سه شنبه, ۰۴ رمضان ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۳/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     29 شعبان 1446

میلادی نېټه :     سه شنبه, 25 فبروری 2025 م

شمېره:      ۱۴۴۶/۹۲

مركزي
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رمضان مبارکې میاشتې د لیدو د پایلې اعلان

 

د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رمضان مبارکې میاشتې د لیدو د پایلې اعلان 

(ژباړه)

بسم الله الرحمن الرحيم والحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام على أفضل المرسلين سيدنا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين.

امام بخاري رحمه‌الله په خپل صحیح کې د محمد بن زیاد په حواله روایت کړی، چې وایي: ما له ابوهریره رضي الله عنه څخه واورېدل، چې رسول الله ﷺ، یا ابو القاسم ﷺ، وفرمایل:

«صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ فَإِنْ غُبِّيَ عَلَيْكُمْ فَأَكْمِلُوا عِدَّةَ شَعْبَانَ ثَلَاثِينَ»

ژباړه: د میاشتې له لیدو سره روژه ونیسئ، او له لیدو سره یې روژه ماته کړئ. که چیرې (د ورېځو یا بل عامل له امله) د میاشتې حالت له تاسو پټ شي، نو د شعبان میاشتې دېرش ورځې پوره کړئ.

د رمضان مبارکې میاشتې د نوې سپوږمۍ د لیدلو له هڅو وروسته، نن ماښام، چې د شنبې شپه کېږي، د دې میاشتې لیدل، د اسلامي شریعت د احکامو له مخې په ځینو اسلامي خاورو کې د شرعي لیدنې له مخې تایید شول. نو سبا، شنبه، د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رمضان مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.

په همدې مناسبت، زه خپله او د حزب‌التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د مشرتابه او ټولو کارکوونکو په استازیتوب د حزب‌التحریر امیر، ستر عالم، عطا بن خلیل ابو الرشته ته د مبارکۍ پیغام وړاندې کوم او له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې هغه ته فتح ور په نصیب کړي، او د هغه په لاسونو فتح او تمکین ژر راولي.

سږکال، رمضان داسې حال کې راځي چې اسلامي امت تر بل هر وخت زیات د دې فکر کوي چې څنګه بېرته د ما أنزل الله پر اساس حاکمیت ته ستون شي. امت د دې پرېکړې د عملي کولو په درشل کې دی، خو بیا شاته کېږي، ځکه چې غرب یې په ګواښلو له دغه کاره منع کوي. مصر د هغو سکروټو په څېر دی چې تر خاورې لاندې پټې شوې، خو د غزې حالت ته ګوري او هره شیبه د انفجار حالت ته نږدې دی. د المغرب (مراکش) عرب واکمن هڅه کوي چې د مسلمانانو د ایماني قوت د کنټرول او د هغوی د انرژۍ د بې‌لارې کولو پلانونه عملي کړي. منځنۍ آسیا د استعمارګر، کافر غرب له لوري جوړو شويو فتنو سره بوخته ساتل شوې، ترڅو فرصت پیدا نه کړي او هلته د غرب د لاسپوڅو له شتون سره سره د اسلامي حاکمیت پر لور حرکت ونه کړي. په ختیځه آسیا کې، غرب هڅه کوي چې د دې سیمې د مسلمانانو احساسات د اسلامي امت له عمومي روحیې څخه جلا کړي. د عربي خلیج هېوادونه د فحشا او فجور د عادي کولو له لارې، او له یهودي رژیم سره د اړیکو عادي کولو د چټکتیا په وسیله په زور او جبر د مطلق سیکولرېزم پر لور سوق کېږي، ترڅو د دې سیمې په سیاسي چارو کې د اسلام رول ختم کړي. د شام خاورې خپل نظرونه د دمشق پر نوو واکمنانو ساتلي، هڅه کوي چې هغوی د اسلام پر لار تګ ته اړ کړي، خو هغو له دې لارې د تېښتې هڅې کوي.

ټول امت دا واقعیتونه په یو وخت کې ویني او تحلیلوي. نن ورځ، امت دومره سره نښتی، یو موټی او یو بل ته نږدې شوی، چې ټولې پېښې ویني او اوري، او د لویو قضیو په اړه یې عامه افکار ورځ تر بلې واحد، قوي او څرګندېږي؛ لکه د شریعت تطبیق، د امت وحدت، د فلسطین قضیه، او د غرب استعماري غوښتنې. د دې پدیدې یوه روښانه نښه دا ده، چې موږ وینو د امت عامه افکار د اسلامي شریعت د تطبیق د ځنډ له امله له زیاتې ستړیا، نارضایتۍ، او غوسې سره مخ دي. آن تر دې چې، د سیکولرېزم او د هغې د پلویانو ښکاره، روښانه او قاطع او بې جوړجاړي رد پیل شوی دی!

اې مسلمانانو!

ستاسو او خلافت ترمنځ یوازې څو شېبې واټن دی! هغه شېبې چې د امت د ځواک او نفوذ خاوندان باید له راتلونکي راشده خلیفه سره بیعت وکړي، لکه څنګه چې د مدینې منورې خلکو زموږ له سردار، محمد ﷺ سره بیعت وکړ. له دوی څخه د دغه ستر مسولیت حساب وغواړئ او اجازه مه ورکوئ چې دا رمضان په داسې حال کې تېر شي چې دنبوت پر منهج دویم راشده خلافت مو نه وي تاسیس کړی!

اې مسلمانانو… اې د عامه افکارو جوړوونکو!

اې هغو کسانو چې د منبرونو، ویب‌پاڼو او رسنیو مسولیت لرئ، تاسو د عامه افکارو د جوړولو امانت منلی، او که پوه شئ، په دغه امانت کې خیانت ستر ګناه ده! خپل مسولیت په سمه توګه ترسره کړئ، او د امت قبله مه غلطوئ! د امت عزم پیاوړی کړئ چې د خلافت پر لور خپل وروستی قدم واخلي؛ دا کار سبا ته مه پرېږدئ، همدا نن یې وکړئ! د خلافت بیا راتګ د خپلو بحثونو او د امت د قضیو د تحلیل اساسي محور وګرځوئ!

اې د ځواک او ساتنې خاوندانو!

په دې مبارکه میاشت کې، موږ پر تاسو غږ کوو چې د خلافت په تأسیس سره الله سبحانه وتعالی ته نصرت ورکړئ، ترڅو هغه سبحانه و تعالی د دې نظام د ساتلو، او ستاسو د قدم ثابتولو له لارې تاسو ته فتحه درکړي. تاسو تر ټولو ښه پوهېږئ چې دا بدلون یوازې په یوه شېبه کې رامنځته کېدای شي او دا شېبه ستاسو په اختیار کې ده! الله سبحانه وتعالی تاسو ته د امت د ساتنې امانت درسپارلی، له خاینانو او دښمنانو څخه یې حفاظت او ساتنه ستاسو دنده ده. نو روا نه ده چې امت د غرب او د هغوی د اجیرو حکامو تر منځ بې‌لارې شي، او هره ورځ د مجرمانو لخوا ووژل شي!

نو همدا نن خلافت تاسیس کړئ؛ امت به ستاسو تر شا ولاړ وي، دعاوې به درته کوي او د تکبیر نارې به پورته کوي!

او پوه شئ! امت لا له وړاندې د دغه هدف پر لور په بیړه روان دی، او د الله سبحانه وتعالی د وعدې او د رسول الله ﷺ د زېري له مخې، د خلافت بیا راتګ یوه حتمي واقعه ده! نو د دغه نظام د تاسیس لپاره نصرت ورکړئ؛ مخ مه ترې اړوئ! که نه نو، الله سبحانه وتعالی به ستاسو پر ځای نور خلک راولي او بیا به له پښېمانۍ پرته بل هیڅ نه وي درپاتې. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَإِن تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْماً غَيْرَكُمْ ثُمَّ لا يَكُونُوا أَمْثَالَكُمْ﴾ [محمد: ۳۸]

ژباړه: «او که تاسې مخ واړوئ، نو الله به بل قوم ستاسو ځايناستی کړي، چې هغوی به ستاسو په څېر نه وي.»

د شنبې شپه، د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رمضان مبارکې میاشتې لومړۍ شپه.

انجنیر صلاح الدین عضاضه

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر

۱۴۴۶هـ.ق کال د شعبان ۲۹مه

۲۰۲۵م کال د فبروري ۲۸مه

 د صدور ګڼه: ۱۴۴۶/۹۲

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې