پنجشنبه, ۲۳ جمادی الاول ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۱/۱۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د تاجیکستان استخباراتي ادارې له بهر څخه څلور زره محصلین بېرته راستانه کړل

(ژباړه)

خبر:

د تاجیکستان چارواکو له څلور زرو څخه ډېر محصلین له بهر څخه بېرته راستانه کړي، ځکه دوی وېره لري چې دغه محصلین ښايي له ترهګریزو ډلو سره یوځای شي. دا خبر د تاجیکستان د ملي امنیت دولتي کمیټې مشر «سایمون یاتیموف» د دوشنبې په ښار کې په یوه خبري غونډه کې اعلان کړ.

د یاتیموف په وینا، دغو ځوانانو په بهرنیو تعلیمي بنسټونو کې زده‌کړې کولې او د توندلارو ډلو او بهرنیو دیني بنسټونو تر اغېز لاندې راغلي وو؛ هغه بنسټونه چې فعالیتونو یې د تاجیکستان امنیتي ادارې اندېښمنې کړې وې. هغه زیاته کړې، د دې لپاره چې دغه کسان له «دا ډول ډلو» سره یو ځای نه شي، نو له څلورو زرو ډېر تاجیک محصلین بېرته هېواد ته راوستل شوي، ځکه دوی «د ترهګریزو سازمانونو او بهرنیو دیني تعلیمي مؤسسو له لوري په نښه شوي وو.»

تبصره:

د یادونې وړ ده چې له پنځلسو کلونو راهیسې د تاجیکستان رژیم د تاجیک ځوانانو پر دیني زده‌کړو کلک څار او سخت محدودیتونه لګولي دي. د دغه بهیر پیل د ۲۰۰۹م کال ته ور ګرځي؛ هغه کال چې د «امام ابوحنیفه کال» په نوم اعلان شوی و.

دولت د حنفي مذهب د ساتنې تر نوم لاندې شدید اقدامات وکړل؛ دغه اقدامات په ځانګړي ډول د دیني علومو پر محصلینو او هغو کسانو متمرکز وو چې په بهر کې یې زده‌کړې کولې. په څو کلونو کې نږدې ټول دیني تعلیمي بنسټونه وتړل شول او یوازې «د دوشنبې اسلامي انسټیټیوټ» پاتې شو، چې هغه هم د دولت تر سخت څار لاندې خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

له همغه وخت راهیسې، په تاجیکستان کې د دیني علومو زده‌کړه یوازې د دولت په رسمي بنسټونو کې او د والدینو په توافق سره ممکنه ده. په دې برخه کې یوازینی فعال بنسټ «د دوشنبې د اسلامي علومو انسټیټیوټ» دی، چې ډېر محدود شمېر محصلین منلی شي. په پایله کې، تاجیکستان د دې برخې د متخصصینو له سخت کموالي سره مخ دی. ډېری خپلواک دیني شخصیتونه او هغه کسان چې دیني زده‌کړې یې لرلې، کلونه مخکې له تاجیکستان څخه وتلي یا د جعلي تورونو او جنایي دوسیو له امله په زندانونو کې پراته دي او کوم کسان چې پاتې دي د امنیتي ادارو تر سخت څار لاندې ژوند کوي.

د تاجیکستان د ولسمشر امام‌علي رحمان د کورني سیاست له بنسټیزو ستنو څخه یوه دا ده، چې د هر ډول دیني-سیاسي بیدارۍ مخه ونیسي؛ هغه بیداري چې په نويیمه لسیزه کې پېښه شوه. د اوسني وضعیت له روان بهیر او د رحمان د احتمالي ځای‌ناستي له څرګندونو داسې نه ښکاري، چې ان د هغه تر احتمالي تقاعد وروسته دې هم په دې برخه کې کوم بدلون رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې د روان کال په اګسټ میاشت کې د دوشنبې ښاروال او د ولسي جرګې رئیس «رستم امام‌علي» د پلازمېنې له عدلي او امنیتي مسوولینو سره په لیدنه کې، د غیرقانوني دیني زده‌کړو د پراختیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې وو: «هغه کسان چې غیرقانوني دیني زده‌کړې کوي، اتیا سلنه یې تر دېرشو کلونو کم عمره ځوانان دي.»

لیکوال: محمد منصور

۱۴۴۷هـ.ق د جمادي الاول ۱۹مه

۲۰۲۵م د نومبر ۱۰مه

ژباړن: صهیب منصور

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې