- مطابق
د مقدمې پر ځای:
ارامۍ او خوشالۍ ته رسېدل د بشر یوه همېشنۍ غوښتنه ده او په دې برخه کې انسانانو د تاریخ په اوږدو کې مختلفې لارې ازمویلې دي، تر څو ارامي تر لاسه کړي. ډېری کسان خوښۍ او ارامۍ ته رسېدل په پيسو، شتمنۍ، لوړو زده کړو، وظیفوي پرمختګ، په تجارت کې پرمختګ، استعداد درلودو او نورو کې ګڼي؛ خو دا ډول کسان صرف دغو بریاوو ته په رسېدو نور په ژوند کې د سوکالۍ او خوښۍ احساس نه لري.
په واقعیت کې دا څه راز دی، چې پر دې سربېره چې ساینسي، صنعتي او ټیکنالوژيکي پرمختګونو د بشر په ژوند کې بېساري اسانتیاوې رامنځته کړې؛ خو د دنیا خلک له دغو ټولو امکاناتو سره په عجیبه او بېسارې بڼه د افسردګۍ، پرېشانۍ او روحي بحران پر لور روان دي. تر دې چې ارامتیا او سوکالي د معاصر انسان ورکه ګڼل کېږي.
د دغه بحران او اضطراب لامل څه دی او ولې خلک پر زیاتو امکاناتو سربېره خوښ نه دي؟ د دې لیکنې په لومړۍ برخه کې د ارامۍ او نېکمرغۍ په اړه د غرب پر لیدلورو بحث کوو، چې نن په نړۍ کې د یو حاکم لید په حیث شتون لري. په دویمه برخه کې پر دې بحث کوو چې ارامي او نېکمرغي له اساسه په څه پورې تړاو لري.
- · د نړۍ په کچه د نارضایتۍ واقعیت
د نړۍ په کچه د نارضایتۍ د زیاتېدو یو خورا مهم لامل د غربي مفکورو حاکمیت دی. په دې دلیل چې غرب پرمختګ او سعادت ته رسېدل انسانانو ته د ژوند موخه تعریف کړې او سعادت د انسان د اړتیاوو او غریزو په بشپړ پوره کېدو پورې تړلی ګڼي. غربي ژوندود ته په ځيرتیا څرګندېږي، چې غرب په یوه عجیب تضاد کې ژوند کوي، له یوه اړخه غربي مفکورې او ارزښتونه سعادت او ارامتیا ته رسېدل په پرېمانه شتمنیو، لوړ مقام او د ژوند په اسانتیاوو پورې تړلی ګڼي؛ خو برعکس خپله د غربیانو معتبرې څېړنې په ډاګه کوي، چې هر څومره چې غرب په مادي ډګر کې د پرمختګ لوړیو پوړیو ته رسېدلی، له بلې خوا د اضطراب، افسردګۍ او له ژونده د نارضایتۍ بحران زیات پراخ شوی.
پروفیسور ریچارد لایارد په خپل مشهور کتاب «خوښي» کې په غربي ټولنه کې د خلکو پر غمګینۍ او نه رضایت څېړنه کړې. نوموړی لیکي: «زموږ (غربیانو) په ژوند کې یو جدي تناقض شته. ډېری کسان په ژوند کې زیات عاید او امکانات غواړي او د لاسته راوړو لپاره يې کار کوي. پر دې سربېره چې په غرب کې خلک ورځ په ورځ د امکاناتو او اسانتیاوو له نظره سوکاله کېږي؛ خو د خوښۍ او رضایت کچه یې برعکس مخ په ټيټېدو ده.» نوموړی استدلال کوي، چې دا مسئله نوره یوه معما نه ده.
ده د خپلې څېړنې د اثبات لپاره د دريو هېوادونو د هر وګړي پر عاید څېړنه کړې او عجیبې پایلې يې موندلې دي. په وروستۍ نیمه پېړۍ کې له ۱۹۵۰م وروسته د انګلیس، امریکا او جاپان د خلکو عاید درې برابره زیات شوی او ژوند یې ښه شوی. د ژوند معیارونه او اسانتیاوې يې څو برابره شوې، تر پخوا ستر کورونه لري او پرمختللې ټيکنالوژۍ راحت ژوند ورته چمتو کړی. دوی لوکس او ګرانبیه وسایل پېري. خو د څېړنو پایلې ښيي چې د ژوند د امکاناتو پر څو برابره کېدو سربېره د خلکو په خوښۍ کې ډېر کم زیاتوالی راغلی او د لاسته راغلو امکاناتو او شتو له ودې سره هېڅ د پرتلې وړ نه دی. یا په بله وینا دا د سوکالۍ امکانات او د ژوند اسانتیاوې د دغو هېوادونو د خلکو د ارامۍ او نېکمرغۍ احساس د زیاتېدو لامل نه دي شوې.
د دې تر څنګ هغه مختلفې څېړنې، چې د نړۍ د هغو هېوادونو د خوښۍ د کچې په اړه شوې، چې د ژوند د معیارونو، د وګړو د عاید او شتمنۍ متفاوته کچه لري، ښيي چې د شتمنو هېوادونو د خوښۍ کچه تر بېوزلو هغو کمه ده او په ژوند کې زیاتې انديښنې او پرېشانۍ تجربه کوي.
پاتې دې نه وي چې هغه کلیدي ځانګړنې، چې د خوښۍ یا نه خوښۍ د ښودلو لپاره یې غربي څېړونکي کاروي، ټولې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په چټکۍ زیاتې شوې دي. دا ځانګړنې دغه دي: افسردګي، جرم، جنایت او پر الکولو روږدي کېدل.
د بېلګې په توګه: په امریکا کې ۱۵٪ خلک په ۳۵ کلنۍ کې بالیني (بستري) افسردګي تجربه کوي. حال دا چې دا شمېره په ۱۹۶۰م کې ۲٪ وه. په امریکااو اروپايي هېوادونو کې پر الکولو د روږدي کېدو له امله مېړنه د ۱۹۵۰م کال دوه برابره شوې. د کورنيو ګواښونه او تیت وپرک او پاشل شوې کورنۍ، چې ماشومان یې بې سرپرسته پرېښي، زیاتې شوې او اوس کابو نیمايي امریکایان له ۱۵ کلنۍ وروسته له خپلو اصلي پلرونو سره ژوند نه کوي. په ۱۹۵۵م کې طلاق تر ډېره غیر معمول و، خو اوس په چټکۍ زیات شوی.
د دې تر څنګ په ۱۹۵۰- ۱۹۸۰م کلونو کې د جرم او جنایت کچه په منځني ډول په ټولو غربي هېوادونو کې په سلو کې ۳۰۰ زیاته شوې. همدارنګه دا د شنونکو په نظریاتو کې یو جدي تضاد دی، چې د بېکارۍ په له منځه وړلو او د شتمنۍ په زیاتولو په ټولنه کې جرم او جنایت کمېږي. که څه هم تر یوه ځایه د بېکارۍ له منځه وړل د جرم وجنایت د کمښت لامل کېږي؛ خو د جرم و جنایت د کمښت اساسي حللاره نه ده.
دغه تضاد غرب ژور ګډوډ کړی، له یوې خوا ادعا کوي، چې د یوې خوښې ټولنې لپاره باید د شتمنۍ تر لاسه کولو، اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره پام وشي، په داسې حال کې چې د غرب نفوس په زیاتېدونکې توګه د پرېشانۍ، ګډوډۍ، افسردګۍ او ځانوژنې د کچې لوړېدو پر لور روان دی. غرب په بیا بیا له ځانه پوښتي، چې د ددې ناخوښۍ او ناارامۍ لامل څه دی او دا ناوړه حالت باید څه ډول سم کړل شي؟ ایا د اقتصادي ودې لپاره دا نامتجانس تمرکز د بریا د معیار په توګه د توجیه وړ دی یا دا چې ناڅاپي پایلې يې رامنځته کړې؟ البته غربي متفکرین دغو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه نه لري.
- · د نارضایتۍ عوامل د څېړنو له سترګیو
څېړونکي ځېنې عواملو او رفتارونو ته اشاره کوي، چې په غرب کې د خلکو د ژورې نارضایتۍ لامل شوي:
لومړي- اقتصادي او ټولنیزې سیالۍ: د څېړنو یوه خورا مهمه موندنه ښيي، چې له اطرافیانو سره د ټولنیز او اقتصادي وضعیت پرتله د ژورې ناخوښۍ او غمګینۍ لامل کېږي. یو وګړی ممکن پر پرېمانه شتمنۍ سربېره د بریالیتوب او خوښۍ کم احساس وکړي، دلیل یې ډېر ساده دی، ځکه نوموړی د خپلو سیالانو او همردیفانو په اندازه شتمني نه لري.
ارواپوهانو په خپله یوه جالبه څېړنه کې د هاروارد پوهنتون محصلین پوښتلي، چې کوم غوره دی: ۵۰ زره ډالره کلنی عاید په داسې شرایطو کې چې نور کسان ۲۵ زره ډالره کلنی عاید لري که ۱۰۰ زره ډالره کلنی عاید په داسې شرایطو کې چې نور کسان ۲۵۰ زره ډالره کلنی عاید لري؟ زیاترو محصلینو لومړی ګزینه انتخاب کړې او دا یې غوره بللې چې کم عاید ولري په دې شرط چې د نورو او شاوخوا کسانو تر عاید زیات وي.
په حقیقت کې اقتصادي او ټولنیز رقابت د پرمختللي غربي ژوند په زړه کې ځای لري. دا رقابت او ځان له نورو سره پرتله کول د زیاتو انسانانو د ناراحتۍ او افسردګۍ لامل کېږي. همدارنګه په دې اړه ځينې غربي مفکرین په دې نظر دي، چې یو څه اندازه اقتصادي نابرابري، په یوه کچه د ژوند کولو لپاره د وګړو د حسادت او هڅې روحیه ساتل معقول او اړین کار دی؛ ځکه د حسادت، حرص او بخل روحیه په تېره بیا د اقتصادي فعالیتونو د ودې لپاره اړین ګڼل ګېږي.
دویم- د شتمنۍ د راټولولو څرخ: هغه کسان چې خپله خوښي یې د مادیاتو پر اساس درولې، ښايي په یوه ټاکلې اندازه شتمنۍ لاسته راوړو د خوښۍ او ارامۍ احساس وکړي؛ خو دا احساس ژر له منځه ځي. د دغه احساس له منځه تلل وګړی بیا تحریکوي، چې د خوښۍ احساس د لاسته راوړو لپاره بیا د شتمنۍ د لاسته راوړو لپاره هڅه وکړي او دا پروسه بیا بیا تکرارېږي.
څېړنو ښودلې چې شتمني او مالکیت باید ډېر غوره او ښه شي، تر څو د رضایت او نېمکرغۍ احساس تامین کړي. دا پروسه او حالت په روښانه د خوښۍ حس نه تضمینوي، بلکې یوازې وګړی د شتمنۍ د ترلاسي لپاره په یوه دایمي مسابقه کې کې اچوي.
د شتمنۍ د راټولولو دغه سیستم د دې لامل شوی، چې خلک ډېر سخت او اوږدمهال کار وکړي، تر څو زیات عاید لاسته راوړي؛ خو ډېر کم رضایت لري. د شتمنۍ او زیاتو امکاناتو د لاسته راوړو لپاره د پرمختللي کار ځواک خپله کورنۍ، روغتیا او ژوند په خطر کې اچولی او حتی د وزګارۍ په وختو کې هم په کار بوخت وي. حال دا چې څېړنې ښيي چې شتمني او امکانات په انسان کې یوازې د ۱۰٪ خوښۍ لامل کېږي. په دې معنی چې په ژوند کې هر ډول امکاناتو، امتیاز، مقام، اسانتیاوو او شتمنۍ ته رسېدل د یوه وګړي د یوازې ۱۰٪ خوښۍ لامل کېږي.
دا د ځينو څېړنو پایلې وې، چې په ډاګه کوي چې په ژوند کې د ناخوښۍ اصلي رېښه یو لړ پوچ افکار او ارزښتونه دي، چې د دغه حالت لامل شوي دي. له دې امله مادي ګټو ته ترجیح ورکول، شخصي ګټې تر لاسه کول او د وګړپالنې ظهور د داسې یوې ټولنې لامل شوی، چې په زیاتېدونکې توګه د ځانغوښتنې، مادهپالنې او اقتصادي او ټولنیزو سیالیو پر لور روانه ده.
د ډېرې بدمرغۍ او شرم ځای دی، چې ځينې د غربي ارزښتونو مقلدین، د دیموکراسۍ او ازاد بازار نوي شاګردان غواړي، چې د افغانستان په خلکو کې د دغو ارزښتونو په بنسټي کولو او واردولو خوښي او رضایت زموږ له خلکو لوټ کړي او په بدل کې يې خلک اضطراب او روحي اندیښنو ته ورټېل وهي. حال دا چې دا غیر انساني مفکورې په یوه ټولنه کې د بېباورۍ او بدګومانۍ لامل کېږي او هغه له داخله ورستوي. په حقیقت کې د دیموکراسۍ او پانګوالۍ مفکورې داسې ښاماران دي، چې غرب او ټول جهان ژوندی تېروي. نو پر موږ لازمه ده، تر څو دا ښامار پرېنږدو چې خوله وشکوي او په زهرجنو ارزښتونو یې نړۍ هلاکه کړي.
﴿وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَىٰ﴾
[طه:۱۲۴]
هر څوک چې زما له یاده مخ واړوي (او د اسماني کتابونو له احکامو لرې شي)، (په دنیا کې به) تنګ او سخت ژوند ولري او د قیامت پر ورځ به یې ړوند حشر کړو.
مصدق سهاک
د حزبالتحریر ـ ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر غړی