الاقصی مسجد: د الاقصی مسجد له څنډو غږ «په نوامیسو غیرت کول»
- خپور شوی په ویډیوګانې
وړاندې کوونکی: استاد ابو خلیل الطوبانی
۱۴۳۹هـ.ق، د محرم الحرام ۴مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د سپتامبر ۱۴مه
وړاندې کوونکی: استاد ابو خلیل الطوبانی
۱۴۳۹هـ.ق، د محرم الحرام ۴مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د سپتامبر ۱۴مه
د حزب التحریر - ولایه سودان ځوانانو د سوډان په پوهنتونونو کې د «اقتصادي اصلاح د حقیقت او ګمراه کولو ترمنځ» تر عنوان لاندې کنفرانس ترسرکړ.
۱۴۳۹هـ.ق، د ذوالحجې ۷مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د اګست ۱۸مه
وړاندې کوونکی: د حزب التحریر- ولایه سوریې مطبوعاتي دفتر
۱۴۳۹هـ.ق، د محرم الحرام۵مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د سپتمبر ۱۵مه
وړاندې کوونکی: سیاسي مفکر احمد الخطواني (ابو حمزه)
۱۴۳۹هـ.ق، د ذوالحجه، د حجاز خاوره/ ۲۰۱۸م، اګست
وړاندې کوونکی: استاد عبدالرحمن الزیود
۱۴۳۹هـ.ق، د محرم الحرام ۲مه، چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د سپتمبر ۱۲مه
د خپرونې مېلمه: شیخ احمد الصوفی (ابو نزار الشامی)
د خپرونې وړاندې کوونکی: شیخ عدنان مزیان ۱۴۳۹ه.ق، د ذوالحجې ۲۸مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د سپتمبر ۸مه
وړاندې کوونکی: شیخ سعید الزعلان (ابو مصعب الشامی) ۱۴۳۹ه.ق، د محرم الحرام درېیمه، پنجشنبه/ ۲۰۱۸م، د سپتمبر ۱۳مه
وړاندې کوونکی: شیخ سعید الکرمی (ابو عبد الرحمن) ۱۴۳۹ه.ق، د ذوالحجې ۱۳مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د اګست ۲۴مه
(ژباړه)
د دوبي په جریان کې په سویډن کې حزب التحریر د «غږ مو پورته کړئ، خو په ټاکنو کې نه!» تر نامه لاندې کمپاین پیل کړ. دا د فعالیتونو یوه لړٍۍ ده چې په هغه کې ویډیوګانې، د کمپاین د رسالو وېشل او له مسلمانانو سره لیده کاته شامل دي.
د دغه کمپاین اصلي پیغام دا دي چې مسلمانان څنګه کولای شي چې خپل اسلامي هویت ته له زیان رسولو پرته په ټولنه کې فعال واوسي، د کمپاین د موضوعګانو په اړه مسلمانانو په خورا شوق پر خپل منځ کې او ټولنیزو شبکو کې بحث کړی دی. دغه کمپاین په اغېزمنه توګه د اسلامي لید لوري په وړاندې کولو کې بریالی و، په سویډن کې یې د ټاکنو پر بحث او اسلامي سیاسي فعالیت اغېزه وکړه. کمپاین همدا راز په لوړه کچه د رسنیو پاملرنه تر لاسه کړه او پر دوی یې نیوکه وکړه چې تاسو د ډیموکراسي پر وړاندې کار کوي.
د پورتنیو څرګندونو په رڼا کې موږ «د سویډن حزب التحریر» غواړو لاندې ټکو ته اشاره وکړو:
1- حزب التحریر یو سیاسي ګوند دی چې مبدأ یې یوازې اسلام ده او په اسلامي نړۍ کې د خلافت به بیا تاسیسولو سره غواړي چې یو ځل بیا اسلامي ژوند پیل کړي. مسلمانان په لودیځ کې له لوی فرهنګي او سیاسي فشار سره مخ دي، چې هدف یې د اسلامي هویت له منځه وړل دي. حزب التحریر په لویدیځو هېوادونو کې له دې امله کار کوي چې د اسلامي افکارو په روښانولو او پیاوړي کولو سره د مسلمانانو هویت خوندي کړي او همدا راز دوی د مسلمانانو له نړیوالې ټولنې او مهمو موضوګانو سره په اړیکه کې وساتي. نو له دې امله حزب التحریر په سویډن او یا هم کوم بل لویدیځ هېواد کې د دوی د سیسټمونو د له منځه وړلو لپاره کار نه کوي.
2- حزب التحریر ډيموکراسي د یو دولتي سیستم په توګه نه مني، ځکه چې د سیکولریزم څخه سرچینه اخلي او د اسلام سره په ټکر کې ده. ډیموکراسي انسان ته د قانونو جوړونې حق ورکوي، په داسې حال کې چې د اسلام له نظره یوازې الله سبحانه وتعالي چې د ټولو مخلوقات خلق دي د قانون جوړونې حق لري. د دې سربېره، موږ ډيموکراسي د یو داسې سیستم په توګه پېژنو چې په ډېره لوړه کچه د دولتونو په تغیرولو سره یوازې د پانګوالانو او لویو تجارتونو د ګټو لپاره کار کوي. په دغه سیستم کې د خپل عهد او پیمان ماتول یو فرهنګ دي، سیاستوال د نخبه ګانو د راضي کولو لپاره د رایې ورکوونکو سره خپلې ټولې کړې وعدې ماتوي. اسلام خپل ځانګړی، جامع او عادلانه سیستم لري چې موږ (حزب التحریر) یې په اسلامي نړۍ کې د تاسیسولو لپاره کار کوو او نور مسلمانان هم ورته دعوتوو.
3- موږ پر دغه واکمنه فضا باندې کلکه نیوکه کوو، ځکه چې په پرله پسې ډول مسلمانانو ته سپکاوی کوي او اسلام خلکو ته د یو خطر په ډول معرفي کوي. موږ د سیاستوالو دوه مخي هم ردو، چې د اسلامي ټولونو څخه د ټاکنو په را رسېدلو سره استفاده کوي، تر څو پاپولیستي امتیازونو تر لاسه کړي.
4. د ډیموکراتیک سیستم ردول هېڅ کله هم دیکتاتوري او د ټولنې د جلاوالي د ملاتړ په معنی نه دي. حزب التحریر د دیکتاتورۍ تر ټولو لوی مخالف دی. د دغه ګوند په زرګونو غړي په اسلامي نړۍ کې د دیکتاتورو رژیمونو له لوري له ځورولو، ربړولو او اعدامولو سره مخ کېږي.
حزب التحریر د دواړو جلاوالي او په لویدیځ کې د یوالی پر خلاف دي. موږ د جلاوالي پر خلاف یو، ځکه چې اسلام مسلمانان له ټولنې څخه د جلاکیدو منعه کړي. موږ همدا راز په لودیځ کې د یوالي پر خلاف یو، ځکه چې په لویدیځ کې یوالی په دې معنی دی چې مسلمانان باید خپل اسلامي ارزښتونو تر پښو لاندې کړي. دا په هغه وخت کې موږ ته څرګندېږي، کله چې له مسلمانانو څخه غربي ارزښتونو ته د وفادارۍ غوښتنه وشي او یا هم کله چې حجاب کول، د نارینه او ښځینه د لامبو وهلو جلا کول، په اسلام طریقه د ماشومانو را لویول او په تعلیمي مرکزونو کې لمونځ کولو منعه کېږي او یا هم سیاسي ستونزه ترې جوړوي.
حزب تحریر استدلال کوی چې مسلمانان باید کفارو او نورو مسلمانانو سره په بحثونو کې په ګډون سره په ټولنه کې یو اساسي رول ولوبوي او د اسلام ضد پالیسیو او دسیسو پر وړاندې ودریږي.
په سویډن کې د حزب تحریر مطبوعاتي دفتر
موږ د الله سبحانه وتعالی یو او د هغه لوري ته ورګرځو.
د الله سبحانه وتعالی پر قضا په پوره او راسخ باور د حزبالتحریر- ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر، د محترم ورور مرحوم عبدالغیاث د وفات له امله د هغه درنې کورنۍ ته تسلیت وايو او د الله متعال له درباره ورته جمیل صبر او عظیم اجر غواړو.
زموږ ګران ورور او مخلص دعوتګر عبدالغیاث ۴۳ کلن و، چې د خپل عمر ۸ کاله یې په حزب التحریر کې په دعوت کې تېر کړي وو. نوموړي د روان کال د سنبلې په ۲۲مه د پنجشنبې په ورځ په یوه ترافیکي پېښه کې د اځل داعي ته لبیک ووایه. الله سبحانه وتعالی ته د هغه لپاره د مغفرت او فردوس جنت دعا کوو.
عبدالغیاث ورور یو فعال دعوتګر و، چې د دعوت په لاره کې یې ډېرې ستونزې وګاللې او د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره یې په پوره ثبات او ډاډ خپلې مبارزې ته دوام ورکړ.
هغه په افغانستان کې د حزب التحریر د دعوت یوه مهمه سرمایه وه، په حقیقت کې موږ د ده نشت احساسوو او الله سبحانه وتعالی ته دعا کوو، چې د ده نېک اعمال په خپل دربار کې قبول او نوموړي ته د جنت په روضو کې ځای ورکړي.
﴿وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ * الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ﴾
[بقره:۱۵۵-۱۵۷]
صابرانو ته زېری ورکړه، هغه کسان چې کله کوم مصیبت ورورسېږي، نو وايي: موږ د الله یو او د هغه لوري ته ورګرځو.
د حزبالتحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر