یکشنبه, ۲۶ ربیع الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۹/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د روسیې د ګواښلو لپاره د انګلیس هڅې

(ژباړه)

خبر:

 د انګلستان سالیسبوري ارام سلطنتي ښارګوټی د وروستیو دولتي ترورستي بریدونو له امله، چې په دغه هېواد کې وشول، د نړیوالو خبرونو سرټکی وګرځېد. د روس د پخواني جاسوس «سرجي اسکریپل» او د هغه د لور «یولیا» مسمومېدو د روسیې او انګلیس تر منځ اوسنۍ خرابې اړیکې نورې هم خرابې کړې دي. د انګلیس صدراعظم ترزامې روسیه د انګلیس پر خاوره پر تېري تورنه کړه او دغه هېواد د یوه سخت غچ پر اخیستلو ګواښي، هغه وویل: «موږ به هغه بې شرمانه هڅې ونه زغموو، چې زموږ په خاوره کې د خلکو د وژلو لامل کېږي. زموږ لپاره هېڅ ځواب د منلو نه دی. موږ دا کړنه د انګلیس پر ضد د روسیې د ځواکونو غیر قانوني استفاده بولو» خو په حقیقت کې انګلیس د خپلو څرګندونو خلاف د روسیې د زیانمنولو لپاره کوم کار نه شي کولی.

تبصره:

 د سړې جګړې په وخت کې انګلیس د غربي پانګوالۍ په اډه کې د شرق کمونیستي بلوک پر ضد و. جاسوسي، هستوي او تر بحر لاندې مشهورې سلاوې د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د پېژندګلوۍ اړیکې وې.

له روسیې سره د انګلیس اړیکې د پخواني شوروي اتحادیې په له منځه تلو سره ښې شوې، خو کله چې ولادیمیر پوتین د ۲۰۰۰م په لومړۍ لسېزه کې واک ته ورسېد او روسیې بیا په قدرت کې خپله اغیزمنتیا پیل کړه، دا اړیکې خرابې شوې. د پوتین له لوري د قدرت د ټېنګښت پر مهال، «کې جې بي (د شوروي کمونیزم د اتحادیې مخفي پولیس)» له کریملین سره ونښتل، هغوی باور درلود، چې د کې جې بي د قدرت اوج پای ته رسېدلی او د پوتین دوره د روسیې د تاریخ یوه بله اوږده او پرېښانه دوره ده. کریملېن دغه ماموران له یو اخطار وروسته، چې له سیاست څخه لرې اوسئ، یو په بل پسې له خپلې لارې لرې کړل. پوتین تر ۲۰۰۳م پورې خپل حکومت ټینګ کړ او د کې جې بي ماموران یې د روسیې له سیاست څخه بهر د یوه ټولي په توګه څنډې ته کړل.

انګلیس د روسیې د سیاسي موخو لپاره یو پټنځای شو. «ولادیمیر ګسنیسکي» او «بوریس بریزوفسکي» دواړه له روسیې څخه لندن ته وتښتېدل.  نور ماموران لکه: رومان ابراموویچ د کریملین تر څارنې لاندې او له سیاست څخه بیرون پاتې شول. د کې جي پي یو شمېر پخواني ماموران، چې پر کریملین یې نیوکه کړې وه، انګلستان ته پناه یوړه. «سیرګي اسکریپال» چې اوس د مسمومیت له امله ومړ، د روسیې د نظامي استخباراتي اژانس(GRU) د برخې رسمي کارکوونکی و، چې په 1995م کې یې د انګلیس د استخباراتوM16  لپاره په پټه کار پیل کړی و. هغه په 2004م کې د خیانت په تور تبعید او ونیول شو. په پای کې اسکریپال په 2010م کې د بند د نیمایي مودې له تېرولو وروسته له هغه ځایه راووت. د امریکا فدرال پولیسو«اف بي ای» یو شمېر غیر فعال روسي ماموران په امریکا کې نیولي وو. سړې جګړې ته ورته په یوه صحنه کې اسکریپال د وین اتریش په هوایي ډګر کې له  هغوی سره تبادله شو او غیر فعال ماموران مسکو ته ولاړل؛ خو د اسکریپال موخه په انګلیس کې سالسبوري وه.

ایا د اسکریپال خیانت په تېرو لسیزو کې دومره جدي ګڼل شوی، چې نن یې مرګ توجیه کړي؟ په 2006م کې د روسیې په واک کې و، خو مړ یې نه کړ. په وروستیو کلونو کې د زیاتو قتلونو په سرته رسولو او د جاسوسۍ د سوابقو په لرلو سره سره دیارلس کاله بند یو ناچیزه حکم دی. نو ځکه اسکریپال ته زهر ورکول د خیانت له امله نه؛ بلکې د نورو دلیلونو له امله و.

په روسیه او له دغه هېواده دباندې د کریملین مخالفین ورو ورو ووژل شول. د دغو عملیاتو ډېری، په ځانګړي توګه د اناپالیتکوسیکا په نامه د ژورنالېست او د FSB(لبتوبنینکو) د رسمي مامور وژنه قصدي طرحه شوې وه. د پېښې په ځای کې د لیتوینینکو په جسد کې د ۲۱۰ پولوتونیم د رادیو اکتیف ایزوتوپ له موجودیت څخه داسې ښکاري، چې عاملینو له ځانه یوه نښه پرېښې ده. د افرادو د وژولو لپاره نورې پټې لارې هم شته چې ډېری وخت روسیه ترې کټه اخلي. نو ځکه په ماهرانه ډول د داسې وسایلو له استفادې، سخته نه ده چې دې پایلې ته ورسېږو، چې کریملین په قصدي ډول غوښتل په ډاګه کړي چې د لیتوینینکو د وژلو مسوول دی. همدارنګه پر اسکریپال باندې په برید کې له کمیابو زهري او عصبي ګاز څخه استفاده هم قصدي وه او د روسانو د یوې بلې نښانې د پرېښودلو بېلګه ده.

په غرب کې د دې معاملې په ادامې سره روسیه غواړي خپلو استخباراتي افسرانو ته وښیي چې له روسیې سره خیانت یو لوی خیانت دی. دومره چې ان که کارکوونکي یې له روسیې څخه بهر هم ولاړ شي د غربي اطلاعاتو اژانسونه هم نه شي کولی چې له دوی څخه ساتنه وکړي، ځکه د روسیې اوږد او ځواکمن استخباراتي لاس به ور ورسېږي او دوی او کورنۍ به یې ووژني.

انګلیس یې هېواد ته تر اوسه  د دې ډلې د ناروا پیسو په راتلو خوښ و. هغوی د لویو پروژو بودیجه تمویل کړه، د کلیدي املاک سکتور یې بیا جوړ او له سیاسي حزبونو سره یې په مېلیونونو مرسته وکړه. د روسیې پیغام هغو ته چې د دوی تبعید شویو ته د امن ځای د برابرولو قصد لري، له دې څخه زیات برېدونه دي. انګلیس باید اوس پرېکړه وکړي چې هغه ناروا پیسې ورته مهمې دي چې له روسیې څخه ورته راځې که په سړکونو کې د «کې جې بي» د مامورانو جسدونه.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: عدنان خان

ژپاړن: بشارت

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: ایا دا جایزه ده چې مسلمان مهدي ته په تمه وي، چې مهدې ورته خلافت تاسیس کړي؟

وړاندې کوونکی: د حز التحریر ولایه لبنان غړی  شیخ احمد الصوفی (ابو نزار الشامی) 

۱۴۳۸ه، د شعبان دریمه، پنج شنبه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۱۹مه

د مطلب ادامه...

الواقیه شبکه: له لومړنیو دعوتګرانو سره مرکه

حزب التحریر د نړیوالو فعالیتونو تر څنګ د رجب په ۲۸مه د خلافت دولت د ۹۷ ام کال سقوط د یاد په مناسبت د امت د بېداری او د راشده خلافت دولت د بیا تاسیس د هوډ نیولو لپاره فعالیتونه وکړل، الواقیه تلویزیون دغه فعالیتونه له هغو نیکانو او لومړنیو دعوتګرانو سره چې خپل ژوند یې د خلافت د تاسیس لپاره د اسلامي ژوند د بیا راوستلو په لاره کې تېر کړی او پای ته به یې ورسوي، په یوه لیدنه کې یاد کړل..
۱۴۳۹هـ، د شعبان ۵مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۲۰مه

د مطلب ادامه...

ولایه لبنان: د ښځو څانګه: لاریون «خلافت تاسیس کړئ»

حزب التحریر د نړیوالو فعالتونو تر څنګ د رجب په ۲۸مه د خلافت دولت د سقوط د یاد په مناسبت د امت د بېداری او د راشده خلافت دولت د بیا تاسیس د هوډ نیولو لپاره فعالیتونه وکړل، د حزب التحریر ولایه لبنان د ښځو څانګې د «خلافت تاسیس کړئ» شعار په ورکولو سره لاریون وکړ.
۱۴۳۹هـ، د رجب ۲۷مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۱۴مه

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: «په اریحا کې د حزب التحریر د ځوانانو د نیولو دلیلونه!»

د حزب التحریر ولایه سوریې له مطبوعاتي دفتر سره د انجینیر علي عبد الرحمن مرکه: «په اریحا کې د حزب التحریر د ځوانانو د نیولو دلیلونه!»

۱۴۳۹ه، د شعبان دویمه، چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۱۸مه

د مطلب ادامه...

اې خلافته! د امت وضعیت له تا سره او له تا پرته!

  • خپور شوی په سیاسي

اې سپېڅلې مدینې !!!  اې سپېڅلیه ښاره چې زموږ پیغمبر ﷺ ته مو په خلاصه غېږه ښه راغلاست ووایه او ملاتړ مو ترې وکړ. په یاد مو دي چې مسلمانانو څه ډول شکنجې وزغملې او د مکې - چېرته چې زموږ خوږ پیغمبر ﷺ زیږېدلی - پرېښودلو ته اړ ایستل شول، هغه ښار چې په ګاونډ کې یې د الله سبحانه و تعالی له لوري د وحې رالېږل پیل شول! هغه ښار چې د بشر په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره پکې خلکو ته قران کریم تلاوت شو! هغه ښار چې پکې د مسلمانانو د وینې لومړني څاڅکې تویې شول! هغه ښار چې ډېری اوسېدونکو یې له ګمراهۍ وروسته سرلوړي شول. اې سپېڅلې مدینې! د مسلمانانو د سوکالۍ هغه له خونده ډکې ورځې دې په یاد دي چې الله سبحانه و تعالی دې د اوسېدونکو په زړونو کې ښېګڼه او نېکي واچوله او تا په بشپړه توګه بدلون وکړ؛ د اسلام په واسطه لویه او پیاوړې شوې. له هغه وخت راهیسې، ته ټولې نړۍ ته د اسلام د خپرېدو د اتکا ټکی شوې.

اې سپېڅلې مدینې! ته په هغه ښار بدله شوې چې راشده خلفا پکې واکمن وو. د الله سبحانه و تعالی د اوامرو او پیغمبر ﷺ د سنتو کلکه پیروي یې کوله، دغو حاکمانو د اسلام رڼا ډېرو هېوادونو ته ورسوله. دغه وخت ته زموږ خوږ پيغمبر محمد ﷺ فرمایی:  

«الخلافة على منهاج النبوة»

خلافت به د نبوت پر منهج وي

د راشده خلفاوو تر واکمنۍ وروسته، د نورو خلفاو له نیمګړتیاوو او کمزوریو سره سره، خلافت پاتې شو او د نړۍ ګوټ ګوټ ته یې د اسلام خپرولو ته دوام ورکړ. خلافت د مسلمانانو کور و، هلته شریعت  پلی کېده، غلامان ازادېدل او خلکو یوازې د الله عبادت کاوه؛ په دغه کور کې علم او پوهې د خلکو د ګټې لپاره وده کړې وه. دغه دولت تر دې وروستیو دوام وکړ،  بیا کافر اشغالګر پر دې بریالي شول چې خلافت ړنګ کړي، په دې وخت کې مسلمانان په ډېر بد وضعیت کې وو.

اې خلافته! کله چې ته وې، مسلمانانو یو مدافع او کور لاره، مسلمانان په نړۍ کې دومره بې کوره او بې اوره نه وو، لکه نن چې یهود سپکاوی ورته وکړي او د دفاع څوک یې نه وي. نن چې ته نشته یې، هر څوک هڅه کوي چې اسلام ته سپکاوی وکړي او مسلمانان ووژني. حتا زموږ حکام له اسلامه کرکه کوي او موږ د دې لپاره ځوروي چې خپل غربي او شرقي باداران خوشاله کړي.

اې خلافته! کله چې ته وې، نه دې پرېښودل چې درواغجن او نامردان قران تحریف کړي. نن جاهل، درواغجن او ډارن د پیغمبر ﷺ  منبر ته پورته کېږي او د مقتدرو حکامو لپاره قران تحریفوي؛ لکه د ازبکستان په تاشکند کې. په دې وروستیو کې د تاشکند یوه لوی امام، انور کوری تورسونوف،  د مارچ په ١۶مه د منار په مسجد کې د جمعې په خطبه کې ویلي: « په قران کې هېڅ داسې ایت نشته چې د خلافت د تاسیس غوښتنه پکې شوې وي.»

اې خلافته!  کله چې تا پر مسلمانانو حکمراني کوله، هېڅ داسې کافران، مېرمنې او شهوت پرسته خلک نه وو چې سیکولرېزم پلی کړي؛ لکه اوس یې چې ټول مسلمان حکام کوي.

اې خلافته! کله چې ته وې، هېڅ کوم مسلمان حاکم د دې زړه نشوای کولای چې له اشغالګر کافر سره ملګري وکړي، لکه څنګه چې اوس یې د ترکیې ولسمشر اردغان کوي. اردوغان، خپلې الګو مصطفی کمال اتاترک- چې د خلافت په له منځته وړلو کې یې خپله ټوله هڅه وکړه- ته تعظیم وکړ. مصطفی کمال، انقره خپل د مېشتې ځای وټاکه او له دغه ځایه یې د خلافت پر وړاندې دسیسې جوړولې. د روان کال د اپرېل پر ۳مه، اردوغان په انقره کې خپلو ملګرو، روحاني او پوتین ته د مسلمانانو په ضد غېږه پرانیسته.

اې خلافته! هغه وخت چې ته وې، هېڅ کوم کافر نشوای کولی چې مسلمان ماشوم شکنجه او ووژني. نن، اشغالګر کفار په کیمیاوي وسلو سره په سوریه کې ماشومان وژني، په افغانستان کې د قران د حافظانو پر مدرسو بمبار کوي، بې شمېره ماشومان په برما کې وژني! او دا هرڅه د مسلمانانو د حکامو په خوښه کېږي.

اې خلافته! کله چې ته وې، مسلمانانو بیت المقدس فتح کړ. هغه ښار چې زموږ خوږ پیغمبر ﷺ ترېنه اسمان ته پورته شو او هغه ځای چې د مسلمانانو لومړنۍ قبله وه! نن چې ته نشته یې، کافرو یهودو د مسلمانانو لومړنۍ قبله غصب کړې، د یوه منظم پلان له مخې یې د فلسطین مسلمانان له مخې لرې کوي او په سیمه کې یې ټولې ځمکې نیولې.

اې خلافته! مسلمانانو یو ځل د خپلو ډېرو کړاوونو او ستونزو په وخت کې تقریبا هېر کړی وې او د خپلو ستونزو حل لاره یې په اسلام او خلافت کې نه؛ بلکې په نورو فکرونو کې لټوله. خو الله تعالی د محمد ﷺ د امت پر یوه بچي مهربانه شو او هغه دغه نعمت او د مسلمانانو د ټولو ستونزو حللاره له خپلو ملګرو سره شریکه کړه. دغو ملګرو دا پرېکړه وکړه او د اصحابو غوندې یې د محمد ﷺ پلونه وڅارل، یوه ډله یې جوړه کړه او د خلافت پر منهج د دویم ځل خلافت د تاسیس لپاره یې غږ اوچت کړ، هغه څه چې زموږ د خوږ پیغمبر ﷺ له لوري یې وعده شوې:

(ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ)

(... بیا به جبریه واکمني وي او تر هغه به دوام کوي چې الله غوښتني وي او کله چې الله وغواړي لرې یې کړي بیا به لرې شي او بیا به د نبوت پر منهج خلافت وی او (راوي وایي) بیا یې سکوت وکړ.)

اې خلافته! د پیغمبر ﷺ د پیغام له احیا سره، په میلیونونو مسلمانانو ستا په اړه واورېدل او ورپه یاد شوې! او اوس په ټوله نړۍ کې میلیونونه مسلمانان ستا راتلو ته بې کراره دي، پر دې سربېره دوی ستا د بیا راتګ لپاره خپله ټوله هڅه کوي.

اې خلافته! موږ الله ته دا دعا کوو چې بېرته ژر راشې! موږ له الله سبحانه و تعالی څخه دا غواړو چې د خلافت پر منهج د دویم ځل لپاره خلافت تاسیس کړي! اې خدایه ته مرسته راسره وکړې!

ایلدر خمزین

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی

ژباړه: احمد خالد

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې