- مطابق
(ژباړه)
د ۲۰۲۵ کال د مارچ پر ۱۹مه، د روسیې لوی حاخام «برل لازار» د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته ورسېد. ویل کېږي چې د ده د سفر موخه د یهودي ټولنې او د «حباد» غورځنګ د راتلونکي په اړه خبرې اترې دي. د هغه د سفر په پلان کې د یوه یهودي عبادتځای او هدیرې لیدنه، او همدارنګه د تاشکند له ښاروال سره کتنه شامله ده.
دا سفر په داسې حال کې کېږي چې فاسد یهودي رژیم په غزه کې پر مسلمانانو په ټنو-ټنو بمونه وروي او په ډېره بېرحمۍ ښځې او ماشومان شهیدانوي. دا هماغه حاخام دی چې په ۲۰۲۴ کال کې یې له Russia Today (RT) نړیوالې رسنۍ سره په مرکه کې یهودي رژیم «سوله خوښوونکی» بللی و، په ښکاره یې د دغه رژیم له جنايتونو ملاتړ کړی، او هغه مسلمانان یې «ترهګر» او «توندلاري» بللي وو چې د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي.
ازبکستان یوه اسلامي خاوره ده؛ سره له دې چې اوسېدونکي یې له بېلابېلو قومونو او دینونو سره تړاو لري، خو قاطع اکثریت، یعنې ۹۵ سلنه یې مسلمانان دي. خو بیا هم د لاندې عواملو په سبب دا حاخام «برل لازار» په زړورتیا دې اسلامي خاوري ته ننوتلی:
أ. د ازبکستان واکمن نظام اسلامي نه دی او د اسلام او مسلمانانو له ګټو هېڅ ډول ساتنه نه کوي.
ب. د میرضیایف دولت د روسیې، چین او لوېدیځ ـ چې له اسلام او مسلمانانو سره ښکاره دښمني لري ـ پر وړاندې په ذلت او بېغیرتۍ سر ټیټ کړی، او د خپل واک د ساتلو لپاره د هغوی اوامرو ته غاړه ږدي. هغه د امت شتمنۍ د خپلو طماع بادارانو پښو ته غورځولي او له ولس سره یې د شپې د ډوډۍ غم وي.
ج. د دغه رژیم امنیتي ادارې د دین، عزت او د خلکو د امنیت ساتنې پر ځای، د وېرې او ترهې فضا رامنځته کوي چې مسلمانان د خپلو حقونو له غوښتلو راوګرځوي. دوی د امت ساتونکي نه، بلکې د استعمارګرو د ګټو ساتونکي دي.
ووایئ! نن وورځ د امام بخاري د زیږېدو په خاوره کې څوک ډېر عزت لري؟ مسلمانان، که یهود او نصارا؟ که برل لازار په دې خاوره کې خپله دنده په چوپتیا پای ته رسولی شي او هندوان او چینایان په راحتۍ هغه جشنونه او مراسم نیولی شي چې پر مسلمانانو منعه دي؛ نو د دې اسلامي خاورې څه حیثیت به پاتې شي؟
ای د میرضیایف نظام او د هغه امنیتي ادارو!
ایا ستاسو عزت او شرافت د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو په اطاعت کې دی، که د الله سبحانه وتعالی - هغه رب چې تاسې یې سمې لارې ته رابللي یاست - او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم په پیروۍ کې!؟ آیا د صدام حسین، معمر قذافي او بشار اسد له برخلیک څخه عبرت نه اخلئ چې د استعمار پر وړاندې د تسلیمۍ پایله یوازې سپکاوی او ذلت دی!؟
الله سبحانه وتعالی فرمايي:
﴿وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَٰكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ﴾ [المنافقون: ۸]
ژباړه: «او عزت (سرلوړي، شان او شوکت) یوازې د الله، رسول او مومنانو لپاره دی؛ خو منافقین (پر دغه حقیقت) نه پوهېږي.»
د حزبالتحریر مطبوعاتي دفتر – ازبکستان
۲۰۲۵م کال د اپریل ۲مه
۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال ۴مه
د صدور ګڼه: ۱۴۴۶/۰۹