دوشنبه, ۲۰ جمادی الاول ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۱/۱۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د چټک غبرګون ځواکونو له لوري د الفاشر تر نیولو وروسته سوډان

(ژباړه)

 

پوښتنه:

د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د منځني ختیځ د چارو لوړپوړي سلاکار، «مسعد بولوس» تایید کړې ده چې د سوډان پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو پر درې میاشتني اوربند موافقه کړې ده. دا موافقه د «څلور اړخیزې ډلې» د پلان له مخې شوې، چې متحده عربي امارات، امریکا، سعودي عرب او مصر پکې شامل دي. یاد پلان د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۱۲مه اعلان شوی و. (سرچینه: سکای نیوز عربي، ۲۰۲۵/۱۱/۳)

په سوډان کې د دواړو ښکېلو لوریو ــ رژیم او د چټک غبرګون ځواکونو ــ له خوا د دغه امریکايي پلان منل، وروسته له هغې کېږي چې د چټک غبرګون ځواکونو په سوډان کې الفاشر تر خپل واک لاندې راوست. د دغه امریکايي پلان د منلو تر شا څه دي؟ همدارنګه، پر سوډاني پوځ څه وشول چې د چټک غبرګون ځواکونه د دارفور د پلازمېنې، الفاشر، پر نیولو بریالي شول؟ دا یو ډېر لوی او او د ټینګې دفاع لرونکی ښار دی او پوځ له اوږدې مودې راهیسې د چټک غبرګون ځواکونو د بریدونو پر وړاندې د دغه ښار کلکه دفاع کړې وه. دا ښار څنګه سقوط شو؟ او د دې پېښې ابعاد او پایلې څه دي؟

ځواب:

د پورته پوښتنو د ځوابونو روښانه کولو لپاره، لاندې ټکي څېړو:

لومړی: الجزیرې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۲۸مه په خپله ویب‌پاڼه کې راپور ورکړی: «د چټک غبرګون ځواکونو (RSF) د یک‌شنبې په سهار اعلان وکړ چې له یو کال اوږدې محاصرې وروسته یې پر الفاشر ښار بشپړ کنټرول ترلاسه کړی. یعنی د دغو ځواکونو نفوذ اوس د دارفور تر ټولو پنځو ایالتونو غځېدلی، او سوډان یې په دوو برخو وېشلی: ختیځ لوری د سوډان د پوځ تر واک لاندې او لوېدیځ لوری د چټک غبرګون ځواکونو تر واک لاندې دی». د الجزیرې دا لنډ راپور څرګندوي چې پر الفاشر د چټک غبرګون ځواکونو واکمنېدل، یوازې د یوه ښار په جګړه کې بری نه دی؛ بلکې د یوې بشپړې سیمې د نیولو معنی لري! دغو ځواکونه له یوه کال راهیسې دا ښار کلابند کړی و، خو د سوډان د پوځ هغو واحدونو د بریا لپاره یې لازم پرمختللي وسایل نه لرل چې د ښار دفاع یې کوله. دغو واحدونو یو کال په زړورتیا د الفاشر ښار دفاع وکړه؛ خو ناڅاپه د البرهان حکومت دا ښار بېلتون‌پالي یاغي، حمدان دګالو (حمیدتي) ته وسپاره، چې د چټک غبرګون ځواکونو مشري کوي. دا سپارل ښکاره او بې‌پرده وشول:

۱. د سوډان د حاکمیت شورا مشر، عبدالفتاح البرهان، ویلي دي: «د سوډان خلک او وسله‌وال ځواکونه به بریالي شي. د الفاشر (د شمالي دارفور پلازمېنه) د وضعیت د ارزونې له مخې او د دغه ښار تر سیستماتیک تخریب وروسته؛ پرېکړه وشوه چې له ښار څخه د ځواکونو ایستل ضروري دي.» (سرچینه: الجزیره نېټ، ۲۰۲۵/۱۰/۲۷). وروسته یې په خپلو تشو څرګندونو کې وویل: «زموږ ځواکونه د بریا، د حالاتو د بدلون او د خاورې د بېرته نیولو وړتیا لري، او موږ د خپلو ټولو شهیدانو د انتقام اخیستو پرېکړه کړې ده.»

۲. «د سوډان پوځي سرچینو الجزیرې ته ویلي چې پوځ په الفاشر ښار کې د یوې قطعې قرارګاه د «نظامي تکتیک» له مخې خالي کړې ده.» (سرچینه: الجزیره نېټ، ۲۰۲۵/۱۰/۲۷)

د عبدالفتاح البرهان او د هغه د پوځ د سرچینو دا څرګندونې واضحاً ښيي چې پوځ الفاشر پرېښود، چې د دغه ښار د لوټلو او نیولو لپاره د چټک غبرګون ځواکونو ته لار خلاصه کړي.

دویم: د البرهان حکومت او نظامي مشرانو د خپل کنټرول له مرکزي سیمو څخه په الفاشر کې خپلو ځواکونو ته شاوخوا یو کال نظامي او لوژستیکي ملاتړ ونه رساوه. په په پایله کې یې دغه ځواکونه په ښار کې کلابند پاتې شول او یوازې د ښار دننه وسایلو او تجهیزاتو په مرسته یې د چټک غبرګون ځواکونو د بریدونو دفع او مقابله کوله. د البرهان د حکومت هغې نظامي قوماندې، چې په ډېر ویاړ یې اعلان کاوه چې خرطوم، بحري او ام‌درمان سیمې یې د چټک غبرګون ځواکونو له شتون څخه پاکې کړې دي، خامخا توان درلود چې په الفاشر کې خپلو لویو قطعو ته ملاتړ او مرسته ورسوي؛ خو یو کال یې له هغوی سره هیڅ مرسته ونه کړه. په بل عبارت، پلان دا و چې دغه قطعې سقوط ته پرېښودل شي.

درېیم: که موضوع ته ښه ځير شو، وینو چې د بېلتون‌پالي یاغي، حمیدتي ځواکونو ته د الفاشر د سپارلو پرېکړه هغه مهال وشوه، چې امریکا د دواړو اړخونو ــ پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو ــ ترمنځ د اوربند د اعلان لپاره خبرې روانې کړې وې. «له دې وروسته چې د سوډان د حاکمیت شورا په واشنګټن کې د چټک غبرګون ځواکونو له استازولۍ سره د هر ډول مستقیمو یا غیرمستقیمو خبرو شتون رد کړ، ډیپلوماټیکو سرچینو افشا کړه چې د سوډان د بهرنیو چارو وزیر، محی‌الدین سالم، د یوې رسمي لیدنې لپاره متحده ایالاتو ته رسېدلی، د دې لیدنې موخه د هغې جګړې د بندولو د هڅو ارزول دي، چې له دوو کلونو راهیسې په سوډان کې روانه ده.» (سرچینه: العربیه، ۲۰۲۵/۱۰/۲۴)

دا یو شی څرګندوي: امریکا په واشنګټن کې د خپلو دواړو سوډاني اجېنټانو – البرهان او حمیدتي – استازي سره یو ځای کړل. د سوډان د حاکمیت شورا دا انکار، چې ګواکې له چټک غبرګون ځواکونو سره یې په واشنګټن کې خبرې نه دي کړي، پخپله د دې خبرې ثبوت دی. د دواړو اجېنټانو له خوا د امریکا امرونه دوې درې ورځې وروسته په ښکاره توګه په الفاشر کې عملي شول. د همدې سرچینې له مخې، «سرچینو العربیه/الحدث ته ویلي چې د سوډان د بهرنیو چارو وزیر به په واشنګټن کې د امریکا د حکومت له چارواکو سره د غونډو لړۍ ولري؛ په دغو چارواکو کې به د منځني ختیځ او افریقا د چارو لپاره د امریکا د ولسمشر لوړپوړی سلاکار، مسعد بولوس، هم شامل وي. سرچینو زیاته کړه چې سالم به له یو شمېر عرب وزیرانو سره هم وګوري، او دا لیدنه د امریکا د حکومت په رسمي بلنه کېږي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو موضوعاتو په اړه خبرې وشي. یوه امریکايي چارواکي العربیه/الحدث ته ویلي چې بولوس به د سوډان د کړکېچ حل کوونکې څلور اړخیزې ډلې د غونډو مشري کوي».

نور شواهد هم دا څرګندوي چې امریکا د خپلو دواړو اجېنټانو - البرهان او حمیدتي - استازي په واشنګټن کې سره راټول کړي وو: «یوه ډیپلوماټیک چارواکي پرون، پنجشنبه، تایید کړه چې څلور اړخیزه ډله (امریکا، سعودي عرب، متحده عربي امارات او مصر) به نن په واشنګټن کې د سوډان د پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو له استازو سره وګوري، تر څو دواړه اړخونه د درې میاشتني بشردوستانه اوربند لپاره وهڅوي. نوموړي وویل: موخه دا ده چې "په ګډ فشار سره اوربند ټینګ او ثابت شي او ملکیانو ته بشري مرستې ورسېږي."» (سرچینه: العربیه، ۲۰۲۵/۱۰/۲۴) دا څرګندوي چې د چټک غبرګون ځواکونو له لوري د الفاشر د نیولو او د سوډان د پوځ له خوا د ښار د پرېښودو وخت دقیقاً د واشنګټن له غونډې سره سمون درلود. دا خبره هېڅ شک نه پرېږدي چې د دغه ستراتیژیک ښار د سپارلو پرېکړه په واشنګټن کې وشوه، او دواړو سوډاني اړخونو سمدستي د هغې عملي کول پیل کړل؛ یعنې دوې ورځې وروسته یې عملي کول پیل شول او په درېیمه ورځ یې پایله څرګنده شوه.

څلورم: د واشنګټن دا غونډه د امریکا د کړنلارې دوهم پړاو و؛ لومړی پړاو یې هغه وخت وشو چې، په سیمه کې خپل اجېنټان او پیروان – سعودي عرب، متحده عربي امارات او مصر – یې د «څلور اړخیزې ډلې» تر نوم لاندې راټول کړل، څو په سوډان کې د اوربند د تحمیل پلان عملي کړي. العربیه د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۱۲مه د هغې غونډې تر پرېکړه‌لیک وروسته راپور ورکړ: «د ګډې اعلامیې په وینا: د متحده ایالاتو په بلنه، د امریکا، مصر، سعودي عرب او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو د سوډان د کړکېچ په اړه ژور بحثونه وکړل. دوی یادونه وکړه چې دغه کړکېچ د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین رامنځته کړی او د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي خطرونه لري. دوی د سوډان د جګړې د پای ته رسولو لپاره ګډې تګلارې جوړولو ته خپله ژمنتیا اعلان کړه.» د اعلامیې په څلورم بند کې راغلي: «د سوډان د حاکمیت راتلونکی به د دغه هېواد د خلکو له‌خوا د یوه بشپړ او شفاف انتقالي بهیر له لارې وټاکل شي، داسې بهیر چې په جګړه کې د ښکېل هېڅ اړخ تر واک لاندې نه وي.» په بل بند کې یې ټینګار شوی چې: «د خبرو له لارې د سوډان د شخړې د هواري لپاره یوه سیاسي حل رامنځته کولو ټولې هڅې به وشي؛ او په دې بهیر کې به د سوډان د پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو فعاله ونډه یقیني شي.»

له یوې خوا، دا «څلور اړخیزه ډله» هغه فورمول دی چې امریکا د خپلې حل‌لارې د ظاهري سیمه‌ییز مشروعیت لپاره غوره کړی دی، څو داسې وښيي چې د سوډان قضیه د سیمې د مهمو هېوادونو په همغږۍ حل کېږي. خو په حقیقت کې دا هېوادونه د واشنګټن له اجازې پرته نه خوځېږي؛ که د واشنګټن اجازه نه وي، نه یو ګام اخیستی شي او نه کومه پرېکړه کولی شي. له بلې خوا، د دې ګډې اعلامیې متن څرګندوي چې په سوډان کې د جګړې دواړه اړخونه په مساوي توګه په رسمیت پېژندل شوي او له هغوی غوښتل شوي چې په خبرو کې فعاله ونډه واخلي. یعنې اعلامیه د چټک غبرګون ځواکونه د بېلتون‌پالو او یاغي ځواکونو په توګه نه یادوي، او نه هم ترې غواړي چې خپل یاغي توب پای ته ورسوي؛ په ځانګړي ډول دا چې دغو ځواکونو د سوډان د وېشلو په موخه یو بېلتون‌پاله حکومت جوړ کړی دی.

پنځم: کله چې د چټک غبرګون ځواکونو پر الفاشر ستراتیژیک ښار کنټرول ترلاسه کړ، معنی یې دا وه چې هغوی د دارفور پر ټولو پنځو ایاتونو واکمن شول؛ ځکه ډېری یې لا له وړاندې د دوی تر ولکې لاندې وو. له همدې امله، د درې میاشتني اوربند منل، یا حتی د هغه غوښتنه، په حقیقت کې د امریکا له لوري د چټک غبرګون ځواکونو د واکمنۍ او د هغوی د قانوني موجودیت رسمي منل دي؛ په ځانګړي ډول د دارفور په سیمه او د هغه په تر ټولو مهم ښار، الفاشر، کې. دغه اوربند چې امریکا یې د «څلور اړخیزې ډلې» د تړون تر نوم لاندې وړاندې کوي، د دې لپاره دی چې د سوډان د جګړې دواړو اړخونو ترمنځ د خبرو راتلونکي پړاو ته زمینه برابره کړي؛ وروسته له هغه چې د امریکا پلانونو د چټک غبرګون ځواکونو ته دا زمینه برابره کړه چې د دارفور ټولې برخې تر خپل کنټرول لاندې راولي، او وروسته له هغه چې د امریکا اجېنټ، حمدان دګالو (حمیدتي)، د بېلتون‌پال حکومت بنسټ کېښود. نوموړي دا حکومت د ۲۰۱۵م کال د فبرورۍ په پای کې د کینیا په پلازمېنه، نایروبي کې په خپله مشرۍ اعلان کړ. دغه حکومت د سویلي دارفور له پلازمېنې، نیالا، څخه فعالیت کاوه؛ خو اوس یې الفاشر لور ته د لېږد لپاره لاره بشپړه هواره شوې ده.

شپږم: د امریکا دریځ ډېر څرګند او روښانه و؛ هغوی د چټک غبرګون ځواکونو له‌خوا د الفاشر نیولو په اړه هېڅ اندېښنه یا ناخوښي څرګنده نه کړه، بلکې د خپل پلان بل پړاو - د اوربند غوښتنې - ته یې بلنه ورکړه. دا اوربند به د الفاشر د بیرته نیولو لپاره د سوډان د پوځ مخه بشپړه بنده کړي؛ پر دغه ښار به د حمیدتي واکمني ټینګښت یقیني کړي او له هر ډول جګړې څخه به خوندي وي:

«مسعد بولوس، چې د افریقا په چارو کې د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ سلاکار دی، د سوډان په جګړه کې له ښکېلو اړخونو غوښتنه وکړه چې د بشردوستانه اوربند وړاندیز په پام کې ونیسي او بې‌ځنډه یې ومني. نوموړي زیاته کړه چې د دغه اوربند طرحه یې وړاندې کړې او دواړو ښکېلو اړخونو یې تود هرکلی کړی. هغه له چټک غبرګون ځواکونو وغوښتل چې اوربند ته په کتو جګړه ودروي. بولوس یوه ورځ وړاندې ویلي وو چې نړۍ د چټک غبرګون ځواکونو کړنې او د الفاشر وضعیت له جدي اندېښنې سره څاري، او له ټولو یې د ملکیانو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.» (سرچینه: الجزیره نېټ، ۲۰۲۵/۱۰/۲۷)

دا خبره وروسته بیا تایید شوه؛ د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۳مه «سکای نیوز عربي» راپور ورکړ: «د منځني ختیځ او افریقا په چارو کې د امریکا د ولسمشر لوړپوړي سلاکار، مسعد بولوس تایید کړه چې د سوډان پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو پر درې میاشتني اوربند موافقه کړې ده. دا موافقه د «څلور اړخیزې ډلې» د پلان له مخې شوې، چې متحده عربي امارات، امریکا، سعودي عرب او مصر پکې شامل دي. یاد پلان د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۱۲مه اعلان شوی و». بولوس، دوشنبه په قاهره کې په خپلو څرګندونو کې وویل: «د اوربند له وروستي لاسلیک وړاندې، تخنیکي او لوژستیکي خبرې روانې دي»، او زیاته یې کړه چې «د دواړو لوریو استازي له څه مودې راهیسې په واشنګټن کې دي، څو د دې موافقې جزیات وڅېړي». هغه وویل، د اوربند دغه طرحه د سوډان د کړکېچ د ختمېدو لپاره یوه واقعي موقع ده. ده ټینګار وکړ چې پوځ او د چټک غبرګون ځواکونه د امریکا له‌خوا د وړاندې شوې طرحې په اړه، چې د څلور اړخیزې ډلې ملاتړ ورسره دی، سولې ته د رسېدو لپاره ګډې خبرې اترې کوي. ده دا هم وویل چې د سوډان جګړه د سیمې او نړۍ -په ځانګړي ډول د سره سمندر د امنیت لپاره - جدي خطر ګرځېدلی.» (سرچینه: سکای نیوز عربي، ۲۰۲۵/۱۱/۳)

اووم: په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځان د «سولې اتل» بولي او د جګړو د پای ته رسولو دعوه کوي، امریکا په چټکۍ د سوډان د وېش او د دارفور د بېلتون په اړه خپل پلان په ډاګه او بې پردې عملي کوي؛ کټ مټ لکه سوېلي سوډان یې چې جلا کړ. دا هغه څه دي چې موږ یې بیا بیا خبرداری ورکړی دی. موږ د ۲۰۲۵ کال د مې په ۲۱مه، د «د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه او د سوډان د جګړې وروستي تحولات» تر سرلیک لاندې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي وو:

[«له ټولو دغو پېښو څرګنده ده چې په ختیځ سوډان کې ستر بریدونه، په ځانګړي ډول د سوډان بندر پر سټراټېژیکو تأسیساتو بریدونه، د دارفور له جګړې سره تړاو لري. د دغو بریدونو هدف دا دی چې پوځ د الفاشر له جګړې څخه لرې او ختیځ لور ته یې د بندر د دفاع لپاره یوسي». موږ زیاته کړې وه: «څلورم: دا دردوونکې ده چې کافره او استعمارګره امریکا په ښکاره دا خونړۍ جګړه –چې د سوډان د خلکو وینې پکې بهېږي- اداره کوي او د خپلو پلانونو د عملي کولو لپاره په ښکاره، بې پردې او د نړۍ د سترګو پر وړاندې خپل اجېنټان کاروي. البرهان او حمیدتي د سوډان د خلکو وینې تویوي او موخه یې بل څه نه، بلکې د امریکا د ګټو خدمت کول دي. امریکا غواړي د سوډان وېش بیا تکرار کړي؛ لکه سوېلي سوډان یې چې جلا کړی، اوس یې تر ټولو زیات تمرکز پر دې دی چې دارفور هم د سوډان له خاورې جلا کړي. له همدې امله، پوځ خپل پام د سوډان پر نورو سیمو متمرکز کړی، او چټک غبرګون ځواکونه دارفور ته متوجه دي. که په پوځ کې مخلص کسان فعال شي او هڅه وکړي چې دارفور بېرته تر خپل کنټرول لاندې راولي؛ نو د چټک غبرګون ځواکونه به جګړه د سوډان نورو سیمو ته ولېږدوي، څو د پوځ پام واړوي او دې ته یې اړ کړي چې له دارفور څخه خپلې قطعې ختیځ ته واستوي؛ چېرې چې د چټک غبرګون ځواکونو پر دارفور د بشپړ کنټرول ترلاسه کولو لپاره د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه زیات کړي دي!»]

تر دې وړاندې، د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په ۶مه «په سوډان کې د نظامي عملیاتو چټکتیا» تر سرلیک لاندې د یوې پوښتنې په ځواب کې، موږ خبرداری ورکړی و چې د سوډان ګوډاګی سیاسي او نظامي مشرتابه، چې خپل امرونه له واشنګټنه اخلي، پوځ ته لارښوونه کوي چې د سوډان له مرکزي سیمو څخه دارفور ته د تګ لپاره د چټک غبرګون ځواکونو لارې پرانیزي. موږ ویلي وو:

 [شپږم: له دې ټولو شواهدو ښکاري چې د سوډان میداني تحولات د ټرمپ د ادارې تر مستقیم مدیریت لاندې ترسره کېږي، چې لاندې موخې تعقیبوي:

- د امریکا د پلان د عملي کولو چټکتیا، چې له مخې یې د سوډان د وېش شرایط برابرېږي، ترڅو هېواد د دوو واشنګټن‌پلوه اړخونو ترمنځ ووېشل شي؛ داسې چې دارفور سیمه د چټک غبرګون ځواکونو او د هغوی د مشر، حمیدتي، تر کنټرول لاندې پرېښودل شي، او د سوډان پوځ د البرهان په مشرۍ، د دغه هېواد پر مرکزي او ختیځو سیمو کنټرول ولري. په پایله کې، سوډان به د دوو جلا واحدونو په توګه وویشل شي، او دا وضعیت به د «نوي واقعیت» په توګه پر سیمه تحمیل شي؛ ځکه چې حمیدتي پر دارفور بشپړ واک لري. موږ وړاندې د دې پلان یادونه کړې وه؛ د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۱۹مه مو د یوې پوښتنې په ځواب کې توضیح ورکړه: «امریکا د سوډان د وېش لپاره شرایط برابروي، او کله چې یې ګټې وغواړي، دا کار به عملي کړي. لکه سوېلي سوډان یې چې بېل کړ، که اړتیا وي، دارفور به هم د یوې مستقلې سیمې په توګه له سوډان څخه بېل کړي. خو داسې ښکاري چې د دې بېلتون وخت لا نه دی رارسېدلی، او اوسني تحولات یوازې د دې بهیر لپاره چمتووالی دی». دا هماغه څه دي چې موږ مخکې ذکر کړي وو. اوس داسې ښکاري چې د امریکا ګټې په چټکۍ سره د دې پر لور روانې دي چې دارفور هم د سوېلي سوډان پشان له سوډان څخه بېل کړي. دا مسله ډېر خطرناک ابعاد لري، او که ټرمپ دا پلان عملي کړای شي، نو سختې پایلې به ولري. له همدې امله، اسلامي امت باید د دغه شوم پلان پر وړاندې ودرېږي، او د سوېلي سوډان د بېلتون په څېر، دا ځل چوپ پاتې نه شي!]

اتم: حزب‌التحریر د همدې کال له پیل راهیسې؛ بلکې له ۲۰۲۳م کال راهیسې چې امریکا د خپلو دوو اجېنټانو ترمنځ د جګړې اور بل کړ؛ خبرداری ورکوي چې د سوډان د وېش په اړه د امریکا پلان به عملي شي. اوس ستاسو د سترګو پر وړاندې د دغه وېش پر لور ګامونه پورته کېږي؛ ګڼ شمېر سوډانیان د امریکا د اجېنټانو تر منځ د دې خونړۍ جګړې قرباني شوي چې یوازې د امریکا د موخو پوره کولو لپاره ده او دا چې امریکا په سوډان کې خپل نفوذ وساتي. نن د دارفور د جلا کولو په اړه د امریکا پلان عملي کېدو ته نیږدې شوی او تاسو یوازې ولاړ یئ او ننداره یې کوئ! ایا په پوځ کې یو داسې هوښیار او ځواکمن مشر نشته چې یو ساعت کېني؛ خپل خدای ته ریښتینی اوسي او د دې لپاره اړین ګامونه پورته کړي چې د امریکا پلان شنډ او اجېنټان – چې یوازې د امریکا د موخو پوره کولو لپاره یې لسګونه زره سوډانیان وژلي او ملیونونه نور یې بېځایه کړي- یې له منځه لاړ شي!؟ ایا په پوځ کې یو هوښیار او ځواکمن مشر نشته چې د سوډان د چارو واګې ریښتینو او صادقو کسانو ته وسپاري؛ حزب‌التحریر –چې له ډېر وخت راهیسې یې غږ درباندې کړی؛ خبرداری یې درکړی او د اسلام د حاکمولو لپاره یې دعوت کړی-  ته نصرت ورکړي چې په دې خاوره کې اسلامي دولت؛ یعنې د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت تاسیس کړي؟ دا ځواکمن او هوښیار کس به د الله سبحانه و تعالی پر وړاندې درېدو پر وخت څومره لوړ مقام لري! څومره به بختور وي! چې الله سبحانه و تعالی یې د خپل رسول صلی الله علیه وسلم د زېري – چې تر اوسنۍ جبریه او ظالمانه واکمنۍ وروسته به راشده خلافت راځي- د تحقق وسیله ګرځوي!

«...ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَت»

ژباړه: ... بیا به جبریه (ظالمانه) واکمنۍ وي او تر هغې به دوام وکړي چې څو الله غواړي؛ بیا چې کله الله تعالی وغواړي، هغه به لرې کړي؛ ورپسې به د نبوت پر منهج خلافت وي. بیا (رسول الله صلی الله علیه وسلم) چوپ شو. (رواه أحمد)

۱۴۴۷هـ.ق؛ د جمادی الاول ۱۲مه

۲۰۲۵م؛ د نومبر ۳مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې