- مطابق
د «کابل پروسې» دویمه ناسته د تېرې اونۍ په وروستیو کې د ۲۵ هېوادونو او دریو نړیوالو سازمانو په ګډون په کابل کې جوړه شوه. له «تروریزم» سره ګډه مبارزه او په افغانستان کې د سولې ټينګښت د دې ناستې اصلي موخې وې او تر څنګ يې د افغانستان حکومت له مخالفو شورشیانو سره د سولې طرحه نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړه.
بېشکه سوله او ارامتیا د دې خاورې د هر وکړي پخوانۍ هیله ده. نږدې څلوېښت کاله کېږي، چې د افغانستان خلک د جګړې او وحشت په اور کې شپې او ورځې تېروي. په ځلونو د سولې اجنډا مطرح شوې؛ خو خلک شاهد دي چې وحشت او ناامني تر پخوا لا زیاتېږي.
خو اوسمهال رښتیا هم د افغانستان دولت د سولې راوړو لپاره خپلو وعدو ته د عمل جامه وراغوستی شي که دا ناستې زیات نمایشي اړخ لري او د عامه اذهانو د فرېب لپاره ګټه ترې اخیستل کېږي؟
په تېرو ۱۷ کلونو کې مو چې څه د افغانستان د دولت په کړنلاره کې ولیدل، هغه دا دي چې دولت په دا ډول صحنو جوړولو هڅه کوي، چې په هېواد کې شته ترخه حقیقتونه پټ کړي او خلکو ته یوه دروغجنه هیله ورکړي او څو سهاره نور خلک د سولې په خواږه نامه وغولوي.
له دې امله د افغانستان د دغو ورځو د ترخو حقیقتونو د پټ ساتلو لپاره دولت هڅه کوي، چې د سولې په اړه د مختلفو څلور اړخیزو، درې اړخیزو ناستو، سمبولیکو بحثونو او اوس د «کابل پروسې» دویمې ناستې او زرګونه نورو دروغو په وسیله عامه اذهان منحرف کړي، تر څو هغه حقیقتونه چې د خلکو ژوند یې ستونزمن کړی او د زغم له دایرې یې ایستلی، پټ پاتې شي. مګر «یو حقیقت او زر دروغ» هغه درس دی، چې "چرچیل" ورښودلی. د انګلیس پخواني صدراعظم چرچیل به ویل: «د یوه حقیقت د پټ ساتلو لپاره باید زر ډوله دروغ وویل شي.» له دې امله عجیبه نه ده، چې شاګردان یې دا ډول سیاست غوره کړي.
خو هغه حقیقت چې د پټولو لپاره يې هڅې روانې دي، له جګړې، ناامنۍ او بې ثباتۍ پرته بل څه نه دی. هغه حقیقت چې د امریکا د سیمهییزو موخو د ترلاسي لپاره اغېزمنه وسیله ده. نو د امریکا په شتون کې په افغانستان کې جګړه مسلم او نه بدلېدونکی حقیقت دی. مګر دا حقیقت باید په دروغو او سیاسي دوکو پټ شي، تر څو له یوې خوا خلکو ته دروغجنه هیله پيدا شي او له بلې خوا د «ملي یووالي» شړېدلي او سپخېدلي حکومت ته یو فرصت وي، تر څو ځان راټول او جوړ کړي او د خپل ځان یو مثبت انځور وړاندې کړي.
د افغانستان دولت چې له داخله سخت ټوټې ټوټې شوی او د هرې ورځې په تېرېدو یې د سیاسي اختلافونو تنور نور هم ګرمېږي او د دولت ستنې يې له پخوا زیاتې لړزېږي؛ په دغه هېواد کې د بهرنیو چارواکو سیاسي بحثونه او ناستې تر ډېره یو تبلیغاتي پيغام ته ورته دي، چې دولت خپل داخلي کوږوالي پټ کړي. په داسې حال کې چې دا ډول ناستې به هېڅکله د سولې د راتګ او د جګړې –چې له پخوا راهیسې د خبري رسنیو لپاره ګرمه سوژه ده– د ختمولو لپاره لار هواره نه کړي.
په پای کې دا ښکاره تضاد دی، چې که په افغانستان کې د امریکا ستراتیژي د جګړې دوام او ناارامي وي او د افغانستان حکومت د سولې وعدې ورکړي. د جګړې په شتون کې سوله ناممکنه او د هغې لپاره هڅې د خلکو غولول او هغوی ته دروغجنې هيلې ورکول دي. د افغانستان خلکو دا ډول ناستې په ځلونو تجربه کړې، چې لوړ لګښتونه پکې کېږي، رسمي او کاري ورځې پکې رخصتېږي او سړکونه د خلکو پر مخ تړل کېږي؛ خو یوې یې هم نتیجه نه درلوده، برعکس د جګړې او نارامۍ شدت تر پخوا لا زیاتېږي.
سهیل صالحی