یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     8 رجب 1440

میلادی نېټه :     شنبه, 16 مارچ 2019 م

شمېره:      ۲۳/۱۴۴۰

مركزي
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د لویدیځ مشران د نیوزیلند د جنایت مسوولین دي!

(ژباړه)

د ۲۰۱۹م د مارچ په ۱۵مه استرلیایي مجرم برېنتون ټرېنټ یو جنایت تر سره کړ، چې د نیوزیلند کرسچرچ سیمې په النور جومات کې یې د ۴۱ تنو ژوند واخیست او لسګونه نور یې ټپیان کړل. ورپسې یې بیا په لینووډ جومات کې چې ۳ مایله له النور جومات څخه واټن لري خپل جنایت ته دوام ورکړ، چې ۵۰ تنه یې ووژل او ۴۷ نور ټپیان شول. که څه هم ددغو دوو جنایتونو تر منځ ۴۵ دقیقې وخت تېر شو، خو امنیتي ځواکونو له دویم جنایت څخه مخنیوی ونه کړ!

دغه ترهګر په خپل ۷۴ پاڼه وینا کې له نورو کسانو غوښتي، چې ده ته ورته پېښې وکړي او په لوېدیځ کې مسلمانې ښځې، ماشومان او سپین ږېري له کوم توپیر او رحم پرته تر هغه ووژني، څو لوېدیځ پرېږدي... د هغه له وینا جوتېږي، چې د هغه جرم د نورو جنایتونو په لړ سره پېښ شوی. هغه دا هم ویلي، چې دی د داسې سازمان ملاتړ له ځان سره لري چې له صلیبي جګړو راهیسې جوړ شوی دی.

خو پوښتنه دا ده چې د دې قصاب تر جنایتونو وروسته به دا کار پای ومومي؟! که څه هم مخکې دا ډول جنایتونه ترسره شوي لکه ډاکتر براوخ ګولد شتین چې د ۱۹۹۴م د روژې په میاشت کې په ابراهیمي جومات کې ۲۹ تنه لمونځ کوونکي ووژل او ۱۲۵ تنه نور یې ټپیان کړل، بله بېلګه یې د سربیرنیکا نامتو جنایت دی چې د سربیانو لخوا تر سره شو، چې د ۸۰۰۰ مسلمانانو ژوند یې واخیست او د ملګرو ملتونو ځواکونو د مسلمانانو د ژغورنې لپاره هېڅ هم تر سره نه کړل، په داسې حال کې چې د مسلمانانو د ساتنې تضمین یې کړی و. او ورته جنایتونه په میانمار، منځنۍ افریقا او کشمیر کې تر سره کیږي. ایا نړیوال اېتلافي ځواکونه به له خپلو جنایتونو لاس واخلي؟ چې په عراق او سوریه کې یې له داعش سره د مبارزې په نامه ۳۲۰۰۰ هوايي بریدونه تر سره کړي، په داسې حال کې چې پوهېدل، زرګونه ملکي کسان پکې وژل کیږي. د روسيې له وروستیو جنایتونو مو لا څه نه دي ویلي، چې په ادلیب کې یې پر ملکي خلکو ۴ هوايي بریدونه کړي او همداسې په غزه کې یهودیانو پرون ۱۰۰ بریدونه ترسره کړي!

هو! د مسلمانانو پر وړاندې د نړیوالو جنایتونو د پټولو لپاره نور ځای نشته که هر څومره د هغې لپاره پلمې او دلیلونه راوړل شي. د لوېدیځ مشرانو هوډ دا دی چې له صحنې څخه د مسلمانانو د ایستلو لپاره کمپاینونه وکړي، لکه څرنګه چې له بومي امریکایانو سره په امریکا کې وشول او که په دې کې پاتې راشي، بیا نو غواړي مسلمانان ووېروي او اړ یې کړي، څو خپل دین پرېږدي، لکه څرنګه چې په ختیځ ترکستان کې چینايي چارواکي او په روسیه کې روسي چارواکي دا کار تر سره کوي.

د جنایتونو پړه د افرادو په غاړه نه ده،بلکې دا جنایتونه د هغو پالیسيو په لړ کې تر سره کیږي چې د لوېدیځ چارواکو لخوا جوړیږي او پلي کېږي، څو د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د خپلو خلکو په زړونو کې نفرت پیدا کړي. د دولت لخوا رسمي جنایتونه او د افرادو او کسانو لخوا غیر رسمي جنایتونه د دې نفرت ښکارندویي کوي.

الله سبحانه و تعالی د دغو جنایتکارانو د نفرت په هکله داسې فرمایلي:

﴿وَلَا يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّىٰ يَرُدُّوكُمْ عَن دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُوا﴾

[البقره:۲۱۷]

ژباړه: هغوی به له تاسو سره تل تر هغه په جنګ اخته وي، څو یې چې زور ورسېږي او تاسو له خپل دین څخه راوګرځوي.

او الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ﴾

[ال عمران:۱۱۸]

ژباړه: د هغوی د زړه دښمني یې له خولې څخه راوځي او څه یې چې په سینو کې پټ ساتلي دي، تر دې زیات دي.

الله سبحانه و تعالی موږ ته لارښوونه کړې چې څرنګه د مسلمانانو عزت او شرف راژوندی کړو او د هغوی له وینې تویېدنې مخنیوی وکړو، چې هغه هم د خلیفه په شتون کې کېږي، چې د دښمنانو په زړونو کې وېره اچوي او د هر هغه چا مخه نیسي چې غواړي مسلمانانو او اسلام ته ضرر ورسوي .

(وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ)

[الانفال:۶۰]

ژباړه: او تاسې تر خپل وس او طاقت زیات تیار زین کړي آسونه د هغوی مقابلې ته برابر کړئ، ترڅو په دې وسیله د الله پر دښمنانو، پر خپلو او هغو نورو دښمنانو وېره خپره کړئ، چې تاسې یې نه پېژنۍ، خو الله یې پيژني.

دښمنان یوازې د زور په ژبه پوهېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې فرمایلي:

»إِنَّمَا الإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ«

ژباړه: امام ډال دی چې د هغه تر شا جګړه کیږي او هغه ته پناه ور وړل کېږي

اې مسلمانانو! ستاسو د فخر، بریا او الله سبحانه وتعالی ته د بندګۍ لار تاسو ته واضح شوې. ستاسو وینه او عزت به یوازې د خلافت دولت لخوا وساتل شي، چې تاسو او ستاسو ځواک سره یوځای کوي او ستاسو دښمن وېروي او تاسو له دې ذلت څخه باسي او د بشریت لپاره مو تر ټولو ښه امت ګرځوي.

اې الله! په نیوزیلند او بل هر ځای کې زموږ شهیدانو باندې خپل رحمت خپور کړه او د هغوی ځای د جنت لوړ مقامونه وګرځوه او موږ ته توفیق راکړه چې ژر تر ژره خلافت رامنځته کړو، ته قادر او حافظ یې.

داکتر عثمان بخاش

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې