شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     20 محرم 1440

میلادی نېټه :     یکشنبه, 30 سپټمبر 2018 م

شمېره:      002/1440AH

مركزي
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د ترکمنستان د رژیم د مزدورانو په واسطه د انایف بکنتیش خیدیروویچ شهادت

(ژباړه)

د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې یوازې شرقي او غربي استعمارګر مبارزه نه کوي. اړتیا نشته چې د امریکا، انګلیس او فرانسې هېوادونو پر هغو کړنو بحث وکړو چې د اسلام او مسلمانانو ضد جګړه کې یې کوي؛ خو روسیه هم د هغو کفري دولتونو له ډلې څخه ده چې له یادو قدرتونو سره د اسلام او مسلمانانو ضد جګړه کې د سیالۍ ډګر ته راوتلې. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ۲۰۱۸م د سپتمبر په ۲۸مه په ملګرو ملتونو کې د خپلو خبرو پر مهال وویل: «روسیه په سوریه کې د خلافت دولت د تاسیس په مخنیوي کې بریالۍ ده.» نوموړي هغه د «وژونکې سناریو» په توګه یاد کړه. (روسي ته د هغه د نن ورځې د خبرو ژباړه) په داسې حال کې چې د اسلامي خاورو چارواکي په خپلو ټولو امکاناتو سره په مسکو او غرب کې یوازې خپل باداران خوشحالوي؛ چې وروستۍ بېلګه یې د دعوتګرو پر وړاندې د ترکمنستان د رژیم وحشیانه کړنه ده. د اسلام د هغو صالحو بچیانو پر وړاندې چې خپل ژوند یې پر اسلام قرباني کړی دی.  

د روان کال د سپتمبر په ۲۸مه د مرکزي آسیا خبري وبسایټ یو راپور «د ترکمنستان رژیم هغه مسلمانان شکنجه کوي چې د اسلامي شریعت د پلي کولو لپاره دعوت کوي» تر سرلیک لاندې خپور کړ. د ۲۰۱۸م د اګست په ۱۷مه د یاد رژیم د خبري سرویس مزدورانو انایف بکنتیش خیدیروویچ وتښتاوه. انایف متدین او مخلص ځوان و، چې د ژوند له پسرلي یې ۲۴کاله تېر کړي وو او په ۲۰۱۷م کې له باشکورتوستان پوهنتون څخه فارغ شوی و. هغه د مور او پلار یوازنی زوی و چې د واده لپاره یې ورته تیاری نیوه؛ خو مزدورو دښمنو یې هیله له خاورو سره خاورې کړه. جسد یې د ۲۰۱۸م د اګست په ۱۸مه داسې مهال پیدا شو چې سر یې سخت ټپي و. مټې یې ماتې وې او پر جسد یې د شکنجې او عذاب داسې نښې ښکارېدې لکه لاسونه یې چې کلک پرې تړلي وي.

دا په داسې حال کې ده چې د انایف بکنتیش خیدیروویچ له شهادت څخه وړاندې د کازاکوف ویبا او عطا کیلدی نورمراد په نامه دوه نور مسلمان ځوانان هم د یاد رژیم څارګرې ادارې ونیول او د عامه محکمې لخوا ورته ۵ او  ۱۸ کاله سخت بند واورول شو. دوی له باشکورتوستان پوهنتون څخه فارغ شوي وو او ګناه یې یوازې دا وه چې د اسلامي شریعت د پلي کولو لپاره یې دعوت کاوه. پرېږدئ ټول پوه شي چې موږ هېڅکله نه تسلیمېږو، تر دې چې یا الله سبحانه وتعالی خپل دین بریالی کړي یا دا چې موږ په دې لاره کې ووژل شو.

اې پروردګاره! څه ډول چې له موږ څخه راضي کېږې، زموږ هغه څه قبول کړه چې د دغه دین د بریالیتوب لپاره یې قرباني کوو.یا الله! موږ ته صبر راکړه او د عقیدې او دین پر دښمنانو مو بریالي کړه. زموږ په ورور خپل رحمت ولوروه او هغه له پیغمبرانو، صدیقینو، شهداوو او صالحینو سره چې تر ټولو غوره ملګري دي، یو ځای حشر کړه. زموږ او زموږ د ورور تنده د غوره پیغمبر حضرت محمد ﷺ په حوض سره ماته کړه.

نو د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر زموږ د شهید ورور انایف بکنتیش خیدیروویچ کورنۍ، خپلوانو او ټول اسلامي امت ته د هغه د شهادت تسلیت وایي او کورنۍ او خپلوانو ته یې له الله سبحانه وتعالی څخه لوی صبر او زیات اجر غواړي. اې ربه! هغه ژمنه پوره کړه چې له موږ سره دې په ځانګړې توګه د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت په اړه کړې ده!

﴿إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ﴾

[غافر: ٥١]

ژباړه: په رښتیا چې موږ د خپلو پیغمبرانو او هغو کسانو چې ایمان یې راوړی، په دې دنیا  او د آخرت پر هغه ورځ مرسته کوو، چې شاهدان ولاړ وي!

ډاکتر عثمان بخاش

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر رییس

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې