یکشنبه, ۱۱ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۰۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د آل عمران مبارک سورت د ۵۱ ام ایت تفسیر

د آل عمران مبارک سورت د ۵۱ ام ایت تفسیر: " إِنَّ اللَّهَ رَبِّي وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ" 

                          وړاندې کوونکی: شیخ یوسف مخازره (ابو الهمام) 

                                                       ۱۴۳۹ه، د شعبان ۸مه، سه شنبه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۲۴مه

د مطلب ادامه...

استرالیا: د قدر شپې په ناسته کې د انجینیر اسماعیل الوحواح خبرې 1439هـ.ق / 2018م

د قدر په شپه... الله سبحانه وتعالی ته دعا او تضرع... او د ټولې نړۍ پروردګار ته هیله درلودل. له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه عذر غوښتنه، وعده او په پرهغې عهد. اې د ما امته!... لاره دا ده اې دعوتګرانو! په بشپړ اخلاص سره ثابت قدمه اوسئ، صبر او استقامت وکړئ. اې د وخت ظالمانو!... ډېر مه خوشحالېږۍ ... ځکه راتلونکې زموږ ده نه ستاسو.
۱۴۳۹هـ، د مبارکې رمضان ۲۶مه، دوشنبه/ ۲۰۱۸م، د جون ۱۱مه

د مطلب ادامه...

کنال التناصح: قدس ولې سقوط وکړ؟!

د «التناصح خبرې اترې» د خپرونې وړاندې کوونکي شیخ عبد الله الجعیدي د «التناصح» په انټرنټي کانال کې د حزب التحریر ولایه لبنان غړی، پیاوړی استاد احمد القصص د «قدس ولې سقوط وکړ؟!» په نوم خبرو اترو کې مېلمه کړ.
۱۴۳۹هـ، د مبارکې رمضان ۱۷مه شنبه/ ۲۰۱۸م، د جون دویمه

د مطلب ادامه...

ولایه سوډان: له مسجد څخه پیغام «د بدر غزوه، درسونه او عبرتونه»

حزب التحریر ولایه سودان په ود مدني ښار کې له مسجد څخه «د بدر غزوه، درسونه او پندونه» تر عنوان لاندې پیغام وړاندې کړ چې دغه پیغام د حزب التحریر ولایه سودان د ویاند رسمي مرستیال استاد محمد جامع (ابو ایمن) وړاندې کړ.
۱۴۳۹هـ، د مبارکې رمضان ۱۷مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د جون دویمه.

د مطلب ادامه...

ولایه ترکیه: فعالیتونه: «د امت د اسلامي ورورولۍ لپاره دعا... د امت د وحدت او یوالي لپاره»

حزب التحریر ولایه ترکیې او د حزب انصارو (د حزب ملاتړ کوونکي) د ترکيې په ‍۱۶ لویو ښارونو او مرکز کې «د امت د اسلامي ورورولۍ لپاره دعا... د امت د وحدت او یوالي لپاره» تر شعار لاندې د قنوت د دعا فعالیتونه تر سره کړل.
۱۴۳۹هـ، د مبارکې رمضان ۲۵مه، یک شنبه/ ۲۰۱۸م، د جون ۱۰مه

د مطلب ادامه...

نېکمرغه فطر عيد دې له کابله تر بیت المقدس پورې د رسول الله ﷺ ټول امت ته مبارک وي! Featured

د حزب التحرير – ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر د نېکمرغه فطر عيد د رارسېدو له امله ټول اسلامي امت په ځانګړې توګه د افغانستان مسلمان ولس ته د زړه له کومي مبارکي وايي او له الله سبحانه وتعالی څخه غواړي ترڅو زموږ او ستاسو صيام، قيام، طاعات او عبادات په خپل دربار کې قبول کړي.

د رمضان د مياشتې اصلي پيغام يوازې له خوراک او څښاک څخه په ډډه کولو کې نه خلاصه کيږي؛ بلکې د هغې مفهوم د ژوند ټولې برخې رانغاړي. په اسلامي نړۍ کې خلک د سهار له آذان څخه تر ماښامه روژه نيسي، مګر متاسفانه هغوی نشو کولای چې له هغو افکارو او نظامونو څخه روژه ونیسي چې د الله سبحانه وتعالی له شريعت سره په ټکر کې دي. مسلمانانو په دغه مياشت کې له يوې خوا روژه نېولې وه، مګر له بل پلوه ورباندې غربي افکار، احساسات او نظامونه پلې کېدل او تر دې ډېر بد خو لا دا دي چې د عيد په نېکمرغه شپو ورځو کې – چې د صميميت او خوښۍ شپې ورځې دي- د هغوی تر منځ قومي، ژبني، مذهبي، سمتي او سيمه ييز ړانده تعصبونه را پارول کيږي، چې د کورنيو اختلافاتو او د هغوی د ځواک او يووالي د له منځه تلو سبب کيږي.

څومره به ښه وي چې د رمضان مياشتې اصلي پيغام له رمضان پرته هم پلی کړو او د همېش لپاره له قومپالنې، سمت پالنې، ځان غوښتنې، له امريکا او غرب څخه د مرستې غوښتنې، د ډيموکراسۍ او آزاد بازار له پلي کېدنې څخه هم روژه ونيسو. الحقّ چې د مؤمنانو ريښتينی عيد هغه وخت دی چې له دغو پوچو مفکورو سره مخه ښه وکړي او د خپلو اعمالو، افکارو او سياسي نظم لپاره يوازينی معيار د اسلام ژوند بښونکي ارزښتونه وټاکي. 

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې