شنبه, ۲۱ شوال ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     5 شوال 1446

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 03 اپریل 2025 م

شمېره:     


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
مطبوعاتي اعلامیه ﴿کَبُرَتْ كَلِمَةً تَخْرُجُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ إِن يَقُولُونَ إِلَّا كَذِباً﴾

(ژباړه)

د یهودو له جنایتکار رژیم سره د اړیکو عادي کولو ته دعوت کول، په حقیقت کې له الله، رسول او مومنانو سره خیانت دی او دا کار د هغو کسانو د رضایت لپاره دی، چې له الله او د هغه له رسول سره دښمني کوي!

په یوه داسې بې‌ساري او د حیرانتیا وړ اقدام کې چې نه الله سبحانه وتعالی پرې راضي کېږي او نه یې مسلمانان مني، د عکار د سیمې استازي «ولید البعرینی» پر خپل اېکس (ټویټر) پاڼه داسې لیکلي دي: «له اسراییلو سره د اړیکو عادي کول په نمایشي خبرو او غبرګونونو نه کېږي. هو، په عادي کولو حل کېږي، که چېرې له تېریو ساتنه وکړي. هو، په عادي کولو حل کېږي، که چېرې زموږ خاورې بېرته راکړي او د هغو د بیا اشغالېدو مخه ونیسي. هو، په عادي کولو حل کېږي، که چېرې لبنان ته سوله او ارامي راولي، یعنې هغه څه چې له کلونو راهیسې ترې محروم یو. هو، په عادي کولو حل کېږي، نه دا چې د عربي هېوادونو د بهیر مخالفت وشي، په ځانګړې توګه هغه بهیر چې سعودي یې مشري کوي...!»

د دغه کس د خبرو په اړه لږ تر لږه دا ویلی شو، چې دا خبرې د مسلمانانو په نزد ناسمې، ناروا او مردودې دي او په هېڅ ډول د هغوی استازیتوب نه کوي. دغه ډول څرګندونې یوازې هغه کسان مني، چې د څوکۍ او مقام د ترلاسه کولو په هڅه کې وي او د هغو حاکمو نظامونو د سفارتونو مخې ته په ذلیلانه توګه سر ټیټوي، چې د دغه استازي لخوا د ځینو یادونه وشوه او ځینو نورو نه.

دغه نادرې او ناوړه خبرې په داسې حال کې کېږي، چې له د ۲۰۲۴م د نومبر له ۲۷مې راهیسې د اوربند له اعلان وروسته، د یهودي رژیم او د لبنان د دولت تر منځ د غیرمستقیمو خبرو اترو راپورونه ورځ تر بلې زیات شوي دي. دا خبرې نه یوازې دا چې د ځمکنیو پولو د ټاکلو په اړه دي، بلکې تر دې هم ډېرې اوږدې شوې دي. د «الشرق الاوسط» ورځپاڼې د ۲۰۲۵م د مارچ په ۱۴مه، د یوه سیاسي چارواکي له خولې چې ویل شوي د نتانیاهو نږدې کس دی، لیکلي دي: «له لبنان سره د ځمکنیو پولو په اړه خبرې اترې د یوه "پراخ او بشپړ پلان" برخه دي. اسراییل په دې لټه کې دي، چې له لبنان سره اړیکې عادي کړي. همدغه چارواکي ادعا کړې: د اسراییلو د لومړي وزیر سیاست د منځني ختیځ نقشه بدله کړې او موږ غواړو چې دغه لړۍ نوره هم دوام وکړي، ترڅو له لبنان سره د اړیکو عادي کولو ته ورسېږو. د نوموړي په خبره، موږ او امریکایان په دې باور یو چې له هغو بدلونونو وروسته چې په لبنان کې شوي دي، دغه هدف شونی دی!»

که چېرې دا څرګندونې د یهودي رژیم او د هغه د لوی ملاتړي (امریکا) له لوري وشي، هېڅ د حیرانتیا خبره نه ده، ځکه هغوی له پیله هڅه کوي چې په اسلامي خاورو کې د غاصب رژیم شتون محکم، عادي او طبیعي وښيي؛ خو دا چې دغه ډول خبرې د داسې کس له خولې کېږي، چې ځان د مسلمانانو استازی بولي، په حقیقت کې له مسلمانانو سره یو ښکاره خیانت دی، که چېرې دا سړی په رښتیا هم د دوی استازیتوب کوي.  

د لبنان مسلمانان چې د اسلامي امت برخه ده، د نړۍ د نورو مسلمانانو په څېر دغه رژیم -که څه هم د لنډ وخت لپاره به وي- یو جنایتکار رژیم ګڼي، چې جنایتونه یې یوازې تر فلسطین پورې محدود نه دي، بلکې لبنان، سوریې او نورو اسلامي خاورو ته یې هم لاس غځولی دی. دغه رژیم د خیانت او دسیسې نښه ده او له هغه سره هېڅ سوله، خبرې اترې او جوړجاړی د منلو وړ نه دي، بلکې دا رژیم یوازې د زور او قدرت ژبه پېژني، تر دې چې ریښې یې له بیخه ووځي. دا هغه حقیقت دی چې مسلمانان یې درک کوي او خپلو اولادونو ته یې ور زده کوي. هر څوک چې له دغه دریځ څخه واوړي ـ هغه که حاکم وي یا استازی او یا هم سیاستوال ـ په دې برخه کې د اسلامي امت له عقیدې او فهم څخه لرې دی.

اسلامي امت خپله کرکه او غوسه په وار وار له دغه ډول کړنو څخه ښودلې ده، له هغه وخته تر نن ورځې پورې چې د تېرې پېړۍ په اتیایمه لسیزه کې د عادي کولو لومړی ګام د خاین انور سادات په واسطه واخیستل شو. له همدې امله په عام ډول پر اسلامي امت او په ځانګړې توګه د لبنان پر مسلمانانو واجب ده، چې دغه ډول خاینان باید له خپل منځه وباسي او په هر مجلس، غونډه او ډګر کې چې دغه ډول کسان خپل زهرجن او منحرف افکار شیندي، باید پر ضد یې کلک اعتراض وکړي.

موږ ټینګار کوو چې د نړۍ په ختیځ او لویدیځ کې د مسلمانانو باور همغه دی، چې الله سبحانه وتعالی یې په قرآن کې ژمنه کړې ده:

﴿فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ الْآخِرَةِ لِيَسُوءُوا وُجُوهَكُمْ وَلِيَدْخُلُوا الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَلِيُتَبِّرُوا مَا عَلَوْا تَتْبِيراً﴾ (الاسراء:۷)

ژباړه: او کله چې د دویمې وعدې وخت راغی، (داسې چې دښمن به پر تاسو سخت حالت راولي) ستاسو پر مخ به د غم او خپګان نښې څرګندې شي؛ دوی به مسجد (الاقصی) ته دننه شي، لکه څنګه چې لومړی ځل داخل شول او هر هغه څه به له منځه یوسي، چې په خپل واک کې یې راولي.

او همدارنګه هغه څه چې د بخاري او مسلم په صحیح حدیث کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوي دي:

«تُقَاتِلُكُمْ الْيَهُودُ فَتُسَلَّطُونَ عَلَيْهِمْ حَتَّى يَقُولَ الْحَجَرُ يَا مُسْلِمُ هَذَا يَهُودِيٌّ وَرَائِي فَاقْتُلْهُ»

ژباړه: یهودیان به له تاسو سره جګړه وکړي، خو تاسو به پر هغوی بریالي شئ، تر دې چې ډبرې به ناري وهي: اې مسلمانه! دلته زما تر شا یهودی پټ شوی، راشه او هغه ووژنه.

دا هغه حقه ژمنه ده چې پرځای به شي او ښايي د «طوفان الأقصی» عملیات د الله سبحانه وتعالی د ژمنې د پرځای کولو لپاره د یهودو د له منځه وړلو په موخه پیل وي.

نو اې د لبنان مسلمانانو! له هغو فاسدو بادونو څخه ځانونه وساتئ، چې په سیمه کې خپرېږي؛ هغه بادونه چې یهودیان یې خپروي، امریکا او د هغې لاسپوڅي او د لاسپوڅو پلویان یې ملاتړ کوي! د الله سبحانه وتعالی له مخلصو بندګانو سره ودرېږئ، ترڅو د الله سبحانه وتعالی دین پر ځمکه پلی شي او د خلافت ژمنه پر ځای شي، همغه خلافت چې د دغو خاینانو د له منځه وړلو لپاره د امت یوازینۍ هیله ده. دا چاره الله سبحانه وتعالی ته اسانه ده او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې موږ ته زیری راکړی او فرمایي:

«...ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ».

ژباړه: وروسته به د نبوت په منهج خلافت تاسیس شي.

موږ په عام ډول له ټولو مسلمانانو په ځانګړې توګه د امت له علماوو څخه غواړو، چې د دغه منکر پر وړاندې چوپ پاتې نشي او د دغه ډول دعوت او د هغوی د ملاتړو پر ضد راپورته شي او پر وړاندې یې له موږ سره یو ځای شي، پرته له دې چې حکومتي موقف او سیاسي مقام یې په پام کې ونیسي؛ ځکه چې د فلسطین قضیه د مسلمانانو لپاره له هرې معاملې څخه مهمه ده او له یهودو سره دښمني له هر جوړجاړي څخه لوړه ده، دا یوه عقيدوي او اړینه موضوع ده، چې یوازې منافقین او خاینین ترې وتلی شي. الله سبحانه وتعالی په قرآن کې د یهودو په اړه فرمایلي دي:

﴿وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكَ لَيَبْعَثَنَّ عَلَيْهِمْ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَن يَسُومُهُمْ سُوءَ الْعَذَابِ إِنَّ رَبَّكَ لَسَرِيعُ الْعِقَابِ وَإِنَّهُ لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ(الاعراف: ۱۶۷)

ژباړه: او هغه وخت (یاد کړه) چې ستا رب اعلان وکړ: د قیامت تر ورځې پورې به پر هغوی (بني اسراییلو) داسې خلک مسلط کړي، چې تل به هغوی ته عذاب ورکوي؛ ځکه ستا رب په جزا ورکولو کې چټک دی او (په ورته وخت کې د توبه کوونکو لپاره) بښونکی او مهربان هم دی.

د حزب التحریر ـ ولایه لبنان مطبوعاتي دفتر

د صدور ګڼه: ۱۴۴۶/۱۲

۱۴۴۶هـ.ق د شوال ۵مه

۲۰۲۵م د اپریل ۳مه

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې