جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اردوغان؛ د امریکا پلوی، د اسلام او مسلمانانو خاین او لومړۍ درجه سېکولر دی!
بسم الله الرحمن الرحيم
اردوغان؛ د امریکا پلوی، د اسلام او مسلمانانو خاین او لومړۍ درجه سېکولر دی!

الله سبحانه وتعالی اسلام پر اسلامي امت د یوه داسې نعمت په توګه لورولی، چې ساری یې نه لیدل کېږي. اسلام هغه نور دی چې جنت ته د تګ لاره روښانه کوي؛ هغه جنت چې پراخوالی یې د ځمکې او اسمانونو په اندازه دی او د متقیانو لپاره جوړ شوی دی. اسلام یوه قوي طریقه، سمه لاره او سالم نظام دی، چې په ښه توګه د ژوند ستونزې حل کوي.

الله سبحانه وتعالی حلال عملونه بیان کړي او د عملي کېدو امر یې کړی دی؛ همداراز حرام یې هم یاد کړي او د پرېښودو غوښتنه یې کړې ده. د اسلام په مبین دین کې حلال او حرام یوازې د کړنو د معیار په توکه ټاکل شوي، ترڅو حلال ترسره او له حرامو څخه ځان وساتل شي؛ نو خبرې او کړنې باید ټولې د همدغه معیار پر بنسټ ترسره شي.

همدارنګه خلکو ته به په خبرو او کړنو کې هم معیار همدغه وي، چې ایا په اسلام کې د حلال او حرام پر اساس حرکت کوي او که د کپېټلېزم د منفعت پالنې په څېر نور معیارونه په پام کې نیسي؟ الله سبحانه وتعالی پر اسلامي امت لازمه کړې، چې د اسلامي شریعت ټولو احکامو ته په خوښۍ او له شرط پرته تسلیم شي. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمایلي دي:

﴿فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّىٰ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيمًا﴾ [نساء: ٦٥]

ژباړه: ستا په رب قسم چې دوی به تر هغه مومنان نه شي، ترڅو په خپلمنځي شخړو کې تا فیصله کوونکی ونه ټاکي او بيا ستا پر پرېکړه باندې په زړونو کې حرج هم ونه لري او په پوره ډول ورته تسليم شي.

له شریعت څخه پیروي په دې مانا ده، چې ټول شرعي احکام باید ومني، نه دا چې ځینې د خپلو نفساني غوښتنو پر بنسټ ومني او ځینې نور پرېږدي. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاءُ مَن يَفْعَلُ ذَٰلِكَ مِنكُمْ إِلَّا خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَىٰ أَشَدِّ الْعَذَابِ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ [بقره: ٨٥]

ژباړه: ایا د قرآن کریم پر ځینو ایتونو ایمان راوړئ او له ځینو نورو انکار کوئ؟ که څوک داسې کار وکړي، په دنیا کې به ذلیل او په اخرت کې به سخته جزا ورکړل شي او الله سبحانه وتعالی له هغه څه ناخبره نه دی، چې دوی یې ترسره کوي.

الله سبحانه وتعالی د یوه مسلمان لپاره روا نه بولي، چې عملونه یې د هغه له خبرو او شریعت سره په ټکر کې وي؛ مثلاً یو څوک ووایي: د فلسطین ازادول واجب دي، چې دا یوه سمه او شرعي خبره ده، خو د هغه د ازادولو لپاره خپل پوځونه روان نه کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ(2)كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ[صف: 2-3]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی، ولې هغه څه وایئ چې ترسره کوئ یې نه؟ د هغه (الله تعالی) په نزد تر ټولو لوی دښمن هغه دی، چې یو څه ووایي او عمل پرې ونه کړي.

غرب په هر پړاو کې له الله تعالی پرته د پالنې وړ بتان جوړ کړي دي. کله چې امت په فکري انحطاط کې ډوب و او قومپالنې پکې خپلې ریښې غځولې وې، په دغه تاریخي پړاو کې جمال ناصر د یوه داسې بت په توګه را څرګند شو، چې د ملتپالنې د سمبول او له الله تعالی پرته د عربو د معبود بڼه یې غوره کړه. کله چې د اسلامي امت فکري کچې وده وکړه او د امت له بچیانو څخه داسې کسانو سر راپورته کړ، چې د ځان لپاره یې سمه لاره وټاکله او د (خیر امة اخرجت للناس) ته د امت د بیا ګرځېدو طریقه یې غوره کړه؛ ترڅو د الله سبحانه وتعالی لوري ته یې ور نږدې کړي، نو په دې وخت کې امریکا د اردوغان په نامه یو بل بت را مخې ته کړ. امریکا اردوغان د سېکولرېزم په هغو جذابو رنګونو رنګ کړ، چې د اتاترک له سېکولرستي رنګ سره توپیر لري؛ ځکه اتاترک په ښکاره له اسلام سره سخته دښمني درلوده او د ژوند په ټولو برخو او حتا فردي کړنو کې یې د دین مظاهر لغوه کړل. د دین په اړه یې لیدلوری د کمونیستي نظام په څېر و، خو په قوانینو کې یې توپیر درلود. مګر اردوغان بیا په انفرادي کړنو کې له دین سره ستونزه نه لري او خلک د لمانځه، روژې، تعلیم او د قرآن د زده کړې په څېر له دیني کړنو څخه نه منع کوي. همدا لامل دی چې اردوغان په ځینو دیني کړنو کې د یو مسلمان په توګه تر سترګو کېږي؛ له مسلمانانو سره یوځای په جومات کې لمونځ کوي، مېرمن یې حجاب اغوندي او د خپلو پلویانو د احساساتو د پارولو او د خپل ملي محبوبیت د زیاتولو لپاره قرآن کریم پورته کوي او په فلسطین کې د اسرائیلو د دولت د ظلم پر وړاندې خپله غوسه او کرکه څرګندوي. دا ټول د اردوغان په سېکولرستي قاموس کې روا دي، خو که چېرې د اسرائیلو پر وړاندې د کوچني نظامي حرکت او یا کوچني اقتصادي، نظامي او امنیتي تړون د لغوه کېدو خبره یاده شي، داسې مواردو ته بيا هېڅ اجازه نه ورکوي. د اردوغان سېکولرستي فکر د ژوند په نظام، دولت او ټولنه کې ټول دیني مظاهر لغوه کړي او هېڅ شرعي حکم ته اجازه نه ورکوي. په دې دایره کې له سېکولرېزم سره ورته دی او د ژوند په ټولو قوانینو کې یې له دولت څخه دین بیل کړی دی. دا هغه قوانین دي چې دولت یې پر بنسټ حکم کوي او د بشر په لاس جوړ شوي هغه قوانین دي، چې الله سبحانه وتعالی تایید کړي نه دي؛ یعنې هغه کفري قوانین چې له سلام سره هېڅ تړاو نه لري.

په داسې حال کې چې د اردوغان ملاتړي تل مبالغه کوي او نوموړی د خپل دولت او ډلې اسلامي رهبر بولي. په راتلونکو پاراګرافونو کې به دا بیان کړو، چې په ترکیه کې اردوغان لومړۍ درجه سېکولر دی او د سېکولرېزم پر بنسټ حکم کوي او د کفارو تر څنګ له اسلام او مسلمانانو سره په افغانستان، سوریه، لیبیا او نورو اسلامي خاورو کې په جنګ دی.

د اردوغان پیدایښت

رجب طیب اردوغان په ۱۹۵۴م کال د ترکیې د استانبول ښار په قاسم پاشا قبیله کې زیږېدلی دی. په ائمه مدرسه کې له دیني خطيبانو سره تر اشنا کېدو وروسته له نجم الدین اربکان سره یو ځای شو. وړاندې تر دې چې د استانبول ښاروال شي، یو شمېر دندې یې ترسره کړې. کله چې نجم الدین اربکان لومړی وزیر شو، نو هغه وخت یعنې د عثماني خلافت تر نسکورېدو وروسته کمالیان د ترکیې حاکمان وو. ډېر وخت لا نه و تېر شوی، چې د کمالیانو پوځ د نجم الدین اربکان پر وړاندې پاڅون وکړ؛ په حقیقت کې د کمالیانو تر شا د انګلیس ملاتړ و. کله چې له ترګوت اوزال وروسته اردوغان د امریکا په مرسته لومړی وزیر شو، نو په وروستیو کې په دې وتوانېد چې په ترکیه کې ځینې ناارامۍ او چاودنې پلان کړي او دا هغه وخت و چې لا تراوسه پوځ د کمالیانو په لاس کې و. په دې توګه هغوی اړ شول چې د تروریزم د مخنیوي لپاره په مډرنو وسلو د سمبالو امنیتي واحدونو په جوړولو موافقه وکړي، په داسې حال کې چې پرې راضي نه وو. دغه نوي جوړ شوي وسلوال واحدونه به لومړی د اوزال او بیا د اردوغان تر لاس لاندې وي.

دا هغه لومړۍ نقشه وه چې اردوغان پرې تکیه کړې وه. وروسته امریکا دغه ځواک زیات کړ، هر کله به چې په ترکیه کې چاودنې کېدې، د اردوغان تر لاس لاندې ځواکونه به یې پیاوړي کول. د هر کال په تېرېدو سره دغه ځواکونه له پوځ سره متوازي کېدل او له پوځ څخه یې د اردوغان پر ضد د پاڅون قدرت اخیسته، ترڅو د کمالیانو پوځ د نجم الدین اربکان په څېر د پخوانیو چارواکو پر وړاندې له پاڅون کولو عاجز شي. وروسته اردوغان د ترکیې د نظامي عالي شورا د قانون پر بنسټ د کمالي پوځ د افسرانو مشران په کور کېنول او پر ځای یې خپل ملګري وګمارل.

دا ښکاره خبره ده، چې انګلیس او مزدوران یې د امریکا او د هغې د مزدورانو پر وړاندې په ښکاره د درېدو توان نه لري، بلکې یوازې د پردې تر شا کار کوي. د ۲۰۱۶م کال د ناکامې کودتا یو لامل همدا بلل کېږي، چې د کمالي سترو افسرانو دغه کودتا د ترکیې د پوځ د نظامي عالي شورا تر ناستې یوه میاشت وړاندې پلان کړې وه. دوی دغه ناسته د ځان لپاره هغه ستره قانوني ضربه وبلله، چې د امریکا او د هغې د مزدور اردوغان لخوا ورته ورسېده. پر همدې اساس یې پر دغې ناکامې کودتا لاس پورې کړ، جادو بېرته پر جادوګر راوګرځېد او د دې لامل شو چې اردوغان دې په خلاص لاس د کمالیانو په پوځ کې تصفیه او پلټنه پیل کړي.

دروغ، ترکیه، اردوغان او د عدالت او پراختیا ګوند

کله چې امریکا متوجه شوه، چې خلک له کمالیانو، شدید سېکولرېزم او د هغوی له اسلام ستیزۍ څخه کرکه لري او اسلامي بیداري ورځ په ورځ پراخېږي؛ نو د ټولشموله سیاست پر بنسټ یې، چې امریکا یې په اسلامي خاورو کې کاروي، اردوغان ته سپارښتنه وکړه، ترڅو د اسلام جامې پر تن کړي او د خپل واک تر پایه ځينو اسلامي مشاعرو ته پراختیا ورکړي. دغه کار په هغه وخت کې د اردوغان پر محور د خلکو په راټولولو او له کمالیانو او د هغوی له سېکولرېزم څخه د نوموړي په ژغورلو کې بېساری اغېز درلود؛ تر دې چې ځینو ملاتړو یې دی سلطان عبدالحمید باله او ځینو نورو یې تر هغه هم لوړه ستاینه کوله او ویل به یې چې نوموړی د عمر بن خطاب پر لاره ګامونه ږدي.

اردوغان په ۱۹۹۴م کال په هغه برید کې چې د کمالیانو پر سېکولرېزم یې وکړ، وویل: «سېکولرېستي فکر چې د ترکیې د نظام بنسټ پرې ولاړ دی، باید لغوه شي، ځکه د اسلام او سېکولرېزم یو ځای کېدل شوني نه دي.» د هغه په نظر که ترکیه پر اسلامي نظام تکیه وکړي، خپل ټول اوسېدونکي د مسلمانانو په توګه راټولوي او نور به د هېواد په سویل ختیځ کې د کردانو ستونزه حل شي. همدارنګه د کمالیانو پر قانون یې نیوکه وکړه او ويې ویل: «دا د سکربن په لاس لیکل شوی.» خو ډېر وخت لانه و تېر شوی چې د اردوغان سېکولريستي څېره بربنډه شوه او د اسلام هغه جامې یې له بدن څخه لرې کړې، چې په دروغو یې اغوستې وې او ویې ویل: «سېکولرېزم د ډیموکراسۍ ضامن دی.» لکه ډیموکراسي چې هېڅ وضعي تګلاره نه وي او هم یې بنسټ او جزیات له اسلام سره په ټکر کې نه وي. ډیموکراسي انسان ته د قانون جوړولو واک ورکوي او الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ ۗ تَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ﴾ [اعراف: ٥٤]

ژباړه: خبر اوسئ چې (د نړۍ) پیدایښت او تدبیر د هغه لپاره (د هغه په فرمان) دی. الله تعالی له برکته ډک دی او د ټول عالم پروردګار دی.

یوازې الله سبحانه وتعالی قانون جوړونکی دی، خلک د الله سبحانه وتعالی بندګان دي او لازمه ده چې د هغه د قانون پر بنسټ حرکت وشي.

اردوغان د خپل سېکولرېزم په خپرولو کې پر غلطه لار تکیه کړې. په ناسم تفسیر او په دې وینا سره چې سېکولرېزم له دین سره په ټکر دی، هڅه کوي چې د هغه مخ پټ کړي. د اردوغان د لومړي نظر پر اساس سېکولرېزم له اسلام سره نه یوځای کېږي، مګر د دویم نظر پر اساس یې سېکولرېزم له اسلام سره ټکر نه لري؛ دغه دوه لیدلوري له یو بل سره پخپله په ټکر کې دي. لومړی لیدلوری اردوغان یو خیالي شخصیت ښيي او په دې هڅه کې دی، چې د اسلامي رهبر جامه پر تن کړي. دویم لیدلوری د اردوغان حقیقت ښکاره کوي، چې یو سېکولر شخص دی او غواړي په دروغو، دوکې او فريب سره خپل فکر خپور کړي.

 ډېر وخت نه و تېر شوی چې اردوغان له اسلام څخه انکار وکړ او ویې ویل: «ځینې کسان موږ اسلامي حزب بولي او ځینې مو منځلاری اسلامي حزب یادوي، خو موږ دواړه نه یو؛ بلکې موږ د ډیموکراسۍ ساتونکی حزب يو، نه دیني حزب! پر دې باید ټول پوه شي.» د حیرانتیا خبره ده چې اوس هم د اردوغان ملاتړي ټینګار کوي، چې اردوغان اسلامي رهبر او په ترکیه کې «د عدالت او پراختیا حزب» یو اسلامي حزب دی او دا چې ترکیه پخوا سېکولرېستي وه، خو اوس اردوغان اسلامي کړې ده؛ ډېره د حیرانتیا وړ خبره ده!!

د اردوغان ملاتړي او دروغجن شهادت

د اردوغان ملاتړي د دې لپاره چې اردوغان اسلامي رهبر، ترکیه اسلامي دولت او د عدالت او پراختیا ګوند یو اسلامي ګوند دی، هڅه کوي چې خلک د حقیقي اسلامي نظام (اسلامي خلافت) او حزب التحریر چې د دغه دولت د تاسیس لپاره کار کوي، له پېژندلو څخه راوګرځوي. دا یو دروغجن شهادت دی، چې اسلام حرام کړی او په کلکه یې منع کړی دی. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي: 

﴿وَاجْتَنِبُوا قَوْلَ الزُّورِ﴾ [حج: ٣٠]

ژباړه: له دروغ ویلو ډډه وکړئ!

همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿مَّا يَلْفِظُ مِن قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ﴾ [ق: ١٨]

ژباړه: انسان هېڅ خبره پر خوله نه راوړي، مګر دا چې له هغه سره (د ثبت او ليکلو لپاره) یوه څارونکې او چمتو (پرښته) ورسره وي.

 او فرمایلي یې دي:

 ﴿وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا﴾ [فرقان: ٧٢]

ژباړه: او هغه کسان چې دروغجن شهادت نه ورکوي او کله چې پر بې ارزښته شي ورشي، په عزت ترې تېرېږي.  

لومړۍ درجه سېکولر اردوغان

اردوغان یوازې سېکولر نه دی، بلکې لومړۍ درجه سېکولر دی. په دې برخه کې  به د هغو کسانو لپاره قطعي دلایل راوړو، چې هوښیار دي او خبرې اوري.

۱- پر سېکولرېزم د اردوغان ویاړ او له اسلام څخه منکرېدل: اردوغان پر دې ویاړي چې دی سېکولر او د عدالت او پراختیا ګوند یې په ترکیه د سېکولرېزم ساتونکی دی. نوموړی د خپل ځان، حزب او دولت په اړه چې سېکولر دي، هر وخت ډېرې خبرې کوي. دلته د بېلګې په توګه د ځینو څرګندونو یادونه کوو. اردوغان د ۲۰۰۹ م کال د ډیسمبر میاشتې پر ۱۲مه په «السفیر اللنانیه» مجله کې وایي: «له شک پرته عدالت حزب اسلامي نه دی، خپل بهرنی سیاست د عثمانیانو په څېر نه ټاکي او د غزې په اړه یې احساسات هم د اسلام له زاویې څخه نه دي.» نوموړي په دې خبرې سره له عدالت او پراختیا ګوند څخه اسلام لرې کړ او د سېکولرېزم د ستاینې په اړه یې ویلي چې دی سېکولرېزم د ډیموکراسۍ د ضامن په توګه مني. له شک پرته چې ډیموکراسي کفري تګلاره ده چې منګولې پرې لګول، پلي کول او خلک ورته رابلل حرام دي. هغه څه چې ډیموکراسي پرې ولاړه ده او هغه نظم او قوانین چې ډیموکراسي یې رامنځته کوي، ټول له اسلام سره په ټکر کې دي.

۲- اردوغان په ترکیه کې د سېکولرېزم پر اساس پر مسلمانانو حکم کوي:

د ترکیې دولت د عثماني خلافت له نسکورېدو راهیسې په تېرو سلو کلونو کې د سېکولرېزم پر بنسټ حکومت کوي. د هغه سیکولرېستي قانون له اسلام سره هېڅ اړیکه نه لري. د ټولو بنسټونو چارې یې د وضعي قوانیو پر بنسټ روانې دي، هغه کفري قوانین چې له اسلام څخه نه دي. ترکیه هغه دولت دی چې د سایکس ـ پیکو سازمان لخوا د جوړو شوو استعماري پولو ساتنه کوي. ترکیه اسلامي دولت نه دی، ځکه اسلامي دولت د ټولو مسلمانانو لپاره واحد دولت وي، چې د ولایتونو تر منځ مرز نه لري او یوازې له کفارو سره پولې لري، هغه هم لنډمهاله او غیرثابتې. اسلامي دولت تل د جهاد او پراختیا په حال کې وي. له همدې امله د اسلامي دولت اصلي کار د دعوت او جهاد له لارې نړۍ ته د اسلام د رسالت رسول دی. د اسلامي دولت تر ټولو ستره ځانګړتیا دا ده، چې د مسلمانانو ترمنځ د اسلامي شریعت پر بنسټ حکم کوي او له هغه پرته پر هېڅ وضعي قانون حکم نه کوي. حکومتي نظام یې جمهوري، سېکولرېستي او شاهي نه، بلکې یوازې خلافت دی. عثماني خلافت د ټولو مسلمانانو لپاره و او د اردوغان د سېکولرېستي دولت په څېر نه و، چې یوازې د ترکانو لپاره دی. مصر، شام، حجاز، یمن او داسې نور د عثماني خلافت ولایتونه وو، چې تر منځ یې هېڅ پوله او مرز نه وو. موږ وینو چې اردوغان د ترکیې پر سېکولر کولو ټینګار کوي او له اسلامي کولو څخه یې منکرېږي. دا موضوع له هغه ځایه څرګندېږي، چې د نوي عثماني دولت په نامه د خپل دولت نومول ردوي، ترڅو پر خپل سېکولرتوب ټینګار وکړي او غواړي په زغرده ووایي، چې دولت یې نه د عثماني خلافت په څېر دی او نه هغه ته دوام ورکوي.

۳- له ترکیې بهر د سېکولرېزم لپاره د اردوغان چوپړ:

اردوغان چې پر سېکولرېزم یې ایمان راوړی او په ترکیه کې د هغه پر بنسټ حکم کوي، له ترکیې بهر هم د سېکولرېزم د خپرېدو او ساتنې لپاره هڅې کوي او په دې لاره کې قرباني ورکوي. د عربو د پسرلي له انقلاب وروسته یې هڅه وکړه چې نوي حاکمان په دې قانع کړي، ترڅو د سېکولرېستي ترکیې په څېر حرکت وکړي؛ لکه څنګه یې چې په مصر، تونس او لیبیا کې دغه کار ترسره کړی دی.

له ترکیې څخه بهر د سېکولرېزم د ساتنې بېلګه یې په سوریه کې د امریکا د نقشې پلي کول و، چې د سوریې د انقلاب مسیر یې بدل کړ. دا هغه وخت و چې انقلابیون د سوریې پر ۷۰سلنه خاوره واکمن شوي وو، د خلافت د تاسیس لپاره چمتو کېدل او په سوریه کې حاکم نظام او سیکولریستي سیاست یې له ماتې سره مخ کړی و. همدارنګه ایران، د سوریې نظام او روسیه په دې ونه توانېدل، چې د وحشیانه جګړو، ظلمونو، اور اچونې، پر سوځېدلې ځمکه د ډله‌ییزو فشارونو او اوږدمهاله کلابندۍ په زور د شام د خلکو اراده ماته کړي؛ خو اردوغان د امریکا په اشاره د سوریې د نظام ساتلو او په شام کې له سېکولرېزم څخه د ملاتړ په موخه د چل او دوکې له لارې عملي ډګر ته راووت. اردوغان اعلان وکړ چې د سوریې د سرکښ نظام پر وړاندې د انقلابیونو تر څنګ ولاړ دی؛ خو کله چې یو شمېر انقلابیونو پر هغه باور وکړ، نو هغوی یې د جوړجاړي او تنازل په لوري روان کړل. د خیالي جګړه‌ییزو مرکزونو په رامنځته کېدو سره یې جنګیالي له هغو سیمو څخه راوستل، چې حکومت یې په بېرته نیولو کې پاتې راغلی و. د بېلګې په توګه: د حلب ښار تر شپږو میاشتو زیاته کلابندي ماته شوې وه او انقلابیون پر دې توانېدلي وو، چې په یاد ښار کې پر کلابندۍ سربېره حکومت مات کړي او یو قوي توازن پکې برعکس شوی و. اردوغان په ۲۰۱۶ م کال په «الباب» ښار کې د «درع الفرات» جنګي مرکز د هغوی لپاره رامنځته کړ، ترڅو مجاهدین له حلب څخه د هغه ځای په لوري بوځي. کله چې ښار له دفاعي ځواکونو څخه خالي شو، نو ایران او روسیه د خپلو ناوړه جرمونو په پایله کې په دې وتوانېدل، چې حلب سقوط کړي.

اردوغان په ۲۰۱۸ م کال کې هم ورته عمل ترسره کړ او د «غصن الزیتون» په نوم عملیات یې طرحه کړل، چې وروسته یې ۲۵زره مبارزین د عفرین سیمې ته ولېږل. په پایله کې د «ختیځې غوطې» ښار د حکومت له لوري ونیول شو. اردوغان په ۲۰۱۹ م کال یو ځل بیا د «نبع اسلام» په نوم عملیات طرحه کړل او د سوریې جنګیالي یې له ترکانو سره د جګړې لپاره د سوریې شمال ته ولېږل. په پایله کې هغه سیمې هم د حکومت له لوري ونیول شوې او خپل اصل ته ور وګرځېدې، چې اته کاله له انقلابیونو سره وې او حکومت یې په بیرته نیولو کې پاتې راغلی و. مګر اردغان د چل او فرېب په مرسته انقلاب مات کړ او ډېری هغه سیمې چې له انقلابیونو سره وې، بېرته جنایت کوونکي حکومت ته په لاس ورغلې. په ۲۰۲۰ م کال یې په همغه فریب او چل سره وکولی شوای، چې د سوریې له حکومت سره د ادلب ولایت د «سراقب» ښار یعنې د انقلابیونو د وروستي ځای په بېرته نیولو کې مرسته وکړي. ټولو د بصیرت لرونکو ته باید څرګنده شي، چې اردوغان د شام د خلکو په وژلو کې له طاغوتي نظام سره نه یوازې چې شریک دی؛ بلکې جنایتونه یې تر بشار الاسد هم ډېر دي. همدا اردوغان و چې طاغوت یې له نسکورېدو وژغوره او له سېکولرېزم څخه یې ساتنه وکړه.

۴- د تدریج د دروغو له منځه تلل:

د اردوغان ملاتړو ګومان کاوه چې د اردوغان دولت اسلامي دی او نوموړی په تدریجي ډول د اسلام د پلي کولو هڅه کوي. د دوی په خبره کله چې پوځ په بشپړه توګه د اردوغان لاس ته ولوېږي، نو کمالي سېکولرېزم به لغوه کړي، اسلامي حکومت به اعلان او د اسلام احکام به تطبیق کړي .... مګر د دوی دا هیلې له منځه لاړې او پر ناهیلۍ بدلې شوې؛ ځکه له څو کلونو راهیسې پوځ، قدرت او امنیت په بشپړه توګه د اردوغان په لاس کې دي. د ترکیې خلک اسلامي حکومت او د اسلامي احکامو پلي کولو ته په تمه دي؛ نو اردوغان بیا ولې سېکولرېستي نظام لغوه نه کړ؟ د ژوند په ټولو چارو کې د اسلامي احکامو په تطبیق سره ولې اسلامي دولت نه اعلانوي؟ ولې د خپلو ملاتړو هغه هیله نه پوره کوي، چې د اسلامي حکومت اعلان او د سېکولرېزم لغوه کولو ته په تمه دي؟ هغه څه چې اردوغان د اسلامي احکامو له پلي کولو څخه راګرځوي، دوه څیزونه دي:

لومړی: پر سېکولرېزم د اردوغان بشپړ ایمان او قناعت؛ سېکولرېزم د نوموړي د ژوند د مسیر تګلاره ده، چې په ترکیه کې د هغه د قوانینو پر بنسټ په بشپړ قناعت پر خلکو حکم کوي او کوم شی چې ترسره کوي، پر هغو راضي او ډاډمن دی. په همدې دلیل په واضح او قطعي ډول د خپل حکومت له اسلاميت څخه منکرېږي. ایا دا عاقلانه ده چې د سېکولرېزم پر اساس دې حکومت وکړي، په داسې حال کې چې اسلام د سېکولرېستي عقیدې او د هغه د وضعي قوانینو خلاف دی؟!

دویم: له امریکا څخه د اردوغان پیروي او په ترکیه کې دننه او بهر د امریکا د ټولو نقشو پلي کول؛ په دې برخه کې د سېکولرېزم پلي کول، خپرول، ملاتړ، په دې لاره کې قرباني ورکول، د امریکا د ګټو ساتنه او د خطر پرمهال هغې ته پنا وړل دي. دا ټول هغه څه دي چې اردوغان یې په جزیاتو ترسره کوي.

په حقیقت کې دغه موضوعات د دې ښکارندویي کوي، چې تدریج یو خیالي فکر دی او هېڅکله پر حقیقت نه بدلېږي؛ ځکه واقعیت له دوو حالتونو څخه خالي نه دی: یا به د اسلام حکم پلی کېږي او یا د اسلام خلاف حکم. د بېلګې په توګه، که د سود نسبت ۱۴سلنه وي، خو له څه مودې تېرېدو وروسته ۸سلنه او له یو څه وخت وروسته بیا ۲سلنې ته راټیټ شي؛ دا ټول نسبتونه بیا هم سود دی، هغه که کم وي یا زیات؛ په حقیقت کې کفري حکم دی، چې له اسلام سره ټکر لري او حرام دی. د اسلام پر بنسټ حکم همغه د اسلام پر ټولو احکامو حکم کول دي.

۵- پر ځمکه د سېکولرېزم د ساتنې او د اسلامي حکومت د بېرته راتګ د مخنیوي لپاره د کفارو تر څنګ د اردوغان جنګېدل:

ترکیه د کمالیانو د واکمنۍ پرمهال له شمالي انتلانتیک تړون (ناټو) سره یوځای شوه او تر اوسه د هغه ناوړه تړون چې په افغانستان او نورو سیمو کې یې زرګونه مسلمانان ووژل، غړی هېواد پاتې شوی دی. ترکیې دوه ځلې د ناټو تړون ریاست پر غاړه درلود، چې یو ځل د اردوغان د واکمنۍ پرمهال و. له همدې امله اردوغان د زرګونو مسلمانانو په وژلو کې له ښکېلاکګرو کفارو سره شریک دی. له شرعي اړخه کعبه د مسلمانانو په زړونو کې لوړ ځای لري، خو د الله سبحانه وتعالی په نزد د کعبې ړنګول د یوه مسلمان د وینې تویولو په پرتله اسانه کار دی. پر همدې اساس د هغه کس جزا به څومره وي، چې د زرګونو هغو کسانو په وژلو کې شریک دی، چې یوازینۍ ګناه یې دا وه، چې ویل به یې الله سبحانه وتعالی مو پروردګار، پیغمبر صلی الله عليه وسلم مو رسول او نظام مو اسلام دی؟

ترکیه څو پېړۍ د عثماني خلافت مرکز و، خو اردوغان د امریکا په ولایت او نظامي اډه بدله کړه، چې موډرنې جنګي وسلې لري او یو له هغو څخه اټومي سرګلولې دي. په «انجرلیک» اډه کې د امریکا ۹۰ اټومي سرګلولې شته دي. کفار د مسلمانانو پر ضد په جګړه کې بېلابېل توغندي، الوتکې او وسلې کاروي. څومره الوتکو په افغانستان، عراق او همدارنګه شام کې هغه مسلمانان ووژل، چې د بشار الاسد د طاغوتي نظام پر ضد یې انقلاب وکړ، سېکولرېزم یې نه مانه او د اسلامي خلافت بیا تاسیس ته چمتو کېدل؟! د روسیې څومره جنګي موډرنو الوتکو او توغندیو د ترکیې هوایي حریم نقض کړ، ترڅو په هغې وحشي جګړه کې مسلمان ووژني او د هغوی جوماتونه، مدرسې، د اوسېدو ځایونه او کورونه ونړوي؟! دا پخپله پر هغې پټې کینې دلالت کوي، چې دوی یې د اسلام، خلافت او مسلمانانو پر وړاندې په خپلو زړونو کې لري. اردوغان په شام کې د مسلمانانو د هر څاڅکي وینې په تویولو کې له جنایتکارې روسیې سره شریک دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا﴾ [نساء: ٩٣]

ژباړه:او چا چې مومن په قصدي توګه وواژه، جزا یې دوزخ ده؛ چې همېشه به پکې وي او الله تعالی پر هغه غضب راولي او لعنت پرې کوي او د هغه لپاره يې ستر عذاب چمتو کړی دی.

په پورتني ایت شریف کې دغه ناوړه صفتونه لکه، د دوزخ په اور کې اچول، هملته پاتې کېدل او د الله سبحانه وتعالی له قهر او غضب سره مخ کېدل؛ دا ټول د هغه چا لپاره دي چې مومن ووژني، نو د هغه چا به څه حال وي، چې زرګونه مومنان یې وژلي او یا یې په وژلو کې شریک وي!؟ دا په داسې حال کې ده چې اردوغان څو کاله وړاندې له خپلو ځواکونو سره د لیبیا لوري ته مخه کړه او د فلسطین له ۷۰کلن غاصب او د زرګونو فلسطینیانو د وژونکي دولت له څنګ څخه تېر شو، مګر یو سرتېری یې هم هلته ونه لېږه؛ بلکې دا ځواکونه یې د لیبیا په لوري د هغې جګړې لپاره ولېږل، چې د هغې په دواړو خواوو کې مسلمانان وو او د «خلیفه حفتر» او یا بل کس په مرسته یې هڅه کوله، چې د امریکایي نقشې پر اساس د بریتانیا د نفوذ مخه ونیسي. دا هغه بې پایلې جګړه وه، چې له دواړو خواوو څخه پکې د مسلمانانو وینه توی شوه او یوازې د ښکېلاکګرو کفارو د رضایت لامل شوه. اردوغان په دې جګړه کې د مسلمانانو په وژلو کې له کفارو سره شریک و.

د فلسطین له قضیې او خلکو سره د اردوغان خیانت

اردوغان هم د نورو حاکمانو په څېر د فلسطین د خلکو لپاره عملاً هېڅ نه دي کړي، یوازې خبرې کوي او هغه هم د ټاکنیرو مبارزو پر مهال. اردوغان له فلسطین او ملت سره یې خیانت وکړ او له یهودیانو سره د جګړې او د فلسطین د ازادۍ لپاره یې سرتېري ونه لېږل. حتا د هغو ۹ ترکي سرتېرو غچ یې هم وانه خیست، چې په ۲۰۱۰ م کال  «د غزې ازادي» په کښتۍ کې د یهودو له خوا ووژل شول، بلکې یوازې د ټاکنیزو رایو د ترلاسه کولو لپاره یې یو نمایش ترسره کړ. په داسې حال کې چې د هغوی د وینې تویېدو مسوولیت هم د اردوغان پر غاړه دی. د یهودو له بنسټ سره د اردوغان اړیکه دوستانه او صمیمي ده. نوموړی له یهودو سره سوداګریزې، نظامي او امنیتي اړیکې لري او دا درې اړخیزه اړیکې د اردوغان په وخت کې نورې هم پراخه شوې دي. پر مسلمانانو د حاکمو سېکولر دولتونو له ډلې ترکیه هغه لومړنی دولت دی، چې د یهودو دولت یې په ۱۹۴۸م کال په رسمیت وپېژاند او تر ننه دوام لري.

په ترکیه کې د یهودو د دولت د سفارت شتون د اردوغان او د هغه د دوستانو -د یهودو مشرانو- د فلسطین د سپڅلې خاورې د غاصبینو ترمنځ د ځانګړې ملګرۍ یو قطعي دلیل دی. اردوغان په ترکیه کې د مخکنیو حاکمانو په پرتله د یهودو بنسټ ته ښه خدمت کړی دی. کله چې په ۲۰۱۶ م کال د یهودو په بنسټ کې اور ولګېد، نو د اماراتو په ګډون ډېری هېوادونه یې په مړه کولو کې پاتې راغلل او نږې و چې د یهودو دولت د هغو ظلمونو په جزا ورسېږي، چې د فلسطین د خلکو په حق کې یې کړي دي؛ خو د یهودو نږدې ملګري اردوغان د هغوی ژغورلو ته ور ودانګل او په دې بریالی شو، ترڅو د فلسطینیانو وژل، د هغوی د کورونو ورانول او د کروندو له منځه وړل همداسې دوام وکړي.

له همدې امله د ۲۰۱۶ م کال له اور څخه د یهودو تر ژغورلو وروسته اردوغان په فلسطین کې د هغوی په جنایتونو کې شریک بلل کېږي. د حیرانتیا وړ خبره دا ده، چې اردوغان د هغو سیمو د ژغورلو لپاره هېڅ ونه کړل، چې په «حماة» کې د سوریې حکومت او په نورو برخو کې جنایتکارې روسیې په اور وسوځولې؛ بلکې اردوغان وویل: دویمې حماة ته اجازه نه ورکوم. مګر دویمه، درېیمه او حتا څلورمه حماة هم تکرار شوه، خو اردوغان هېڅ ونه کړل. په شام کې د روسیې پر وحشیانه جنایتونو سربېره بیا هم اردوغان د الله سبحانه وتعالی له دښمن او د جنایتکارانو له مشر پوتین سره اړیکې ساتلې دي.

د فحشا د مرکزونو او بربنډو ساحلونو تاسیس

د فحشا مرکزونه چې مسلمانان د فساد په لوري بیایي، په ترکیه کې د اردوغان له حاکمیت وړاندې موجود وو؛ خو د اردوغان د حاکمیت پرمهال نور هم زیات شول. د فحشا د یوه مرکز ښځینه مالکه، چې د اردوغان له ولسمشر کېدو وروسته د هغه پر بریاليتوب خوشاله وه، داسې وویل: اردوغان مې ځکه انتخاب کړی و، چې د هغه د حاکمیت پرمهال مې تجارت ښه پرمختګ کړی دی. ځینې راپورونه ښيي، چې په ترکیه کې د فحشا مرکزونه د عوایدو تر ټولو سترې سرچینې بلل کېږي. نو د حیرانتیا خبره نه ده، چې د ترکیې اقتصاد په وروستیو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

اردوغان په ۲۰۰۹ م کال په «ایجه» سیند کې د بربنډو خلکو ساحل د پرانیستې پټۍ په خپل لاس پرې کړه؛ که څه هم د سلطان عبدالحمید او محمد فاتح په خاوره کې د داسې ساحلونو شتون ډېره لرې خبره ده، خو دا معلومات پوره دقیق دي. مګر کله چې له دې اړخه د خلکو غږ پورته شو، نو اردوغان د عفاف ساحل پرانیست.

پایله:

اردوغان؛ د امریکا پیرو، د روسیې او یهودو ملګری، د اسلام او مسلمانانو خاین او لومړۍ درجه سېکولر دی. اردوغان په ترکیه کې لومړی درجه سېکولر دی؛ کړنې یې د اسلام له نظره هغه جنایتونه ګڼل کېږي، چې الله تعالی او د انسان، ژوند او کایناتو رب یې په قهر کړی دی. امت باید وړاندې تر دې چې وخت پرې تېر شي او یا وړاندې تر دې چې بیا پښېماني ګټه نه لري؛ دغه موضوع باید درک کړي او د اردوغان په ګډون باید په ټولو اسلامي خاورو کې د حاکمو نظامونو د سقوط لپاره له حزب التحریر سره کار وکړي. همدارنګه امت باید خپل صفونه منظم کړي، ترڅو د جلیل القدر عالم عطاء ابن خلیل ابو الرشته په مشرۍ له حزب التحریر سره کار وکړي او د نبوت په طریقه دویم راشده خلافت تاسیس کړي؛ ځکه د مسلمانانو د ژغورنې او عزت او بیدارۍ ته د هغوی د رسېدو لاره همدا ده. الله سبحانه وتعالی فرمایلي:

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ [نور: ٥٥]

ژباړه: الله له هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی او نېک کارونه کوي، ژمنه کوي، چې هغوی به د ځمکې پر سر حاکمان کړي، لکه څنګه یې چې مخکنیو ته د ځمکې خلافت ورکړ او هغه دین چې د دوی لپاره یې خوښ کړی، هغه به پر خپل ځای پاتې او ریښې به یې وغځېږي. د هغوی وېره به په امنیت او ارامۍ بدله شي، داسې چې هغوی یوازې زما عبادت وکړي او له ماسره څوک شریک ونه نیسي او هغه کسان چې تر دې وروسته کافران شي، هغوی فاسقان دي.

لیکوال: سعید عدنان

سرچینه: الوعي مجله (۴۲۹» ګڼه

Last modified onپنج شنبه, 20 اکتوبر 2022

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې