یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     10 شعبان 1441

میلادی نېټه :     جمعه, 03 اپریل 2020 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۵۲

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د هندو دولت چاړه زموږ د ستوني تر رګونو رسېدلې او د باجوه- عمران رژیم د دې پر ځای چې خپلې لښکرې د اشغال شوي کشمیر د ازادولو لپاره چمتو کړي، یوازې ښکېلاکګرو هېوادونو ته پر شکایت کولو بسنه کوي

هندو دولت په اشغال شوي کشمیر باندې د خپلې ولکې د ټینګولو لپاره نوي ګامونه پورته کړي. په داسې حال کې چې د باجوه-عمران رژیم یوازې د ټويټ له لارې د هند د دولت پر ملامتولو باندې بسنهکوي او فکر کوي چې د دوی ټول مسوولیت همدا دی. د پاکستان دولت د دې پر ځای چې خپلې لښکرې د کشمیر د ازادولو لپاره سوق کړي، یوازې له پېښو څخه د نړۍ د خبرولو دنده ترسره کوي، د امریکا په ګډون د ملګرو ملتونو پیاوړو هېوادونو ته چیغې وهي، ترڅو دوی د هند پر وړاندې ګام پورته کړي. ایا د پاکستان دولت فکر کوي چې دغو هېوادونو اسلام منلی او له مسلمانانو سره خواخوږي لري!؟ هندو دولت د ۲۰۲۰ ز کال د مارچ په ۳۱ مه د یوې خبرتیا په خپرولو سره په کشمیر کې غیر کشمیري خلکو ته د ځینو شرایطو پر برابرولو سره د اوسېدو حق ورکړ. د څلورم رتبه دندو په ګډون ټول لوړ موقفونه به  غیر کشمیري خلکو ته ورکړل شي. د ۲۰۱۹ ز کال د اګسټ پر پنځمه هندو دولت د یو قانون پر تصویبولو سره د کشمیر ځانګړی نیم مختاره حالت ختم کړ او کشمیر یې د هندو اتحاد یوه برخه وګرځوله. د هندو دولت دغه کار د کشمیر د مسلمانانو سخته غوسه را وپاروله او په خورا سختۍ سره یې دغه پرېکړه رد کړه. هندو دولت په کشمیر کې د تېرو اتو میاشتني ګرځبندیز د لګولو، د خلکو د نیولو، شکنجو، ګولۍ چلولو او ړندولو وروسته هم نه دی توانېدلی چې د کشمیر مسلمانان خپلې هغې پرېکړې منلو ته اړکړي، چېله مخې یې کشمیر د هندو اتحاد سره یوځای کېږي. اوس د هند دولت غواړي چې په کشمیر کې غیر کشمیري خلکو ته د استوګنې د برابرولو له لارې د کشمیر اکثریت مسلمانان پر اقلیت باندې بدل کړي، ترڅو پر کشمیر باندې د دوی کمزورې ولکه پیاوړې شي.   

په پانګوالي ډیموکراتیک سیستم کې د دولت-ملت د مفکورې پر اساس د پاکستاني دولت بهرنی سیاست چې د «ملي ګټو» پر معیار رامنځته شوی، پاکستان ته اجازه نه ورکوي چې د هند پر وړاندې د نړۍ لویو طاقتونو ته له شکایت کولو پرته کوم بل اقدام وکړي. پاکستان د اقتصاد د خوندي کولو په نامه د کشمیر مسلمانان هېرکړي دي. هو! پاکستان به کله هم کشمیر ازاد نه کړي، دغه واقعیت د بصیرت خاوندانو ته ښکاره دی. مسلمانانو خپلې ګټې او ارزښتونه د خلافت تر چتر لاندې د خپل نظامي ځواک په وسیله د ۱۳ سوه کلونو لپاره خوندي کړي وو. خلافت داسې عظمت درلود چې د مسلمانانو د ګټو د خونديتوب لپاره یوازې د خلیفه لخوا د اسلامي لښکرو تحریکول او سوق کول همکافي وو. نن ورځ د الله سبحانه وتعالی یو تر ټولو کوچني مخلوق «کرونا» چې یوازې تر ډېرو پیاوړو مایکروسکوپونو لاندې لیدل کېدای شي، د نړۍ نظم د مرګ تر تخته رسولی او په نړیواله کچه د دغه نظم د له منځته تللو نښې ښکاره شوې دي. که دغه غوايي ته عبادت کوونکي د کرونا ویروس د خپرېدو څخه په ګټه اخیستنې پر کشمیر باندې خپله ولکه پیاوړې کولی شي، نو  مسلمانان هم کولی شي چې له دغه طلایي چانس څخه ګټه پورته کړي او د نبوت د منهج پر بنسټ خلافت تاسیس کړي.  په داسې حال کې چې امریکا، انګلستان، روسیه، فرانسه او چین ټول د کرونا د ناروغۍ «Covid-19» په وسیله فلج شوي او اقتصاد یې د هلاکت تر کندې رسېدلی دی. همدا مناسب وخت دی چې په پاکستان کې خلافت تاسیس شي او افغانستان، مرکزي اسیا او منځنی ختیځ ورسره وتړل شي. په سیمه کې هېڅ داسې قوت شتون نه لري چې امت ته د خپلې لارې په مسیر کې خنډونه رامنځته کړي. ایا له خلافت پرته داسې کوم دولت شته چې اشغال شوی کشمیر، فلسطین، برما او افغانستان ازاد کړي؟ ایا کوم هوښیار کس کولی شي چې د ښکېلاکګرو له ړانده غلام «باجوه-عمران رژیم» څخه دا تمه ولري؟ دغه رژیم څنګه کولی شي چې زموږ وسله والې لښکرې د کشمیر د ازادولو لپاره راوباسي؟ نو اې د پاکستان د وسلوال فوځ افسرانو، څه ته منتظر یاست؟ راشئ او د نبوت د منهج پر بنسټ د خلافت د تاسیس لپاره خپل قوت «نصرت» ورکړئ!

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې