یکشنبه, ۱۰ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     5 ربیع الثانی 1439

میلادی نېټه :     شنبه, 23 ډسمبر 2017 م

شمېره:      HTM/PR/02/

إندونيسيا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
بیت المقدس د حاکمانو په تشو خبرو نه؛ بلکې د جهاد او خلافت په واسطه ازادېږي

له هغه ورسته چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیت المقدس د یهودي ښکېلاک د پلازمېنې په توګه اعلان کړ، الحمد الله له هغه وخت راهیسې په ټوله اسلامي نړۍ کې لاریونونه روان دي. همدا راز موږ د اسلامي خاورو د مشرانو بې ګټې خبرې اورو او د دوی دا هڅې وینو، چې غواړي د بیت المقدس له موضوع څخه سیاسي ګټې واخلي. دوی د ټرمپ په غندلو سره هڅه کوي چې ځانونه اتلان کړي. د سپېڅلې خاورې د دفاع په پلمه یې په استانبول کې یوه ستره غونډه ونیوله. دوی داسې وښوده چې د ټرمپ څرګندونې غندي او له سپېڅلې خاورې دفاع کوي، خو په حقیقت کې دوی د ټرمپ نږدې ملګري دي او همېشه یې امریکا ته سر ټيټ کړی دی. ځینو خو ان وویل، چې دوی به د ټرمپ له څرګندونو سره سره له امریکا سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي. دوی په خپل خیانت او دغو نمایشونو له الله سبحانه وتعالی او د هغه له پیغمبر صلي الله علیه وسلم او مسلمانانو څخه نه شرمیږي.

پرون د ۲۰۱۷م کال د ډسمبر پر ۲۲مه د مالیزیا حاکم ګوند د بیت المقدس د ژغورنې لپاره د پوټراجایا په جومات کې د یوالي غونډه ونیوله او هغې ته یې د مخالفینو رهبران، مفتیان، غیردولتي ادارې او په ټوله کې د مالیزیا خلک رابللي وو. دا یو ښکاره پېغور دی، ځکه د حاکم ګوند له واک ته رسېدو راهیسې دوی نه پرېښودل، چې له جوماته د سیاسي موخو لپاره استفاده وشي، خو اوس هغه جومات چې د مالیزیا د مرکزي ادارې ښودنه کوي، د سیاسي موخو لپاره استفاده کېږي. خدای دې وکړي چې حاکم ګوند او  په ټوله کې مسلمانان په دې پوه شي چې سیاست او جومات نه جلاکیدونوکي دي، کله چې هدف یوازې اسلام وي.

په دې اړه حزب التحریر ولایه مالیزیا پر دغو ټکو ټینګار کوي:

۱-کومه غونډه چې د حاکم ګوند له لوري دایره شوه، موخه یې یوازې د مالیزیایانو پام ځان ته اړول و، چې ـ حکومت خو هم یو څه کوي ـ په داسې حال کې چې د دوی دا کار د بیت المقدس یا فلسطین ستونزه نه شي حل کولی.

۲-د بیت المقدس د ازادولو لپاره د حکومت دنده د غونډو دایرول نه؛ بلکې جهاد دی. د بلاغتي غونډو دایرول د دولت نه؛ بلکې د امت دنده ده. دولت باید د دا ډول قدرت په درلودلو سره خپل پوځ وخوځوي.

۳-د مالیزیا د لومړي وزیر له لوري د دوو دولتونو د حل لارې او د ۱۹۶۷م کال د فلسطین پولې تصدیقول په څرګند ډول په فلسطین کې د یهودي ښکېلاک او په غیرې قانوني ډول د دوی د ځای پر ځای کېدلو  په رسمیت پېژندل دي او دا له بیت المقدس سره ښکاره خیانت دی.

۴-د مفتیانو او مذهبي مشرانو دنده له حاکمانو سره یوځای دسیسه جوړول نه؛ بلکې د دوی محاسبه کول دي، دا خو  پرېږده چې د حاکمانو له لوري ترې استفاده وشي. مفتیان باید داسې فتوا ورکړي چې په حاکمانو باندې واجب ده چې فلسطین ته پوځونه واستوي او بیت المقدس د یهودیانو، چې د امریکا لعنت الله علیهما ملاتړ ورسره دی، له منګولو ازاد کړي.

اې مسلمانانو! یاد مو وي چې بیت المقدس به هېڅ کله هم د مسلمانانو د حاکمانو د ډراماتیکو او مفتو خبرو په واسطه ازاد نه شي. دغه سپېڅلې خاوره به یوازې د جهاد او خلافت په واسطه ازاده شي. حزب التحریر شپه او ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره کار کوي، چې د هغه په تاسیس سره به ژر تر ژره د خلیفه له لوري في سبیل الله جهاد پیل شي او بیت المقدس به داسې ازاد کړي لکه څنګه چې عمر رضي الله عنه او صلاح دین ایوبي ازاد کړ.

د حزب التحریر ولایه – مالیزیا ویاند عبدالحکیم عثمان

ژباړن: علي عسکري

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې