شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     18 شوال 1438

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 12 جولای 2017 م

شمېره:      PR17055

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د پانامې اسنادو څرګنده کړه چې ډیموکراسي د فساد ساتنه کوي

واقعي، اغېزمنه او پر وخت حساب ورکونه یوازې پر نبوي طریقه خلافت کې شونې ده

د لومړي وزیر، نواز شریف استعفا غوښتنې تر هغې وروسته ډېر زور واخیست چې ګډي پلټونکي ډلې(JIT) د ۲۰۱۷م کال د جولای پر ۱۰مه د پانامې د افشا شوو اسنادو په تړاو خپل د پلټنې راپور سترې محکمې ته وسپاره. د ګډي پلټونکي ډلې راپور په پایله کې چې لومړی وزیر او اولادونو يې خپله شتمني نه وه په ډاګه کړې او د دوی ژوند تر اعلان شوو شمتنیو ډېر په لوړ معیار کې و، نو ځکه نوموړې موضوع به د ملي حساب ورکوني ادارې (NAB) ته وړاندې شي. هېڅوک باید د ( ۲۰۱۲ ز) کال د جون د میاشي هغه قضیه هېره نه کړي چې د پاکستان د هغه وخت لومړی وزیر یوسف رضا ګېلاني د سترې محمکې له لوري بې صلاحیته شو، خو پاکستاني حکومت او د پاکستان د خلکو ګوند (PPP) دی په واک کې پاتې کړ. سربېره پر دې نوی لومړی وزیر، راجه پرویز اشرف هم د همدې ګوند څخه ونومول شو، په داسې حال کې چې نوموړی د بډو اخیستنې له امله په مالي فساد تورن و، د ملي حساب ورکونې ادارې تر پلټنو لاندې و او هغه مهال دی د اوبو او بریښنا وزیر و. نو دا ځل هم که د لومړي وزیر د مسلم لیګ-نواز ګوند له واکه ګوښه کړل شي، واکمن ګوند به په ډېره اسانی سره یو بل فاسد واکمن و ګوماري، تر څو دغه دوره بشپړه کړي. رښتیا چې ډیموکراسي د فساد ساتونکې ده.

په ډیموکراسي او یا هم بل د انسان په لاس جوړ شوي نظام کې د واکمنانو واقعي، اغېزمنه او پر وخت حساب ورکونه ناشونې ده. لکه څنګه موږ په ټوله نړۍ کې  د پانامې اسنادو او نورو ګڼو دوسیو له لارې  په ښکاره ډول ولیدل، چې ډیموکراسي مفسدو واکمنانو ته د واک په درشل کې فرصت ورکوي، چې د واک او مالي سرچینو څخه په ګټې اخیستنې سره پرېمانه شتمنۍ په لاس راوړي. همدا راز دوی ته له محاکمې څخه د تېښتې ګڼې لارې برابروي او د فساد پټولو لارې چارې ورته ښيي. فاسد واکمانان په ټوله نړۍ کې تر کلونو کلونو څېړنو او د محکمو تر بهیر روسته، د کره شواهدو سره سره بیا هم مجرم نه پيژندل کيږي. واقعي، اغېزمنه او پر وخت حساب ورکونه د هغو خلکو لپاره چې په واک کې دي او د دولت مالي سرچینې يې په لاس کې دي، یوازې د نبوت پر طریقه خلافت کې شونې ده، چې هغه قانون پلی کوي چې الله سبحانه و تعالی نازل کړی دی، نه هغه قانون چې د انسان په لاس جوړ شوی دی. د ابو حمید الساعدي  څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یو تن د ابن لتبیه په نامه د الازد له قوم څخه د زکات را ټولونکي په توګه په کار وګوماره. کله چې نوموړی کار کوونکی د زکات د مال سره یوځای را ستون شو نو وه يې ویل: چې  ای پېغمبره صلی الله علیه و سلم! دغه مال ستاسو دی او دغه نور زما دی، ځکه دا يې ماته ډالۍ کړی." رسول الله صلی الله علیه وسلم دریځ ته وخوت او د الله سبحانه و تعالی حمد او ثنا یې وویله او ويې فرمایل:

»مَا بَالُ الْعَامِلِ نَـبْـعَـثُـهُ فَيَأْتِي يَقُولُ هَذَا لَكَ وَهَذَا لِي فَهَلاَّ جَلَسَ فِي بَيْتِ أَبِيهِ وَأُمِّهِ فَيَـنْـظُـرُ أَيُهْدَى لَهُ أَمْ لاَ وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لاَ يَأْتِي بِشَيْءٍ إِلاَّ جَاءَ بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يَحْمِلُهُ عَلَى رَقَـبَـتِـهِ إِنْ كَانَ بَعِيرًا لَهُ رُغَاءٌ أَوْ بَقَرَةً لَهَا خُوَارٌ أَوْ شَاةً تَيْعَرُ ثُمَّ رَفَعَ يَدَيْهِ حَتَّى رَأَيْنَا عُفْرَتَيْ إِبْطَيْهِ أَلاَ هَلْ بَلَّغْتُ ثَلاَثاً« (بخاري او مسلم)

ما یو تن ته دنده ورکړه چې زکات را ټول کړي، دی راغی او وايې: "دغه يې ستا او دا یې ما ته ډالۍ راکړې. بیا يې وفرمایل: که دی د پلار یا مور په کور کې پاتې شوی وای، نو ایا ده به ډالۍ ترلاسه کړې وای ؟ پر هغه الله قسم چې د محمد روح د ده په واک کې دی، که هر یو له تاسو څخه کوم شی په ناجایزه توګه واخلي، نو د قیامت په ورځ به د الله دربار ته په داسې حالت کې راځي چې پر اوږو به يې بار  وي. خبردار اوسئ! زه داسې څوک پېژنم چې د الله حضور ته به له اوښ سره راشي چې رمباړې به وهي یا به له غوا یا پسه سره راشي، چې بوغې به وهي. وروسته ده خپل لاس دومره اوچت کړ چې د ده د مبارک تخرګ سپینوالی مو ولید او  درې ځلې یې و ویل: "اې الله ما ستا امر ورسوه."

حزب التحرير- ولایه پاکستان، د پاکستان مسلمانانو ته خبرداری ورکوي چې د ډیموکراسۍ تر چتر لاندې دا ډول د فساد ضد ډرامې هیڅ مثبتي پایلې نه لري. تر دغې ډرامې وړاندې د مشرف د پوځي قانون دوره "د ډیموکراسۍ د بیا منځته راتلو دوره" او د پاکستان د خلکو ګوند "د قضا بیا منځته راتګ دوره هیڅ ښه والی او مثبت بدلون را نه ووست او فساد لا هم هغسې دوام لري. دغه راز به په راتلونکي کې هم ډیموکراسي کوم ښه والی او مثبت بدلون را نه ولي، ځکه چې هره اداره د بریتانوي هند راج څخه د ورپاتې کفري قانون سره سمې خپلې کړنې تر سره کوي. دغه د ډیموکراسۍ ډرامې  تاسو ته دروغجنې هیلې درکوي، ترڅو تاسي د نبوت پر طریقه د خلافت د بیاراتګ له لارې د واقعي بدلون له کار کولو څخه منع کړي. د ډیموکراسۍ له ډرامو څخه مخ واړوئ او خپلې ټولې هڅې د خلافت د بیا تاسیس لپاره مصرف کړئ، چې د واقعي، اغېزمن او پر وخت حساب ورکوونکو واکمنانو یوازينی ضامن دی.  

د حزب التحریر- ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې