پنجشنبه, ۰۵ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۱۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     8 ذولقعده 1445

میلادی نېټه :     جمعه, 17 می 2024 م

شمیره:      ګڼه: ح.ت.افغ 24/۱۴۴۵

مطبوعاتی دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
ایران له افغانستان سره د خپلې پولې د بندولو په پلان سره یو ځل بیا خپله خاینانه او نا اسلامي څېره وښوده

د ایران دولت په دې وروستیو کې له افغانستان سره د خپلې پولې بندولو او پر پوله د موانعو نصبولو پرېکړه کړې. د دغه پلان موخه ایران ته د افغانانو د ننوتو مخنیوی ویل شوی. په دغه پلان کې د څلور متره دیوال، اغزن سیم او موانعو نصبول شاملېږي چې د درېیو کالو په اوږدو کې به د درې ملیارده ډالرو په لګښت پلی شي. له بل لوري د ایران د کورنیو چارو وزیر په تېر یوه کال کې له ایران څخه د یو ملیون او ۳۰۰ زرو کډوالو، چې ډېری یې افغانان دي، د ایستلو خبر ورکړی.

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر د افغانستان او ایران او نورو اسلامي خاورو ترمنځ د پولو بندول غندي او دا یو تفرقه اچوونکی پلان او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امت بېلولو سبب ګڼي؛ ایران په خپل دغه پلان یو ځل بیا خپله خاینانه او نا اسلامي څېره وښوده.

اصل دا دی چې ټول مسلمانان باید تر واحد اسلامي حاکمیت لاندې وي او پر هیوادونو او بېلو پولو لرونکو کوچنیو رژیمونو د اسلامي خاورو ویشل د شریعت خلاف کړنه ده. له بده مرغه د خلافت تر سقوط وروسته اسلامي نړۍ د دولت-ملت نظم غېږې ته ولوېده او د استعماري پولو په ترسيم سره په کوچنیو ټوټو ووېشل شوه. د ایران او افغانستان ترمنځ پولې لویه برخه انګریزي جنرال مک‌لین او مک‌ماهون ترسيم کړي دي. د استعمار لخوا د ملي دولتونو په جوړېدو سره د امت، اسلامي اخوت او ورورولۍ مفاهیم تت او کمزوري شول او دولتونه د سیکولر او ملي ګټو د مفکورو پر بنسټ رامنځته شول چې د ایران ظالم دولت یې هم یوه برخه ده.

په حقیقت کې ټولې اسلامي خاورې له اندونزیا تر مراکشه، د مسلمانانو دي او هر مسلمان کولی شي د دغو خاورو په هره برخه کې يې چې زړه وي ژوند او کار وکړي. د دغه شرعي حق پر بنسټ؛ بلې اسلامي خاورې ته د یوه مسلمان د سفر لپاره پاسپورټ، ویزې، د اقامت اجازې او د کار جواز ته اړتیا نشته. د ایران دولت نه یوازې دا چې دغه شرعي اصل ته ژمن نه دی، بلکې له افغان کډوالو سره په ظالمانه چلند، په ایران کې د دغو کډوالو له شتون څخه په خپل بهرني سیاست کې د اقتصادي او سیاسي وسیلې په توګه ګټه اخلي.

نو د افغانستان او سیمې حکامو ته تذکر ورکوو چې د ایران دولت د دغه تفرقه اچوونکي پلان د پلي کېدو مخه ونیسي او پرې نه ږدي چې مسلمانان د ډیورنډ پشان سره بېل شي. په داسې حال کې چې د غزې له دردمنوونکو پېښو وروسته د مسلمانانو عام فکر د فکري، سیاسي او جغرافیايي وحدت پر لور روان دی او ټول امت تر یوه واحد نظام لاندې ژوند کول غواړي، د ایران اخوندي رژيم د شرعي حکم او د مسلمانانو د عام نظر او رایې خلاف د تفرقه اچوونکو پلانونو پلي کولو په هڅه کې دی. په حقیقت کې اسلام ملي پولي، د مسلمانانو ترمنځ پوله، دیوال او موانع نصبول په شدت ردوي او دا ټول د معاصرو بتانو حیثیت لري. په حقیقت کې د مسلمانانو «الولاء» باید د اسلام، مومنینو او خلافت لپاره او  «البراء» یې باید د کفارو او نشنلستي افکارو پر وړاندې وي؛ خو له بده مرغه اوسني دولتونه دا مفهوم برعکس پلی کوي.

وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللهِ جَمِیعاً وَ لا تَفَرَّقُوا... [آل‌عمران: ۱۰۳]

ژباړه: او ټول د الله پر رسۍ منګولې ولګوئ او تفرقه مه کوئ.

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې