سه شنبه, ۱۷ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     6 محرم 1446

میلادی نېټه :     جمعه, 12 جولای 2024 م

شمیره:      ګڼه: ح.ت.افغ 1/۱۴۴6

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
له یوناما سره الفت او له مسلمان دعوتګرانو سره شدت؟!

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونیت دفتر (یوناما) د روان کال د جولای میاشتې په ۹مه نېټه یو راپور خپور کړ، چې په هغه کې «د بشر حقونو» په برخه کې د افغان حکومت ۳ کلنې کړنې ارزول شوې دي. په دغه ۳۰ مخیز راپور کې یوناما د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پر فعالیتونو سختې نیوکې کړې او د دغه وزارت کړنې یې د بشري حقونو نقضوونکي بللې دي. همدارنګه په راپور کې د حجاب تحميل، په فلمونو کې د ښځو د ګډون مخنیوي، په سفر کې له ښځو سره د محرم لازمي‌والي، د عاشقانو ورځې د لمانځلو مخنیوي، پر جماعت باندې د لمانځه امر، تعزیراتو ... ته اشاره شوې، چې د بشري حقونو ضد او د ازادۍ خلاف ګڼل شوي دي.

موږ د یوناما راپور پر اسلامي احکامو او ارزښتونو باندې ښکاره برید ګڼو او په کلکو ټکو یې غندو. پر اسلام باندې دغه ډول بریدونه او په ټولنه کې فتنه خپرول په داسې حال کې کېږي، چې یوناما په افغانستان کې رسمي دفتر لري او مسوولین یې له پروتوکول سره سم له حکومتي چارواکو سره لیدنې کتنې کوي او ان د حاکم نظام امنیتي ځواکونه د هغوی له کارکوونکو او رسمي دفترونو څخه په لوړو تدابیرو ساتنه کوي.

له بده مرغه د دغه راپور پر وړاندې د حاکم نظام غبرګون ډېر کمزوری و او کله چې د دغه راپور ابتدایي نسخه د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته رسېږي، نو دغه وزارت په ډېره سړه سینه خپل ځان د یوناما پر وړاندې ځواب ويونکی ګڼي او د دغه سازمان بریدونو او سپکاوي ته په ډېره نرمۍ ځواب وایي، چې دفاعي ځوابونه هم له دغه راپور سره ضمیمه شوي دي. په حقیقت کې یوناما د لېبرال ارزښتونو ترویجوونکې او په افغانستان کې د امریکا د ګټو خوندي کوونکې ده او دغه بنسټ هڅه کوي چې په دغو راپورونو سره د مجاهدینو اسلامي هویت تر خپل اغېز لاندې راولي.

یوناما په ډېرې بې‌شرمۍ سره د امربالمعروف حکم ظلم او د بشري حقونو خلاف ګڼي، خو د حکومت دریځ د هغوی پر وړاندې نرمي او مصلحت دی. خو کله چې حزب التحریر د امربالمعروف پر حکم عمل کوي، نو د حزب له دعوتګرانو سره په شدت چلند کېږي او د تفرقې او فتنې خپرولو تر نامه لاندې شکنجه کېږي او زندانونو ته اچول کېږي. حکومت ولې د یوناما د سپکاویو پر وړاندې کمزوری دریځ نیسي، خو د حزب التحریر د شرعي غوښتنو پر وړاندې شدید غبرګون ښيي؟

مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ ۚ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ ۖ [الفتح: ۲۹]

ژباړه: محمد (ص) د الله پيغمبر دی او هغه کسان چې له هغه سره دي، د کافرانو پر وړاندې سخت‌زړي او په خپل منځ کې مهربانه او نرمي کوونکي دي.

په افغانستان کې د یوناما او نورو نړیوالو سازمانونو له خطرناکو فعالیتونو څخه د ځینو مادي ګټو په خاطر سترګې پټول یوه لویه سیاسي تېروتنه ده، چې خطرناکې پایلې لري. د افغانستان حکامو ته پکار ده چې د ملګرو ملتونو، د هغو اړوندو ماموریتونو او بنسټونو پر وړاندې سخت او څرګند دریځ ولري، ځکه دغه بنسټونه د غربي قدرتونو جاسوسي ځالې او سیاسي وسایل دي، چې فعالیت یې د اسلام او مسلمانانو پر ضد دی او ژر باید ودرول شي.

وَلَنْ تَرْضَىٰ عَنْكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَىٰ حَتَّىٰ تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ ۗ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَىٰ ۗ وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ ۙ مَا لَكَ مِنَ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ [البقره: ۱۲۰]

ژباړه: يهودان او نصرانيان به هېڅکله له تا څخه راضي نه شي، تر څو ته د دوی د ملت (تحريف شوي قانون) پيروي و نه کړې. ورته ووايه: يوازې الهي هدايت ريښتينی هدايت دی. او که ته د هغوی د غوښتنو پيروي وکړې، وروسته له هغه چې تا ته علم راغلی دی، نو بيا به ته د الله له لوري هېڅ دوست او ملاتړی و نه لرې.

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې