دوشنبه, ۲۷ ربیع الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۹/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

فلسطین: د آل عمران مبارک سورت د (۵۸-۵۶) ایتونو تفسیر

د آل عمران مبارک سورت (۵۸-۵۶) د ایتونو تفسیر:

"فَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُوا فَأُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِيداً"

وړاندې کوونکی: شیخ یوسف مخارزه ابو الهمام

  ۱۴۳۹ه.ق، د شوال ۱۹مه، سه شنبه/ ۲۰۱۸م، د جولای ۳۰مه

د مطلب ادامه...

ولایه تونس: غونډه: «له قانون څخه سرچینه اخیستل.... دښمن ته د تعظیم سر ټیټول، له الله سبحانه وتعالی او له رسول الله صلی الله علیه وسلم جګړه»

حزب التحریر ولایه تونس د تونس په صفاقس- د اللخمي مسجد په مخکې غونډه وکړه چې سرلیک یې داسې و : «له قانون څخه سرچینه اخیستل... دښمن ته بشپړ سر ټیټول له الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم سره جګړه»                                                               ۱۴۳۹ه.ق، د شوال ۲۲مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د جولای ۶مه

د مطلب ادامه...

د مېرمنو لپاره یوه خطرناکه نړۍ

خبر:

د ټامسن رویټرز بنسټ د سه شنبه په ورځ د ښځو چارو له ۵۵۰ متخصصینو څخه د سروې پایلې خپرې کړې چې پکې هند د مېرمنو په جنسي تېري همدا راز د خادمانو خرڅلاو، په زور کار، بې خوښې ودونو او جنسي غلامۍ کې تر ټولو خطرناک هېواد دی.

د تېزاب پاشلو بریدونو، د مېرمنو جنسي غړو پرې کولو، په ماشومتوب کې ودونو او فزیکي سؤ استفادې ته په اشارې دا هېواد همداراز د فرهنګي دودونو له اړخه تر ټولو خطرناک دی. هند اووه کاله مخکې په همدغه سروې کې څلورم و.

د دغه لېست له لومړیو لسو هېوادونو څخه؛ نهه یې له اسیا، منځني ختیځ او افریقا څخه وو. لسم یې په دغه لېست کې یوازینی شامل غربي هېواد، امریکا ده. یاد بنسټ وویل چې دا له #MeToo خوځښټ سره نېغه اړیکه لري.

تبصره:

نن ورځ په ټوله نړۍ کې مېرمنې د فرهنګي او دیني کړنو په نتیجه کې او د حاکم سیکولر کپیټالیسټ ایډیالوژۍ له امله ځورول کېږي. د سروېګانو قوت ښایي د بحث وړ وي خو دا روښانه ده چې په ډېرو ځایونو کې د مېرمنو وضعیت وېروونکی دی.

مېرمنې د نورو ټولو اتباعو په څېر امنیت، تعلیم، روغتیا او همداسې نورو حقوقو ته اړتیا لري. دا اساسي حقوق دي.  په لومړیو لسو هېوادو کې د #MeToo  له وجې امریکا شتون ته په کتو، ښکاري چې د مېرمنو د ځواکمنولو او پرمختګ په لار کې د امریکا پر پله تګ غلط کار دی. هند یو له هغو هېوادونو دی چې ډیموکراسي پلې کوي او ادعا کوي چې په شبه قاره کې اقتصادي سیال نه لري؛ سره له دې دوی له مېرمنو سره د چلند په برخه کې وحشتناک ریکارډ لري.

دغه بنسټ وایي: « د نړۍ مشرانو درې کاله وړاندې ژمنه وکړه چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د نجونو او ښځو پر وړاندې هر راز تاوتریخوالی او تبعیض له منځه یوسي او دوی به وکولای شي چې ازاد او امن ژوند وکړي او په مساویانه توګه سیاسي، اقتصادي او عامه ژوند کې برخه واخلي. خو سره له دغه ضمانت اټکل شوی چې به ټوله نړۍ کې له هرو دریو ښځو یوه یې د خپل ژوند به دوران کې له جنسي یا فزیکي ځورونې سره مخ کېږي.»  نړۍ باید راویښه شي او دا درک کړي چې د ښخو وضعیت به تر هغه چې اوسنی سیکولر نظام وي، پرمختګ ونه کړي. د مشرانو ضمانتونه تر هغه بې معنی دي چې عامه فکر او کړنې بدلې نشی کله چې اعمال ناسم وي د ټولنیز فکر او قوانینو تغیر اړین دی.

د دغه لېست لومړي لس هېوادونه چې درې اسلامی هېوادونه هم پکې دي یو ځانګړی وضعیت لري چې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه چلند سبب شوی. دا کېدای شي د مېرمنو عامه لیدلوری وي، د فلم صنعت چې مېرمنې پکې مفعولې وي (هالیووډ او بالیووډ)، د جګړې وضعیت چې جنسې تېری د وسلې په توګه پکې کېږي، فرهنګي کړنې چې هېڅ اسلامي ریښه نه لري خو په اسلام پورې تړل کېږي او داسې نور. کېدای شي دا خبره تقریبا ناشونې ښکاره شي چې دومره تغیر راشي چې په یوه وخت کې پر ټولو اغېز وکړي.

موږ هر کال د کپیټالېزم تر سیوري لاندې د مېرمنو د حقوقو د لمانځنې شاهدان یو، ورسره وینو چې د هغوی د ځورونې او ناوړه ګټه اخیستنې شمېرې هم لوی دی. له یوې خوا قوانین د مساوي معاش، په ټاکنو د رایې ورکولو حق او نورو... لپاره جوړ شوي او عین حال کې په نړیواله کچه مېرمنې لا هم په یوه نا مناسب وضعیت کې دي او باید تر دوامدار فشار او داسې کړنو لاندې ژوند وکړي چې ارام ژوند ته یې نه پرېږدي. دا خبرې هم په شرق کې شته چې ډېر شاته پاتې عمال او فکرونه پکې دي او حتا په تش په نامه برمختللي غرب کې چې په کارځای کې هم مېرمنې ځورول کېږي. یو څو قوانین بسنه نه کوي بلکې یوه له سره راډیکال فکر ته اړتیا ده چې څنګه ژوند وکړو او کومه مفکوره بریالۍ ده.

په تېرو وختو کې اسلام د یوه ځواک په توګه راغی چې د کوچنیو نجونو ژوندۍ ښخولو، د ودونو هغه اړیکې چې له مېرمنو پکې ناوړه استفاده کېده، د تبعیض له وجې ټولنیز فشار او نور شوم عمال یې ودرول. تر هر څه مخکې په قران کې دغه عمال تر پوښتنې او قهر لاندې راغلل او په اړه یې منفي فکر وړاندې کړ.  

رسول الله ﷺ د ژوند په بهیر کې ده ﷺ په خپلو سنتو کې وښوده چې څنګه هغه خنډونه له منځه یوسي چې مېرمنې ورسره مخ وې؛ د بېلګې په توګه نوموړي د هغه چا له مور سره واده وکړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په زویولی نیولی و، په داسې حال کې چې مخکې داسې کار نه کېده. همدا راز، اسلامي قوانینو وروسته له هغې چې په مدینه کې اسلامي دولت تاسیس شو له مېرمنو سره په مختلفو برخو؛ لکه میراث، واده، طلاق، په یو چا پورې تهمت او ډېرو نورو موضوعاتو په حل کې مرسته وکړه او د مېرمنو مشروع دفاع یې باوري کړه.

د دې خبرې کلي مفهوم چې مېرمنو ته احترام کېږي په ځانګړې توګه د خلافت په دوران کې عملي شوی؛ مشهوره بېلګه یې دا ده چې خلیفه متعصم د یوې مېرمنې د غږ په خاطر چې عزت ته یې په سپکه سترګه کتل شوي وو یو لښکر واستاوه. پر دې سربېره، اسلامي ټولنه دا فکر لري چې مېرمنې د ټولنې نه بېلېدونکې برخه ده، بلکې کولای شي د ژوند په ټولو عملي اړخونو کې چې شریعت کې راغلي، دخیلې وي؛ مثلا کولای شي حاکم محاسبه کړي، رایه ورکړي، کولای شي قاضي شي، په خپلو پیسو پانګه اچونه وکړي او نور...

نن ورځ سیکولر حکومتدارۍ سیسټم، نړۍ د مېرمنو لپاره په یوه خطرناک ځای بدله کړې. په ژوند کې د الله د قوانینو لېرې والی، حتی په اسلامي هېوادو کې، هغه لوی خطر دی چې باید له منځه یې یوسو او پر ځای یې داسې دولت راولو چې د مېرمنو او نارینه ‌وو دواړو ژوند، مال او عزت پکې خوندي وي. کله مو چې د قوانینو او نظام بنسټ د خدای پر وړاندې مسولیت او ځواب ویلی شي، هغه وخت به ووینو چې ناوړه ګټه اخیستنه او استثمار له منځه تللی او  د داسې ثابتو قوانینو په وسیله حل شوی چې تغیر نشي موندلی.

لیکواله: نازیه رحمان

ژباړه: خالد

د مطلب ادامه...

د ازبکستان د ظالم واکمن په ناولو لاسونو یو بل دعوتګر هم شهید شو Featured

﴿مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا﴾

[احزاب: ٢٣]

ژباړه: له مومنانو څخه ځینې داسې شخصیتونه شته چې له الله سبحانه وتعالی سره په خپله ژمنه کې رښتیني شول؛ ځینو یې خپله ژمنه پوره کړه او ځینې نور بیا په تمه دي، هغوی به کله هم  خپله کړنلاره بدله نه کړي.

(ژباړه)

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د خپل یوه ورور محمودوف سعید عزیز په مړینه خواشیني څرګندوي، نوموړی په ۱۹۷۱م کې زېږېدلی و، درې زامن یې درلود او د تاشکند د المازار ولسوالی ۵۴ ام کوکسوی سرک اصلي اوسېدونکی و.

له دې سره سره چې حزب التحریر ایډیولوژیک او سیاسي کارونه کوي مګر د ازبکستان غوندې ظالم رژیمونه د دغه حزب پر وړاندې فزیکي مبارزه کوي. کله چې د ظالم کریموف پام شو چې حزب التحریر د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره روان دی او له ظالمانو سره هېڅ ډول معامله نه مني، نو د دغه حزب د غړو په ځورولو یې پیل وکړ او هر ډول ظلمونه یې پرې وکړل، خو سره له دغو ډول ظلمونو بیا هم د دغه حزب غړو د اسلام په دعوت کې ټمبلي ونه کړه او خپلې لارې ته یې دوام ورکړ.

زموږ ورور سعید عزیز رحمه الله د هغو کسانو له ډلې څخه و چې د دغه حزب په لومړیو صفونو کې د دعوت په لېږد بوخت و. نوموړی د حزب له ځینو نورو غړو سره د ۲۰۰۰م کال په لومړیو کې د کریموف د ظالم رژیم له خوا ونیول شو. هغه د خپل بند یوه موده د «قزل تپه» په زندان کې تېره کړه ورپسې په کارل بازار کې کیفري زندان ته انتقال شو. د دغه هېواد ظالم رژیم سعید عزیز ازاد نه کړ، ځکه هغه د حزب التحریر په اډانه کې د دعوت په لېږد کې هېڅ ټنبلي نه کوله.

سعید عزیز د سختې ناروغۍ په وخت کې د ۲۰۱۸م په پسرلي کې د تاشکند سنګورود زندان ته انتقال شو. هغه د نري رنځ په ناروغۍ اخته شو او دا چې  ناروغي یې ورځ تر بلې زیاتېدله او د منفي شمېرې پر بنسټ ناروغي یې د روغتیا وړ نه وه، نو ظالم رژیم هغه د روان کال په مې میاشت کې له بنده ازاد کړ، خو  د ۲۰۱۸م د جون په ۲۳مه د همدغې ناروغۍ له کبله په حق ورسېد.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر زموږ د ورور کورنۍ ته تسلیت وړاندې کوي، په غم کې ورسره ځان شریک بولي او له پروردګاره ورته جمیل صبر او جزیل اجر غواړي. موږ له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې بریا او نصرت یې زموږ په نصیب وګرځوي، له اسلامي پوځونو څخه غواړو چې د اسلام او مسلمانانو د ساتنې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلاره د راشده خلافت د تاسیس لپاره راپورته شي او له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې موږ ته ځواک او واک راکړي چې په مرسته یې وکولی شو ټول اسیر مسلمانان، خویندې او ورونه د دغه رژیم له ظالمو او طاغوتي زندانونو څخه ازاد کړو. له شک پرته چې الله سبحانه وتعالی پر هر څه قادر دی.

﴿إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ﴾

[بقره: ١٥٦]

ژباړه: موږ د الله سبحانه وتعالی یو او د هغه لوري ته بېرته ورګرځو

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: د درعا د مرستې لپاره «مخلصینو ته یې وړاندې کوو؛ بېړۍ مو له ډوبېدو مخکې وژغوړئ!»

د درعا د مرستې لپاره زموږ د ورور عبدالله ابو محمد خبرې: «مخلصینو ته یې وړاندې کوو؛ بېړۍ مو له ډوبېدو مخکې وژغوړئ!»   

                 ۱۴۳۹ه.ق، د شوال ۲۷مه، چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د جولای ۱۱مه

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: په ادلب کې لاریونونه: «له درعا مخکې ځان سره مرسته وکړئ!»

حزب التحریر- ولایه سوريې په ادلب کې د «له درعا مخکې ځان سره مرسته وکړئ!» تر نوم لاندې لاریون وکړ. 

                                         ۱۴۳۹ه.ق، د شوال ۲۷مه، چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د جولای ۱۱مه

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: "حلقة علی الهواء مع احمد القصص" خپرونه

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ویاړي چې د یاد مطبوعاتي دفتر د انټرنېټي پاڼو تعقیبوونکو او لیدونکو ته د «حلقة علی الهواء مع احمد القصص» د الواقیه تلویزیون له خپرونو نوې خپورنه خپروي، چې په دغې خپرونه کې ښاغلی استاد احمد القصص د «اسلام نظام» کتاب تدریسوي، له موږ سره اوسئ.
د اسلام نظام ۳۵مه حلقه
د اسلامي دعوت لېږدول او موخې ته رسېدل!
وړاندې کوونکی: پیاوړی استاد احمد القصص
حزب التحریر – ولایه لبنان
۱۴۳۹هـ.ق، د رجب ۱۵مه، دوشنبه/ ۲۰۱۸م، د اپریل دویمه

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې