شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     22 صفر 1439

میلادی نېټه :     شنبه, 11 نومبر 2017 م

شمېره:      ۱۷۰۷۶PR

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
په دېموکراسي نظام کې د خلکو رښتینی استازی ناشونی دی.

د کراچۍ ګډوډ سیاستونه دا قضیه ثابتوي، چې په دېموکراسۍ کې یوازې غوره طبقه د خلکو راتلونکی حکومت ټاکي.

(ژباړه)

دا حقیقت په ټوله نړۍ کې روښانه شوی، چې د دېموکراسۍ تر چتر لاندې ټاکنې خلک د خپلو غوښتنو مطابق خپل استازي نه شي ټاکلی؛ بلکې حاکمه غوره طبقه له ټاکنو وړاندې د خپلو خلکو ټاکنې د ټاکنیز فساد له لارې محدودوي او بدلوي.  هغه ګډوډۍ چې په دغو وروستیو ورځو کې د کراچۍ په سیاست کې روانې وې، داښیي چې دغه واقعیت په ټول پاکستان کې روان دی. په ناڅاپي ډول د دوو جناحو «متحد قومي حزب» (MQM) تر منځ اېتلاف اعلان شو، ځکه د تصور وړ نه و، چې له اتحاد ۲۴ ساعته وړاندې دغو دواړو رهبرانو اعلان کړی و چې مخالف جناح یې له سیاسي پلوه له منځ وړي. که څه هم په ښکاره د لیدو وړ دی، خو  په ډاډ سره ویلی شو چې د دغو دواړو جناحو تر شاه د حکومتي غوره طبقې لاس شته. د ډاون ورځپاڼې وویل: «د دواړو حزبونو مرکزي رهبري د هغو قدرتونو په واسطه چې د غونډې لپاره په دفاع وزارت کې احضار شوي وو؛ دغه اعلان وکړ، چې شخړې یې نور د زغم وړ نه دي».  

په حقیقت کې د دغو ټاکنیزو لاسوهونو لومړی ځل نه دی، چې په پاکستان کې تر سره کېږي. په ۲۰۰۷م کال کې پخوانۍ لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو له نظامي دیکتاتور جنرال پرویز مشرف سره خپل تړون داسې لاسلیک کړ، چې یو ځل بیا واک ته ورسېږي.

د امریکا د بهرینو چارو پخواني وزیر کاندولیزارایس پخپل کتاب د لوړ ویاړ نشت ((No Higher Honor کې د دغه تړون جزیات څرګند کړل. حتی تر دغه وړاندې په ۱۹۹۰یمه لسیزه کې ټاکنې ښیي، چې حاکمه غوره طبقه له ټاکنو وړاندې ډاډه وي، چې که خلک هر څوک ټاکي، نو باید د دوی په خوښه وي. په دېموکراتیک نظام کې حاکم د خلکو د ټاکنو د محدودولو په هڅه کې دی، ځکه کوم کسان چې مجلس ته لاره پیدا کوي، د هېواد د سیاستونو او قوانینو د جوړولو قانوني حق لري.

نو ځکه له هرو ټاکنو وړاندې د سیاسي حزبونو تر منځ سیالي پیلېږي ترڅو غوره حاکمه طبقه تایید کړي، چې مجلس به د هغوی له غوښتنو سره سم قوانین او سیاستونه رامنځته کړي. خو د دغه نظام بشپړ خلاف، د اسلام په سیاسي نظام (خلافت) کې خلک په خپلو رایو سره خلیفه او د امت مجلس استازي ټاکي؛ ځکه چې دواړه یې د قانون جوړلو هېڅ قدرت نه لري؛ بلکې خلیفه مجبور دی، چې هغه قانون، احکام او سیاستونو پلي کړي، چې له قرانکریم او سنتو څخه اخیستل شوي دي؛ په داسې حال کې چې د امت مجلس د اسلام پر بنسټ د قوانینو تطبیق تضمینوي.

نو ځکه، که خلیفه او د امت مجلس د غوره طبقې په هڅو وټاکل شي، دا حق نه لري چې قوانین رامنځته کړي او واکمنه غوره طبقه نه شي کولی چې پر هغوی فشار راوړي چې د دوی له غوښتنو او سیاستونو سره سم قوانین مطرح کړي. همدا راز، هغه غوره طبقه چې په دېموکراتیک نظام کې شته، هېڅ وخت په اسلامي خلافت کې نشته. له تاریخي پلوه هغه وخت چې د خلیفه منصب له اسلام څخه د کمزوري درک له امله په څو کورنیو کې همداسې پاتې وو؛ حتی په هغه وخت کې هم واک له خلیفه سره و، نه له هغې کورنۍ او غوره حاکمې طبقې سره چې په هغوی پورې تړلی و. همدارنګه خلیفه په خپلواک ډول اسلام تطبیق کاوه او د خلکو چارې یې تنظیمولې. همدا راز نامتو خلفاوو لکه د امویانو په دوره کې عمر بن عبدالعزیز، د عباسیانو په دوره کې هارون الرشید او د عثمانیانو په دوره کې مو سلیمان قانوني ولید، چې له خپلو واکمنیو څخه یې د اسلام او مسلمانانو د پیاوړي کولو لپاره ګټه اخیسته. په حقیقت کې خلافت یوازینی نظام دی، چې د خلکو حقوق تضمینوي، ځکه په دغه نظام کې خلک په هېڅ سیاسي حزب او په ټاکنو کې د هغوی په بریاوو پورې تړلي نه دي؛ ترڅو ډاډه شي چې د حاکم تر ټاکنې وروسته خپل حقونه پیدا کولی شي؛ بلکې د خلکو حقونه د الله سبحانه وتعالی د شریعت په واسطه ټاکل کېږي او پر خلیفه لازمه ده چې رعایت یې کړي.

دېموکراسي د پانګوالو او د ځواکمنو سېکولرو حکامو نظام دی او ان ښه حکام یې د دولت تر ټولو لږ سرچینې د خلکو لپاره ځانګړې کوي؛ تر څو هغوی د دغو فاسدو او سېکولرو حکامو پر وړاندې راپورته نه شي. اوس د دې وخت دی، چې د پانګوالۍ له چل او خیال څخه بهر شو، ځکه د دې لامل کېږي چې د خپل راتلونکې لپاره هوډ ونیسو. په دېموکراسۍ کې سېکولر حکام زموږ په اړه هوډ نیسي. په همدې دلیل د پاکستان خلک اوس هم په پاکستان کې د اسلام د پلي کولو هیله لري. که څه هم هغوی اویا کاله وړاندې د اسلام پر وړاندې خپل راتلونکي ته ژمن وو، په داسې حال کې چې د خپلواکۍ غوښتنې حرکت په دوام کې یې داسې شعار ورکاوه: «د پاکستان رښتینې مانا څه ده؛ لا إله إلا الله.» یوازې په راشده خلافت کې موږ د خپل راتلونکي په اړه په هوډ نیولو کې خپلواک یو؛ ځکه خلیفه او د امت مجلس یوازې له اسلام څخه پیروي کوي.

﴿اَلَا يَعلَمُ مَن خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الخَبِيرُ﴾

[ملک: ۱۴]

ایا هغه چا چې موجودات پیدا کړي، له حاله یې نه دی خبر؟! په داسې حال کې چې هغه له دقیق اسرار څخه خبر دی.

د حزب التحریر ـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې