دوشنبه, ۲۷ ربیع الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۹/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

پر پاکستان استعماري ولکې ته د پای ټکی کېږدئ؛ د نبوت پر منهج د خلافت تاسیس د وخت اړتیا ده Featured

د ډان لیک (Dawn Leak) پر سر د ملکي او نظامي مشرانو تر منځ اوسنۍ شخړې تاییدوي، چې په پاکستان کې به تر هغه کوم بنسټیز بدلون را نه شي، تر څو چې د امریکا متحده ايالتونو له ایتلاف او ملګرتیا لاس وانخلي. پر سره کرښه، د ملکي او نظامي چارواکو تر منځ شخړې به  تر هغه دوام کوي چې د امریکا سترې ګټې په سیمه  کې نه وي تامین شوي. دا هغه سره کرښه ده چې د پاکستان سیاسي برخلیک ټاکي، ځکه نظامي او ملکي مشرتابه له امریکا سره د نه پریکېدونکي ملګرتیا ژمنه کړې.

واشنګټن د څېرو (چارواکو) د بدلون لپاره یوازې شین څراغ لګوي او پوهېږي چې وفادار غلام يې نور د خدمت کولو جوګه نه دی. ځکه نو تاریخ شاهد دی چې د نواز شریف روزل شوي مشرف د تاریخ کثافت دانۍ ته واچول. هغه مشرف چې په سیمه کې يې په زور د امریکا د پلانونو د پلې کېدو استازيتوب کاوه. بیا کله چې مشرف د امریکا لپاره د ګټور ځواک په توګه مطرح شو د امریکا له لورې د نوي استازي په توګه ځایناستی و ټاکل شو. اوس به هم نواز شریف تر هغه په قدرت کې پاتې وي، تر څو واشنګټن دا و انګېري چې دی له هندوستانه وړاندې پاکستان د کمزورتیا په لور بولی شي. د امریکا د نورو ښکېلاکګرو پروژو تر څنګ، تر څو چې پاکستان د ځنځیر د یوې کړۍ په توګه له امریکا سره تړلی وي، څېري به بدلېږي؛ خو د زیان کارانو ښکېلاګرې پالیسۍ به پرځای پاتي وي.

اې د پاکستان د وسله والو ځواکونو مخلصو امرانو! حزب التحریر د «آزادۍ ګوند» دی او پر تاسو ږغ کوي، چې مسلمانان د دوامداره او پرله پسې ښکېلاګرې ولکې څخه وژغورئ. هو، د امریکا استازي نوازشریف پر وړاندې ستاسو زیاتېدونکې غوسه ښیي، چې ده د امریکا په امر نظامي رهبري  دې ته اړ کړې، تر څو د دوی د ګټو د خوندیتوب لپاره پر سره کرښه تدابیر و نیسي. که څه هم، دا دهغه څه په پرتله  ډېر کم دي، چې زموږ دین  يې غوښتنه کوي او زموږ ځواکونه يې وړتیا لري. الله سبحانه و تعالی تاسو د ځمکي پر مخ له یوه پیاوړي او توان لرونکي ځواک څخه جوړ کړي یاست او لویه وسله مو پر الله او د هغه پر پېغمبر صلی الله علیه وسلم، ستاسو ایمان دی. تاسو د الله په وړاندې د امت د حالت د بدلون لپاره نه یوازې په پاکستان، اشغال شوي کشمیر او افغانستان کې له حساب سره مخ یاست؛ بلکې تر دې ور هاخوا په  اشغال شوي مسجد الاقصی، شام، یمن، برما (میانمار) او ختیځ ترکستان (سینکیانګ) کې هم له حساب سره مخ یاست.

پوه شئ چې زموږ ګران رسول الله صلی الله علیه وسلم په دوامداره توګه د اسلام د قیادت لپاره د نصرت په لټه کې و او په دغه لاره کې له غبرګونونو سره مخ  او سختۍ یې ګاللې؛ تر هغې چې الله سبحانه و تعالی د انصارو د یوې کوچینۍ، مخلصې، زړورې او جنګیالۍ ډلې په وسیله کامیابي ور په برخه کړه. حزب التحریر د خپل پیاوړي سیاستمدار او ژور فکره فقهي امیر «شیخ عطا بن خلیل ابو رشته»  تر قیادت لاندې پر تاسو غږ کوي، چې د نبوت پر طریقه خلافت ته نصرت ورکړئ. داسې یو نصرت چې دښمنان په خپلو مېشتځایونو کې ولړزوي، د دوی پلانونه له خاورو سره خاورې کړي او له سره بیا ټول امت د یو نړیوال بدلوونکي ځواک په توګه سره یو موټی کړي، لکه څنګه چې د پېړیو راهیسې يې  پر نړۍ حاکمیت کاوه.

﴿إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ وَإِنْ يَخْذُلْكُمْ فَمَنْ ذَا الَّذِي يَنْصُرُكُمْ مِنْ بَعْدِهِ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ﴾ (آل عمران:۱۶۰)

که د الله مرسته در سره وي، هېڅوک به درباندې برلاسي نه شي؛ که هغه مو خوار کړي، نو بیا به څوک ستاسو مرسته وکړي او مومنان باید یوازې پر الله توکل وکړي.

 د حزب التحریر- ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

په افغانستان کې د کم عمرو ودونه که په امریکا کې د ماشومانو ځانپلورنه!

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

د افغانستان دولت هڅه کوي چې یو ځل بیا له افغان مېرمنو غلا شوې خوښۍ داسې ورکړي، لکه دوی یې چې غواړي. د روان کال د اپرېل پر ۱۹مه، د ښځو چارو او اطلاعاتو فرهنګ وزارت د ملګرو ملتونو صندوق (UNFPA) په همکارۍ د «له وخته مخکې او ماشومانو د ودونې د مخنیوي په موخه د ملي اقدام طرحه» په نامه پرواګرام جوړ کړ. د هېواد لومړۍ مېرمن رولا غني یې ملاتړ وکړ او پر کورنیو یې ټينګار وکړ چې د کم عمره نجونو له ودونې ډډه وکړي. نوموړې وویل: «زه له ټولو افغان کورنیو په ټینګه غوښتنه کوم چې له اجباري ودونو او د ماشومانو له ودونې ډډه وکړي؛ ځکه له ژر ودونې سره، تاسو خپلې لوڼې له خطر سره مخ کوئ. دغه ودونې به ستاسو لوڼې د ماشومتوب له دوران او له راتلونکو فرصتونو محرومې کړي.»

مېرمن رولا غني! څوک د واده لپاره د یو چا عمر ټاکي؟ ستاسو نظر په امریکا کې د ماشومانو د ځان پلورنې په هکله څه دی؟ د انسانانو د قاچاق پر ضد د مبارزو ډلو له خوا په نوي خپور شوي راپور کې راغلي چې په امریکا کې هر کال له ۱۰۰ زرو ماشومانو د ځان پلورنې په موخه ناوړه ګټه اخیستل کېږي، او دا د هغو ۹.۸ بیلیونه ډالرو یوه برخه ده چې د ځان پلورنې له تجارت څخه لاس ته راځي.

د ارام اقیانوس موسسې، د جسیکا ادواردز ترسره شوې مطالعه او څېړنه ښیي چې په امریکا کې لږ تر لږه ۶۵۰زره تنکي ځوانان د خوش ګزرانۍ لپاره جنسي اړیکې لري. تاسو په امریکا کې د نجونو د باردارۍ په اړه څه وایئ؟ په ۲۰۱۴ کې له (۱۵ -۱۹) کلنو ښځو ټولټال  ۲۴۹.۰۷۸ ماشومان نړۍ ته راوړل، چې له هرو ۱۰۰۰ زېږېدنو څخه ۲۴.۲ تنه یې لوړ عمره وو، پاتې نور یې تر سن ټيټ وو.

تاسو په امریکا کې د ماشومانو د پرونوګرافۍ په اړه څه وایئ؟ د ماشومانو د ساتنې او دفاع ټولنه (ASACP) اټکل کوي، چې امریکا د پرونوګرافۍ تر ټولو لوی وېبسایټ لري او د نړۍ د ۵۰سلنه پرونوګرافۍ قیمت پرې کوي. همدا راز امریکا د لویانو ترټولو لویه پرونوګرافي لري، چې د نړۍ د ټولو پرونوګرافیو ۵۰ سلنه حجم جوړوي.

په امریکا کې مو د ماشوم ځورونې په اړه نظر څه دی؟ له ماشوم سره د مرستندویې ټولنې د راپور پر بنسټ امریکا په صنعتي هېوادونو کې خورا ناوړه هېواد دی، چې په ورځ کې له ۴ تر ۷ ماشومانو پکې ځورول کیږي. د مډرنو جنسي مسلو د روزنې په اړه څه وایئ؟ د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، په انګلیس کې وزیران غواړي چې منځنیو ټولګیو ته د جنسي مسایلو زدکړه جبري شي او ماشومانو ته هم له ۴ کلنۍ وروسته پرمختللې جنسي اړیکې تدریس شي. دا ډول موضوعات د اندېښنې وړ دي، دا مصیبت راوړونکي واقعیتونه د ډیموکراسۍ او ازادۍ پایلې دي، چې انسانان د تباهۍ او ناورین لور ته ټېل وهي؛ نه په افغانستان کې د کم عمره نجونو ودونه چې د ډیموکراسۍ ارزښتونه یې کم عمره ګڼي.

نو ځکه، سېکولر او لېبرال ارزښتونه د ماشومتوب دوره او د ماشومانو راتلونکي امکانات غلا کوي، چې له امله یې په ټول عمر کې ماشومانو ته رواني ستونزې پیدا کوي.

اسلام په ځوانۍ کې واده او څلورو ښځو درلودو ته اجازه ورکوي او شرعي قوانین هم د بشر له غوښتنو سره بدلون نه کوي. نو ځکه د مسلمان لید لوری باید د اوسني عصر د ناوړې اېډیولوژۍ پر بنسټ بدل نه شي. مېرمن رولا غني باید هغو خطرونو ته اندېښمنه وي، چې د ازادۍ او ډيموکراسۍ د مفکورو له لارې ماشومانو ته رسېږي.

هېڅ ایدیولوژي هم د اسلام د ایدیولوژۍ په څېر د ماشومانو د حقونو ساتونګې نه ده. نو پر ټولو مسلمانانو لازمه ده چې د رسول الله صلی الله و علیه وسلم پر تګلاره د خلافت تاسیس ته کار او هڅې وکړي؛ تر څو واقعي عدالت او کرامت را منځته شي، د الله سبحانه و تعالی احکام پلي او مسلمانان د دښمنانو له ملنډو په امن شي.

د حزب التحریر مرکزی مطبوعاتی دفتر ته

امانه عابد

د مطلب ادامه...

په نوې بڼه د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د انګلېسي غږیزو خپرونو د پيلېدو خبرتیا Featured

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غواړي، چې د ۲۰۱۷ د مې پر ۲۹مه په نوې بڼه انګلیسې غږیزې خپرونې پيل کړي. دا خپرونې به د روژې له مبارکې میاشتې سره سمې پیل شي. موږ له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې په دغه کار کې برکت واچوي او بریالی يې کړي.

دغه نشرات به د بېلابېلو موضوعاتو نوې خپرونې انځور کړي؛ لکه: اسلامي شخصیت جوړونه او ځواکمنتیا، پر نړیوالو سیاسي پېښو بحث او همدارنګه د حزب د غړو له خوا د مختلفو ترسره شوو فعالیتونو په ګوته کول. د خپرونو موخه د اورېدونکو د اسلامي نړۍ لید پراخول او له مسلمانانو سره د اصحابو کرامو غوندې اسلامي شخصیتونه په جوړولو کې مرسته ده. همدارنګه کافرانو ته د اسلام ریښتینولي او هر اړخیزوالي ښيي، چې غربي رسنۍ او دولتونه يې نه انځوروي.

له تاسو هیله کوو چې هره اونۍ د دوشنبې او پنجشنبې پر ورځو د نوو موضوعاتو لپاره زموږ منظمې خپرونې واورئ. پر ټولو ټولنیزو رسنیو او د مرکزي مطبوعاتي دفتر پر انګلېسي وېبپاڼه مو کتلای شئ.

د غږیزو خپرونو لېنک:

اصلي پاڼه: http://hizb-ut-tahrir.info/en/index.php/radio?tmpl=component

فېسبوکپاڼه: https://web.facebook.com/HT.english.radio/?fref=ts

یوټیوب: https://www.youtube.com/c/HizbUtTahrirEnglishRadio

ډاکټر عثمان بخاش

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ریس

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې