جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     29 شعبان 1443

میلادی نېټه :     جمعه, 01 اپریل 2022 م

شمېره:      ۰۲۸/ ۱۴۴۳

مركزي
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د ۱۴۴۳ هـ.ق، د روژې د سپېڅلې میاشتې په اړه د څېړنو د پایلو اعلان

د رب العالمین الله سبحانه وتعالی په سپېڅلي نامه، چې ډېر مهربانه او پوره رحم کوونکی دی او ستاینه کوم د هغه الله سبحانه وتعالی چې قرآن کریم یې رانازل کړی او اسلام یې زموږ لپاره د دین په توګه غوره کړی دی. درود دې وي زموږ پر ستر لارښود رسول الله صلی الله علیه وسلم، د هغه پر کورنۍ او اصحابو، چې د اسلامي اُمت بنسټ یې اېښی دی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:

«صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ فَإِنْ غُبِّيَ عَلَيْكُمْ فَأَكْمِلُوا عِدَّةَ شَعْبَانَ ثَلَاثِينَ»(رواه: البخاری)

ژباړه: د میاشتې په لیدلو سره روژه ونیسئ او د میاشتې په لیدلو سره افطار وکړئ او که اسمان ورېځ و؛ دېرش ورځې پوره کړئ.

د روژې د سپېڅلې میاشتې له اثبات وروسته، د شنبې په ورځ د نوې میاشتې لیدل په ځینو اسلامي هېوادونو کې د مشروع شرایطو له مخې تایید شول، نو سبا شنبه، د ۱۴۴۳هـ.ق، د روژې لومړۍ ورځ ده.

په دې اړه د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر او ټول کارکوونکي، د حزب التحریر امیر نامتو عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته ته خپل سلامونه او مبارکي وړاندې کوي، الله سبحانه وتعالی د وکړي چې د هغه په ​​​​لاسونو زموږ لپاره ژر تر ژره بریا او قوت راپه برخه شي.  

سږ کال روژه په داسې حال کې راورسېده، چې غرب هڅه کوي خپل هغه اخلاقي برید چې په تېره یوه پېړۍ کې یې د مسلمانانو پر شخصي ژوند کړی، په مستقیم فزیکي برید بدل کړي. دغه راز "د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه" د کمپاین له ناکامۍ وروسته، چې په اسلامي امت کې یې د تسلیمۍ روحیه رامنځ ته کړې وه، د عربي پسرلي د انقلابونو له ټکان وروسته یې مشر اقرار وکړ چې انقلابونو یې سر سپين کړ! له دغو ټکانونو وروسته غرب پوه شو چې د اسلام او مسلمانانو طبيعت دا ښيي، چې د استعمار پر وړاندې به د اسلامي پاڅون سرعت په پرله پسې توګه زیات شي او تر هغه به دوام وکړي چې مسلمانان خپل واک بېرته ترلاسه کړی.

پر روسیه د فشار او پر چین د محاصرې مسئله د غربي ګټو، په تېره بیا د امریکا لپاره یوه مهمه موضوع ګرځېدلې ده. دې کار له اسلامي هېوادونو څخه د غرب د پوځي او لوجیستيکي ځواکونو ایستلو ته لاره هواره کړه، خو غرب نه غواړي چې اسلامي اُمت د ارام ساه واخلي او د دوی د اجنټانو پر وړاندې راولاړ شي، له همدې امله یې پر داسې اقداماتو لاس پورې کړی، چې مسلمانان په خپل منځ کې یو بل سره مستعمره کړي او د دې لپاره یې تر بېرته راستنېدلو پورې خپل اجنټان ځای پر ځای کړي دي، ځکه خو یې د اسلامي هېوادونو د واکمنانو او د یهودي دولت تر منځ د نورمال کېدو په اړه هڅې دوه برابره کړې، عربي خلیجي هېوادونو ته یې د یهودیانو لښکرې راوغوښتې او د دوو سپېڅلو جوماتونو په خاوره کې یې د دین پر وړاندې بریدونه پیل کړل، علماء یې بندیان کړل او د دستور کمېټه یې د تفریح ​​په کمېټه بدله کړه او په دې سره یې مدینه او مکه مکرمه په فساد کې راګیر کړل.

په اردن کې یې له ښوونیز نصاب څخه د قرآن کریم آیاتونه حذف کړل، د مصر په نصاب کې یې هم همدغه کار وکړ او د سوریې په ازادو شویو سیمو کې یې پر ښوونیز نصاب هم پیل وکړ. د آل سعود واکمنانو له ښوونیز نصاب څخه هغه څه لیرې کړل، چې الله سبحانه وتعالی پرې یهود محکوم کړي وو. د مصر واکمن د شاهي فرعونیانو د جسدونو په نړیوال جشن کې د فرعونیک (تمدن) بیا راژوندي کول پیل کړل. امریکا د هند په نیمه وچه کې د مسلمانانو د ځورولو لپاره کرکه لرونکي هندوان راوغوښتل، په دې توګه یې کشمیر ټوټه ټوټه کړ، مسلمانان یې له آسام څخه وشړل، په هند کې یې له لوی شمېر مسلمانانو څخه مدني حقونه واخیستل او د قضائیه قوې او قانون په زور یې د مسلمانو ښځو د حجاب له اغوستلو څخه منع کول پیل کړل.

په همدې ډول په اروپا کې فرانسې پر خپلې مسلمانې ټولنې برید وکړ او د جوماتونو په تړلو او د داسې قوانینو پر وضع کولو یې پیل وکړ، چې د مسلمانانو په کورونو کې د هغوی د ماشومانو د روزنې په برخه کې لاسوهنه وکړي. لکه څرنګه یې چې د سویډن په مشرۍ د سکینډینیوینیا هېوادونو په اړه پر مسلمانو کورنیو خپل بریدونه ګړندي کړي وو، د هغوی د ماشومانو په نیولو یې پیل وکړ او په غلطو پلمو سره یې د خپلو کورنیو له سترګو څخه پناه کړل. دا په داسې حال کې ده چې په اسلامي هېوادونو کې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون د احکامو د عملي کولو بهیر له پیل سره همهاله د مسلمانو کورنیو، په تېره بیا د فلسطین په سپېڅلې خاوره کې د سرپرستۍ د جرم په ترسره کولو سره، د تفرقې اچولو بهیر پیل کړ، پر کورنۍ او کورني جوښت یې د پلار واک سلب او ترې وایې خیست او همدارنګه کورنۍ یې له بد اخلاقۍ سره مخ کړې. په وروستیو اونیو کې د مسلمانانو د قاتلانو او د ځمکو د غاصبینو هرکلی مو هم هېر نه دی. په ترکیه کې د یهودي ادارې د مشر او همدا راز په اماراتو کې د بشارالاسد د ملګرتیا څرګندونې، د ټول اسلامي امت په ټپونو د مالګې اچولو په څېر وو.

اې مسلمانانو... اې د قدرت او محافظت څښتنانو!

که چېرې مسلمانو واکمنانو د خپلو خاورو په ګوټ ګوټ کې د کافر غرب له خوښې سره سم د لاسوهنې دروازې نه وی پرانیستې، هغوی نه شوای کولای، چې دغه بریدونه ترسره کړي. له همدې امله د اسلامي امت له شخصي ژوند څخه به دا انحراف تر هغه وخته پورې ونه درېږي، چې خلیفه ونه لري، تر څو دوی راغونډ کړي او د دښمنانو پر وړاندې ورسره مرسته وکړي. غرب له دغو اقداماتو تر هغه وخته لاس نه اخلي، تر څو چې دوى دوه مهم ټکي درک نه کړي: لومړى دا چې اسلامي امت اوس هم له خپلو شرايطو نه اوړي او غواړي چې خپل واک بيا ټينګ کړي او د غرب نفوذ له خپلې خاورې وباسي. دویم دا چې د روسیې او چین مسئلې به له اسلامي هېوادونو څخه د غرب پام واړوي او په دې توګه به له ګوډاګیو واکمنانو څخه ځانونه خلاص کړي او خپله خاوره به بېرته ترلاسه کړي. نو اې مسلمانانو په دې مبارکه مياشت کې بېړه وکړئ او په خپل منځ کې د قوت او محافظت خاوندان راوباسئ، چې اسلام ته نصرت ورکړي، حزب التحریر ته لاسونه ورکړئ چې الله سبحانه وتعالی مو کامیاب کړي.

 الله سبحانه وتعالی فرمايلي دي:

 {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ}[محمد: ۷]

ژباړه: اې مومنانو که تاسو د الله سبحانه وتعالی (د دین) سره مرسته وکړئ، نو هغه به له تاسو سره مرسته وکړي او ستاسو قدمونه به کلک کړي.

یا په دنیا کې په ذلت او په آخرت کې د الله تعالی په غضب راضي شه! رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«مَا مِنْ امْرِئٍ يَخْذُلُ امْرَأً مُسْلِماً فِي مَوْضِعٍ تُنْتَهَكُ فِيهِ حُرْمَتُهُ وَيُنْتَقَصُ فِيهِ مِنْ عِرْضِهِ إِلَّا خَذَلَهُ اللَّهُ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ فِيهِ نُصْرَتَهُ، وَمَا مِنْ امْرِئٍ يَنْصُرُ مُسْلِماً فِي مَوْضِعٍ يُنْتَقَصُ فِيهِ مِنْ عِرْضِهِ وَيُنْتَهَكُ فِيهِ مِنْ حُرْمَتِهِ إِلَّا نَصَرَهُ اللَّهُ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ نُصْرَتَهُ»(رواه: ابو داود)

ژباړه: هر مسلمان چې بل مسلمان په داسې ځای کې یوازې پرېږدي، چې د هغه سپکاوی کېږي او د هغه پر عزت او ابرو بريد کېږي، الله سبحانه وتعالی هغه په داسې ځای کې یوازې پرېږدي، چې هلته د مرستې او الهي کمک هیله لري. هر مسلمان چې له بل مسلمان سره په هغه ځای کې مرسته او یاري وکړي، چې هلته یې ابرو او حیثیت تر بريد لاندې وي، الله سبحانه وتعالی ورسره په هغه ځای کې مرسته کوي چې هلته د الهي نصرت او کمک هیله لري.

دا د یوه کس لپاره دی، نو تاسو چې نفوذ او محافظت لرئ، د هغو کسانو په اړه چې له دوه میلیارده اُمت سره خیانت کوي څه کړئ!؟ مخکې له دې چې ناوخته شي، د مسلمانانو د حرمت په اړه له الله سبحانه وتعالی څخه ووېرېږئ.

په پای کې په دې سپېڅلې میاشت کې پر اسلامي امت غږ کوو، چې سږ کال د روژې مبارکه میاشت له الله سبحانه وتعالی سره د حق په لاره کې یو نوی پیل وګڼئ، که څه هم غرب او د هغه اجنټان ترې کرکه لري او د الله سبحانه وتعالی پر فتح خوشاله شئ. الله سبحانه وتعالی فرمايلي دي:

{وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ}[النور: ۵۵]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی ستاسو د هغو کسانو سره، چې ایمان راوړي او ښه عملونه وکړي، وعده کړې ده چې هغوی په ځمکه کې هماغه شان خلیفه ګان وګرځوي لکه چې له هغو څخه مخکې تېر شوي خلک یې ګرځولي وو. د هغو لپاره به هغه دین پر محکمو بنسټونو ودروي چې الله سبحانه وتعالی ورته خوښ کړی دی. د هغو د وېرې (اوسنی) حالت به په امن ورته بدل کړي. هغوی دې زما بندګي کوي او زما سره دې کوم شی نه شریکوي. څوک چې له دې وروسته کفر غوره کړي، نو همداسې کسان فاسقان دي.

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته د روژې مبارکه میاشت مو مبارک شه!

د شنبې ورځ، د ۱۴۴۳هـ.ق، د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ نېټه ده.

انجنیر صلاح الدین عضاضه

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې