یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     15 ربیع الثانی 1440

میلادی نېټه :     شنبه, 12 جنوری 2019 م

شمېره:      02/1440

قرغيزستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د قرغیزستان د پارلمان اتیایمه کلیزه

(ژباړه)

د 2018م د دسمبر په 21مه د قرغیزستان  د پارلمان د اتیایمې کلیزې په مناسبت په بشکېک ښار کې کنفرانس جوړ شو. په دغه کنفرانس کې ولسمشر، د دولت مخکیني رهبران او ټولنیزو فعالانو ګډون درلود. دا کنفرانس د ډموکراتیکو مسایلو پر پراختیا، د پارلمان ځواکمنتیا او د دغه هېواد د اساسي قانون په اصلاح راڅرخېده. په دې کنفرانس کې د ګډون کوونکو د خبرو پر اساس، قرغیزستان یوازې د یادو مسایلو د ستونزو د حل په وسیله پرمختګ کولی شي. سره له دې چې د قرغیزستان 80سلنه وګړي مسلمانان دي، خو د دغه کنفرانس ګډون کوونکو د پراختیا او پرمختیا په مسایلو کې د اسلام له نظره هېڅ هم ونه ویل.

د هېچا له سترګو پټه نه ده، چې قرغیزستان په 1991م کې د پخواني جماهیر شوروي اتحادیې له ویجاړېدو وروسته تش په نامه خپلواکي تر لاسه کړه. په دغه هېواد کې د سوسیالېزم د راپرځېدو او د پانګوالۍ  نظام په راتلو سره، اوس د جمهوري قرغیز پارلمان د یوه حماسي پارلمان په نامه یادیږي. کله چې د قرغیزستان نظام د پانګوالۍ ډموکراتیک نظام ته واوښت، ریاستي نظام تر 2010م پورې پلی شو. په دغه وخت کې دوی دوه ولسمشره تجربه کړل. په 2010م کې غرب ته وفادار سیاسیون قدرت ته ورسېدل، دوی وویل زموږ په ژوند کې ټولې شته ستونزې د ریاستي نظام له کبله دي. نو ځکه دوی ریاستي نظام په پارلماني تبدیل کړ. په حقیقت کې دوی په خپل دغه کار سره خپله دروازه د روس ښکېلاکګرو پر وړاندې غربي ښکېلاکګرو ته پرانیسته. دا یې ومنله چې د دې نظام په پلي کولو سره به پارلمان ډېر قدرت ولري او خلک به پرمختللي ژوند ته لاسرسی پیداکړي. په حقیقت کې د دغه امر موخه د پخواني غربي لړۍ دوام او د ولسمشر د قدرت ساتنه وه.

لکه څنګه چې وویل شول، د دغه هېواد د خپلواکۍ له وخته د قرغیز سیاسي نخبګان د ډموکراسۍ په پلمه د استعمار اصلي څیره ـ چې د پانګوالۍ د نظام په پلي کولو سره نړۍ کنټرولوي ـ پټه کړې ده. خلک له دغه نظام څخه ناخوښ دي، خو دولتونه د رژیم د څېرې په بدلولو او د اساسي قانون په اصلاح سره هغوی ته فریب ورکوي. په وروستیو 25 کلونو کې د دغه هېواد په اساسي قانون کې25 ځلې بدلون راغلی. نتیجه داده  چې رژیم د دغه هېواد خلک پرله پسې له بدبختیو سره مخ کوي. د دغه هېواد معدنونه د کپیټالیستي ښکېلاکګرو لخوا غلا کېږي. زموږ نورې پانګې د بهرنیو کپیتالیستانو جیبونو ته لېږدول کېږي. زموږ زامن او لوڼې د څو پیسو په خاطر مهاجر کېږي او د بهرنیو کارمندانو د امر غلامان ګرځي. په دغه هېواد کې فساد، مهاجرت، بې کاري، فقر، ظلم او اخلاقي فساد اوج ته رسېدلی دی.

موږ د دغه اوامرو پر وړاندې ناتوان نه یو، ځکه اسلام لرو، چې د دغه نظام فاسد حاکمیت پای ته ورسوي او رېښې یې وچې کړي. که څه هم د دغه هېواد حاکم نخبه استازي په دغه اړه څه نه وایي؛ خو په دغسې حالت کې دغه کنفرانس واقعیت راښیي. دا حاکمان اړتیا نه لري چې د دغه هېواد د وګړو د ژوند واقعي  ښه کولو په اړه له اسلامه څه ووایي، ځکه د دې کار پر ځای د اسلام پر وړاندې له کافرانو سره کار کوي، څو د خپلو غربي بادرانو رضایت حاصل کړي. دا حاکمان داسې کسان دي، چې د خپلو ښکېلاکګرو کافرو بادارانو پر پله یې پل اېښی دی. خالص اسلام ته افراطیت وایي او د اسلامي دعوت ملاتړو ته د افراطګرو لقب ورکوي. دوی د عقیدې ازادي، ډموکراسي او د منځلاري اسلام فکر، د میراثي اسلام تر نامه لاندې خپروي او خلک پرې بې لارې کوي. سربېره پر دې هڅه کوي، څو د ځینو عالمانو په وسیله سوچه اسلام له «ډموکراسي اسلام ده او اسلام ډموکراسي» مفکورو سره ګډ کړي.

هغه څه ته په پام سره چې وویل شول، د قرغیزستان ـ حزب التحریر تاسو د اسلام پر وړاندې د ډموکراسۍ په خدمت کې حاکمو نخبه ګانو ته خبر در کوو  (څه چې کوئ لاس ترې واخلئ) دغه راز د قرغیزستان له ټولو وګړو غواړو چې خپلې اسلامي زده کړې زیاتې کړئ. ځکه اسلام یوازینی قدرت دی، چې کولای شي هغه ښکېلاک پای ته ورسوي، چې د ډموکراسۍ په چوکاټ کې پر مخ بيول کېږي او د کپیتالېزم د ظلم څراغ د تل لپاره بند کړي.

د حزب التحریرـ قرغیزستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې