سه شنبه, ۲۹ ربیع الثانی ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۰/۲۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د حزب التحریر پر وړاندې د نور «حامد» ورور ادعا ته ځواب

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

یوه مرکه چې د "المزهر السیاسي" خبري شبکې په واسطه له ښاغلي نور«حامد» سره شوې وه او د ۲۰۱۷م د سپټمر پر۱۰، ۱۱ او ۱۲مه یې خپره کړه،  نوموړي د حزب التحریر او د راشده خلافت د بیا تاسیس په اړه خبرې وکړې او دغه حزب او نور اسلامي حزبونه یې داسې معرفي کړل، چې ډېر له حقیقته لرې دي او د نوموړي دغه کړنه له حزب التحریر او د دوی له افکارو او مفاهیمو څخه د هغه؛ ناسم درک ښیي. له تاسو رسنیو څخه به خوشاله شو چې ځواب یې خپور کړئ.

د نور حامد ورور له خبرو څخه په نقل: «د حزب التحریر، طالبانو او بوکو حرام ډلو په واسطه د اسلامي خلافت بیا تاسیس یوازې هغه شعار دی، چې د غرب د زیات ورځني پرمختګ او د اسلامي خاورو د اشغال پر وړاندې د عکس العمل پر اساس رامنځته شوی دی. هغه کسان چې د خلافت د بیا تاسیس شعارونه ورکوي، یوازې د دوی دیني احساسات دي چې پر علم او عقل یې غلبه کړې او دې پایلې ته رسېدلي. د اسلامي حاکمیت یا د خلافت د تاسیس شعارونه هغه ګونګ شعارونه دي، چې د مسلمانانو له احساساتو څخه سرچینه اخلي او که عملي بڼه ونه لري، نو هېڅ اغېزمن نه دي.»

که عمیق فکر وکړو، نور ورور خپل ځان د اسلام د لېږدوونکو او د خلافت د شبابو قاضي ټاکلی دی. دی سره له دې چې د دموکراسۍ د نظام پر نیمګړتیا او فساد پوهیږي؛ خو بیا یې هم دغه نظام د اسلام لپاره بدیل وړاندې کړی او وایي: موږ باید د داسې دېموکراسۍ اړوند ټولنیز او اقتصادي پرمختګونه وکړو، چې غرب مو په چارو کې مداخله و نه کړي او ځان د دوی له افکارو څخه ازاد کړو.»

زموږ نصیحت هغو ته چې دېموکراسۍ غولولي او غربیانو ګنکس کړي، دا دی: هغه څه ته، چې موږ اړتیا لرو، هغه د غرب له مداخلې پرته دېموکراسي نه ده، بلکې هغو افکارو او مفاهیمو ته اړتیا لرو، چې مسلمانان په پوره ډول د غرب له تقلید، کلتور او مفاهیمو څخه ژغوري، چې دا یوازې د هغوی له وژونکو زهرو څخه د ژغورنې رښتینې لار ده. د نور ورور د ادعا په ځواب کې باید ووایم:

لومړی: د اسلامي خلافت تاسیس یوازې د حزب التحریر شعار نه دی، بلکې دا د الله سبحانه وتعالی له لوري فریضه ده. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

 ﴿وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ وَلاَ تَتَّبِعْ أَهْوَاءهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَن يَفْتِنُوكَ عَن بَعْضِ مَا أَنزَلَ اللّهُ إِلَيْكَ فَإِن تَوَلَّوْاْ فَاعْلَمْ أَنَّمَا يُرِيدُ اللّهُ أَن يُصِيبَهُم بِبَعْضِ ذُنُوبِهِمْ وَإِنَّ كَثِيراً مِّنَ النَّاسِ لَفَاسِقُونَ

[مائده: ۴۹]

ژباړه: نو اې محمده صلی الله علیه وسلم! د دوی ترمنځ په هغه څه حکم وکړه چې الله سبحانه وتعالی پر تا نازل کړي دي، د دوی د غوښتنو پیروي مه کوه او پام دې وي چې دغه خلک تا په فتنه کې وانه چوي، له هغه هدایت څخه چې الله سبحانه وتعالی تا ته درلېږلی د یوې ذرې په اندازه دې هم وانه ړوي. نو که دوی مخ ورڅخه واړوي وپوهېږه، چې الله سبحانه وتعالی د دوی د ځینو ګناهونو په سبب په مجازاتو د هغوی د اخته کېدو اراده کړې ده او دا حقیقت دی چې له دغو خلکو څخه ډېری یې فاسقان دي.

دغه ټکی باید هېر نشي، د هغه څه تطبیق چې الله سبحانه وتعالی یې امر کړی پرته له خلافت څخه امکان نه لري. په دې اړه پیغمبر صلی الله علیه وسلم داسې فرمایلي دي.

«كَانَتْ بَنُو إِسْرَائِيلَ تَسُوسُهُمُ الْأَنْبِيَاءُ، كُلَّمَا هَلَكَ نَبِيٌّ خَلَفَهُ نَبِيٌّ، وَإِنَّهُ لَا نَبِيَّ بَعْدِي، وَسَتَكُونُ خُلَفَاءُ فَتَكْثُرُ، قَالُوا: فَمَا تَأْمُرُنَا؟ قَالَ: فُوا بِبَيْعَةِالْأَوَّلِ، فَالْأَوَّلِ، وَأَعْطُوهُمْ حَقَّهُمْ، فَإِنَّ اللَّهَ سَائِلُهُمْ عَمَّا اسْتَرْعَاهُم»

(رواه مسلم)

ژباړه: د بني اسراییلو مشري به پیغمبرانو کوله او هر کله به چې پیغمبر وفات شو، بل پیغمبر به د هغه ځای ناستی شو؛ خو له ما څخه وروسته به بل پیغمبر نه وي، بلکې خلفا به وي او شمېر به یې ډېر زیات شي، وویل شول: نو په هغه حالت کې موږ ته څه امر کوې؟ ویې ویل:په لومړي بیعت سره، د لومړي حق ادا  کړئ او الله سبحانه وتعالی به له دوی څخه د هغه څه په اړه چې پرې ګومارلي یې دي پوښتنه وکړي.

«مَنْ خَلَعَ يَدًا مِنْ طَاعَةٍ، لَقِيَ اللَّهَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ لَا حُجَّةَ لَهُ، وَمَنْ مَاتَ وَلَيْسَ فِي عُنُقِهِ بَيْعَةٌ، مَاتَ مِيتَةً»

(رواه مسلم)

ژباړه: چا چې د خلیفه له اطاعت څخه سرغړونه وکړه، د قیامت په ورځ به له الله سبحانه وتعالی سره په داسې حال کې مخ شي، چې کوم دلیل به نه لري او که هر څوک په داسې حال کې مړ شي، چې له امام یا خلیفه سره یې بیعت نه وي کړی، د جاهلیت په مرګ مړ شوی دی.

همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً

[بقره: ۳۰]

ژباړه: زه به په ځمکه کې  ځای ناستی وټاکم.

امام قرطبي رحمه الله په دې اړه وایي: دغه ایت د ځمکې پر مخ د خلیفه د ټاکلو د وجوب دلیل دی، له هغه څخه اطاعت او له دستوراتو څخه دې پیروي وشي. د مسلمانانو او امامانو تر منځ د خلیفه په ټاکلو کې هېڅ اختلاف نشته.

دویم: د غرب پرمختګ په ټولو برخو کې پوره پرمختګ نه دی؛ بلکې برعکس د حیواني ژوند له تګلارې، بد اخلاقۍ او سطحي فکرۍ  پرته یې د بشریت لپاره بل څه نه دي ډالۍ کړي. دا چې د غرب د پرمختګ اساس د علم او ټکنالوژۍ پایله ده، تاسو ونه غولوي؛ ځکه دغه دواړه څېزونه له هغې ایډیولوژۍ سره، چې غرب یې لېږدوي، هېڅ تاثیر نه لري او تر نن ورځې پورې یې خپل پیروان نه دي قانع کړي. لکه څنګه، چې روسیې هم په خپله زبرځواکۍ کې له علم او ټکنالوژۍ سره سره ونه شو کولی د بشریت او خپلو پیروانو ستونزه په سمه توګه حل کړي.

که څه هم د روسیې کمونستي نظام د غرب له پانګوال نظام سره په ټکر کې دی او ورسره توپیر لري، خو بیا هم دغه نظام په خپل پیدایښت کې د پانګوال نظام په څېر بشري ریښه لري او ویې نشو کولی نړۍ رهبري کړي. همداراز د چین هېواد او د کمونېزم نور ملاتړي هېوادونه هم له دا ډول تجربې سره مخ شول. زموږ موخه دا ده، اسلامي امت په نړیواله سطحه یوازې د تصمیم نیولو سیاسي قدرت نه لري او له بده مرغه مسلمان حکام د غربیانو د ګټو لپاره د وسایلو په توګه استعمالېږي، ترڅو د مسلمانانو د فکري پانګې په شمول د اسلامي خاورو طبعي مواد چور کړي.

نن ورځ د یو منظم او د اسلامي امت د ساتونکي دولت په نشت کې زرګونو مسلمانو علماوو غرب ته پناه وړې او خپل علم یې د اروپا او امریکا د ساتنې او ځواکمنولو لپاره مصرف کړ؛ خو که اسلامي امت یو ځل خپلې عقیدې ته وګرځي او هغه په خپل ژوند او خپلو سیاسي تصمیمونو کې اساس وګرځوي، په چټګۍ سره به د نړۍ زبرځواک شي، چې په هغه حالت کې به نه یوازې دا چې د علم او تخنیک له مخې پرمختګ وکړي؛ بلکې په خپلو پاکو افکارو سره به ټول بشریت له هغه حیواني ژوند څخه، چې د عصري او مدرن ژوند، نوم یې ورکړی وژغوري.

درېیم: د پیغمبر صلی الله علیه وسلم پر منهج د راشده خلافت د بیا تاسیس شعار، کومه خیالي تګلاره نه ده، چې نور ورور یې ادعا کوي؛ بلکې د الله سبحانه وتعالی د حکم په امر، چې د ټولو کایناتو او بشریت خالق دی تر سره کیږي. هغه سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ

[حجر: ۹]

ژباړه: موږ قران نازل کړی او موږ یې پخپله ساتونکي یو.

په حقیقت کې که د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سیرت مطالعه کړو، پکې موندلی شو، چې هغه صلی الله علیه وسلم په خپل عملي ژوند کې د دولت د تاسیس طریقه ښودلې ده، تر څنګ یې خلفاوو د دغې طریقې پیروي کړې او عملي کړې یې ده او الله سبحانه وتعالی هم د دغې طریقې د ساتلو ضمانت کړی دی. الله سبحانه وتعالی خپل پیغمبران په هر وخت کې د بشر د لارښوونې لپاره را لېږلي دي، ترڅو دوی ته له قیامت څخه خبر او د جنت زیری، چې پراخوالی یې د ځمکې او اسمانونو په څېر دی، ورکړي. هر چا چې دا درک کړه او ځان یې تغیر کړ، کامیاب دی او هر چا چې وغوښتل ناپوه پاتې شي، دا لار یې پخپله ټاکلې ده. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلامَ دِينا

[مائده: ۳]

ژباړه: نن ما ستاسو دین، تاسو لپاره بشپړ کړ او خپل نعمت مې پر تاسو پوره کړ او ستاسو لپاره مې اسلام ستاسو د دین په توګه وټاکه.

﴿وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَىٰ لِلْمُسْلِمِينَ

[نحل: ۸۹]

ژباړه: او موږ دغه کتاب پر تا نازل کړ، چې د هر شي څرګندوونکی او د مسلمانانو لپاره هدایت، رحمت او زېری دی.

څلورم: لکه څنګه چې د نور ورور له خبرو څخه معلومیږي، دی د حزب التحریر په اړه کره معلومات نه لري او په سمه توګه د دغه حزب پر واقعیت نه پوهېږي. پر هغه سربېره نوموړی پر دغه حزب تور لګوي او وایي، چې دغه حزب علمي او دقیق لید نه لري. په رښتیا چې انسان د هغه څه دښمن دی، چې په اړه یې نه پوهیږي. حزب التحریر هغه حرکت دی، چې د دغه امت واقعیت یې په دقیق او څرګند ډول مطالعه کړی او اسلام یې په سیاسي بڼه پېژندلی او وروسته یې تصمیم نیولی، چې څه ډول په نړۍ کې د اسلامي عقیدې پر اساس بنسټیز بدلون راولي. دغه حزب د عامه پوهاوي لپاره په بېلابېلو لکه:د دولت دارۍ نظام ، اقتصاد، داخلي سیاست، بهرني سیاست او نورو برخو کې کتابونه لیکلي دي او د دغه حزب غړي د راشده خلافت د راوستلو لپاره په خپلو فعالیتونو کې شپه او ورځ په نه ستړې کېدونکې بڼه مشغول دي.

په پای کې د نور ورور لپاره زما نصیحت دا دی، د تش په نامه دیني حکومت اصطلاح غربي منشا لري او هغه تجربه شوې، چې د غربي مفکورو تولید ده او په اسلام کې اصلا ځای نه لري. اسلامي دولت هغه دولت دی، چې د مسلمانانو په واسطه د دوی د چارو د تنظیم لپاره د اسلامي شریعت پر اساس تطبیقېږي او حاکم افراد د رعیت له مسول پرته پر نورو لوړتیا نه لري. پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«إِنَّمَا الدِّينُ النَّصِيحَةُ، إِنَّمَا الدِّينُ النَّصِيحَة» قِيلَ: لِمَنْ؟ قَالَ: «لِلَّهِ وَلِرَسُولِهِ وَلِكِتَابِهِ وَلِأَئِمَّةِ الْمُسْلِمِينَ وَعَامَّتِهِمْ»

(روا احمد)

ژباړه: دین نصیحت دی، دین نصیحت دی. اصحابو وویل: د چا لپاره؟ هغه صلی الله علیه وسلم وویل: د الله سبحانه وتعالی، د هغه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم، د هغه د کتابونو، او د مسلمانو مشرانو او د دوی د رعیت لپاره.

په پای کې له نور ورور څخه غواړم، ترڅو له موږ سره وویني او کومو معلوماتو ته چې اړتیا لري، په مخامخ ډول یې له موږ څخه واخلي، نه له هر کس او نا کس څخه، ترڅو له حقیقته خبر شي. موږ له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو، چې هدایت مو کړي او د خپلو ویناوو د عمل توفیق راکړي.

لیکوال: ابراهیم عثمان ابو خلیل

د حزب التحریرـ ولایه سوډان رسمي ویاند

ژباړن: منصور دریځ

د مطلب ادامه...

د پیغمبر صلی الله علیه وسلم هجرت؛ د غار، کوترې او عنکبوت کیسه نه؛ بلکې دولت، رهبري او امامت دی!

(ژباړه)

خبر:

۲۰۱۷م کال د سپټمبر ۲۱مه د ۱۴۳۸هـ.ق کال د محرم میاشتې لومړۍ ده.

تبصره:

د هر نوي هجري کال په پیل کې ډېری عالمان، خطیبان او  مدرسین له مکې نه مدینې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هجرت له بېلابېلو زاویو خبرې کوي؛ خو ډېری یې د دې پېښې له واقعیت او هغو تغیراتو څخه، چې امت ته یې لویې پېښې راوړي، لرې او بې خبره دي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هجرت پېښه زموږ له ژوند سره ډېر ورته والی لري. په هغه وخت کې فارس او روم دوه لوی قدرتونه وو او عربو څه نه لرل. داسې قبیلې وې، چې ډېری وخت به یې په دښتو کې مهاجرتونه کول او ډېری وخت به د اوبو پر سر سره جنګېدل. مکه معظمه چې د «ام القری» په نامه یادېده، د بت پرستۍ بنسټ او مرکز وه. رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه وخت هجرت وکړ، چې غولوونکي وړاندیزونه ورته وشول. رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې قدرت، شتمنۍ او ټول څیزونه وړاندیز کړل؛ خو هغه صلی الله علیه وسلم ټول رد کړل او د رسالت او تبلیغ لارې ته یې ادامه ورکړه. هغه د دغو وړاندېزونو پر وړاندې خپل کاکا ته وویل:

«يا عم، والله لو وضعوا الشمس في يميني، والقمر في يساري على أن أترك هذا الأمر حتى يظهره الله، أو أهلك فيه، ما تركته»

ژباړه: اې کاکا! پر الله سبحانه وتعالی قسم که لمر مې په ښي لاس او سپوږمی مې په کېڼ لاس کې راکړي، چې له خپل دعوت نه لاس واخلم، نو دا کار به هېڅکله ونه کړم؛ تر هغه چې الله سبحانه وتعالی دغه دین غالب کړي او یا په دغې لاره کې مړ شم.

دغه شرطونه له هجرته مخکې وو او دا چې مکه نوره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعوت لپاره وړ ځای نه و، نو مناسبه وه، چې دعوت له دغه ښار او ټولنې څخه یوه بل داسې ښار او ټولنې ته، چې د دعوت لپاره وړ ځای وی او خلکو یې ملاتړ کړی وی، لېږدول شوی وی؛ چې یقیناً هغه ځای مدینه منوره وه.

د مکې د هغه وخت واقعیت زموږ له نني واقعیت سره داسې دی، چې په مکه کې اسلامي دولت نه و نن هم نشته. ظالمو او سرکشو حکومتونو( امریکا، روسیې او چین) د بشریت پر ستونې پښه اېښې،لکه څنګه چې په هغه وخت کې فارس او روم داسې کول. همدارنګه د مزدورو حکامو په رهبرۍ نني بې ارادې او کمزوري دولتونه د هغه وخت د عربو قبایلو په څېر دي. د فلسطین په مبارکه خاوره کې د یهودو دولت نن د هغه وخت د مدینې منورې د یهودي قبایلو رول لوبوي.

نن ورځ د دغه لوی امت مخلص او تقواداره دعوت کوونکي هغه خلک دي، چې د امت تر ټولو مهمه موخه لېږدوي؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او اصحابو یې دغه مهم امر لېږدولو او دې موخې ته د رسېدو لپاره یې لویې قربانۍ ورکړې او هېڅکله د ظالمانو ظلم او ځورونې یې د لارې خنډ نه شوې، نو هغه څه چې له هغه وخت سره ورته والی لري دا دي، چې نني دعوت‌کوونکي د جاهلیت حالت د تغیر او د اسلامي دولت د بنسټ اېښودلو لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم لاره تعقیبوي، هغه دولت چې د حق پلي کول، عدالت، خیر، برکت او ... نعمتونه به ورسره وي.

 بل هغه څه چې له هغه وخت سره ورته والی لري دغه دي، چې نن ټول کفري هېوادونه پر دعوتګرو فشار راوړي او همدارنګه هغو خلکو، چې د غربي ثقافت فریب یې خوړلی، پر دعوت‌کوونکو یې میدان تنګ کړی. نو دغه دعوت‌کوونکې د حضرت عمار، یاسر، خبیب، بلال او... رضی الله عنهم په څېر دي. که څه هم پر دعوت‌کوونکو فشار راوړي، خو بیا هم دعوت‌کوونکي د نبوت پر منهج د راشده خلافت نږدې والي ته خوشاله دي، لکه څنګه، چې دغه پېښه د رسول الله صلی الله علیه وسلم او اوس او خزرج قبیلو تر منځ رامتځته شوه. یادې قبیلې(اوس او خزرج) د حضرت مصعب بن عمیر رضی الله عنه په لاس په مدینه منوره کې مسلمانې شوې او ورسته یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعوت مرستې او نصرت ته را ودانګل. رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل، چې د اسلامي دولت د تاسیس په موخه د انحضرت دعوت خپلې سیمې ته ولېږدوي؛ تر هغه چې مدینه منوره یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر قدمونو روښانه کړه او هغه یې د اسلامي دولت پلازمېنه وټاکله.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د اصحابو مهاجرینو (چې د دعوت لېږدوونکي وو) او انصارو (چې د قدرت او ځواک خاوندان وو) او هغو کسانو تر منځ چې نن د اسلامي دولت د تاسیس او د اسلام د دین د عزت لپاره کار کوي (د دعوت لېږدونکي) او په اسلامي نړۍ کې د ځواک خاوندو مسلمانانو (د قدرت او نصرت خلک) لکه د پوځ افسرانو او ټولنو د رهبرانو له پرتلې په بشپړه توګه په ډاګه کېږي، چې د دولت د رامنځته کېدو عناصر له مکي وخت سره پوره ورته‌والي لري. یقینا موږ د تغیر نښانې په ښکاره توګه وینو او د الله سبحانه وتعالی په خوښه د کامیابۍ د سهار وړانګې ډېرې نږدې وینو. نو اې د قدرت او ځواک خاوندانو! تاسې د الله سبحانه وتعالی د دین مرستندویان یاست.  

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا كُونوا أَنصَارَ اللَّهِ كَمَا قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ لِلْحَوَارِيِّينَ مَنْ أَنصَارِي إِلَى اللَّهِ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنصَارُ اللَّهِ﴾

(صف: ۱۴)

ژباړه: اې مومنانو! د الله تعالی د دین مرستندویان شئ لکه څنګه چې د مریم زوی عیسی علیه سلام حواریونو ته وویل: د الله تعالی لور ته په بلنه کې زما ملاتړي څوک دي؟ ځواب یې ورکړ موږ د الله تعالی د دین مرستندویان یو.

هو، د دعوت نصرت پر تاسو فرض دی، درته جایزه نه ده، چې د الله سبحانه وتعالی د دین نصرت یوه شېبه وځنډوئ. پوه شئ، درته جایزه نه ده، چې ژوند او د ظالمانو د ظلم وېره مو د الله سبحانه وتعالی د دین له نصرت څخه غوره وبولئ. د راشده خلافت د عاملینو نصرت وکړئ او د مدینې د خلکو په څېر، چې پروني انصار وو؛ نني انصار شئ. دا لوی ویاړ به د چا په برخه شي او د چا په لاس به د اسلام او مسلمانانو عزت بېرته راشي؟ له تاسو څخه به څوک د الله سبحانه وتعالی په رضا لاسته راوړلو کې بریالي شي او څوک به له صادقینو سره وي؟ الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿قَالَ اللَّهُ هَذَا يَوْمُ يَنْفَعُ الصَّادِقِينَ صِدْقُهُمْ لَهُمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ﴾

[مائده: ۱۱۹]

ژباړه: د قیامت پر ورځ  الله تعالی فرمایي:  دا هغه ورځ ده، چې رښتینو ته به د هغوی رښتینولي ګټه رسوي. د دوی لپاره د جنت داسې باغونه دي، چې لاندې ترې ویالې بهېږي.

لیکوونکې: رولا ابراهیم  

له ولایه سوریې څخه

ژباړن: شجاع

د مطلب ادامه...

ولاية سوريا: سلسلة "الأربعون السياسية"

يسرنا في المكتب الإعلامي المركزي لحزب التحرير أن نقدم مع دخول شهر رمضان المبارك

 لمتابعي وزوار صفحاتنا سلسلة مرئية جديدة بعنوان "الأربعون السياسية"

من إعداد المكتب الإعلامي لحزب التحرير في ولاية سوريا،

يقدمها الأستاذ أحمد الصوراني جزاه الله كل خير، فكونوا معنا..

د مطلب ادامه...

د اسلامي خاورو د دولتونو په اوردو کې ګډون

  • خپور شوی په فقهي

(ژباړه)

پوښتنه

اسلام علیکم ورحمِة الله وبرکاته!

محترم شیخ صاحب! ایا د اسلامي خاورو د دولتونو په اوسنیو پوځونو(اردو) کې کار کول او ګډون روا دي؟ په داسې حال کې، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث د ظالمو حکامو په لښکرو کې ګډون منع کړی دی او ایا له ظالمو حکامو سره جګړه او ورڅخه طلب نصره رواهده او که نه؟

ځواب

وعلیکمالسلامورحمةاللهوبرکاته!

له ابو سعید خدري او ابوهریره رضی الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«لَيَأْتِيَنَّعَلَىالنَّاسِزَمَانٌيَكُونُعَلَيْكُمْأُمَرَاءسُفَهَاءُيُقَدِّمُونَشِرَارَالنَّاسِوَيَظْهَرُونَبِخِيَارِهِمْوَيُؤَخِّرُونَالصَّلاةَعَنْمَوَاقِيتِهَا،فَمَنْأَدْرَكَذَالِكَمِنْكُمْفَلايَكُونَنّعَرِيفًاوَلاشُرْطِيًّاوَلاجَابِيًاوَلاخَازِنًا»

(رواه أبويعلى اورجاله رجال الصحيح خلا عبدالرحمن بن مسعود وهو ثقة)

ژباړه: پر خلکو به داسې وخت راشي، چې امیران به یې بېعقل  او  پیشوایان به یې تر ټولو بد خلک وي او خلک به د دوی په غوښتنه خپل نظر  څرګندوي او لمونځ به په خپل وخت نه کوي. نو کهله تاسو څخه څوک له دې زمانې سره مخ شول ، باید یې وکیل، عسکر یا سرتېری، د مال راټولوونکی او  ساتونکی(متعمد) نشي.

د کنزالعمال په یو بل روایت کې له ابوهریره رضي الله عنه څخه داسې راغلي:

«...فَمَنأدْرَكَهمْ فَلا يَكُوْنَنّلَهُمْعَرِيفًاوَلا جَابِيًا وَلاخَازِنًا وَلا شُرْطِيًّا»

ژباړه: نو که له تاسو  څخه څوک له دې زمانې سره مخ شول، قطعاً د دوی وکیل، د مال راټولوونکی، ساتونکی(متعمد) او عسکر یا سرتېری نشئ.

د دغې موضوع په اړه څېړونکي ته لاندې مسایل څرګندېږي:

۱ـ د ابویعلي په حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ظالمو بېعقلو حکامو تر حکم لاندې له دغو څلورو کارونو څخه په مطلق ډول منعه کړې ده. د کنزالعمال په روایت کې هم په ځانګړي ډولله دغو څلوروڅېزونوڅخهمنعه کوي. لکه څنګه چې په حدیث کې د(لهم) لفظ یاد شوی او په دغه ځای کې لام د تخصیص لپاره دی، نو د دغو امراوو  پر ساتنه او هغوی ته د مال پر ټولولو او زېرمه کولو نهی(منعه) شوې.

په دغو دوو حدیثونو کې مطلقه منعه پر هغو خلکو؛ یعنې مطلقه منعه پر هغه وکیل، د مال پر راټوونکي او ساتونکي نه ده، چې په داسې دولت کې چې پر اسلام حکم نه کوي کار کوي؛ بلکې له دغو څلور کارونو څخه نهی د هغو کسانو لپاره ده، چې له دغو حکامو سره کار کوي او ځانګړي کسان(ساتونکي) یې دي.

۲- څوک چې د ظالمو او بې بېعقلو چارواکو پر حکم راضي کېږي، ګنهکارېږي، که دنده یې په اوردو کې وي یا په غیر اوردو کې؛ ځکه د هغو چارواکو د تغیر لپاره، چې اسلامي نظام نه تطبیقوي هڅې نه کول، له اعمالو یې انکار نه کول او له هغوی څخه راضي کېدل دا ټول د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې لویه ګناه ده. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«سَتَكُونُ أُمَرَاءُ فَتَعْرِفُونَ وَتُنْكِرُونَ، فَمَنْ كَرِهَفَقَدْ بَرِئَ، وَمَنْ أَنْكَرَفَقَدْسَلِمَ،وَلَكِنْمَنْرَضِيَوَتَابَعَ.»

(رواه مسلم)

ژباړه: ډېر ژر به داسې حکام  ولرئ، چې هغوی به پېژنئ او بد به یې بولئ، نو چا چې بد وبلل خلاصون یې پیدا کړ او څوک چې ناراضه وو روغ پاتې شول. افسوس پر هغو، چې ترې راضي شول او پیروي یې وکړه.

۳ـ طلب النصره له هغو کسانو څخه کېږي، چې د قدرت خاوندان وي. فرق نه کوي، چې د ظالمو چارواکو په ساتنه کې وي یا نه وي؛ ځکه د تغیر موخه همغه ظالم او بېعقل حاکمان دي، چې اسلامي نظام نه تطبیقوي او طلب نصره ورڅخه روا ده، د هغه فاسد نظام چې پکې کار کوي د واقعیت له بیان ورسته،پکې تغیر واجب دی. هر کله یې، چې قناعت وکړ او د الله سبحانه وتعالی او د رسول صلی الله علیه وسلم لپاره یې دغه امر ومنلو، له شک پرته دا عمل یې ستر کار دی. که چېرې یې له خپل دغه موقف څخهد اسلامي نظام( خلافت) په تاسیس کې استفاده وکړه، الله سبحانه وتعالی به یې د ستر اجر خاوندان کړي.

لکه څنګه، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم بهد کفارو بېلابېلو قبیلو ته ورته او اسلام ته به یې را بلل، تر څو  یې پر بما انزل الله باندې د حکم کولو لپاره طلب النصره ومني. همدارنګه د هغو کسانو حکم، چې د ظالمانو په اوردو کې کار کوي په هغه وخت کې ترې طلب النصره روا ده ، چې حق ومني او له ظالمانو څخه د انکار او د هغوی د تغیرولو لپاره پر شرعي حکم پوه شي او د تیارسئ په حال کې وي.

۴ـ هو، د ظالمو حکامو تر څنګ جګړه په هغه وخت کې، چې جګړه له کفارو سره وي نه له مسلمانانو سره، روا ده؛ ځکه جهاد په ټولو حالاتو کې د مسلمان حاکم تر حاکمیت لاندې پر مسلمانانو فرض دی. په دغه حالت کې فرق نه کوي، چې مسلمان حاکم نیکو کاره وي یا بد کاره، دا هم هغه وخت سم دی، چې جګړه له کفارو سره وي؛ ځکه د جهاد ایات په مطلقه توګه راغلي نه په مقیده. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلی دي:

﴿وَمَالَكُملَاتُقَاتِلُونَفِيسَبِيلِاللَّهِ﴾

[نساء: ۷۵]

ژباړه: پر تاسې څه شوي، چې د الله تعالی په لاره کې جهاد نه کوئ.

﴿الَّذِينَآمَنُوايُقَاتِلُونَفِيسَبِيلِاللَّهِ﴾

 [انساء: ۷۶]

ژباړه: مومنان شته چې د الله تعالی په لاره کې جهاد کوي.

﴿فَلْيُقَاتِلْفِيسَبِيلِاللَّهِالَّذِينَيَشْرُونَالْحَيَاةَالدُّنْيَا﴾

[نساء: ۷۴]

ژباړه: د الله تعالی په لاره کې باید هغه خلک جګړه وکړي، چې د اخرت لپاره د دنیا ژوند پلوري.

ډېرداسې ایتونه شته، چې د حاکم شرط یې ظالم او غیر ظالم نه دی ښوودلی، خو تر هغه وخته چې د کفارو پر وړاندې جهاد وي. لکه څرنګه چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له احادیثو څخه په ډاګه کېږي، چې د ظالم حاکم شتون د کفارو پر وړاندې جهاد نه منعه کوي، یعنې د ظالم حاکم تر څنګ د کفارو پر وړاندې جهاد روا دی. له انس رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«وَالْجِهَادُ مَاضٍ مُنْذُ أنبَعَثَنِىاللَّهُإِلَىأَنْيُقَاتِلَآخَرأُمَّتِىالدَّجَّالَ، لاَ يُبْطِلُهُ جَوْرُ جَائِرٍ وَلاَ عَدْلُ عَادِلٍ»

(سنن الكبرى بيهقی۹/۲۶۳)

ژباړه: جهاد له هغه وخت راهیسې ، چې الله تعالی  مبعوث کړم تر هغه وخته، چې وروستی امت مې دجال ووژني ادامه لري.

 پوه شئ، چې د هېڅ ظالم ظلم او د عادل عدل جهاد نشي باطلولی.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو رشته

ژباړن: شجاع

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې