلکې دا د امریکا په اجازه یوه ګډون و. لکه څنګه یې چې په عراق او سوریه کې وکړل؛ دوی هلته هم د تروریزم په پلمه په نړیوال ایتلاف کې فرانسې او انګلستان ته اجازه ورکړه چې ګډون پکې وکړي او موږ په دې اړه په تېرو اعلامیو کې په جزیاتو بحث کړی دی.

7-       هغه څه چې موږ ته درد راکوي دا دي چې د نړۍ لوی قدرتونه زموږ په اسلامي خاورو کې مداخله کوي او ځانونه د دې خاورو اصلي واکمنان او اختیار لرونکی بولي. په داسې کې چې موږ هغه دولت نه لرو چې موږ سره متحد کړي او زموږ عزت بېرته راولي. امریکا به په یاد لري چې یو وخت یې چې بېړۍ له مدیترانې تېرېدلې په الجزایر کې یې د عثماني دولت والي ته جزیه ورکوله. همدارنګه فرانسه به هم په یاد لري چې یو وخت یې پاچا بندي شوی و د عثماني خلیفه سلیمان قانوني یې مرسته غوښتله او انګلیس به هم په یاد لري چې کله یې په تیاتر کې د یوې برنامې له خپرولو له عثماني سفیر څخه بښنه غوښتنې وه.

دا څه وخت وشول؟ هغه وخت چې عثماني خلافت خورا کمزوری شوی و او مجبور و چې د دوی بښنه غوښتل ومني، که نه غاښ ماتوونکی ځواب یې ورکولی شوی. نو هر مسلمان باید له حزب التحریر سره د نبوت پر منهج باندې د راشده خلافت د بیا راتګ لپاره هڅه وکړي. که داسې وشي، نو اسلام او مسلمانان به بریالی او کافران به ماتې خوري.

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيم﴾

 [روم: 4-5]

ژباړه: په دې ورځ به مسلمانان د الله د نصرت له امله سخت خوشاله وي او الله چې چاته وغواړي نصرت ورکوي او همدی عزیز او مهربانه دی.

 

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون:«د خلافت د ۹۷ ام کال د سقوط د یاد په تړاو» مرکه

له الواقیه تلویزیون سره «د خلافت د ۹۷ ام کال د سقوط د یاد په تړاو» د شیخ ثابت الخواجا (ابو العبد)
 ولایه اردن 

۱۴۳۹هـ، د رجب ۲۸مه، یک شنبه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۱۵مه

د مطلب ادامه...

د امت منبر: د شام پر اصولو او اساساتو د ټینګار لپاره د المعره لودیځې حومې د یو شمېر مشرانو بیانیه.

د شام پر اصولو او اساساتو د ټینګار لپاره د المعره لودیځې حومې د یو شمېر مشرانو بیانیه او د تبني کولو لپاره یې د شام د خلکو رابلل.
۱۴۳۹هـ، د رجب ۲۹مه،  دوشنبه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۱۶مه

د مطلب ادامه...

حزب التحریر ولایه تونس د خلافت د ۹۷ ام کال د سقوط په تړاو، لاریونونه وکړل

بسم الله الرحمن الرحیم
حزب التحریر ولایه تونس د خلافت د سقوط د یادولو لپاره د ۱۴۳۹هـ، د رجب په ۲۶مه، چې د ۲۰۱۸م د اپریل له ۱۳مې سره سمون لري، د تونس د بېلابېلو ښارونو د ځینو مسجدونو په مخکې د جمعې له لمانځه وروسته لاریونونه وکړل.
په دغو لاریونو کې په دې خبرې وشوې، چې خلکو ته دغه ستره پېښه وریاده کړي، مسلمانان یې دې ته راوبلل چې خلافت بیا تاسیس کړي، د دې لپاره نه چې حزب التحریر خلافت غواړي، بلکې د الله سبحانه وتعالی د فریضې لپاره او ژوند یې له خلافت پرته نه شي هوسا کېدلی.
د حزب التحریر ولایه تونس مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

فلسطین: د ال عمران مبارک سورت د ۴۵ایت تفسیر

د ال عمران مبارک سورت ۴۵ام ایت: "إِذْ قَالَتِ الْمَلَائِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللَّهَ يُبَشِّرُكِ" 

  وړاندې کوونکی: شیخ یوسف مخارزه (ابو الهمام)   

۱۴۳۹ه، د  رجب ۲مه، سه شنبه/۲۰۱۸م، د مارچ ۲۰مه

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې