په سوریه کې غولوونکې امن حوزې رامنځته کول هغه وسیله ده چې د سوريې انقلاب ته زیان اړوي
- خپور شوی په سیاسي
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردغان د پنجشنبې په ورځ وویل چې ترکیه به د سوريې د ادلب شمالي سیمې ته د هغه تړون پر بنسټ ترکي سرتېري ولیږي چې د امن حوزو رامنځنته کولو تړون نومول شوی او تېره میاشت یې د روسيي له لوري جزییات وړاندې او ترتیب شوه.
د امن حوزو رامنځته کولو تړون هغه تړون دی چې د ترکيي، روسیې او ایران له خوا پرې توافق شوی. اردغان چې کله نیویارک ته د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي سرمشریزې ته د ګډون په موخه تللی و، رویټر خبری اژانس سره یې په یوه مرکه کې څرګنده کړه چې د دغه تړون اړوند مسایل به په راتلونکې اونۍ کې په انقره کې د روسيې له ولسمشر ولادي میر پوتین سره و څېړل شي.
اردغان په خپلو خبرو کې رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د دغه تړون په ملاتړ به روسان به د ادلب ښار بهر د امنیت د تامین مسولیت پر غاړه واخلي او ترکیه به د ادلب دننه د امنیت د تامین مسولیت پر غاړه واخلي. (Reuters, 21/09/2017)
په استانه کې د دریو متعهدو دولتونو، ترکیې، روسیې او ایران د خبرو تر ټولو په زړه پورې لنډیز د سوريې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم په خبرو کې ښکاره شو. ده وویل: نږدې وه چې هیواد یې له بشپړي بریا څخه برخمن شي او دمشق هیلهمن و چې امن حوزې به له سوريې سره مرسته وکړي چې سوریه د دښمنیو پریکون ته ورسیږي.
همداراز ده په خپله وینا کې د ملګرو ملتونو عمومي سرمشریزي ته وویل چې د حلب او پالمیرا آزادي، د دیر ایزور کلابندې ماتول او د سوريې له زیاتو برخو څخه د ترهګرۍ نابودول، دا جوتوي چې بریا مخ پر وړاندې راتلونکې ده.
دا په واقعي توګه، په استانه کې د خبرو اترو مهم ټکي دي چې د درېیو دولتونو ترکیې، روسيې او ایران له لوري پرې بحث شوی، ترڅو د امن حوزو به نوم داسې سیمې رامنځته کړي چې د مخالفو ډلو فعالیتونه بند کړي، جګړه یې پر وړاندې وکړي، ان لمنځه یې یوسي او په ورته وخت کې د سوري رژیم ملاتړ وکړي.
د جګړه ییز ډګر واقعیت
د سوريې د انقلاب د پیل راهیسې ښکېلاکګر ځواک د امریکا متحده ایالتونو او متحدینو یې دوه عمده کارونه ترسره کړي دي: له یوې خوا یې د اوسني سوري نظام د دوام لپاره ایران ته په لبنان کې ایران پلوه ډلې او روسيې ته یې اجازه ورکړي، ترڅو د سوري رژیم د ملاتړ په موخه په سوریه کې پوځي لاسوهنه وکړي.
له بله اړخه د امریکا متحده ایالتونو ډېري هڅې او نوښتونه په کار اچولي دي، ترڅو د اسلامي پاڅون مخه ډب او دهغه لوری بدل کړي. د دې موخې لاس ته راوړلو لپاره یې پر مخالفو ډلو زور او فشار راوړی چې د امریکا د ستراتیژۍ سره سم په سوریه کې د سیکولر سوري دولت رامنځته کولو لپاره نوموړې مخالفې ډلې د مذاکراتو مېز ته راکش کړي. امریکا د دې لوبې ترسره کولو لپاره په دې لوبه کې له ترکیې څخه د یو عمده لوبغاړي په توګه ګټه اخلي.
حلب
یو کال وړاندې حلب د اسد رژیم پر وړاندي د مسلمانو د مقاومت هغه پیاوړې کلا وه، چې د نوموړو درېیو دولتونو د همغږۍ له امله د رژیم په لاسونو کې ولوېده. په دې جګړه کې د ترکیې فعالې ونډې ته په کتو د دغه دولت جنګي ډلې، د کوردستان کارګر ګوند (PKK)، د کوردستان دیموکراتیک ګوند (PYD) او د بغدادي ډلې پروړاندې د ترکيې پولو ته نږدې شمالي سیمې ته ولیږل. د یادونې وړ ده، په دې جګړه کې روسيې هم فعاله ونډه لرله چې د راکیټي مزایلو او جنګي جیټ الوتکو له لارې یې حلب په بمونو فرش کړ. د دوی ترڅنګ ایرانیانو او رژیم ځواکونو یوځای د حلب ښار په دننه کې جګړه پیل او د ملکي وګړو پاتې ځایونه یې له خاورو سره خاوري کړل. نو د حلب ښار پلان شوي سقوط ته د نوموړو درېیو دولتونو په مرسته په اسانۍ سره د سوري رژیم په لاسونو د عمل جامه ور واغوستل شوه.
د حلب ښار د کلابندۍ له امله په زرګونو خلک ادلب ښار او د هغه ښار شاوخوا سیمو ته کډوال شول. په ملګرو ملتونو کې د سوریې استازی سټیفن دیمیستورا وروسته په خپلو خبرو کې اشاره وکړه، چې که د اسد رژيم پر وړاندې د مخالفو مسلمانو ډلو سره کوم سیاسي جوړ جاړی رامنځته نه شي، نو ادلب به هم د حلب له برخلیک سره مخ شي.
ادلب
د تېرو ښپږو کلونو دې ډول دسیسو ته په کتو سره، سیمه ییز واک له یوې ډلې څخه بلي ډلې ته ولیږدول شو. په داسې حال کې چې په لومړي سر کې ۸۰ سلنه د سوريې خاوره د مخالفو اسلامپالو ډلو په لاس کې وه، خو نن ورځ د نوموړي خاورې کړۍ راتنګه، واک او کنټرول یوازې ادلب او د هغه ښار شاوخوا سیمو ته راکښته شوه.
اوس د مسلمانو جنګیالیو په ولکه کې ادلب ښار او د هغه ښار شاوخوا سیمي دي. د دغه ښار سقوط به د سوريې پاڅون ته د یو ستر ګوزار په مفهوم وي. دا د حیرانتیا وړ نه ده چې تر ټولو لویې امن حوزې د ادلب او د هغه شاوخوا سیمو راچاپېرې دي، اساسي نکته دا ده چې ادلب راتلونکي موخه ده.
امن حوزې
له هرڅه وړاندې، امن حوزې په څه مانا دي؟ ولې روسیې، ایران او ترکیې د امنې حوزو (de-escalation zone) پر اصطلاح توافق وکړ؟ پخوا تر دې، د خوندي سیمې (safe zone) اصطلاح څخه ګټه اخستل کېده او نوموړې اصطلاح د لوی مهاجرت او کډوالۍ لپاره په دې موخه کارېده چې د خلکو لپاره خوندې سیمې رامنځته او کډوالۍ ته اړ نه ایستل شي. که څه هم، دا کار په سوریه کې په دې موخه نه دی تر سره شوی، ځکه چې د امن حوزو اصطلاح د خوندي سیمو رامنځته ته کولو په مفهوم نه کارول کیږي. د امن حوزو (de-escalation zone) اصطلاح د خوندي سیمو (safe zones) اصطلاح پر ځای ځکه کارول کیږي چې دا اصطلاح د امریکایي موخې سره سمون لري.
لکه څرنګه چې دا لا له وړاندې څرګنده ده چې امریکا او متحدین یې روسیه، ترکیه او ایران په سوریه کې د مسلمانانو د ساتنې په اړه اندېښمن نه دي. د دوی ټولو موخه د اسد په شتون او نشت کې د اسلامي انقلاب درول او د سوري نظام ساتنه او دوام ده.
د درېیو دولتونو ترکیې، روسیې او ایران اعلامیې تاييدوي چې دوی اراده لري د دښمنیو پرېکون را منځته کړي، خو همداراز ښيي هغه وسلهوالې مخالفې ډلې چې د اوربند برخه نه دي له هغوی سره به د امن حوزو په دننه او بهر کې جګړې ته دوام ورکوي.
تر ټول مهمه دا ده چې امن حوزې به د دریو متعهدو دولتونو روسيې، ترکیې او ایران له لوري د دوی د نظامي شتون او سیاسې نفوذ له لارې اداره شی. دوی په عملي توګه امن سیمي، د څارني محلونه او پوستې د نوموړو څلورو امن حوزو پر سرحدونو جوړوي.
د بېلګې په توګه، ترکیه به د خپلې پولې په اوږدو کې د ادلب ولایت په نفوذ کې، دغه راز د لتاکیا ولایت شمال ختیځې سیمې او د حلب ولایت لویدیځي سيمي په نفوذ کې له زیات مستقیم نقش څخه برخمنه شي. دا تر ټولو پراخه سیمه ده.
بله امن حوزه ختیځ دمشق، د حمص او حما ترمنځ سیمه ده. پاتې نورې حوزې په مرکزي او سهیلي سیمو کې د لبنان پولې په اوږدو کې پرتې دي، چې له دې لارې ایران کولای شي د لبنان په نوموړې سیمه کې له خپلې ډلې څخه د نفود د پیاوړتیا لپاره ګټه واخلي. دغه راز، د دارع او قنیترا سهیل لوېدیځي سیمې چې د اسراییلو تر کنټرول لاندې ګولان تپې او اردن ته څېرمه پرتې دي، ایران یې تر خپل نفود لاندې راوستل غواړي.
دغه د بېلتون تګلاره تضمینوي چې مخالف جنګي ځواکونه د دښمن په لومه کې لوېدلي دي او له بهر څخه د هيڅ کومې مرستې لاسته راوړلو توان هم نه لري. همداراز د دې مفهوم دا دی چې د دوی د ژوند کرښه مخ په پرېکېدو ده. د سوري رژیم ترڅنګ، روسيې، ایران او ایران پلوه ډلې ټولو داسې وسیلې په کار اچولې چې په آزاده توګه تګ او راتګ کوي او د دغو نه پرتله کېدونکي کوچنیو مخالفو ډلو پر وړاندي ځواکونه سره یو موټی کوي.
د امن حوزو رامنځته ته کولو څخه موخه په عملي ډول د بېلابېلو جنګي ډلو بیلول دي، ترڅو د یو موټي کېدو فرصت ترلاسه نه کړي، ځواکمنتیا او قدرت یې و وېشل شي، له امریکايي پلان سره سم سیکولر سوري دولت ته غاړه کیږدي یا هم په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي.
دا هغه مهمه او جدي مسله ده چې باید اسلامي نړۍ ته ټکان ورکړي. په ځانګړې توګه دلته ترکیه یو مهم نقش لوبوي. دې مسلې په زرګونو مسلمانان تېر ایستل. دوی له یو لړ دروغجنو دلایلو او څرګندونو څخه د مسلمانو مخالفینو پر وړاندې کار واخیست، چې ویل یې موږ د بغدادي ډلې یا د کردستان دیموکراتیک ګوند او د کوردستان کارګر ګوند له ترهګرو سره جګړه کوو، خو اوس دوی څه ډول دوی غولولای شي؟ په امن حوزو کې اوس هغه ډلې نشته چې د دوی په ولکه کې راګېر شي. ابو هریره رضی الله روایت کوي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«سيَأتي علَى النَّاسِ سنواتٌ خدَّاعاتُ يصدَّقُ فيها الكاذِبُ ويُكَذَّبُ فيها الصَّادِقُ ويُؤتَمنُ فيها الخائنُ ويُخوَّنُ فيها الأمينُ وينطِقُ فيها الرُّوَيْبضةُ» قيلَ: وما الرُّوَيْبضةُ؟ قالَ: «الرَّجلُ التَّافِهُ في أمرِ العامَّةِ«
(سنن ابن ماجه:۴۰۳۶)
پر خلکو به تېر ایستونکي کلونه راشي چې دروغجن به په کې رښتینی ګڼل کیږي او رښتینی به دروغجن، خاین به امین او امین به خاین ګڼل کیږي او رویبضه به خبري کوي. یو چا وپوښتل چې رویبضه څوک دي؟ پېغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نااهله کس چې د خلکو د عامه چارو سرپرستي کوي.
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره
اوکې فالا
په نیدرلینډ کې د حزب التحریر مطبوعاتي استازی