هجری قمری نېټه : 21 شعبان 1446
میلادی نېټه : پنج شنبه, 20 فبروری 2025 م
مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان
د «د ویانا بهير» پنځمه ناسته د ځینو سیاسي څېرو، مدني فعالانو او د حاکم نظام مخالفو پخوانيو نظامي چارواکو په ګډون د اتریش په پلازمېنه، ویانا کې وشوه. دا ناسته په داسې حال کې وشوه چې اسلامي نړۍ د خپل تاریخ په یوه تر ټولو تیاره دوره کې ده او مسلمانان د ملي دولتونو په چوکاټ کې بندیان شوي دي. خو د سیکولر، ډیموکراټیکو او قومي مفکورو پر بنسټ له حکامو سره مخالفت او جنګېدل د اسلامي شریعت خلاف او د مسلمانانو ترمنځ د فتنې عامل دی. اسلام خپل حکومتي نظام د اسلامي عقیدې پر بنسټ جوړوي او ټول سیاستونه، قوانین او سیاسي او نظامي مبارزه باید له هغې سرچینه واخلي. برعکس، د ویانا بهیر د سیکولر او مليپاله ارزښتونو پر بنسټ را منځ ته شوی چې نه یوازې غیر شرعي دی، بلکې یوه ناکامه هم تجربه ده.
ډیموکراسي او جمهوریت پردي او د افغانستان د ټولنې د باورونو مخالف ارزښتونه دي. د افغانستان متدینو خلکو د اسلامي ارزښتونو د حاکمیت لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي. د غربي سیاسي موډلونو پلي کول، نه یوازې دا چې له اسلام سره په ټکر کې دي، بلکې د افغانستان د خلکو د غوښتنو خلاف دي. د ویانا ناستې ګډونوال د اسلامي امت د وحدت او عزت لپاره د هڅو پر ځای، د داسې غربي جوړښتونو د رامنځته کولو په لټه کې دي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د فساد، جګړې او تفرقې لامل شوي وو.
اسلامي امت بايد د خپل عزت او اقتدار د بیا راژوندي کولو لپاره له غربي استعمار سره له هر ډول فکري، سیاسي او نظامي تړاو څخه خلاص شي. څوک چې د غرب د ملاتړ لپاره زارۍ او تضرع کوي، څنګه امت ته عزت ورکولی شي؟ څنګه د افغانستان د خلکو په ژوند کې اساسي بدلون راوستلی شي؟ په داسې حال کې چې د افغانستان په اوسني وضعیت کې د ویانا بهیر ګډونوالو فعاله او ښکارنده ونډه لرلي ده.
د یادولو ده چې د افغانستان د حکومت او د دغه حکومت د مخالفینو او موافقینو په ګډون ټول ښکېل اړخونه باید پوه شي چې اسلامي امت د انحطاط په دغه دور کې ټولې غربي او شرقي نسخې تجربه کړې دي، خو ستونزه یې نه ده حل شوې؛ یوازې له یوه ناورین څخه بل ته ور ټېلوهل شوي دي. په حقیقت کې، افغانستان او ټوله اسلامي نړۍ د ملي دولتونو او سیکولر اتحادونو له لارې نه شي ژغورل کېدی، بلکې یوازې د اسلام په بیا راتګ، د راشده خلافت په تاسیس او د الله سبحانه و تعالی د دین په اظهار او اقامې سره ژغورل کېدی شي. ځکه چې د سیاسي فلاح یوازینۍ لار له الله سبحانهوتعالی سره پر میثاق د امت پابندي او د راشده خلافت تاسیس دی؛ چې یوازینۍ برخلیک ټاکونکې قضیه او د اسلامي حکومتولۍ یوازینی موډل دی. له دې پرته بله هره لار د تېرو ناکامو تجربو تکرار او د سیاسي سرابونو پیروي ده چې یوازینۍ پایله یې په دنیا کې ذلت او په اخرت کې زیان او خسران دی.
﴿الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا﴾ (النساء: ۱۳۹)
ژباړه: «هغه كسان چې د مومنانو پر ځاى له كافرانو سره دوستي كوي، ايا له کافرانو سره عزت او قدرت لټوي؟ په داسې حال کې چې ټول عزت او قدرت يوازې له الله سبحانهوتعالی سره دى.»
د حزبالتحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر