شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     15 صفر 1442

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 22 سپټمبر 2021 م

شمېره:      ۰۵/ ۱۴۴۲

أوزبيكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
له حزب التحریر سره جګړه، له اسلام او مسلمانانو سره د جګړې په مانا ده

د راپورونو له مخې د سپټمبر په ۱۰مه، ۲۹ ښځې له حزب التحریر سره د اړیکې په تور نیول شوې، وروسته د سپټمبر په ۱۵مه، ۱۰ کسان او په ۱۷مه، ۱۲ کسان ونیول شول. دغه خبر د هېواد د داخلې وزارت پر رسمي وېب پاڼه خپور شو. دغه پېښه له ولسمشریزو ټاکنو یوه میاشت وړاندې او په افغانستان کې د طالبانو په راتګ سره رامنځ ته شوه. یادې پېښې له روسیې یا هم د روسیې له ملاتړو ځواکونو سره په ازبکستان کې اړیکه لري. له روسیې سره یې اړیکه دا ده چې د میرضیایف رژيم باید د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د مسکو د رضایت جلبولو لپاره جګړه کمزورې نه کړي. له همدې امله ښايي د ازبکستان دولت د روسیې د رضایت جلبولو او د ټاکنیزو فشارونو د کمښت لپاره داسې وېروونکي خبرونه خپاره کړي، یا هم کېدای شي د روسیې ملاتړو ځواکونو فشار د ازبیک امنیتي ځواکونو او سیاسیونو په منځ کې وي، تر څو میرضیایف اړ کړي چې په بشپړه توګه روسیې ته تسلیم شي. لکه څرنګه چې د میرضایف رژیم د کریموف یهودي رژیم په کچه قوي نه دی، ځکه چې میرضیایف تر اوسه نه دی توانېدلی چې په کافي کچه خپل قدرت ثابت کړي، په دې دلیل چې د دوی سیاسي حلقه ډېره کمزورې ده، هم امریکا او هم روسیه هڅه کوي له دغه امر څخه د خپل ځان په ګټه استفاده وکړي، یعنې ازبکستان په بشپړه توګه تر خپل کنټرول لاندې راولي.

خو ازبیک دولت او لاسپوڅي سیاسي نخبګان د استعماري کفارو د رضایت د تر لاسه کولو په هڅه کې دي او د ترهګرۍ او افراط پر وړاندې د جګړې تر پوښښ لاندې، اسلام او مسلمانان ځوروي او د اسلام پر اساس له ژوند کولو څخه یې راګرځوي، ځکه د اسلامي ژوند د بیا احیا لپاره د ازبیک مسلمانانو لیوالتیا مخ په ډېرېدو ده. د دغه امر لپاره یوه انګېزه په افغانستان کې د امریکا ماتې وه، چې مسلمانانو د قدرت لپاره پر خپل ځان باور پیدا کړ. له همدې امله لکه څرنګه چې حزب التحریر نیږدې ۲۵ کاله وشول، چې په ازبکستان کې د اسلام پر اساس د ژوند د بیا احیا لپاره فعالیت کوي، خو د ازبکستان تر هدف لاندې راځي. حزب التحریر تل له ازبکستان څخه غواړي چې کاذبه ډیموکراسي نفې کړي، له هر کافر هېواد سره خپلې اړیکې پرې کړي، د الله تعالی پر رسۍ منګولې ولګوي، له الله تعالی ووېرېږي، یوازې پر هغه تکیه وکړي، چې د اسلام احکام راژوندي کوي، امت ته د دروغو پر ځای تل رښتیا ووایي.

دغه حزب هېڅکه هم د قدرت تر لاسه کولو لپاره د هېواد په هېڅ ځای کې د زور هڅه نه ده کړې او له خلکو هم داسې نه دي غوښتل شوي. ځکه چې دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم له منهج سره په ټکر کې ده. یو حزب څرنګه کېدای شي چې یو افراطي سازمان شي!؟

دا ټول ښيي چې د ازبکستان دولت د حزب التحریر د مفاهیمو او مفکورو پر وړاندې کمزوری دی. دغه حزب د خلافت دولت د تاسیس لپاره خپل کار ته ادامه ورکوي، چې انشاءالله د اسلامي ژوند د بیا احیا تضمین کوي او نه شي کېدای چې د ظالمانو له وېرې، د ګناهکارانو له تورونو  او د مال او شتمنیو له لاسه ورکولو له امله دې دا کار ودریږي. لکه څرنګه چې الله سبحانه و تعالی فرمايي، همدا زموږ لپاره کافي ده:

[فَانتَقَمْنَا مِنَ الَّذِينَ أَجْرَمُوا وَكَانَ حَقّاً عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ] [روم: ۴۷]

ژباړه: بیا چې چا جرم وکړ، له هغو څخه مو غچ واخیست او پر موږ دا حق و چې له مومنانو سره مرسته وکړو.

د حزب التحریرـ ازبکستان مطبوعاتي دفتر

 

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې