هجری قمری نېټه : 22 محرم 1447
میلادی نېټه : شنبه, 19 جولای 2025 م
مطبوعاتي دفتر
(ژباړه)
د ۲۰۲۵م کال، د می په ۱۹مه، د حاکمیت د شورا مشر عبدالفتاح البرهان، یو پخوانی د ملګرو ملتونو چارواکی کمال ادریس د صدراعظم په توګه وټاکه تر څو یو تخنیکي حکومت جوړ کړي. په همدې ورځ، البرهان هغه مخکېنی فرمان هم لغوه کړ چې د حاکمیت شورا غړو ته یې پر فدرالي وزارتونو او دولتي ادارو د څار صلاحیت ورکړی و.
د دوو میاشتو په موده کې د وزیرانو تر ټاکل کېدو وروسته، روښانه شوه چې دغه حکومت له خپل اعلان شوي تخنیکي ماهیت څخه واوښت او اوس یو ګډ حکومت دی: داسې یو ترکیب چې تخنیکي کسان، د سهمخورۍ پر بنسټ سره یو ځای شوي دي، هغه شریکان چې د عايداتي وزارتونو، لکه مالیې، کانونو او ټولنیزې هوساينې (چې د مرستو او بهرنیو امکاناتو دروازه ده) لپاره له شرم پرته جګړه کوي. کمال ادریس د خپل حکومت شعار "هیله" اعلان کړه او د ۲۰۲۵م کال، د جون په ۱۹مه یې په ټلوېزیوني وینا کې وویل چې د ده د حکومت شعار "هیله" ده او ماموریت یې دا دی چې "امنیت، ارام ژوند او د خلکو لپاره سوکالي تأمین کړي."
خو دغه اهداف له هماغه سیکولر ډیموکراتیک نظامه غواړي ترلاسه کړي، چې له ۱۸۹۸م کال راهیسې، کله چې د استعماري کفارو جنرال کیچنر سوډان ته داخل شو، تر نن ورځې پورې پلي کېږي. دا هماغه نظام دی چې د یادو اهدافو د ترلاسه کولو پر ځای، له موږ څخه یې امنیت اخیستی او زموږ مقدسات یې تر پښو لاندې کړې دي! ناامیدي خپره شوې او د ژوند کچه دومره راټیټه شوې چې انسان پرته له هر ډول ارمان یا هڅې یوازې د بقا لپاره ژوند کوي.
له بل پلوه، د کمال ادریس شریکان، هغه کسان چې د جوبا له توافقه راغلي، د محرومیت چیغې وهي او خلکو ته ژمنې ورکوي، داسې ښيي لکه د وزارت د څوکۍ نیول چې د هیواد له مرکز او څنډو څخه د ظلم او فشار لرې کولو مانا ولري. د الشرق تلویزیوني کانال د عدالت او برابرۍ غورځنګ له سیاسي منشي، معتصم احمد صالح څخه نقل قول کړی، چې ویلې یې دي: "دا چې د سولې د ګوندونو د وزارت پر حقوقو ټینګار، سیاسي باج اخېستل بلل کېږي، دا یوه ناسم او متعصب تفسیر دی او هدف یې دا دی چې دا ګوندونه وویروي او د دوی پروژه، چې د مرکزي اشرافو سلطه ماتوي، سبوتاژ کړي او د محرومو ځواکونو له عادلانه مشارکته یې بې برخې کړي."
هم د کمال ادریس تخنیکي ټیم او هم هغه وسلهوال غورځنګونه چې ځانونه د مبارزې خلک بولي، باید پوه شي چې په اسلام کې حکومتولي د واک او شتمنۍ کیک نه دی، چې څوک یې خوري او خوند ترې اخلي او نه هم د وزارت څوکۍ ده چې په دروغجنو ژمنو خلکو ته ورکول کېږي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:
**﴿يَعِدُهُمْ وَيُمَنِّيهِمْ ۖ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلَّا غُرُورًا﴾
ژباړه: "هغه له دې خلکو سره وعدې کوي او په هيلو کې یې اچوي، خو له دوی سره د شیطان ټولې وعدې له غولولو پرته بل څه نه دي." [نساء: ۱۲۰]
د امنیت، تعلیم، روغتیا او نورو ژمنو سربېره، چې هغوی یې د حکومت لهخوا خلکو ته ورکوي او همدارنګه د هغو کسانو لپاره چې د دولت په څنډو کې ژوند کوي او "محرومین" بلل کېږي، دا ټولې ژمنې د همدې د "هیلو د حکومت" پر خلاف ثبوتونه دي. د خلکو تجربو ثابته کړې چې هر څوک چې د واک څوکۍ د یوې تحفې او کیک په توګه نیسي، هماغه څوک له دې فهمه برباد شوی دی. د هغه چا تر منځ چې د خلکو د چارو پالنه د مسؤلیت او امانت په توګه ویني او د قیامت پر ورځ يې د شرم او افسوس سبب ګڼي او د هغه چا تر منځ چې واک او مال ته د خوند اخیستلو لپاره راځي خورا لوی توپیر شته.
او بیا د "محرومو" افسانه، چې هر څوک یې د بهرنیو ځواکونو همکار وي او یا د دولت پر ضد وسلې اخلي، راپورته کوي؛ دا یوازې هغه ظلمونه دي چې د استعماري غربي نظام لهخوا پر خلکو تپل شوي دي او هغه کسان، چې د دې ظالم نظام د بدلون لپاره نه، بلکې په همدې نظام کې د سهم اخیستو لپاره وسلې اخلي، په خپله له محرومینو سره د ظلم دوام دي!
په اسلام کې واک (یعنې د حاکم ټاکلو حق) یوازې امت یا د امت استازو ته ځانګړی شوی دی. امت دا حق هغه چا ته ورکوي چې د دې ستر مسوولیت وړ وي؛ داسې څوک چې ځواکمن، متقی، له خلکو سره نرمخوی او د خلکو له نظره د تنفر وړ نه وي. دا د حاکم شخصي صفات دي. خو د هغه او خلکو ترمنځ اړېکه باید د اخلاص پر بنسټ وي؛ پر عامه شتمنیو کې باید لاس وهنه ونه کړي او یوازې د اسلام پر بنسټ پرېکړې وکړي. دا اووه بشپړ شرایط دي. که یو حاکم دا ټول ولري، نو ژوند سمېږي او د خلکو چارې اصلاح کېږي.
نو بیا دا تخنیکي کسان او وسلهوال غورځنګونه له دې معیار سره څه تړاو لري؟ کمال ادریس خپل حکومت د سوډان د خلکو لپاره د امید حکومت بولي؛ داسې خلک چې د دوی تر ټولو کوچنی امید دا دی چې یو داسې حکومت ولري چې د دوی ستونزې حل کړي او د هغوی ژوند د انساني کرامت تر کچې لوړ کړي، د فرد اساسي اړتیاوې لکه خواړه، لباس او سرپناه او د ټولنې اساسي اړتیاوې لکه امنیت، تعلیم او روغتیا او هر څه چې ورسره تړلي دي (پاکې اوبه، برېښنا، زیربناوې، مخابراتي شبکې، سړکونه، پلونه او نور) تأمین کړي.
دا غواړي چې د هیواد د شتمنیو چور بند شي او عامه شتمنۍ خپلو مستحقو ته وسپارل شي. د دې ټولو جرړه دا ده چې باید د استعماري کافر نفوذ زموږ له خاورې واېستل شي. دا هغه څه دي چې د سوډان د خلکو په زړونو کې امید ژوندی کوي او دا هغه څه دي چې د کمال ادریس حکومت یې هیڅ وس نه لري.
ولې؟ ځکه د هرې ستونزې حل دا غواړي چې د هغې اصلي جرړه وپېژندل شي او مستقیماً حل شي. ایا کمال ادریس د داسې علاج سره راغلی چې امید راوړي؟ که هغه د همدې ستونزې عوامل راوړې وي، یوازې یې نوې بڼه ورکړې؟
د سوډان خلک مسلمانان دي او ستر اسلام هغه دین دی چې زموږ پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم راوړی او دا د الله سبحانه وتعالی له خوا نازل شوی دی. دا اسلام، چې د سوډان خلکو غاړه ورته ایښې ده، تر قیامته پورې دین هم دی او دولت هم، عقیده هم ده او د ژوند بشپړ نظام هم. الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِيناً﴾
ژباړه: «نن ما ستاسو دين ستاسو لپاره بشپړ کړ او خپل نعمت مې پر تاسو پوره کړ. ستاسو لپاره مې اسلام د دين په توګه غوره کړ.» [مائدة: ۳]
دا رښتیا ده. خو استعماري غرب کافر، چې د حق او باطل تر منځ وروستی پړاو یې وګاټه، د مسلمانانو دولت (خلافت) یې ړنګ کړ او پر ځای یې د ملتونو پر بنسټ جوړ شوي تابع دولتونه جوړ کړل او فاسد مزدور حاکمان يې پرې وټاکل، چې د دوی له فکر، سیاست او رسنیو سره مل، د همدې دندې لپاره ګومارل شوي دي چې د اسلام د بیا راتګ مخه ونیسي، هغه اسلام چې د ژوند مسير دی او پر ځای یې د کفري بادارانو نظامونه پر مسلمانانو وتپي.
اوس هم دوی یوازې دا بحث کوي چې د دې نظامونو د پلي کولو ډېر مستحق څوک دی؟ پوځیان؟ تخنیکي کسان؟ که وسلهوال حرکتونه؟
د سودان د کړکېچ ریښه دا ده چې بشري نظامونه تطبیق کېږي، هغه نظامونه چې د استعماري غرب کافر له خوا راوړل شوي، لکه په حکومتولۍ کې ډیموکراسي، او په اقتصاد کې سرمایهداري؛ هغه نظامونه دي چې د خلکو د شتمنیو لوټ ته زمینه برابروي او خلک تر فشار لاندې راولي.
کمال ادریس راغلی دی تر څو دا هر څه لا پیاوړي کړي او د غرب د غلامۍ رسۍ لا پسې کلکه کړي. فرق نه کوي چې دا کار هغه د تخنیکي کسانو، وسلهوالو او که مزدورو سیاستوالو له لارې کوي.
هیله یا امید، د بشر په تاریخ کې هېڅکله هم د دروغو، خیالونو، فریب او دوکې له فضا نه دی راټوکېدلی. امید تل له ریښتیا، حقیقت او اخلاص سره راټوکېږي؛ له هغو انبیاو سره چې الله سبحانه وتعالی رااستولي او وروستی یې له ستر پیغام -اسلام سره زموږ نبي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دی.
دا پیغام یو بشپړ نظام دی؛ د حکومت، اقتصاد، ټولنیز ژوند، تعلیم او بهرني سیاست په برخه کې عقیده او د ژوند نظام دی. مسلمانان، د اهلالحلوالعقد خلک، یا هغه استازي چې ځواک او نصرت لري، له خليفه سره بيعت کوي چې په دې سره د خلافت نظام رامنځته کېږي، او امید د اسلام تر سیورې لاندې د عزتمند ژوند لپاره راژوندی کېږي، لکه:
لومړی: خلیفه به د وارداتي او بشري نظامونو وروستۍ پاڼه وتړي او د الله سبحانه وتعالی له وحیې اخېستل شوی اسلامي نظام به په ځواک سره پلی کړي.
دویم: خلیفه به له سهمخورۍ پرته خپل وزیران، والیان او نور مسوولین وټاکي او د خلکو ستونزې به ژر تر ژره حل کړي. حاکمیت د وسلهوالو ډلو یا بهرنیو همکارانو نه، بلکې د امت دی.
درېیم: د مسلمانانو خلیفه به د استعماري غرب نفوذ زموږ له خاورو وباسي، دولتي ادارې به د هغوی له وسایلو پاکې کړي او د امت فکري او مادي ځواک به د دولت د بېرته مشرۍ لپاره وکاروي، لکه څرنګه چې ۶۰۰ کاله مخکې و.
څلورم: د خلافت له لوري پلی کېدونکی اسلام به سیاسي ډګر د خاینانو، استعماري مزدورانو، نژادپالو ویناوالو او ناپوهه بېلتونپالو څخه پاک کړي.
پنځم: د مسلمانانو خلیفه به وسلوال ځواکونه د یوه قوماندان تر قوماندې لاندې یو موټی کړي، چې هغه هم د خلیفه قومانده وي او د هغو خطرناکو ملیشو د جوړېدو مخه به ونیسي چې هره ورځ جوړېږي، ان ځینې یې د بهرنیو له خوا روزل کېږي! ایا د داسې ټوټه ټوټه پوځ لاندې، موږ د امید یا عزتمند ژوند تمه کولی شو؟
دا یوازې د اسلامي احکامو یوه لنډه منظره ده. کله چې دا د یوې پروژې په توګه امت ته وړاندې شي، نو واقعاً د عزتمند ژوند لپاره هیله راژوندی کولی شي او کله چې دا پلي او عملي شي، زموږ ژوند به له بیخه ښه لوري ته واوړي او هیله به په عمل بدله شي، موږ به یو ځل بیا د مجد لوړو ته پورته کړي، لکه څرنګه چې پخوا وو او دا د الله سبحانه وتعالی لپاره هېڅ ستونزمنه نه ده.
الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ﴾
ژباړه: "اې مومنانو! د الله تعالی او د هغه د پیغمبر بلنې ته لبیک ووایئ چې کله پيغمبر تاسو ته د هغه څه په لوري بلنه درکړي چې تاسو ته ژوند بښونکي دي." [انفال: ۲۴]
ابراهیم عثمان (ابو خلیل)
د حزب التحريرـ ولایه سوډان مطبوعاتي ویاند
۱۴۴۷ هـ.ق کال، د محرم ۲۳مه
۲۰۲۵م کال، د جولای ۱۹مه
د صدور ګڼه: ۰۵/ ۱۴۴۷
ژباړن: اسرار تکل