- مطابق
(ژباړه)
د ایران حاکم رژیم، په اسلامي خاورو کې د حاکمو رژیمونو د وضعیت یوه روښانه بېلګه ده؛ هغه رژیمونه چې له استعمارګرو سره یې تړاو او د هغوی خدمت، تر هر څه ډېر د هغوی په رهبرۍ او لومړیو صفونو کې ليدل کېږي. خو د دولت نورې برخې او د واک اصلي مرکزونه لکه؛ پوځ، بنسټونه او د حل او عقد خاوندان باید د لومړیو صفونو په څېر نه وي؛ همغه صفونه چې له استعمارګر سره تړلي دي او اصلي دنده یې دا ده چې د مسلمانانو خاورې لا هم د هغه تر واک لاندې وساتي؛ یا د هغوی بشپړ تړاو او د ګوډاګیو دولتونو په بڼه لکه څنګه چې په ډېری اسلامي خاورو کې لیدل کېږي او یا د هغه دولت په څېر دي چې د استعمارګرو پر مدار څرخي، لکه تر جګړې وړاندې ایران.
د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې واشنګتن ښايي په دې وروستۍ جګړه کې د ایران د مخکښو مشرانو په نښه کولو کې له حد څخه ډېر وړاندې تللی وي. هغه اعتراف وکړ چې اوس د دغه کار له امله دا تشخیصول ستونزمن شوي دي، چې په ایران کې دننه د خبرو اترو او پرېکړو کولو واک له چا سره دی.
ټرمپ د اوهایو ایالت په یانګټاون ښار کې د جمهوري غوښتونکي ګوند په یوه انتخاباتي غونډه کې وویل، چې امریکا د ایران د مشرانو په نښه کولو کې «ښايي له حده ډېره وړاندې تللې وي» او غوره به وه چې د شخړې په لومړیو پړاوونو کې ودرېدلې وی. هغه زیاته کړه: «ښايي غوره وی چې ځینې مشران مو پرېښي وی؛ ځکه اوس نه پوهېږو چې له چا سره خبرې وکړو.»
دا هغه څه دي چې ټرمپ په ښکاره توګه بیان کړل؛ خو هغه څه چې ناویلي پاتې دي، هغه دا دي چې نوموړی له هغو مشرانو څخه په شاتګ پښیمانه دی، چې د امریکا پر مدار باندې د ایران په څرخېدو خوښ وو او په شام، عراق، افغانستان او خلیج کې دې امریکا ته خدمت وکړي؛ چې په بدل کې یې امریکا هم د ایران یو څه ګټې په پام کې ونیسي.
ټرمپ ګومان کاوه چې له هغو وروسته به داسې کسان راشي چې نه یوازې د امریکا پر مدار به څرخي، بلکې د ایران بشپړ تړاو او بشپړ تسلیمېدل به هم له واشنګتن سره ومني. کوم څه چې تمه یې نه درلوده، هغه دا وو چې همدغه لومړي ګوزار، لکه څنګه چې یې خپله یې وړاندې ادعا کړې وه، د لومړي، دویم او درېیم صف ډېری څېرې له منځه یووړې او له هغو وروسته داسې مشران راپورته شول چې هڅه کوي د امریکا له ولکې څخه راووځي او د هغو پخوانیو مشرانو تر څنګ چې لا هم د امریکا پر مدار له پاتې کېدو سره عادت شوي وو، له دغه مدار څخه د خلاصون هڅه کوي.
همدغه وضعیت، امریکا د سرګردانۍ او په خپله ګټه د چارو د پای ته رسولو په کمزورۍ کې په یوه ډنډ کې بنده کړې ده؛ څه ډول یې چې هیله درلوده، هغې ته تر نن ورځې پورې ونه رسېده. په دغه جنجال کې، د ټولو هغو کسانو لپاره چې د بدلون لپاره فعالیت کوي، یو درس پروت دی او د هغو کسانو لپاره چې په اسلامي خاورو کې یې د واک د مرکزونو په اړه خپله هیله بایللې، پر مخ یې د تمې یوه نوې رڼا خلاصېږي.
موږ په وار وار ویلي دي چې د امت مصیبت، په لومړي سر کې په هغو لومړیو صفونو کې دی، چې د حکومت او پوځ واګې یې په لاس کې اخیستې دي. خو د دغو صفونو تر شا پخپله امت ولاړ دی؛ له خپلو ټولو ځواکونو، مخلصو خلکو او هغه ټول خیر سره چې لا هم د هغه دننه ژوندی دی.
له دغو کسانو سره تر لږ زړورتیا او جرات پرته بل هېڅ شی هم کم نه دي؛ هغه جرات چې خپل نصرت حزبالتحریر ته ډالۍ کړي؛ هغه مخکښ حزب چې کله یې هم خپلو خلکو ته دروغ نه دي ویلي او دا وړتیا لري چې د مسلمانانو خاورې د استعمار له ولکې څخه د خلاصون او د هغه له منګولو څخه د ازادۍ پر لور رهبري کړي، ترڅو امت یو ځل بیا یو عزتمند او باکرامته امت شي، نړۍ رهبري کړي او د استکبار او ظلم ځواکونه د حق فرمان ته تسلیم کړي.
نو اې د مسلمانو پوځونو افسرانو او قوماندانانو! د اسلام او مسلمانانو د مرستې او نصرت پر لور وځغلئ او خپلې کورنۍ او خاورې مو له مزدورو رژیمونو او د ذلت او شرم له حکامو څخه خلاصې کړئ!
د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۸هـ.ق کال، د جمادي الاول ۵مه
د ۲۰۲۶م کال، د اکټوبر ۱۶مه
د صدور ګڼه: ۰۵۶/ ۱۴۴۸
ژباړن: اسرار تکل




