جمعه, ۰۱ جمادی الثانی ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۱/۲۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

الواقیه تلویزیون: ژوندۍ خبرې اترې (نړیوال اقتصادي بحران)!

له ولایه اردن څخه له استاد حسن حمدان (ابو براء) سره الواقیه تلویزیون د (نړیوال اقتصادي بحران) تر سر لیک لاندې ژوندۍ خبرې اترې تر سره کړي.

پنجشنبه، ۱۴۴۰ د شوال ۲۴ مه / ۲۰۱۹ د جون ۲۷ مه

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: احمد قاصر ... مجاهد او د دعوت حامل ولې بندي کیږي؟!

د دعوت حامل او مجاهد احمد قاصر – ابن مدینه الارتاب د تحریر الشام د امنیتي ځواکونو لخوا نیول کیږي د دې لپاره چې د حق مسئله وايي.

د ولایه سوريې حزب التحریر مطبوعاتي مرکزي دفتر

شنبه، ۱۴۴۰ د شوال ۲۶ مه / ۲۰۱۹ د جون ۲۹ مه

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: د امت چارو خپرونه (خبیث سرطان الحاد!)

[د امت چارو خپرونه]

(خبیث سرطان الحاد!)

د خپرونې مېلمه: استاد سائر سلامه (ابو مالک)

وړاندې کوونکی: شیخ عدنان مزیان

شنبه، ۱۴۴۰ د شوال ۲۶ مه/ ۲۰۱۹ د جون ۲۹مه

د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لېنک باندې کلېک وکړئ.

د مطلب ادامه...

د پاکستان او افغانستان تر منځ هغه نشنلېستي شخړې پای ته ورسوئ، چې ګټه یې یوازې صلیبي امریکا او هندو دولت ته رسېږي Featured

  • خپور شوی په پاکستان

د ۲۰۱۹م کال د جون په ۲۹مه د کرېکټ یوې سیالۍ د افغانستان او پاکستان د مسلمانانو تر منځ یو ځل بیا د کرکې او دښمنۍ اور تازه کړ، چې په پایله کې پاکستاني مسلمانان له خپل هېواد څخه د افغاني-پښتنو ګډوالو د ژر ایستلو غوښتنه وکړه. د دغې کرغېړنې دښمنۍ تخم د مسلمانانو له دښمنانو سره د دوی چارواکو په ګډه کرلی دی. بل خوا بیا په ۲۰۰۱م کال کې پاکستاني چارواکو له امریکا سره خپله ملګرتیا ټینګه کړه او له هغوی څخه یې پوره ملاتړ وکړ. دوی د دغه ملاتړ په پایله کې د افغانستان شین اسمان د اور او وژنو په وحشتناکه فضا بدل کړ، چې حتا د روژې په مبارکه میاشت کې یې هم دوام درلود. د همدغې ملګرتیا له مخې واشنګټن وکولای شوی، چې په کابل کې یو هند پلوی نظام جوړ کړي.

 بل خوا افغانستان په چټکۍ له هندي دولت سره ملګرتیا پیل کړه او هغوی ته یې اجازه ورکړه چې د خراسان پاکې خاورې د هند په استخباراتو ککړې کړي. همدغه استخبارات بیا له دغو ځایونو څخه په بلوچستان او قبایلي سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو بریدونه کوي. د پاکستان د ISI او د ډیورنډ د استعماري پولې دواړو خواوو پښتنو جنګیالیو د هغې اسلامي ورورولۍ ډېر وخت نه تېرېږي؛ چې په پایله کې یې شوروي تېري کوونکو ته داسې تاریخي ماتې ورکړه، چې د بېرته راتګ جرات یې ونه کړ. په هر حال اوس امریکایي متجاوزین غواړي چې له افغان طالبانو سره د روانې معاملې له لارې په افغانستان کې پاتې شي؛ نو له همدې امله هغه نشنلېستي اور ته لمن وهي، چې په پایله کې به یې د افغانستان او پاکستان د مسلمانانو تر منځ دښمني نوره هم پیاوړې شي.

اې د پاکستان مسلمانانو!

د افغانستان او پاکستان د مسلمانانو تر منځ به نشنلېستي اړیکې تر هغه وخته دوام لري، ترڅو چې له هندي دولت سره د مسلمانو چارواکو «نارملایزشن» ګرمې اړیکې نه وي ختمې شوې. موږ باید دغه وېشونکي نېشنلېزم ته نه ووایو، ځکه چې د رښتیني دښمن پر وړاندې مو کمزوري کوي. رسول الله صلي الله علیه وسم فرمایي:

«لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ قَاتَلَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ مَاتَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ»

[سنن ابو داوود]

ژباړه: هغه څوک چې تعصب ته بلنه کوي یا د تعصب لپاره جګړه کوي او یا د عصبیت په فکر مړه شي، زموږ له ډلې څخه نه دي.

موږ باید د نبوت پر منهج خلافت د بیا تاسیس لپاره جهد وکړو، څو د فتنې له اور څخه وژغورل شو. هغه مهال به دغه باعزته امت عملا پر یوه دولت راټول شي او د خپلو دښمنانو پر وړاندې به په یوه لیکه کې ولاړ وي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:  

﴿وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُواج وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنتُمْ عَلَىٰ شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا

[ ال عمران : ۱۰۳]

ژباړه: سره یو ځای شئ، د الله سبحانه وتعالی رسۍ کلکه ونیسئ او تیت و پرک مه کېږئ. د الله سبحانه وتعالی هغه پېرزوینه دریاده کړئ، چې پر تاسې یې کړې ده. تاسې یو د بل دښمنان وئ، خو هغه ستاسې په زړونو کې مینه واچوله او د هغه په مهربانۍ او لورینه سره وروڼه شوئ. تاسې د اور د کندې پر غاړه وئ، خو الله سبحانه وتعالی ترې وژغورلئ ....

د حزب التحریر- ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

امریکايي تروریزم له افغانستانه د لابراتوار په توګه ګټه اخلي!

خبر:

ډونالد ټرامپ دوشنبه شپه له «فاکس نیوز» سره په یوه مرکه کې وویل، چې له افغانستانه د امریکايي نظامیانو د وتلو په باب د ده اندیښنه دا ده چې دغه هېواد به د  «تروریستانو پر لابراتوار» بدل شي. ده په دغو خبرو اترو کې افغانستان «د تروریستانو هارواډ» پوهنتون وباله او زیاته یې کړه: «که امریکا له دغه هېواده خپل ځواکونه وباسي، بیا به هم په افغانستان کې یو ډېر قوي استخباراتي حضور ولري. ده همدارنګه زیاته کړه، چې نظامي قوماندانانو ورته ویلي چې د افعانستان په خاوره کې له تروریستانو سره مبارزه د امریکا په خاوره کې له هغوی سره تر جنګېدو غوره ده.»  

تبصره:

اوس ټولو نړیوالو ته ثابته ده چې ترور او وحشت د امریکا د نظام په DNA کې اخښل شوی. څوک چې دا مسلم حقیقت په پام کې نه نیسي، یو ځل یې بیا د امریکا تاریخ لوستلو ته رابولو، ترڅو په مستند ډول وګوري چې امریکایانو په کوم ډول وحشت او ترور تر ۱۰۰ میلیونه زیات د امریکا سره پوټکي بومي خلک بشپړ له منځه یووړل. په دویمه نړیواله جګړه کې يې په اتومي بمونو هیروشیما او ناګاساکي څه ډول خاورې ایرې کړل او د ۲۲۰ زره کسانو پر وژلو سربېره سلګونه زره نور کسان د هغې غمیزې د تاثیراتو له امله په وروسته کلونو کې پر سختو ناروغیو اخته شول.

په دویمه نړیواله جګړه کې د امریکا او د هغې د متحدانو د هوايي ځواکونو الوتکو تر ۱۵ ساعتونو په کم وخت کې په څلورو بریدونو کې د المان پر «درسدن» سیمه ۳۹۰۰ ټنه قوي انفجاري بمونه او نور اور اچوونکي بمونه وغورځول، چې د ښار ۳۴ کیلومتره مربع ځمکه یې بشپړه ویجاړه کړه. د باتزن (د جمهوري ډیموکراتیک المان د پخوانیو سیاسي زندانیانو موسسه) د کمېټې غړي «ارهارد موندرا» د وینا له مخې: «د درسدن په نظامي سیمه کې د المان د پوځ د ګډې قوماندانۍ د پخواني افسر دویم سرهنګ دي ماتس د څرګندونو پر اساس ۳۵ زره قربانیان بشپړ وپېژندل شول، چې د ۵۰ زرو کسانو هویت یې تر یوه حده ښکاره شو، مګر شاوخوا ۱۶۸ زره نور کسان په هېڅ ډول د پېژندنې وړ نه وو.»

په ۱۹۵۵- ۱۹۷۵ کلونو کې د درې میلیونه ویتنامیانو په وژلو کې د امریکا ګډون، چې هر کال به یې ۵۰۰ زره بمونه د ویت کنګانو پر سیمو غورځول او د کیمیاوي موادو او ناپالم په وسیله یې ځنګلونه او کرنیزې ځمکې سوځولې او انسانان یې ژوندي کبابول. په ۱۹۵۰ کال کې یې سلګونه کوریايي ملکیان ووژل او په دوو وروستیو لسیزو کې يې تر دوو میلیونو زیات مسلمانان وژلي دي. ایا پوهېږئ چې امریکا تر اوسه څه ډول په لاتیني امریکا کې بحران، ترور او وحشت کړی او کوي یې او وروسته په هغو هېوادونو کې د مداخلو لپاره لار هواروي؟

دا د امريکا او ناټو تروریزم دی، چې افغانستان یې نړیوالو ته د وحشت او ترور پر تیاتر بدل کړی دی. ټرامپ د خپلې وینا پر مهال یوه کلمه له یاده ایستلې چې ووايي، افغانستان «د امریکایي تروریستانو هارواډ» دی؛ ځکه د افغانستان جګړې د امریکايي جنرالانو استعداد او وړتیا داسې لوړه کړې ده چې ځينې یې د جنګي تجربې له تر لاسه کولو او د افغان مسلمانانو له وینو تویولو وروسته تر دفاع وزرات، د سي آی اې ریاست او نورو لوړو دولتي مقامونو پورې رسېدلي دي.

لکه څنګه چې دجال تل حقایق تحریفوي او ټرامپ هم د وخت یو ښکاره دجال دی. دا خبر یې واقعاً ناسمه او تحریفوونکې ده، چې افغانستان به د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته ممکن د تروریستانو پر لابراتوار بدل شي؛ ځکه افغانستان مخکې د امریکايي او غربي تروریستانو د ناکامو نظامي او سیاسي ستراتيژيو او وژونکو وسلو پر لابراتوار بدل شوی دی. په تېرو ۱۸ کلونو کې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې داسې ترور او وحشت کړی، چې تر نیم میلیون زیات کسان یې پکې وژلي او ټپيان کړي دي او سلګونه زره نور په اروپا کې په سمندرونو او د کډوالو په کمپونو کې لارورکي دي. په دغه دوره کې امریکایانو مختلفې سپکې او درنې وسلې او نظامي تاکتیکونه د افغانستان پر خلکو تجربه کړي دي.

له طالبانو سره د سولې خبرو اترو په جریان کې د ټرامپ دا خبرې یو روښانه او اساسي پيغام لري، چې امریکا په افغانستان کې له دوو لسیزو وژلو او د ښارونو او بانډو له ورانولو وروسته هڅه کوي چې په دغه ډول غولوونکو خبرو د افغانستان په سیاسي راتلونکي کې خپل رول او نفوذ تضمین کړي او خپلې استخباراتي او قراردادي شبکې هم پياوړې کړي.

مگر د ټرامپ په ګډون امریکايي او غربي جنایتکاران باید دا درک کړي، چې د اسلامي امت دغه تیاره شپې د سهار سپېدو ته نږدې شوې دي او د افغانستان قضیه هم د نورو اشغال شوو اسلامي خاورو د قضیو په څېر له اشغالګرو سره په سوله او خبرو اترو د حل وړ نه ده؛ بلکې د راشده خلافت دولت (چې ژر به تاسیس شي) د پياوړي او ستر لښکر د فتحې په وسیله له پراخې اسلامي خاورې سره د افغانستان د یو ځای کېدو له لارې ممکنه ده او بس.

﴿إِنَّ مَوْعِدَهُمُ الصُّبْحُ ۚ أَلَيْسَ الصُّبْحُ بِقَرِيبٍ [هود: ٨١]

د دغو (تروریستانو)  د (هلاکت) موعد سهار دی. آیا سهار (د خلافت راتګ) نږدې نه دی؟

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر - ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

 

د مطلب ادامه...

شرم نه دی چې هېواد مو د اشغالګرو کفارو په لارښوونو اداره کړو؟

  • خپور شوی په سوډان

(ژباړه)

د سوډان لپاره د امریکا استازي، ډونالډ بوت د سه شنبې په ورځ د پوځي شورا له غړو سره په یوه کتنه کې له انتقالي پوځي شورا وغوښتل چې ټاکنې تر یو کال پورې وځنډول شي، څو په دغه هېواد کې له (ډیموکراټیک لېږد) څخه باوري شو. د شورا یوه غړي یاسر العطا وویل، چې موږ د امریکا استازي ته دا خبرداری وکړی چې په قضایه شورا باندې د ازادۍ او بدلون د ځواکونو کنټرول نه منو. نوموړي ټینګار وکړ چې د هېواد د واګي له مساویانه وېش سره کومه ستونزه نه لرو (اخبار الیوم، چهارشنبه، د ۲۰۱۹م کال د جون ۲۶مه). بل خوا د امریکا استازي سوډان ته خپل تش په نامه (نړیوالو مرستو) راتګ، ملکي حکومت ته د واک په لېږد پورې اړوند کړ.

دغه شومه لیدنه د حزب التحریر-ولایه سوډان دا خبرداری تاییدوي: پر اجینټانو، د هېواد پر چارو او خلکو باندې د امریکا کنټرول! اوسمهال موږ وینو چې پوځي شورا هم د ګوښه شوي البشیر په قدم روانه ده او له امریکا څخه لارښوونې اخلي. د البشیر له خوار او ذلیل پای څخه درس نه اخلي. البشیر امریکا ته مخلص او ژمن کس و، له همدې امله خلک ترې ناراضه شول او پر وړاندې یې پاڅون وکړ. حزب التحریر-ولایه سوډان د البشیر حکومت او ان د سوډان ټولو خلکو ته د امریکا د دامونو په اړه خبرداری ورکړی و. هغوی ته یې څرګنده کړې وه چې دا یو اشغالګر هېواد دی او پر راپرځول شوي غلام او ویجاړ هېواد زړه نه سوزوي؛ تر هغه چې داسې کسان پیدا کړي، چې د دوی هر امر ته لاس په نامه ولاړ وي او ګټې یې خوندي کړي.

د امریکا استازی زموږ د ګټو لپاره نه دی راغلی او نه زموږ د ستونزو د حل په لټه کې دی. که څوک یې نه مني، هغوی د جرم شریکان، ساده او فرېب خوړلي دي. امریکا یو اشغالګر هېواد دی چې یوازې د خپلو ګټو په اړه فکر کوي. شرم نه دی چې د ډونالډ بوت په شان کس وټاکو!؟ دغه کس د سوډان له وېشل کېدو وروسته د سهېلي سوډان ملاتړ وکړ. دی به موږ ته بله کومه بدبختي راوړي؟ ایا امریکا د هغو ملي خبرو اترو جوړوونکې نه ده، چې په سوډان کې یې د فېدرالي دولت پر ځای سېکولر دولت جوړ کړ؟ ایا دا همغه امریکا نه ده چې زموږ هېواد یې په خپلو لارښوونو کړکېچ او بدمرغیو ته ورټېل واهه؛ تر دې چې د یوه داسې هېواد اقتصاد یې ړنګ کړ، چې د نړۍ د خوراکي توکو ټوکرۍ بلل کېده؟ امریکا هېڅکله مسلمانانو ته نېکمرغي نه راولي، الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿مَّا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَلاَ الْمُشْرِكِينَ أَن يُنَزَّلَ عَلَيْكُم مِّنْ خَيْرٍ مِّن رَّبِّكُمْ

[البقره: ۱۰۵]

ژباړه: کومو خلکو چې د حق له منلو انکار کړی، هغه که اهل کتاب وي یا مشرکان؛ هېڅکله نه خوښوي چې له تاسو سره مو رب ښېګڼه وکړي.

دوی غواړي چې له البشیر وروسته د بل اجېنټ ځایناستي په موندلو سره خپلې ګټې وساتي. کله یې چې رول ختم شي، هغه به هم بل خوا وغورځوي. له سوډان څخه د امریکا د اقتصادي تحریمونو له لرې کولو وروسته البشیر ډېر خوښ شو او ویې ویل: «موږ هیله لرو چې د امریکا د اقتصادي تحریمونو لرې کول به د ټرمپ د واکمنۍ په دوره کې د اړیکو د ودې لار پرانیزي». (السوډاني ورځپاڼه، دوشنبه، ۲۰۱۷م کال د جنوري ۲۲مه) اوس بشیر چېرته دی!؟

﴿فَتَرَى الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ يُسَارِعُونَ فِيهِمْ يَقُولُونَ نَخْشَى أَن تُصِيبَنَا دَآئِرَةٌ

[المائده:۵۲]

ژباړه: هغه کسان چې په زړونو کې د نفاق ناروغي لري، دوی له یو بل سره په دوستۍ کې سیالي کوي او وایي: وېرېږو هسې نه له یوې پېښې سره مخ شو، بیا به هغه مهال ګټه ترې اخلو.

د نبوت پر منهج د اسلامي دولت (خلافت ) په تاسیس سره د رښتیني بدلون لپاره کار وکړئ، چې بې عدالتي او ټولې ستونزې حل کړي. دغه دولت بیا د ټولو ستونزو حل له الله سبحانه وتعالی څخه غواړي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً

[النساء: ۵۹]

ژباړه:... بیا که ستاسو تر منځ په کومه مسله کې شخړه شوه، نو هغه د الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم لوري ته وړاندې کړئ. که تاسو په رښتینې توګه پر الله سبحانه وتعالی او د خرت پر ورځ ایمان لری، نو همدا د کار لپاره یوه سمه تګلاره ده، چې پایله به یې هم غوره وي.

ابراهیم عثمان «ابو خلیل»

د حزب التحریر-ولایه سوډان رسمي ویاند

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې