چهارشنبه, ۱۴ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۰۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

ولایه تونس: د دکتور عبد الجلیل التمیمي په دفتر کې د خپلواکۍ په اړه د کنفرانس ترسره کول

په هغه کنفرانس کې د استاد حبیب الحجاجي ګډون کول چې د دکتور عبد الجلیل التمیمي په دفتر کې د خپلواکۍ په اړه نیول شوی و. 

               ۱۴۳۹ه، د شعبان ۱۹مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د مې ۵مه

د مطلب ادامه...

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر: «کمپاین «له اسیرې جنات بیسبالوفای څخه ملاتړ»

بسم الله الرحمن الرحیم

حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر :کمپاین«له اسیرې جنات بیسبالوفای څخه ملاتړ!»

(ژباړه)

نن سلګونه هغه روسي مسلمانان چې له حزب التحریر سره یوځای فعالیت کوي، د روسيې د جنایت کار حکومت له خوا د روسیې په زندانونو کې شپې او ورځې تېروي؛ روسي حکومت دغه مسلمانان په هغه دروغجنه فیصله کې په ترهګرۍ تورن کړل، چې په ۲۰۰۳م کې د روسیې د سترې محکمې له خوا  صادره شوه او حزب التحریر یې د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړ. د روسیې د  محکمې د دغې بې سارې فیصلې پر بنسټ، سیاسي اسلامي حزب التحریر تروریستي حزب ګڼل کېږي. د حزب التحریر د غړو پر وړاندې د روسیې د قوانینو تشدیدول د روسیې د اساسي قانون د اصولو  پر بنسټ نه، بلکې د ترهګرۍ د قوانینو پر اساس تصویبېږي، چې د محکومینو د بند موده پکې ۲۰ کلونو ته رسېدلی ده.

دغه قوانین په ښکاره ډول د روسيې په ټولو سیمو او سانت پترسبرګ ښار کې په ظلم او ستم سره پلې شوي دي، لکه څنګه یې چې په  وروستیو کلونو کې لسګونه دعوتګران زنداني کړل. ۲۰۱۷م د نومبر په ۲۴مه د روسیې امنیتي ځواکونو د حزب التحریر د غړي دعوتګر عیسی رحیموف چې په ۱۲ کاله زندان محکوم شوی دی، مېرمن هم ونیوله. د عیسی رحیموف مېرمن له خپل روسي اصلیت څخه تېره او مسلمانه شوې ده او خپل نوم یې له «اللا» څخه پر «جنات بیسبالوفا» بدل کړی دی. جنات بیسبالوفا په دې دلیل چې له حزب التحریر سره فعالیت کوي ونیول شوه او هغه زندان ته چې مجرمان پکې اوسېږې، وسپارل شوه، ورپسې زموږ د دې خور بند د ۲۰۱۸ م په جنوري کې دوه میاشتې نور هم تمدید شو، چې هغه به د ۲۰۱۸م مارچ تر ۱۶مې د روسیې په زندان کې وي او هماغه ورځ به یې بله محکمه وي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاء مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الآيَاتِ إِن كُنتُمْ تَعْقِلُونَ﴾

[آل عمران: ۱۱۸]

ژباړه: د هغوی له خولې څخه د دښمنۍ نښې ښکاري او هغه څه چې په زړه کې لري (له هغو بدخواهیو څخه چې ظاهروي یې). لوی دي موږ تاسو ته هغه نښې بیان کړي چې  دښمن او دوست پرې وپېژنۍ، که عقل لرئ.

نو د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر په جدي فعالیت سره د اسلامي دولت د تاسیس او د عاجزو مسلمانو ښځو پر وړاندې د روسیې د ظالم حکومت د کړنو او زندانی کولو د رد او تقبیح لپاره د «له اسیرې جنات بیسبالوفای څخه ملاتړ!» تر عنوان لاندې نړیوال کمپاین تر سره کوي.

اې مسلمانانو! موږ تاسو د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره د اسلامي دولت د تاسیس لپاره له حزب التحریر سره کار او فعالیت ته رابولو؛ دا د الله سبحانه و تعالی د رضا لاسته راوړلو لپاره یوازینۍ لاره ده او د اسلامي دولت په بیا تاسیس سره به مسلمانان د کفارو له قوانیونو او د ظالمو حکمتونو له شره وژغورل شي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾

[انفال: ۲۴]

ژباړه: اې مومنانو! د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم بلنې ته لبیک ووایاست، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تاسو ته د هغه څه په لور بلنه درکړي چې تاسو ته( مادي، معنوي، دنیوي او اخروي ژوند دربښي او  وپوهېږئ چې الله سبحانه وتعالی د انسان او د هغه د زړه تر منځ حایل دی( او کولی شي چې انسان د زړه له غوښتنو او هیلو لرې کړي) او وپوهېږئ کله چې د الله سبحانه وتعالی په مخکې راټول شي حساب او کتاب به درسره کېږي.

اې ربه! موږ سره مرسته وکړه! زموږ خور جنات بیسبالوفا، خاوند یې، د ظالمانو په زندانونو کې ټول اسیر مسلمانان او هغه مسلمانان چې د دعوت په لاره کې د ظلم لاندې دي، ته یې وساتي! اې ربه! کله چې ستا په مرسته مسلمانان اسلامي

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: په اریحا کې د حزب التحریر د هغو ځوانانو په تړاو چې د صقور الشام ډلې له خوا نیول شوي دي، اعتراضي لاریون

حزب التحریر ولایه سوریې د حزب التحریر د هغو ځوانانو په تړاو چې د صقور الشام ډلې نیولي دي په لودیځه حومه، کفر تعال سیمه، اریحا کې اعتراضي لاریون وکړ.
۱۴۳۹هـ، د شعبان ۱۹مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د مې ۵مه
د کفر تعال په لاریون کې چې په اریحا کې د حزب التحریر د هغو ځوانو په تړاو چې د صقور الشام ډلې له خوا نیول شوي، د شیخ سعید الزعلان (ابو مصعب الشامی) خبرې.

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: په سحاره کلي کې د حزب التحریر د هغو ځوانانو د ازادولو لپاره لاریونونه چې صقور الشام ډلې سره بندیان دي.

حزب التحریر ولایه سوریې د حلب په لودیځه حومه، سحاره کلي کې په چاودنو او برمته کولو د نیوکې او د حزب التحریر د هغو ځوانانو د ازادلو لپاره چې له غوطې څخه تبعید شوي دي او له صقور الشام ډلې سره په بلوط زندان کې بندیان دي، لاریونونه وکړل.
۱۴۳۹هـ، د شعبان ۱۸مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د مې څلورمه

د مطلب ادامه...

ولایه تونس: د خلافت کلنۍ کنفرانس: «خلافت راتلوونکی ځواکمن دولت»

د حزب التحریر د ۱۴۳۹هـ/ ۲۰۱۸م نړیوالو فعالیتونو تر څنګ د خلافت دولت د (۲۸ رجب) د سقوط د یاد په مناسبت د امت د بېدارۍ او د خلافت دولت د بیا تاسیس لپاره یې د همت کولو، حزب التحریر ولایه تونس د «خلافت دولت راتلونکي ځواکمن دولت» تر نوم لاندې کلنۍ کنفرانس تر سره کړ.

د مطلب ادامه...

د امت منبر: د سحاره سیمې د یوشمېر مشرانو بیانیه: د حزب التحریر د هغو ځوانانو د نیولو په اړه نیوکه چې صقور الشام ډلې له غوطي څخه تبعید کړي دي.

د امت منبر: د سحاره سیمې د یوشمېر مشرانو بیانیه: د حزب التحریر د هغو ځوانانو د نیولو په اړه نیوکه چې صقور الشام ډلې له غوطي څخه تبعید کړي دي. 

 ۱۴۳۹ه، د شعبان ۱۹مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د مې ۵مه

د مطلب ادامه...

پردیو ته یې لاس ور نه کړ؛ ځکه د تابعیت له پېژند پاڼې پاتې شوه!

یوې الجزایرۍ ښځې د فرانسوي تابعیت د وېش مسوولو کسانو ته له لاس ورکولو ډډه وکړه، نو د فرانسې د سترې محکمې د حکم پر اساس د فرانسې د تابعیت له اخیستلو څخه منعه شوه.

د هغه حکم پر اساس چې په دغې اونۍ کې اعلان شو، د فرانسې سترې محکمې وویل: «په هغه ځای او وخت کې د هغې ښځې لاس نه ورکول، ښیي چې د فرانسیې له ټولنې سره یې توافق نه دی کړی.» دغه ښځه چې په اړه یې ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي، په ۲۰۱۰م کې یې په الجزایر کې له یوه فرانسوي سره واده کړی او له پنځو کلونو وروسته یې د فرانسې د تابعیت اخیستلو غوښتنه وکړه. دغې ښځې په ۲۰۱۶م کې د فرانسې په جنوب شرق، ګرنوبل کې  د فرانسوي دولت د تابعیت د تر لاسه کولو په بهیر کې د خپلو دیني باورونو پر اساس، دوو سیمه ییزو مسوولینو ته له لاس ورکولو څخه ډډه وکړه.

نوموړې ښځې د تابعیت اخیستلو لپاره د خپلې غوښتنې د رد له حکم وروسته، د حکم د استیناف غوښتنه وکړه، خو دغې محکمې د لومړنۍ محکمې حکم تایید کړ او قانوني یې وباله؛ دغه حکم یې په ټولنه کې د نه ګډون پر اساس او دا چې دغه موضوع له ژبې سره اړیکه نه لري، قانون ته د تابعیت غوښتلو مخالفو اسنادو په وړاندې کولو سره سند وباله. همدارنګه محکمې څرګنده کړه چې دغه حکم د عقیدې ازادۍ ته زیان نه رسوي او مخالفت ورسره نه لري.

لیکوال: منیب حمیدي

ژباړن: منصور دریځ

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې