- مطابق
(ژباړه)
رسنیو په وروستیو ورځو کې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین، کویټ، قطر، اردن او مصر د پوځونو د قوماندانانو، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) له قوماندان اډمیرال براد کوپر او د یهودي رژیم د پوځ له لوی درستیز ایال زامیر سره له یوې پټې ناستې څخه پرده پورته کړې ده.
د اکسیوس خبري ویبپاڼې د راپور له مخې، دغه ناسته په جرمني کې د جرمني د دفاع وزارت له خبرېدو پرته ترسره شوې ده. د همدې ویبپاڼې د راپور پر بنسټ، اډمیرال براد کوپر برخه والو هېوادونو ته ډاډ ورکړی دی، چې د امریکا پوځ د ایران د بریدونو سره سره چې په سیمه کې یې امریکايي اډې په نښه کړې دي، خپل ځواکونه له سیمې څخه نه وباسي. هغه همدا راز د ناستې برخه وال د هرمز په تنګي کې د کښتیو د تګ راتګ د پراخولو لپاره د امریکا له طرحې خبر کړي دي. په همدې توګه په یهودي رژیم کې یوه مسوول څرګنده کړې ده، چې جنرال ایال زامیر برخهوال په بېلابېلو جبهو کې د دغه رژیم د پوځ له عملیاتو خبر کړي دي. د هغې بیانیې پر بنسټ چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ خپره کړې ده، قوماندانانو په منځني ختیځ کې د امنیتي همکاریو د پیاوړتیا د فرصتونو په اړه خبرې اترې کړې دي.
زموږ د پوځونو د قوماندانانو د دغه سپک او ناوړه عمل پر وړاندې، د حزبالتحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لاندې ټکي بیانوي:
لومړی) امت له دغو قوماندانانو هیله درلوده چې راټول شي، ترڅو د خپلو حکامو د خیانتونو او له دښمنانو سره د هغوی د دسیسو څېړنه او پرېکړه وکړي، هغوی له واکه لرې کړي او د مسلمانانو لپاره له یوه واحد خلیفه سره بیعت وکړي؛ خو هغوی هم د امت پر وړاندې په خیانت او دسیسو کې د خپلو حکامو لاره خپله کړه. هغوی د یهودي پوځ له لوی درستیز سره وکتل؛ همغه کس چې لاسونه یې تر اوسه په فلسطین، لبنان او سوریه کې د مسلمانانو په وینو ککړ دي. هغوی د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان سره هم وکتل؛ د هغو کسانو قوماندان چې په عراق، افغانستان، یمن او ایران کې یې مسلمانان په قتل رسولي دي. نو پر الله سبحانه وتعالی قسم، چې دا له خورا لویو ګناهونو څخه ده!
دویم) په اسلامي خاورو کې د امریکا خوځښتونه پر دغو سیمو د خپل تسلط د ټینګښت، پر ستراتیژیکو موقعیتونو د خپل نفوذ د پراختیا او له دغو سیمو څخه د خپلو روایتي اروپايي سیالانو د اېستلو په موخه ترسره کېږي. امریکا په دغه طرحه کې دغه پوځي قوماندانان یوازې د خپل سیاست د پلي کولو لپاره وسایل ګرځولي دي؛ لکه څنګه چې له ناپوهو او بېعقلو حکامو سره هم همداسې کوي.
درېیم) امریکا هڅه کوي چې یهودي رژیم د سیمې د امنیتي نظام یوه برخه وګرځوي. دغو قوماندانانو هم د یهودي رژیم د پوځ د لوی درستیز خبرو ته غوږ ونیو، په داسې حال کې چې هغه په بېلابېلو جبهو کې د خپل جعلي او منحرف رژیم عملیات تشریح کول؛ ته به وایې چې دغه عملیات پر «واقواق» (لېرې پرتو) ځمکو ترسره کېږي، نه د هغوی پر خپلو ځمکو! په دوی کې که یوه کس هم د ذرې په اندازه حیا درلودلی، حاضر به نه و چې په داسې ناسته کې برخه واخلي؛ هغه ناسته چې د امریکا له نظره امنیتي همکاري پیاوړې کوي.
د حزبالتحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر دغو قوماندانانو او د مسلمانانو په خاورو کې ټولو پوځي قوماندانانو ته او همدا راز هر هغه چا ته چې د امت خلاف له دښمنانو سره دسیسې جوړوي او په خیانت کې برخه اخلي او هر هغه چا ته چې د ناپوهو او بې عقلو حکامو د خیانتونو پر وړاندې چوپتیا غوره کوي، په دنیا او اخرت کې د خپلو خیانتونو د پایلو په اړه خبرداری ورکوي. اې پوځي قوماندانانو، په خپل کار کې فکر وکړئ او هرڅومره ژر چې کېږي د امت لیکو ته راستانه شئ او الله سبحانه وتعالی ته توبه وباسئ او د هغو ناپوهو او لاسپوڅو حکامو د لېرې کولو او له یوه واحد خلیفه سره د بیعت لپاره بیړه وکړئ، ترڅو امت د نبوت پر منهج د راشده خلافت تر سیوري لاندې متحد کړي.
حزبالتحریر هغه مخکښ جزب دی چې خپلو خلکو ته دروغ نه وایي؛ خپله غېږ د امت او د هغه د قوماندانانو هر مخلص فرد ته پرانیزي، ترڅو د نبوت پر منهج د خلافت د ټینګښت لپاره له هغه سره نصرت او مرسته وکړي؛ ځکه په دغه امر کې د دنیا او اخرت عزت او له هر څه لوړ د الله سبحانه وتعالی رضایت نغښتی دی.
﴿وَ لَیَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِىٌّ عَزِيزٌ﴾ [حج: ۴۰]
ژباړه: الله تعالی به هرو مرو له هغو کسانو سره مرسته وکړي، چې د هغه مرسته وکړي. الله تعالی ډېر زورور او برلاسی دی.
د حزبالتحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۸ هـ.ق کال، د ربیع الثاني ۱۰مه
۲۰۲۶م کال، د سپټمبر ۲۲مه
د صدور ګڼه: ۰۴۵/ ۱۴۴۸
ژباړن: اسرار تکل




