سه شنبه, ۲۰ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۱۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
اې مسلمانانو! د سپینې ماڼۍ پر ځای مو پام د خپلو حکامو د ماڼیو پر لور واړوئ!

(ژباړه)

په داسې حالاتو کې چې د ډېری مسلمانانو، په ځانګړي ډول خبریالانو، شنونکو، ناظرینو او علاقمندانو پام سپینې ماڼۍ ته اوښتی، چې وګوري د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د یهودي رژیم د صدراعظم بنیامین نتنیاهو ترمنځ لیدنې به څه پایله ولري او ایا ټرمپ به پر نتنیاهو فشار راوړي که نه، تر څو د خپل لطف له مخې جګړه پر غزې ودروي؟

موږ مبالغه نه کوو که ووایو، تر ټولو ډېر هغه کسان د غزې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره اندېښمن دي، چې خپله د همدې جګړې قربانیان دي! دا هغه کسان دي چې په دغه جګړه کې سوځي، وژل کېږي، ټپي کېږي، وږي پاتې کېږي او له خپلو کورونو ايستل کېږي. ورپسې د اسلامي هېوادونو خلک دي چې د مصنوعي پولو تر شا، د فاسدو او مستبدو رژیمونو تر واک لاندې ګیر پاتي دي؛ هغه نظامونه چې د خاینو، بې‌کفایته او مزدورو حکامو له لوري اداره کېږي؛ هغه حکام چې د مسلمانانو د جهاد او د غزې او ټول فلسطین د ملاتړ مخه نیسي.

نن ورځ، د اسلامي هېوادونو ټلوېزیوني چینلونه او خبري ویب‌سایټونه سیاسي شنونکي او مفکرین رابولي، تر څو د حالاتو، دریځونو او څرګندونو تحلیل وکړي، دوی ګمان کوي چې دغه ډول کارونه یو ډول رسنيزه یا خبري بریا ده!

ایا واقعاً د مسلمانانو حالت دومره زوال موندلی؟ پېښې او دسیسې مستقیم پر دوی راپریوځي، خو دوی یوازې ننداره کوي او انتظار باسي؟! د دوی وروڼه وژل کېږي، وږي او بې‌کوره کېږي او د ځینو مسلمانانو تر ټولو غوره غبرګون یوازې تحلیلونه کول دي؟! ایا مسلمانان اردو نه لري؟ داسې اردو چې میلیاردونه ډالر پرې لګول کېږي، پرمختللې وسلې لري او د امت سپېڅلي زامن پکې د قربانۍ، د دین، امت، مقدساتو او حرمتونو د دفاع لپاره راټول شوي دي؟

اې مسلمانانو! تاسې چې پېړۍ پېړۍ د نړۍ مشران واست، نړیوال سیاست به تاسې ټاکه او پکې فعاله ونډه مو درلوده، ایا هېر مو کړل چې ستاسې اردو ته به "د نه ماتېدونکي پوځ" نوم ورکول کېده؟! خو نن، یوه کوچني، بې‌حیثیته او بزدل قوم ستاسې سپېڅلې خاوره اشغال کړې، ستاسې وروڼه وژني، بې‌کوره کوي یې، وږي یې ساتي او د اسلامي هېوادونو پر فضا برلاسي ګرځي، ان د یوې مرمۍ له ويشتلو هم نه ویریږي!

اې مسلمانانو! نور د تحلیل وخت تېر شوی. اوس هر څه ښکاره دي. ستاسې دښمنان خپله دښمني ښکاره اعلانوي او ستاسو حکام بیا داسې بې‌شرمه خاینان دي چې خیانت یې له هېچا پټ نه دی. دغه حکام د کفري استعمارګرو له منګولو راوتلای نه شي او یوازینی هدف یې د خپلو لړزېدلو چوکیو ساتنه ده. د همدې لپاره دوی تاسو متفرق ساتي، وحدت مو له منځه وړي او تاسو د خپلو دښمنانو لاس ته سپاري. نو د حیرانتیا وړ خبره نه ده چې دوی د فلسطین او نورو سیمو له مسلمانانو سره د مرستې مخه نیسي.

له همدې امله، بیا پر هغه څه ټینګار کوو چې روښانه او څرګند دي:

نور د دې وخت رارسېدلی دی، چې خپل پام د سپینې ماڼۍ پر ځای د خپلو فاسدو حکامو ماڼیو ته واړوئ! نور تمه مه لرئ چې ټرمپ به پر نتنیاهو فشار راوړي، څو لطف وکړي او پر تاسو جګړه ودروي! د دې وخت رارسېدلی دی چې خپلو پوځونو ته وګورئ، پر هغوی غږ وکړئ چې د سپېڅلې خاورې د ازادۍ لپاره حرکت وکړي او له یهودو او کفري استعمارګرو څخه یې پاکه کړي!

او اوس، حزب‌التحریر، هغه رهبري چې هیڅکله خپلو پیروانو ته دروغ نه وايي، تاسو را بولي چې د یو واقعي نهضت لپاره یې ملتیا وکړئ. دغه حزب داسې یوه روښانه او عملي برنامه لري چې تاسو به هغه بریا، عزت او کرامت ته ورسوي چې ستاسې زړونه یې هیله لري. نو د دغه حزب ملګرتیا وکړئ، تر څو الله سبحانه وتعالی هم ستاسې ملګرتیا وکړي.

د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۷ هـ.ق کال، د محرم ۱۵مه

۲۰۲۵م کال، د جولای ۱۰مه

ژباړن: اسرار تکل

Last modified onسه شنبه, 15 جولای 2025

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې