دوشنبه, ۱۳ جمادی الثانی ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۱۱/۲۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     14 جمادی الثانی 1448

میلادی نېټه :     جمعه, 13 نومبر 2026 م

شمېره:     


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
اې مکرونه، موږ په خپله خاوره کې تاته ښه راغلاست نه وایو!

(ژباړه)

ټاکل شوې ده چې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د ۲۰۲۶م کال، د نومبر په ۱۶مه او ۱۷مه نېټه مالیزیا ته سفر وکړي؛ دغه سفر له هغه وخته چې نوموړی واک ته رسېدلی، دغې خاورې ته د هغه لومړنی سفر ګڼل کېږي. په مالیزیا کې د فرانسې د سفیر مارک ابنسور په وینا، د دغه سفر موخه د مالیزیا او فرانسې د ستراتېژیکې ملګرتیا کچې ته د دوه اړخیزو اړیکو لوړول دي؛ داسې ملګرتیا چې د همکارۍ پر مهمو برخو، له هغې جملې دفاع او امنیت، هوايي او فضايي صنعت، د انرژۍ لېږد، حیاتي معدني موادو او ډیجیټلي بنسټونو په ګډون، د ډېټا پر مرکزونو او نیمه هادي‌ګانو باندې تمرکز لري.

د مالیزیا حکومت د کوربه‌توب پر توجیه‌کولو سربېره، موږ حزب التحریر – ولایه مالیزیا د مکرون له سفر سره خپل کلک مخالفت اعلانوو؛ که دغه توجیهات د ډیپلوماتیکو اړیکو پیاوړتیا وي او که د سوداګرۍ، پانګونې او ستراتېژیکو همکاریو پراختیا. ځکه مکرون او د هغه خپل دولت د اسلام او مسلمانانو پر ضد وحشتناک جنایتونه ترسره کړي دي؛ داسې جنایتونه چې هغوی د اسلام د دښمنانو په کتار کې دروي او له همدې امله باید په اسلامي خاورو کې یې هرکلی ونه شي.

لومړی: فرانسه د اسلامي خاورو د اشغال اوږده مخینه لري. دغه هېواد الجزایر د ۱۳۲ کلونو لپاره (له ۱۸۳۰ څخه تر ۱۹۶۲ پورې) تر خپل اشغال لاندې راوستی و، په داسې حال کې چې تونس او مراکش یې تر خپلې ملاتړې واکمنۍ لاندې راوستل. فرانسې په لوېدیځه افریقا کې هم ګڼ شمېر خاورې استعمار کړې لکه؛ سینیګال، مالي، نایجر او موریتانیا. خو سوریه او لبنان له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د دغه هېواد تر قیمومیت لاندې راغلل. دغه استعمار یوازې د خاورو تر اشغال پورې محدود پاتې نه شو، بلکې سیاسي، فکري او اقتصادي تسلط پرې ټینګ کړ، چې تر څنګ یې د اسلامي خاورو شتمنۍ او سرچینې هم ولوټلې.

دویم: مکرون د هغو کاریکاتورونو له خپرولو څخه دفاع وکړه، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته پکې سپکاوی شوی و. هغه د ۲۰۲۰م کال په اکتوبر کې دغه مجرمانه عمل د بیان د ازادۍ په پلمه توجیه کړ او په ټوله نړۍ کې یې د مسلمانانو پراخه غوسه او لاریونونه په بشپړه توګه له پامه وغورځول. له شک پرته الله سبحانه وتعالی، رسول الله صلی الله علیه وسلم، اسلام او یا د هغه ټولو مقدساتو ته هر ډول سپکاوی له شرعي پلوه حرام او په مطلق ډول مردود دی او په دې برخه کې هېڅ ډول جوړجاړی او معامله د منلو وړ نه دي.

درېیم: د فرانسې سېکولر سیاستونو چې ورځ تر بلې لا سختېږي، د مسلمانانو د دیني ازادیو په محدودولو سره هغوی په نښه کړي دي. مکرون په ښکاره ډول ویلي چې اسلام په نړیواله کچه له بحران سره مخ دی. په همدې لړ کې، د هغه حکومت په ۲۰۲۱م کال کې «د جمهوریت اصولو ته د درناوي قانون» تصویب کړ؛ همدارنګه په ۲۰۲۳م کال کې یې په دولتي ښوونځیو کې د «عبایه» په نوم د اوږدو او پراخو جامو اغوستل منع کړل او په ۲۰۲۴م کال کې یې د پاریس د المپیک لوبو پر مهال هغه مسلمانې ښځینه ورزشکارانې چې د فرانسې په استازیتوب یې ګډون کاوه، د خِمار (پړوني) له اغوستلو منع کړې. دغه کړنې د هغه ژور نفاق څرګنده بېلګه ده، چې فرانسه پرې اخته ده؛ داسې هېواد چې له یوې خوا د خپلو وګړو د حقونو او ازادیو د ساتنې او ملاتړ ادعا کوي، خو له بلې خوا مسلمانان له همدغو حقونو او ازادیو څخه بې‌برخې کوي.

څلورم: د مکرون سفر داسې جیوپولیټیکي ګټې لري چې د نوي استعمار له تمایلاتو څخه یې جلا ګڼل ناشوني دي. د ستراتېژیکې ملګرتیا کچې ته د مالیزیا او فرانسې د اړیکو لوړولو هڅې چې دفاعي، ټکنالوژيکي، انرژي، حیاتي معدني مواد او ډیجیټلي بنسټونه پکې شامل دي، د استعمار له معاصرې بڼې څخه جلا نه دي. ځکه په اوسني عصر کې استعمار ته اړینه نه ده چې د پوځي اشغال او پر خاورو د مستقیمې ولکې له لارې دې عملي شي؛ بلکې کولی شي چې د سیاسي، اقتصادي، ټکنالوژیکي او پوځي تسلط له لارې پلي شي. له همدې امله، هره ستراتېژیکه همکاري چې د یوه بهرني ځواک د نفوذ پراختیا ته زمینه برابره کړي، په لازمي ډول د نوي استعمار یوې خطرناکې بڼې ته لاره هواروي.

د پورته یادو شوو ټکو پر بنسټ، حزب التحریر – ولایه مالیزیا د مکرون له سفر سره خپل قاطع مخالفت اعلانوي او د مالیزیا له حکومت څخه غواړي چې دغه سفر سمدستي لغوه کړي. له یوه بهرني ځواک سره هر ډول ستراتېژیک تړون او اتحاد، په ځانګړې توګه له داسې دولت سره چې په ښکاره توګه له اسلام او مسلمانانو سره دښمني کوي، نه یوازې زموږ د خاورې دروازې د پردیو ګټو او تسلط پر مخ پرانیزي، بلکې له شرعي پلوه هم حرام دی. تر دې لا بده دا چې دغه ډول ستراتېژیکه همکاري دا خطر له ځان سره لري، چې مالیزیا به په غیرمسلمانو پورې په یوه تړلې خاوره بدله شي او پر مسلمانانو به د هغوی د تسلط او نفوذ پلي کولو ته زمینه برابره کړي؛ په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلَنْ يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا﴾ [نساء: 141]

 ژباړه: او (تر هغې چې مومنان رښتینی ایمان او غوره او وړ کړنې ولري) الله به هېڅکله کافران پر مومنانو برلاسي نه کړي.

د یادونې وړ ده چې فرانسې تر نن ورځې پورې، نه یوازې د خپلو جنایتونو، وحشیانه کړنو او اسلام ته د سپکاوي له امله بښنه نه ده غوښتې، بلکې برعکس لا هم له اسلام او مسلمانانو سره دښمنۍ ته دوام ورکوي. هغه امت چې له حاکمیت، عزت او ټینګو اصولو څخه برخمن وي، هېڅکله د خپل دښمن د سفر هرکلی نه کوي؛ خو دا چې دغه دښمن د بښنې غوښتلو لپاره راشي او د الله سبحانه وتعالی کلام ته غوږ ونیسي. له همدې امله، په پوره قاطعیت سره ټینګار کوو چې موږ په هېڅ صورت مالیزیا ته د مکرون د راتګ هرکلی نه کوو او په خپله خاوره کې د هغه حضور ته ښه راغلاست نه وایو!

د حزب التحريرـ ولایه مالیزیا مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۸ هـ.ق کال، د جمادي الاخر ۳مه

۲۰۲۶م کال، د نومبر ۱۳مه

د صدور ګڼه: ۰۱/ ۱۴۴۸

ژباړن: اسرار تکل

 

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې