مسجد الاقصی: د لمونځ کوونکو غږ (له روژې وروسته استقامت)
- خپور شوی په ویډیوګانې
وړاندې کوونکی: استاد رفعت نجیب (ابومحمد)
بیت المقدس – د فلسطین مبارکه ځمکه
جمعه، ۱۴۴۰ د شوال ۰۴ مه / ۲۰۱۹ د جون ۰۷مه
وړاندې کوونکی: استاد رفعت نجیب (ابومحمد)
بیت المقدس – د فلسطین مبارکه ځمکه
جمعه، ۱۴۴۰ د شوال ۰۴ مه / ۲۰۱۹ د جون ۰۷مه
شنبه، ۱۴۴۰ د شوال ۰۵مه / ۲۰۱۹ د جون ۰۸ مه
د مکې سند: د دین له بنسټونو سره جګړه!
د خپرونې مېلمه: شیخ محترم عصام عمیره (ابوعبدالله) د فلسطین د حزب التحریر غړی
د خپرونې ویاند: شیخ عدنان مزیان
شنبه، ۱۴۴۰ د روژې ۲۷ مه / ۲۰۱۹ د جون لمړی نېټه
چهارشنبه، ۱۴۴۰ د شوال ۰۲ مه / ۲۰۱۹ د جون ۰۵ مه
د ولایه سوډان – حزب التحریر غړی د شیخ عبداالله عبدالرحمن د جمعې وینا
خرطوم، ۱۴۴۰ د روژې میاشتې ۲۶ مه / ۲۰۱۹ د مې ۳۱ مه
د حزب التحریر مطبوعاتي مرکزي دفتر – ولایه سوریه د (د معرکه الساحل زموږ اړتیا ده او که نه؟!) تر سرلیک لاندې نظر غوښتنه چمتو او تر سره کړه.
دوشنبه، ۱۴۴۰ د روژې ۲۹ مه / ۲۰۱۹ د جون ۰۳ مه
سه شنبه، ۱۴۴۰ د شوال لمړۍ نېټه / ۲۰۱۹ د جون ۰۴ مه
د حزب التحرير – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر، د نېکمرغه فطر عيد د رارسېدو له امله، له کابل څخه تر حرمينو شريفينو، له کندهاره تر بيت المقدسه او له هراته تر اسلامبوله ټول اسلامي امت ته د زړه له کومي مبارکي وايي او الله سبحانه وتعالی ته د دعا لاسونه لپه کوي، ترڅو د ټولو مسلمانانو روژې، لمونځونه، قيام، طاعات، عبادات او صدقې په خپل دربار کې قبولې کړي.
عيد د خوشالۍ، شکر ادا کولو او د دوستانو او عزيزانو د بيا ليدلو ښکلی فرصت دی، مګر په افغانستان کې د عيد لمانځنه بل حال او هوا لري؛ ځکه جنګ او بې امنۍ، فقر او بيکارۍ او د بيو لوړوالي د خلکو ژوند خورا تريخ کړی دی. امريکايي بې پيلوټه الوتکې په عيد کې د مرګ او وحشت نغارې غږوي او کلي - کورونه له خاورو سره خاورې کوي. فحشا د فاسدو چارواکو په ورځنۍ سوداګرۍ بدله شوې. جنايي جرمونه د ټولنې د هر فرد ژوند تهديدوي. د معتادانو لښکرو د ښار شپې د خوځنده مړو په محشر بدلې کړې دي. دغو ټولو نادودو د ډيموکراتيک نظام او امريکايي اشغال تر سيوري لاندې د افغاني ټولنې لمن نيولې ده.
بل پلو د "سولې پروسه" داسې ستره او مهمه ښودل کيږي، چې د ټولو دردونو علاج او د ټولو ناورينونو پای له همدغې پروسې سره تړلی دی؛ په داسې حال کې چې له څو ځلو خبرو اترو وروسته دا جوتيږي چې امريکا د سولې له غولوونکي سرليک لاندې هڅه کوي ترڅو د افغانستان په راتلونکي کې خپل رول او نفوذ خوندي کړي او غواړي خپلو اتباعو او نړيوالو ته داسې وښيي چې موږ د امريکا د تاريخ د تر ټولو اوږدې جګړې د پاي ته رسولو په هڅه کې يو، حال دا چې امريکا د خپلې سياسي او نظامي ستراتيژۍ د ناکامۍ او ضُعف له امله د سولې خبرو اترو ته مخه کړې ده. په واقعيت کې سوله بل هغه تکتيک دی چې امريکا غواړي د هغې له لارې د افغانانو افکار له مشروع او بنسټيزو حللارو څخه نامشروع او موقتي حللارو ته واړوي او د خپلې ماتې او ناکامۍ د جبران لپاره نور وخت واخلي.
پورتنيو ټکو ته په پام، هغه وخت د عيد سمه لمانځنه کېدای شي، چې اوسنی نامشروع واقعیت چې د امريکايي استعمار او ډيموکراتيک سياسي نظام زيږنده دی، د نبوت پر منهج د راشده خلافت په بيا تاسيس او د شريعت په هراړخيز تطبيق سره بشپړ بدل شي. ان شاء الله ليرې نه ده چې راشده خلافت به د ډيموکراسۍ پر تابوت وروستۍ مېخ ووهي، ترڅو نه يوازې افغانان بلکې ټول نړيوال به د امريکايي ډيموکراسۍ له شر څخه خلاصون ومومي.
وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ بِنَصْرِ اللَّهِ [الروم:4-5]
او په هغه ورځ به مؤمنان د الله د نصرت له امله خوشالېږي.
د حزب التحرير – ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر
د جمهوري رياست د ارګ له لوري د فساد او فحشا د سيستماتيک ترویج او د پارلمان او وزارتونو د څوکيو په بدل کې له ښځو د جنسي غوښتنې په اړه وروستيو افشا کونو د خلکو ترمنځ سخت تشويشونه راپورته کړي دي. دا کومه نوې پېښه نه ده، بلکې څه موده مخکې د افغان امنيتي ځواکونو له کونډو څخه د ناوړه جنسي استفادې او د ښځو د فوټبال د ټيم پر غړو باندې د جنسي تيري مسئلې هم په پراخ ډول فضا شوې وې.
سره له دې چې د افغانستان د مسلمان ولس په تاريخ کې دا ډول بې عزتۍ اصلاً ساری نه لري، خو په دې اړه دغو افشا کونو وښوده چې خلک د خپلو خويندو د پاک لمنۍ او نواميسو په وړاندې دومره بې احساسه او بې توپيره شوي چې دغه ټکان ورکوونکی او دردوونکی خبر يوازې د څو رسنيو د خبرونو سرټکي او د سیاسي رهبرانو په سطح د یوې او دوو غندنو او د ارګ له خوا د څو سنبوليکو حرکتونو پرته د خلکو ترمنځ نور هېڅ عکس العمل را ونه پاراوه. فرضاً که دا ډول پېښه لس یا شل کاله مخکې پېښه شوې او رسنيزه شوې وای، د خلکو عکس العمل به له نن څخه بشپړ متفاوت او جدي و. دغه پېښه د دې څرګندونه کوي چې د دا ډول مسايلو په اړه د خلکو حساسيت خورا کم شوی او ۱۸ کلن استعمار او د ډيموکراسۍ تطبیق د افغانستان د غيرتمن ولس اخلاقي او ذهني وضعيت څومره بدل کړی دی.
د خلکو ټوله هڅه يوازې په دې متمرکزه ده، چې څنګه کولای شي يوازې د خپلې کورنۍ د غړو امنيت خوندي کړي، ترڅو هغوی د دا ډول فتنو له شر څخه وساتي. په داسې حال کې چې د فحشا دغه طوفان دومره خطرناک دی، چې د هغه پر وړاندې فردي مبارزه ناممکنه ده؛ مګر دا چې د ډيموکراسۍ نظام او د هغه د ارزښتونو جرړې د ډله ييزې مبارزې په ترڅ کې له بېخه را وايستل شي. ځکه ډيموکراسي ښځه د سياستوالو د عياشۍ او مستۍ وسيله، د پانګوالو او لويو تجارتي کمپنيو جنسي وينځه ګڼي او د دغه ليدلوري پر وړاندې مبارزه ستر فکري او سياسي ځواک او بديل نظام –اسلامي خلافت- ته اړتيا لري.
بنسټيزه ستونزه دا ده چې په دا ډول پېښو کې د عامه افکارو پام تر ډېره خلکو او بنسټونو ته ور اړول کيږي او هېڅوک په دا ډول پېښو کې د ډيموکراسۍ مفکورې او ارزښتونه تر پوښتنې لاندې نه راولي؛ په داسې حال کې چې په افغانستان کې اخلاقي فساد تر اوبو لاندې د يخ د هغه ستر غره په څېر دی چې يوازې ډېره لږ برخه يې له اوبو بهر معلومېږي. که د افغانستان مسلمان ولس د ډيموکراسۍ خطر جدي و نه ګڼي او پر وړاندې يې مبارزه ونه کړي، ژر ده چې ډيموکراسي به کورنی نظم داسې بدل کړي چې فساد او فحشا به تر دې کچې عادي شي چې پلرونه او ميندې به په هغو نندارچيانو بدل کړي چې د خپلو اولادونو بې حيايي به ګوري، خو پر وړاندې به يې هېڅ هم نشي کولی.
د حزبالتحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر
د ۲۰۱۹م کال د مې په ۹مه د پکاتان هراپن د حکومت یو کال پوره شو. دغه حکومت ته د مالیزیا د خلکو هیلې ډېرې دي؛ په ځانګړي توګه د هغو کسانو چې رایه یې ورکړې، څو د مالیزیا په سیاسي صحنه کې بدلون راولي. له یوه کال حکومت کولو او ډېرو ستونزو وروسته یې له پخواني حکومت څخه پاتې شوې کاسې ته ځان ورساوه، نو په همدې توګه پکاتان هراپن په ښکاره له خپلو لاسته راوړنو خوښ دی او پرې ویاړي. د مالیزیا لومړي وزیر ډاکټر محاطیر محمد وویل: چې پکاتان هراپن د «PH» په بریالیتوب سره ۳۹،۰۱ سلنه هغه ژمنې پوره کړې، چې د ۱۴مې له عمومي ټاکنو مخکې یې کړې وې. بل خوا د دوی پر وړاندې د واحدې مالیزیا ملي سازمان «UMNO» ډله ده، چې له دوی څخه وړاندې یې حکومت کاوه او اوسمهال هڅه کوي چې پر واکمن حکومت نیوکې وکړي. دوی تر ډېره په نژادي او مذهبي موضوعاتو نیوکې کوي، ته به وایې چې د دوی په ۶۱کلنه دوره کې هېڅ ستوزه نه وه! دوی هېر کړل چې د ټاکنو پر مهال د بې شمېره خلکو لخوا رد شول. د دوی واکمني ټولې نړۍ ولیده، چې له ظلم، ځانغوښتنې، رشوت او نورو فسادونو څخه ډکه وه.
که څه هم د «PH» پلویان وایي، چې د «UMNO» له شپږو لسیزو حکومت سره زموږ د یو کال حکومت پرتله کول بې انصافي ده، خو دوی له خلکو څخه د خپلې محاسبې حق نشي اخیستی. موږ حزب التحریر د اوسني او پخواني حکومت د ښه والي پرتلنه نه کوو، بلکې موږ ګورو چې د «PH» حکومت په دغه یوه کال کې څومره اسلامي پلی کړی دی. الله سبحانه وتعالی ته هر هغه دولت د منلو وړ نه دی چې د هغه سبحانه وتعالی احکام پلي نه کړي، ۶۱ کاله خو پر خپل ځای پرېږده، هغه که یو یا دوه کاله هم وي. که څه هم «PH» د پخواني حکومت په پرتله د خپل حکومت په دوره کې د ازادیو او ډیموکراسۍ پر پلي کولو ویاړي، خو موږ بیا هم ټینګار کوو چې په ګناه کې ښه او بده نشته. ډیموکراسي له غرب څخه راغلې، کفري نظام دی او تر پایه له اسلام سره په ټکر کې دی. ایا موږ وویاړو چې ازاد یو، په داسې حال کې چې لیبرالیستان، «LGBT» ډلې او هغوی چې اسلام ته سپکاوی کوي پرېښودل کېږي او هر هغه څه کوي او وایي، چې زړه یې وغواړي؟ ایا موږ په ګڼ شمېر لویو پروژو کې د هغو بیلیونونو برینګیټ (د مالیزیا پولي واحد) پورونو په کمېدو خوښ شو، چې تر اوسه له حرامو څخه ډک دي؟ ایا موږ په داسې حال کې د هېواد د اقتصادي ستونزو په کمښت خوښ شو، چې اقتصادي نظام مو لاتر اوسه د کپیټلېزم (هغه نظام چې له اسلام سره پوره ټکر لري) په ولکه کې دی؟ ایا موږ د داسې دفاع وزیر په درلودلو وویاړو چې له اسلامي خوځښت څخه چیغې وهي، خو پوځونه یې یوازې په خپلو بېسونو کې ساتلي او د الله سبحانه وتعالی په لار کې د هغو خاورو د ازادولو لپاره نه راپاڅي، چې د اسلام دښمنانو په زور او ظلم اشغال کړې؟ ایا د یوه داسې دولت په درلودلو وویاړو، چې په بشپړه توګه اسلام نه پلی کوي؟
یو کال تېر شو، خو نظام مو لا تراوسه سېکولار-ډیموکراټیک دی؛ هغه نظام چې نه غواړي اسلام پلی او واکمن شي. اوسنی نظام باید دې ته پام وکړي، چې پخوانی دولت خلکو د بدلون په موخه رد کړ. نو حزب التحریر خلکو او دولت، په ټوله کې مسلمانانو ته وایي: یوازنی بدلون چې اسلام یې له موږ څخه غواړي، هغه د سېکولار نظام پر ځای د اسلامي نظام واکمنول دي. له بده مرغه هغه بدلون چې له «زړې مالیزیا» څخه «نوې مالیزیا» ته وشو، یوازې په قدرت کې د تش په نامه څېرو بدلون و او نظام لا تراوسه همغه «سېکولرېزم» دی. نظام او اساسي قانون همغه له کافر اشغالګر څخه پاتې شوی میراث دی، نوي دولت هېڅ بدلون پکې رانه وړ. الهي احکام له شخصي مسایلو او ګډ ژوند پرته کټ مټ د پخواني دولت په څېر نه پلي کېږي. یا بل عبارت د الهي احکامو په پلي کولو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی، که څه هم د دیني چارو وزیر شعار ورکړل چې «اسلام رحمت اللعالمین» دی. موږ حزب التحریر په ښکاره توګه وایو، چې دا یوازې یو شعار دی او همداسې شعار به پاتې شي، یعنې دوی به اسلام پلی نه کړي. ایا د اسلام له پلي کولو پرته به د اسلام رحمت څنګه راشي!؟
اې مسلمانانو! په یاد ولرئ که مو په هېواد کې اسلام پلی نشي، له الهي خیر څخه به محروم شئ. چېرې چې الهي قوانین ګوښه شي، هلته به د الله سبحانه و تعالی رحمت او نعمت هېڅکله ونه رسېږي. چېرې چې د الله سبحانه وتعالی نافرماني کېږي، زنا او سود وي؛ هلته به د الله سبحانه وتعالی عذاب ورېږي. رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي:
«إِذَا ظَهَرَ الزِّنَا وَ الرِّبَا فِي قَرْيَةٍ فَقَدْ أَحَلُّوْا بِأَنْفُسِهِمْ عَذَابَ اللهِ»
[الحکیم روایت کړی]
ژباړه: کله چې په یوه سیمه کې زنا او سود را څرګند شي، په حقیقت کې د هغه ځای خلکو خپل ځانونه په الهي عذاب اخته کړل.
ایا د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې تر دې لویه نافرماني شته چې احکام یې نه پلي کېږي؟ د پخواني رژیم په ۶۱ کلنه واکمنۍ کې مو تراوسه د سیکولر-ډیموکراټیک نظام تر چتر لاندې ژوند کاوه، چې له کافر اشغالګر څخه په میراث کې راته پاتې و او سږ ۶۲ام کال هم پوره شو چې د غربي کفري نظام په زندان کې یو. اې د محمد صلي الله علیه وسلم امته! موږ پر تاسو غږ کوو چې له حزب التحریر سره یو ځای شئ او د نبوت په تګلاره یو ځل بیا رښتینی خلافت تاسیس کړو او په دې سره هغه بدلون ووینو چې تمه یې لرو؛ انشاءالله.
عبدالحکیم عثمان
په مالیزیا کې د حزب التحریر ویاند