شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     1 ربیع الاول 1440

میلادی نېټه :     جمعه, 09 نومبر 2018 م

شمېره:      ۱۴۴۰/ ۰۷

ولاية الأردن
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
له یهودي دولت سره د هوکړو لغوه کول او د اړیکو پرېکون یوازې د ګاز د تړون خبره نه ده، چې باید د اردن د رژیم یې لارښوونه او غوښتنه وکړي

(ژباړه)

د اسلامي هېوادونو د حاکمو رژیمونو پر هڅو سربېره، چې له غاصب دښمن (یهودي دولت) سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د دوستانه اړیکو جوړولو او حالاتو عادي کولو لپاره دا ډول تړونونه کړي، خو دغه دولت لا هم د مسلمانانو او ظالم یهودي دولت ترمنځ پر دوښمنۍ ټینګار کوي. دا په هر ځای کې له ټولو مشهورو لاریونونو او پېښو څخه په ډاګه شوې، چې دغه دولت تل د فلسطین یا هم د اردن پر خلکو سخت ظلمونه کړي او دا هم په ډاګه شوې چې د اردن رژیم تل دغه اشغالګر دښمن ته د دا ډول کرغېړنو تړونو له امله سر ټیټ او چاپلوسي کړې.

هغه خوځښتونه چې د الباقوره او الغمر د اجارې او د ګاز د تړون پر وړاندې رامنځته شول، چې لا هم دوام لري، د اردن د رژیم او امت تر منځه د واټن ښکارندویي کوي. د دې تر څنګ د امت ښېګنه را په ګوته کوي، هغه دا چې د دغه امت بچیان هڅه کوي چې له دښمن سره د دغه تړون د نه منلو په وسیله په خپله خاوره کې د دغه ګاز نل‌لیکې د غزولو مخنیوی وکړي.

د عربو وادي له شرمه ډک او کرغېړن تړون، چې د اردن رژیم او یهودي دولت تر منځ شوی و، د هغو تړونو لپاره دروازه پرانیسته چې  پر مټ یې د یهودو دولت د امنیت او اقتصاد په برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېد، لکه د بحرین د کانال تړون، عام ازاد زون تړون او د اورګاډي د پټلۍ تړون. له دې تړونو لږ را وروسته اوس د ګاز تړون، سره له دې چې په اردن کې ټولې هڅې او خوځښتونه د دغه تړون پر ضد وو، خو بیا هم د اردن رژیم دا تړون لاسلیک کړ. دا ټوله د عربو وادي تړون ثمره وه. د دولت ویاندې جمانه غنیمات په خپله یوه مقاله کې د ۲۰۱۴م د نومبر په ۹ مه، هغه مهال چې په حکومت کې دنده نه ترسره کوله، لیکلي وو: «حکومت دا هېروي چې دغه اشغالګر دولت، مخکینیو تړونونو ته په ځانګړې توګه د عربو وادي تړون ته چې د ګاز له تړون څخه خورا مهم و، درناوی ونه کړ. هغو چې ویل یې، اسرائیل له خپلو هوکړو تېښته کوي او تړونو ته درناوی نه کوي، ایا د ګاز دغه تړون ته به وفادار پاتې شي، چې د اردن اقتصاد په ستراتېژیکه توګه له دوښمن سره نښلوي.» نو ایا د حکومت د ویاندې لپاره چې کله یې په حکومت کې دنده تر لاسه کړه، وضعیت بدلون وکړ، چې خپلې خبرې یې بدلې کړې؟

د اردن خلکو او کارپوهانو د دغه لوټ شوي ګاز د واردولو د تړون د اقتصادي شونتیا او د اردن خلکو ته یې د ګټې په اړه وړاندیز کړی و. دوی دا ګاز د اردن لپاره د برېښنا د اړتیا په برخه یو ستر بدیل بللی و، چې کولی شو په ډېره ټیټه بیه د برېښنا، لمریزې برېښنا او د رشا له ګازه څخه بډایه ځمکې لپاره او د تیلو د څاګانو په برخه کې ترې ګټه پورته کړي او اردن د نړۍ په سترو زېرمو کې حساب او د مایع ګاز برخه یې وګرځوي. وروستی بدیل دا و چې له مصر څخه وارداتو ته ور وګرځي، چې د مصر تازه زېرمې په روان کال کې هره ورځ ۶ میلیارده فوټه مربع ته رسیږي. د اردن رژیم دا ټول بدیلونه پر ځمکه وویشتل او د هغه امت د غوښتنې خلاف کړنه یې تر سره کړه چې یهودي دولت نه غواړي.

دا ځکه چې دغه رژیم غواړي، یهودي دولت ځواکمن او اردن په ضعیف حالت کې وساتي، نو د دوی دندې دا نه ایجابوي چې د دښمن پر وړاندې یا د امت د دښمنانو پر وړاندې څه کار وکړي. په دې توګه د لس میلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت د ګاز دا معامله یهودو ته وړتیا ورکوي چې د نوي ليفياثان (Leviathan) سیمه پانګونه وکړي او ګاز یې صادرولو ته چمتو کړي او دا ستراتیژیک اهمیت به د دې سبب شي چې اردن د دغه غاصب دولت له لوري یرغمل شي. ډېره اړینه خبره خو دا ده چې د قانون له مخې له یو اشغالګر دولت سره د دا ډول تړونونو پر مخنیوي سربېره د امت او د اردن د خلکو وقار بې ارزښته کوي.

د فلسطین موضوع د هغه ملت موضوع ده چې خپله مبارکه ځمکه یې اشغال شوې. دغې موضوع ته باید د عقیدې او شریعت پر بنسټ له ځانګړې اسلامي زاویې وکتل شي. دا هغه اسلامي خاوره ده چې الاقصی جومات ته یې په خپله غېږه کې ځای ورکړی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د معراج بنسټ پکې اېښودل شوی. دا خاوره یهودو د خپل حرامي دولت پر تاسیسولو او د غرب په لاس رامنځته شوو عربي رژیمونو په مرسته اشغال کړل شوه. د دې خاورې ازادي په روغه جوړه، سرټیټونې، حالاتو عادي کولو او د یهودي دولت په ساتلو نه شي تر لاسه کېدی. دا ازادي په دې نه تر لاسه کیږي چې دا اشغالګر دولت پر خپل هېواد او خلکو برلاسی کړل شي او د دغه غاصب دولت د ساتلو لپاره د خپل هېواد دارایي له منځه یوړل شي. دا ازادي د دغه دولت په رېښو اېستلو، چې د ټول امت ارزو ده، تر لاسه کېدلی شي. د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره د جهاد او هغو پوځونو په وسیله تر لاسه کېدلی شي، چې رژیمونه یې د خپلې ساتنې لپاره کاروي. دا ټول هغه څه دي چې له رژیم څخه د وادي عربه د تړون او دې ته ورته نورو تړونونو د لغوه کولو او نورو کرغړنو تړونونو د مخنیوی غوښتنه کوي، په دې ډول به د یهودي دولت سره دښمني تر مادي توانایي پورې ادامه پیدا کړي، تر څو ټولې اشغال شوې سیمې ازادې کړل شي. رژیم ته د ګاز تړون په لغوه کولو سره هیڅ زیان نه رسیږي، کېدی شي چې تړون لغوه کړي، لکه څرنګه یې چې د الباقوره او الغمر د اجارې تړون له منځه یووړ، تر څو لنډ مهاله رضایت تر لاسه کړي، خو امت په دې ښه پوهیږي چې د دوی سترګو کې خاورې اچوي. امت پوهېږي چې له یهودي دولت سره له جګړې پرته بله لاره نه تر سترګږ کېږي، د دې لپاره بله چاره نشته، پرته له دې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په کړنلاره د راشده خلافت په تاسیسولو سره بیا په اسلامي طریقې سره ژوند ته ورونه ګرځو. هغه خلافت چې په شریعي طریقه به د امت ساتنه کوي او هېواد او وګړي به یې د دښمن له دسیسو څخه ژغوري او امت به د یهودي دولت د له منځه وړلو په لور رهبري کوي.

﴿أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ حُكْماً لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ﴾ [مائده:۵۰]

ایا دوی له تا څخه د جاهلیت حکم غواړي!؟ د هغو کسانو لپاره چې یقین لري، تر الله سبحانه وتعالی څوک ښه حکم کوي!؟

د حزب التحریر-ولایه اردن مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې