یکشنبه, ۲۲ جمادی الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۱۱/۲۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د موصل د بیا نیولو تر شاه څه روان دي؟

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

د ۲۰۱۶ زکال د اکټوبر پر ۱۷ مه د موصل د بیا نیولو لپاره مبارزه پیل شوه، له دغو خبرو څخه موخه څه ده؟ د امریکا د لوړ پوړو چارواکو له څرګندونو څخه چې هیله کېده، د موصل جګړه له څو کلونو وروسته تر سره شوه، له دې نه څه برداشت کیږي؟ که چېر په موصل کې داعش ماته وخوري، دا به د داعش د کار پای ته رسېدل وي؟ ولې د عراق د حکومت او ترکیې د رژیم تر منځ شخړې روانې وې او ولې ترکیه په دغه جګړه کې ګډون ته زړه ښه کوي؟

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمت الله وبرکاته!

که چېرته د عراق مسلې ته وګورو، دې پایلې ته رسیږو چې دا د هغو بدبختیو لړۍ ده چې عراق یې ټوټې ټوټې کړ او یوه سیمه یې د سنیانو او بله سیمه یې د شیعه ګانو په واک کې ور کړه. دا په داسې حال کې ده چې د کردانو رژیم ورځ په ورځ ځواکمنیږي. د امریکا دا سیاست له نن ورځې او یا د عراق له اشغال څخه نه دی پیل شوی، بلکې هغه وخت چې امریکا په ۱۹۹۱ زکال د عراق په شمال کې یو شمېر سیمې ونیولې او په هغه ځای کې یې هېچا ته د الوتو اجازه نه ورکوله، پیل شو. کله چې امریکا په ۲۰۰۳ زکال عراق اشغال کړ، هغه رژیم چې په عراق کې واکمن شو، داسې رژیم و چې د عراق او په دغه هېواد کې د موقت حکومت د رییس لپاره په ۲۰۰۳ زکال کې د امریکا د ولسمشر د استازي (بریمر) په واسطه وټاکل شو او دا رژیم د دیني تعصبونو پر بنسټ نه و.

بریمر د جولای په میاشت کې د عراق مجتمع نمادین حکومتي شورا او د ۲۰۱۶ زکال د اګیسټ په میاشت کې ۲۶ کسیزه کمیټه چمتو او اساسي قانون یې جوړ کړ. دغې کمیټې عراق فدرالي حکومت اعلان کړ او یو شمېر سیمې یې د کردستان د سیمو په نوم ونومولې او د ۲۰۰۵ زکال د جنوري پر ۳۱مه یې د اساسي قانون د پروسې د قانوني کولو لپاره ټاکنې تر سره کړې. په هغو ناوړه تګلارو کې چې له ظلم نه ډکې وې، ۵۸ سلنه ګډونکونکي د رایې د صندوقونو پر لور ولاړل چې همدې کار اساسي قانون ته قانوني بڼه ور کړه.

د اساسي قانون ځینې مادې په لاندې ډول دي:

لومړۍ ماده: په ۲۰۰۵ زکال کې د عراق اساسي قانون داسې بیانوي: «عراق یو فدرالي دولت دی».

۱۱۶ مه ماده: «د عراق ولسمشریز فدرالي سیسټم له پلازمېنې پرته نورې سیمې، ولایتونه او اداري واحدونه سیمییز بولي».

۱۱۷ مه ماده: اساسي قانون د کردستان د سیمې له اجرایي صلاحیتونو څخه ملاتړ کوي او په سیمه کې د فدرال ټول قدرتونه په رسیمیت پېژني».

د فدرالي سیمیو حالاتو ته په کتو سره، د عراق تیت پرک کېدل د وړاندوینې وړ دي چې دغه امر ته په ۱۱۹ مه ماده کې په څرګنده ډول اشاره شوې ده چې وایي: «په عراق کې به نوې فدرالي سیمې جوړې شي». نو پر همدې اساس امریکا د عراق د تیت پرک کېدو تخمونه په دغه کار سره شکمن کړي او دغه اساسي قانون چې د عراق له مخکني قانون څخه ډېر خراب دی، اخیستل شوی. امریکا د دغه اساسي قانون د بریا تر منلو وروسته چې د عراق د پاشل کېدو ریښه ده، کبر وکړ او خپل مزدوران یې په دغه اداره کې وټاکل چې د کار لومړیتوب یې د دغه قانون لپاره فضا جوړول وو؛ خو په دې چاره کې بریالۍ نه شوه. هغه سیمې چې د سني او شیعه په نوم له یو بل څخه بېلې شوې وې، په مختلفو نومونو سره له یو بل نه بېلې شوې او دغه د سني او شیعه نومونو د عراق د خلکو په ذهنونو کې ځای ونیو او د ټولو لپاره حیرانونکي وو.

امریکا د خپلو تګلارو د پلي کولو لپاره فضا جوړونه پیل کړه او د دغه کار لپاره یې نوري المالکي په ۲۰۰۶ زکال د مې پر ۲۰ مه د لومړي وزیر په توګه وټاکه؛ هغه کس چې د اسلام او مسلمانو له کرکې څخه یې زړه ډک و. المالکي ته چې لومړۍ دنده وسپارل شوه، هغه د سنيانو او شیعه ګانو تر منځ شخړې او فتنې پیلول و چې د حالاتو د خرابېدو لامل شوې او هغوی یې له یو بل نه لرې کړل. المالکي امریکا ته په مزدورۍ او ډلییزو شخړو ته په لمن وهولو کې ډېر بریالی و او د نورو د احساساتو د راپارولو لپاره یې سیمې تجزیې ته چمتو کړې. المالکي د کردانو او سنیانو تر منځ داسې ډله ییزې شخړې پیل کړې چې د عراق ځینو خلکو پخپله د تجزیې او بېلتون نارې وهلې.

المالکي ته چې د امریکا له لوري کومه موخه ټاکل شوې وه چې هغه د فضا جوړول او د سیمو وېشل وو، بریالی شو. د همدې لپاره امریکا د نوموړي د قدرت دوره وځنډوله. د المالکي دوره توره دوره وه، که څه هم امریکا د ۲۰۱۱ زکال تر سپټمبر پورې په نظامي بڼه ځان څرګنداوه، خو په عام ډول په امنیتي او سیاسي کنټرول کې وه.  المالکي په خپل ظلم او ناپوهۍ سره په عراق کې د فتنې او شخړو ونې وکرلې او هر ځل به چې په عراق کې د دې شخړو لمبې مړې کېدې، نو المالکي به له سره بلولې. د المالکي د واکمنۍ په دوره کې ډلییزو نفاقونو ریښې وغځولې او په دغه هېواد کې د وسلوالو ملېشو د رامنځته کېدو سبب شوې. امریکا د المالکي په مرسته د مسلمانانو تر منځ د تشې رامنځته کېدو ته لار ومنده. المالکي پخپل ظلم او کرکې سره له یو بل څخه د مسلمانانو په بېلولو کې هڅه وکړه. که څه هم خلکو د عدالت او خپلو حقونو غوښتنه کوله، خو نوموړي پخپل ظلم سره هغوی له پښو وغورځول؛ څنګه چې په ۲۰۱۲ زکال کې د سني مېشتو سیمو خلکو د عدالت غوښتنې، له بنددونو څخه د ښځو د خلاصون او د شپنیو عملیاتو د بندېدلو لپاره سوله ییز لاریونونه تر سره کړل، نو هغوی یې له ټروریزم سره په اړیکو درلودلو او د دولت د رانسکورولو په پلمه وځپل او په دې کار سره یې د فدرال دولت اداري تشکیل ته لار هواروله. المالکي د امریکا له اجازې پرته دا کارونه نه دي تر سره کړي.

همدارنګه له سوله ییز لاریون وړاندې په انبار کې د شیعه ګانو ځینو ډلو د شیعه ګانو لپاره د کردستان د سرحدي کرښو په اوږدو کې بېلې سیمې غوښتې. د دې تر څنګ سیمه ییزو هېوادونو هم د دغو ډلو لپاره بېلې ډلې غوښتې. دغه ټولې کړنې د امریکا د سیاست د پلي کېدو لپاره دي چې یو متحد عراق نه غواړي او داسې ډلې غواړي چې یو بل سره ووهي او خپلې بېلې شوې سیمي وغواړي چې په دې چاره کې تر ډېره امریکا بریالۍ وه او دغه بېلتون غوښتنه یې د خلکو په عامه رایه بدله کړې ده. د دې تر څنګ په عراق کې د داعش نمایشي کړنې ډېرې شوې او امریکا له داعش ښه ګټه واخیسته: د امریکا په اند که چېرته داعش په سیمه کې ځواکمن شي، دا ډېر ښه فرصت دی چې سنیان او شیعه ګان پخپلو کې سره اخته شي. په دې وخت کې المالکي ته دنده وسپارل شوه چې خپل پوځونه له وسلو پرته او د بانکونو پیسې له موصل څخه وباسي. نو هغه و چې په ۲۰۱۴ زکال کې د داعش په لاس د موصل د سقوط اعلان وشو. خو ډول ډول راپورونه خپرېدل چې د عراق پوځونو دا ښار له جګړې پرته داعش ته وسپاره او تر دې چې وسلې، وسایل، جامې او پیسې یې په موصل کې پرېښودل او د عراق پوځونه په دومره ډېر شمېر سره له عراقه وتښتېدل.

اوس ټول په دې اړه فکر کوي چې ولې عراقي پوځونو دغه ښار داعش ته په لاس ور کړ؟ دې خبرو تر دې کچې زور واخیست چې المالکي پخپله وویل چې دا ټول یوه نقشه وه. (سرچینه: ۲۰۱۶ زکال د اګیسټ ۱۸ مه د المالکي د فیسبوک پاڼه).

که څه هم المالکي غوښتل چې دا خبرې پټې کړي، خو نوموړی لومړی وزیر، د وسلوالو ځواکونو علی سر قومندان او د جکړې مسول و. د عراقي ځواکونو دا کړنه یو ځل بیا په رمادي کې تکرار شوه. له رمادي څخه د ځانګړو ځواکونو له مقامت پردته دغه په شاتګ تر پوښتنو لاندې راغی؛ خو یو ځل بیا پر دې قضیه سترګې پتې شوې او وتړل شوه. دلته امریکا د دې مسلې تړلو ته سخته اړه وه، څنګه چې د عراقي ځواکونو د په شاتګ تر شاه اصلي هوډ نیونکې امریکا وه. امریکا په دې کار سره غوښتل چې د داعش د اوسېدو لپاره ځای برابر کړي او په دې کار سره یې کولی شول چې په عراق کې د سنیانو او شیعه ګانو تر منځ په بېلتون رامنځته کېدو بریالۍ شي او خپلې اصلي موخې ته چې په عراق کې د یو فدرال حکومت غوښتنه ده، ورسیږي. همدا دلیل و چې امریکا عراقي ځواکونو ته د په شاتګ امر وکړ چې داعش په اسانۍ سره دغه ښار ته دننه شي. د دې تر څنک امریکا د داعش له بمبارولو څخه ډډه وکړه. څنګه چې اوباما د ۲۰۱۴ زکال د جون پر ۱۳ مه وویل: «موږ له داعش سره جګړې ته له نظامي پلان پرته چې عراقیانو موږ ته راکړی، نه ځو». دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او عراق تر منځ امنیتي هوکړه لیک لاسلیک شوی او عراق له امریکا څخه د داعش د بمبارولو غوښتنه وکړه؛ خو امریکا په دې اړه هېڅ اقدام ونه کړ. دغه څرګندونې په جده کې د عراق د بهرنیو چارو وزیر «زبري» هم وکړې.

همدارنګه دغه څرګندونې د امریکا د نظامي ځواکونو رییس جنرال ډمپسي په یو کنفرانس کې ومنلې، پخپله یې دا وویل چې امریکا په دې اړه هېڅ کومه بیړه نه کوي او خپله لاسوهنه یې تر یو څه وخت پورې وځنډوله چې په عراق کې د دوی د سیمه ییزو پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره شي. په عراق کې د امریکا د سیمه ییز پلان چې هغه د سنیانو او شیعه ګانو په بېلو سیمو سره فدرال عراق دی، ډېر ژر د خلکو په ذهنونو کې دغه مفکوره پیل شوه؛ داسې چې د عراق په کردستان کې امریکا له داعش سره د جګړې امر ورکړ او داعش یې له هغه ځای وایست. خو دلته هغه خبرونه را اخلو چې د نن ورځې عراق له ویبپاڼې نه د ۲۰۱۶ زکال د ډیسمبر پر ۶مه اعلان شول: «د عراق لپاره حل لاره یو فدرال عراق دی، داسې عراق چې په هغه کې به په فدرالي صلاحیتونو سره درې بېلابېلې سیمې په رسمیت وپېژندل شي؛ دا د داعش د ستونزې د لمنځه وړلو لپاره یوازینۍ لاره ده او دا په بغداد کې د ټولو دویمي قدرتونو د لمنځه وړلو په ځانګړي ډ‌ول هغه ملېشې چې د ایران له خوا رهبري کیږي، حل لاره ده».

دې ورځپاڼې همدارنګه څرګنده کړه: «واشنګټن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ملاتړ له عراق څخه د ساتنې هوډ لري». نو پر همدې اساس امریکا له المالکي نه په ګټې اخیستنې سره د سنیانو او شیعه ګانو تر منځ بېلتون اچونه پیل کړه او په دې کار سره یې غوښتل چې عراق ټوټه ټوټه کړي او له عراق نه مختلفې سیمې په فدرالي صلاحیتونو سره جوړې کړي چې له مرکز سره ډېرې کمزورې اړیکې ولري او وروسته به دا کمزورې اړیکې هم له منځه ولاړې شي. د دې تر څنګ امریکا د شیعه ګانو په اړه د داعش له مفکورې او د هغوی د خلافت له اعلان څخه ګټه واخیسته او موصل ته په اجازې ور کولو سره یې د دغو دوو ډلو تر منځ دښمني ډېره کړه.

امریکا د داعش هر عمل لکه وژل، په اور سوځول او د بې ګناه کسانو ځورول مخکې له مخکې پر خلافت پورې تړل؛ خو الله سبحانه وتعالی د دوی دغه کړنې شنډولې او خلک پوه شول چې د عراق خلافت له خرافاتو پرته بل څه نه دي او هغه خلافت چې الله سبحانه وتعالی فرض کړی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیر دی، داسې خلافت به وي چې خلک به د عدل لپاره هلته مهاجر کیږي او دغه خلافت به د خپلو کسانو او نړیوالو لپاره عدل راوړي. د عراق په شمال کې له سنیانو څخه د ترکیې ملاتړ همغه له شیعه ګانو څخه د ایران د ملاتړ موخه ده چې ترکیه د سنیانو د ځواکمنتیا او ایران د شیعه ګانو د قدرت لپاره جګړه کوي چې دا پخپله د دغو دوو ډلو تر منځ په بېلتون رامنځته کېدو کې مرسته کوي. د عراق په موضوع کې د ترکیې د دننه کېدو موخه د سني او شیعه مسلمانانو تر منځ د تشې رامنځته کېدل دي؛ څنګه چې ترکیه د سنیانو د ساتنې او ایران د شیعه ګانو د ساتنې لپاره جګړه کوي چې ټول غشي پر یوه موخه (د عراق پر تجزیې) لګیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د اردوغان او عبادي تر منځ لفظي شخړې هم رامنځته شوې دي. ترکیه د عراق په جګړه کې ګډون ته لېواله ده او د سنیانو د ساتنې ادعا کوي؛ په داسې حال کې چې عبادي له ترکیې غوښتي چې د عراق له شماله ووځي چې دې خبرو اردوغان حیران کړ. اردوغان او عبادي دواړه پر دې پوهیږي چې د دوی کړنې د دوی له صلاحیتونو سره هېڅ اړیکه نه لري او دا ټول د امریکا د سیاست پلي کېدل دي چې هغه یو سیمه ییز او فدرال عراق دی. دا څرګندونې دا ښیي چې اردوغان له سنیانو او عبادي له شیعه ګانو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی چې دا پخپله د عراق له تجزیې سره مرسته کوي. عبادي پخپلو خبرو کې یوازې د ترکي ځواکونو وتل یادوي، په داسې حال کې چې د عراق ځمکه او اسمان له ډول ډول ځواکونو څخه ډک دي او د دکار موخه یې له شیعه ګانو څخه ملاتړ دی چې د دې کړنو پایله یوازې د عراق تجزیه کېدل دي او د دې لفظي شخړو دوام او بندېدل د امریکا په سیاست پورې اړه لري.

دا لومړی ځل نه دی چې د عراق حکومت د ترکي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي. د عراق پر دغه غوښتنه د عربو په اتحادیه کې هم خبرې وشوې او ومنل شوه؛ د عربو اتحادیې دغه غوښتنه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړه او له سازمان نه یې د ترکیې د حکومت د محکومولو غوښتنه وکړه. نو دا هغه راز دی چې ترکي ځواکونه په عراق کې پرمختګ نه شي کولی، دا همغه د امریکا د سیاست پلي کېدل دي چې په عراق کې مختلفې فدرالي سیمې جوړې کړي. اردوغان د موصل لپاره د خپلواک دولت بحثونه پر مخ وړي، خو هغه کسان چې د عراق په مرکز د کردستان په سیمه کې د شخصي دولت هڅه کوي، هغوی په موصل کې د بل دولت جوړېدل رد کړل او په کلکه یې غندي. اردوغان د ترکیې د انقرې په بسټپ سیمه کې پخپله بیانیه کې د موصل د پرمختګ په اړه وویل: «کومو کسانو چې د عراق په شمال کې د سیمه ییز دولت لپاره خوښي ښودلې، په موصل کې د دا ډول دولت لپاره خوښ نه دي». (سرچینه: د ۲۰۱۶ زکال د اکټوبر ۱۸ مه د The time Turk Newspaper خبرپاڼه)

امریکا په دې فکر کې وه چې اوس د داعش د ایستلو وخت نه دی او اوباما غوښتل چې خپلې دورې ته په دغې مسلې سره د پای ټکی کېږدي؛ په داسې حال کې چې د امریکا ځینو لوړپورو چارواکو پخپلو بیانیو کې ویلي وو: «دغه کار به ډېر کلونه ونیسي، خو حالات داسې شول چې اوباما یې د دې کار چټکتیا ته اړه کړ». اوباما غوښتل چې له خپلې دورې څخه بریالی ووځي، خو د ایران د مرستو او ملېشو او د روسیې د هوایي بمباریو له لارې د سوریې په مسله کې د بریا په اړه په فکر کې شو؛ خو د سوریې او په ځانګړي ډول د حلب د خلکو مقاومت و چې دا هیله یې له لاسه ور کړه. 

د موصل جګړه د ۲۰۱۶ زکال د اکټوبر پر ۱۷ مه پیل شوه. راپورونو ویل چې په دغه جګړه کې ۱۴۰ زره ځواکونو برخه اخیستې وه چې په دوی کې عراقي ځواکونه، د کرد پیش مرګه ځواکونه او نور کسان شامل وو. د امریکا د دفاع وزارت ویاند پیټرکوک په دې اړه خپل نظر داسې څرګند کړ: «د واشنګټن په رهبرۍ د نړیوال ائتلاف ټول ځواکونه د موصل په جګړه کې له عراقي ځواکونو څخه په عام ډول ملاتړ کوي». نوموړي همدارنګه د موصل د بیرته نیولو لپاره د امریکا د ځمکنیو ځواکونو د شتون خبر ور کړ او وې وویل: «دغه ځواکونه به د عراقي او پیش مرګه ځواکونو لپاره لوجستیکي خدمتونه برابر کړي». رویټرز خبري اژانس د ۲۰۱۶ ز کال د اکټوبر پر ۱۷مه د عراق د لومړي وزیر حیدر العبادي په غوښتنه په عراق کې د امریکا پر ۴۴۰۰ ځواکونو د ۶۰۰ نورو ځواکونو د ډېرېدو خبر ور کړی دی. دغه جګړه به د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په دوام او د اوباما د کاري دورې تر وروستیو پورې دوام وکړي چې نوموړی د خپل ځان لپاره لاسته راوړنه ولري.

په داسې حال کې چې د موصل جګړه اسانه جګړه نه ده، دا جګړه د کورنیو او سیمییزو قدرتونو لکه د ایران او ترکیې د سیالۍ جګړه ده. دغه شخړې د موصل جګړې ته لمن وهي. موږ باید پر دې پوه وو چې د دې جګړې اصلي لوبغاړې امریکا ده او دغه شخړې به جګړې ته تر هغه دوام ور کړي چې د امریکا ګتې پکې وي او وروسته به دغې جګړې ته د پای ټکی کېږ دي. همدارنګه د موصل جګړه اسانه جګړه نه ده، دا د کورنیو او د امریکا د قدرتونو تر منځ سیالي ده او اروپا ته په ځانګړي ډول فرانسې او انګلستان ته هم په دې جګړه کې برخه ور کړل شوې ده، په داسې حال کې چې هغوی خپلواک هېوادونه نه دي؛ خو یوازې د دې هېوادونو د متحدینو په توګه د امریکا په رهبرۍ اتحاد پر مخ وړي او امریکا له دوی نه په ګټې اخیستنې سره غواړي ډاډ تر لاسه کړي چې هېڅوک د امریکا د موخې خنډ چې هغه د عراق تجزیه ده، نه شي.

فرانسه د تېر په څېر غواړي چې په فرانسه کې د داعش د برید د غچ اخیستلو لپاره په دغه اتحاد کې ښه څېره وي؛ د همدې لپاره دغه هېواد د ۲۰۱۶ زکال د اکټوبر پر ۲۰ مه د موصل ښار د راتلونکي او د ملکي خلکو د ساتنې لپاره په پاریس کې کنفرانس ونیو او د ۲۰ هېوادونو او سازمانونو وزیرانو او استازو ته یې په هغه کنفرانس کې د ګډون بلنه ور کړه.

له دې لیدنو او خبرو وروسته د امریکا دفاع وزیر اشتون کارتر وویل: «د دوی هېواد د دغې اتحادیې مشري او رهبري په لاس کې لري او د دې خبرو اصلي محور له داعش څخه د رقې ښار د خلاصون لپاره حل لارې لټول او د دوی د پلان په اړه فکر و چې غړي هېوادونه څرنګه کولی شي خپلې سیمې له داعش څخه په امن کې وساتي چې همدې موخې ته ورسېدل». (سرچینه: ۲۰۱۶ زکال د اکټوبر ۲۰مه الجزیره). دا پر دغه هېوادونو د امریکا رهبري ده چې د خپلو سیمو د دفاع لپاره د داعش له ګواښ څخه دغه هېوادونو ته پنا وړي.

که چېرته داعش په موصل کې له ماتې سره مخ شي، ایا دغه ډله به له منځه ولاړه شي؟ نه داسې نه ده، دغه ډله به جګړې ته دوام ور کړي او له ښار نه بهر به بریدونه کوي او تښتي به او د ښار په شاوخوا کې به شته وي؛ څنګه چې دغه ډله له رمادي څخه ویستل شوه؛ خو په شاوخوا کې همداسې پاته شوه. همدارنګه که چېرته له موصل څخه دغه ډله ویستل شي، په شاوخوا سیمو کې به همداسې پاته شي او د موصل د بیرته نیولو هڅه به وکړي، لکه په ۲۰۱۴ زکال کې یې چې دغه ښار ونیو او دغه ډله به په دښتو، غرونو او کلیوالو سیمو کې فعالیتونه وکړي. دغه ډله به د خپلې سیاسي پوهې د نشتون له امله داسې کړنې تر سره کړي چې دوی به داسې فکر کوي چې د دوی په ګټه دي؛ خو د دوی له دغو کړنو څخه به ښکلاکګر کافران ګټه واخلي چې پر دې داعش هم پوهیږي.

امریکا به هېڅ وخت له خپل پلان څخه چې هغه په درې فدراسیونونو سره د عراق وېشنه ده، په شا نه شي او دا په عراق کې د امریکا پالیسي ده. دا کار تر دې کچې جدي دی چې د امریکا مشرانو جرګې په عراق کې د امریکا دغه پروژه چې په درېیو فدراسیونونو سني، شیعه او کرد سره د عراق وېشنه ده، تصویب کړه او دغه هوډ یوازې د اوباما هوډ نه دی. د امریکا پخواني ولسمشر بوش د دغه پرېکړه لیک د پلي کېدو په اړه وویل: «د دغه پرېکړه لیک لپاره زمینه نه ده برابره». خو د اوباما لومړي مرستیال «جوبایډن» دغه پرېکړه لیک د دویم ځل لپاره د پلی کېدو پړاو ته وړاندې کړ. «جوبایډن» په غیر رسمي ډول د دغه پرېکړه لیک د پلی کېدو لپاره بېله هڅه وکړه او اوباما هم د عراق دوسیه نوموړي ته وسپارله. امریکا د عراق اساسي قانون د همدې پرېکړه لیک پر بنسټ جوړ کړی او په راتلونکي کې به د دوی کړنې د همدې پرېکړه لیک د پلی کېدو پر لور روانې وي.

امریکا به د موصل تر نیولو وروسته د دغو سیمو د رهبرۍ لپاره د نورو سیاستونو په لټه کې شي، څنګه چې دغه سیمې په عراق کې د امریکا د کار تر ټولو ستونزمنه برخه ده او شیعه مېشتې سیمې د امریکا لپاره دومره سختې نه دي. دغه کار دومره اسانه هم نه دی؛ څنګه چې په عراق کې ډېر داسې کسان شته چې یوازې الله سبحانه وتعالی او رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته ژمن دي او هېڅکله د خپل هېواد ټوټه ټوټه کېدل نه مني او د دغو پروژو پر وړاندې ان شاء الله راپاڅیږي او الله سبحانه وتعالی تر ټولو ځواکمن دی.

اې د عراق سپڅلو خلکو! موږ پر تاسو لکه مخکې مو چې غږ کړی و، بیا غږ کوو: اسلام تاسو د پېړیو پېړیو لپاره متحد ساتي او تر دې چې ستاسو بیرغ ته به د ډېر وخت لپاره پوښښ ور کړي او تاسو عزتمند یاست؛ څنګه چې تاسو خپلې ښګڼې ګډې کړې دي او د شخړو او فتنو پر وړاندې مو هم یو ځای جګړه کړې ده. ستاسو خاوره بریالۍ ده، د قادصیې او بویبې خاوره ده. ستاسو خاوره د هارون الرشید، صلاح الدین او فاتحانو خاوره پاته شوې ده او انشاء الله په راتلونکې کې به هم د فاتحانو خاوره وي.

عراق پخپلو خلکو سره قوي او متحد دی او وېشل شوی عراق وېشل شوو کسانو ته کمزوری عراق دی. که چېرته د کردستان خلک دا فکر کوي چې د کردستان بېله سیمه او بېل دولت به هغوی ته پت ور کړي، دغه پت به د ګوتو په شمار ورځو لپاره دوام وکړي او له څو ورځو وروسته به له ناورین سره مخ شي. که چېرته سنیان دا فکر کوي چې د سنیانو بېل دولت به د عراق په شمال او لودیځ کې هغوی ته ښه ژوند ور کړي، دغه عزت به بیا هم د څو ورځو لپاره وي او وروسته به له ډېرو ستونزو سره مخ شئ. که چېرته د عراق شیعه ګان دا فکر کوي چې بېل دولت به په جنوب کې هغوی ته د ظلم کولو قوت ور کړي، دغه قوت به بیاهم د ګوتو په شمار ورځو لپاره وي او ډېر وخت به ونه وځي چې دغه ټولې کړنې به سرچپه وي او هغوی ته به له کمزورۍ پرته بل څه نه وي.

دَعُوهَا فَإِنَّهَا مُنْتِنَةٌ (صحیح البخاري)

هغوی پرېږدئ، څنګه چې هغوی خسا دي.

 ډلې جوړونه پای ته ورسوئ او د الله سبحانه وتعالی پر نوم راټول شئ:

هُوَ سَمَّاكُمُ الْمُسْلِمِین (حج: ۷۸)

 الله سبحانه وتعالی پر تاسو د مسلمانانو نومونه ایښي دي

پر الله سبحانه وتعالی پورې ځانونه ونښلوئ، نو تاسو بریالي کېږئ، له دې پرته له هر لوري پر تاسو ناخوالې بریدونه کوي.

[إِنَّ فِی ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِید] (ق:۳۷)

نو په دغو عذابونو کې د هر زړه څښتن او د حق اورېدونکي ته چې پوهیږي، یو پند دی.

 

د مطلب ادامه...

هغو کسانو ته ځواب چې د دولت د تاسیس لپاره د رسول الله (ص) طریقه پر ځان لازمه نه ګڼي

  • خپور شوی په فقهي

(ژباړه)

پوښتنه: 

 ښاغلی شیخ صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

هیله من یم د هغو کسانو په اړه چې استدلال کوي: «موږ د اسلامي دولت د حاکمیت او جوړښت لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره پابند نه یو.» پوره او قناعت ورکوونکی ځواب راکړې!

ځواب:

 وعلیکم السلام و رحمة الله وبرکاته!

ان شاء الله چې پوره او لنډ ځواب به درکړم:

هغه کس چې استدلال کوي؛ «موږ د اسلامي دولت د حاکمیت او جوړښت لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره پابند نه یو.» ورته ووایه: که وغواړې اودس وکړې، د اوداسه د پېژندنې لپاره له کومو دلایلو ګټه اخلې؟ ایا د اوداسه له دلایلو ګټه نه اخلې؟ همداراز که د حج بحث وشي، دی د حج د فریضې د ادا کولو لپاره د حج له دلایلو کار اخلي که د اوداسه...؟

دغه راز پوښتنه دې ترې وشي: که وغواړې د روژې احکام وپېژنې، ایا د روژې له دلایلو ګټه نه اخلې؟ یا د روژې د پېژندنې لپاره د جهاد دلایل کاروې!؟ هغه به ووایې چې د روژې د پېژندنې لپاره د روژې له احکامو کار اخلم.

همداراز پوښتنه دې ترې وشي: که وغواړې د لمانځه احکام وپېژنې، نو د لمانځه له احکامو استفاده نه کوې؟ که د روژې له احکامو استدلال کوې!؟ ځواب به دا وي چې د لمانځه له دلایلو استدلال کوي. په همدې ډول، که وغواړي د هرې مسئلې حکم وپېژني، د پېژندنې لپاره یې له شرعي دلایلو استفاده کوي.

نو له ده څخه د دولت د تاسیس د طریقي پوښتنه کوم، ایا د دولت د تاسیس د څرنګوالي په اړه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د وارد شوو شرعي دلایلو استدلال نه کوي!؟ دی د زکات، لمانځه او جهاد له دلایلو استدلال نه کوي؛ بلکې د دولت د تاسیس له دلایلو به استدلال وکړي چې یو ځل رسول الله صلی الله علیه وسلم د تفاعل په پړاو کې د طلب النصرې په طریقه تاسیس کړ. په داسې حال کې چې د دولت د تاسیس طریقه طلب النصره ده. نو پوښتنه دا ده چې طلب النصره فرض، مندوب، مباح او... ده؟ طلب النصره فرض ده او موږ د دولت په تاسیس کې  پر دغه طریقه پابند او ملتزم یو. د یادې موضوع د پېژندنې لپاره لاندې ټکو ته اشاره کوم:

طلب النصره فرض ده، دلیل یې دا دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ډېرو ستونزو پر ګاللو سربېره دا تګلاره بدله نه کړه. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له ثقیف څخه نصرت وغوښت، خو دوی هغه صلی الله علیه وسلم ته ډېر ناوړه ځواب ورکړ او ان تر دې چې هغه يې تعقیب کړ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم له ګڼ شمېر قبیلو لکه: نظیر، بنی شیبان، بنی عامر... په لس ګونو ځله د نصرت غوښتته وکړه، خو هغوی ځواب ورنه کړ. سره له دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر تکلیفونه او ستونزې وګاللې، خو بیا یې هم یاده تګلاره بدله نه کړه. د اصولو له مخې، په تکرار او له مشقت سره سره طلب (غوښتنه)، د دغه طلب د فرضیت قرینه ده. دا په دې مانا چې طلب النصره فرض ده او رسول الله صلی الله  علیه وسلم د دولت په تاسیس کې یوازې له دې طریقې استفاده کړې.

 له بل لوري رسول الله صلی الله علیه وسلم دغې تګلارې ته تر هغه دوام ورکړ چې د عقبې په دویم تړون کې الله سبحانه وتعالی انصارو ته عزت ورکړ او بیعت يې وکړ. وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته هجرت وکړ او دولت یې تاسیس کړ.

 یادې خبرې هوښیارانو او هغو کسانو ته چې د زړه له کومې یې اوري لوی نصیحت دی، مګر یوازې د حق مخالفان دي چې دلیل یې باطل او بې بنسټه دی. د اوداسه لپاره د اوداسه پر دلایلو اقرار لري. همداراز د روژې نیولو لپاره د روژې پر دلایلو اقرار او د لمانځه لپاره د لمانځه پر دلایلو اقرار کوي. نو له هغو دلایلو استفاده نه کوي چې په بل عمل پورې تړاو ولري. نو عاقل به  له استدلال وروسته د دولت د تاسیس پر وجوب قناعت کوي، ځکه چې له طلب النصرې پرته ـ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د دولت د تاسیس لپاره د تفاعل په وروستي پړاو کې ترې کار واخیست ـ کوم بل دلیل نشته چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر فعل او قول دې دلالت وکړي. نو ځکه دغه تګلاره فرض ده. دغه لنډ ځواب د یادې تګلارې پر وجوب بسنه کوي، چې موږ د دولت د تاسیس لپاره غوره کړې ده.

په پای کې سلام  درلېږم او له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم  چې د خیر دروازې دې په لاسونو پرانېزي.

ستاسو ورور عطا ابن خلیل ابو رشته

د مطلب ادامه...

د رایجو پیسو صرافي او حواله

  • خپور شوی په فقهي

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

زما پوښتنه دا ده چې د پیسو بدلول له قبض او له یوه ځایه بل ته له حوالې پرته جواز لري؟ د بېلګې په توګه: زه غواړم چې له صرافۍ ۱۰۰۰ دیناره واخلم، له صراف سره مې هوکړه وکړه او ټول هغه څيزونه چې په دغه مجلس کې مو هوکړه پرې کړې وه، ورته ومې سپارل. د پیسو له قبض پرته مې نوموړي ته وویل چې پیسې یوه ټاکلي ځای ته حواله کړه. ایا دغه کار روا دی، که تقابض (د دواړو لورو قبضه کول) پکې شرط دی؟ الله سبحان وتعالی دې تاسو ته نصرت درکړي.

ځواب:

 وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

دغه پوښتنه یواځې د حوالې په اړه نه ده، بلکې تر څنګ یې د صرف معامله هم ده؛ ځکه تا په نورو پيسو دینارونه اخیستي، مثلاً: تا۳۰۰۰ ریاله پر ۱۰۰۰ دینارو ورکړي، وروسته غواړې چې حواله یې کړې. یعنې لومړی تبادله وه، وروسته حواله.

خو د مختلفو پیسو تبدیلي لازمه ده چې لاس په لاس او فوري تقابض (اخیستنه) وي، له دې پرته حرامه ده، لکه څنګه چې په لاندې حدیث کې ویل شوي:

بخاري له سلیمان بن ابي مسلم نه روایت کړی چې و یې فرمایل: له ابومنهال نه مې په فوري بڼه د پیسو په پيسو یا لاس په لاس تبادلې په اړه وپوښتل، نوموړي وویل: ما او شریک مې یو څيز لاس په لاس او بل مو په نسیه (هغه معامله چې قېمت یې په پور وي) وپېرل، براء بن عازب رضی الله عنه موږ ته راغی او ترې ومو پوښتل، نوموړي وویل: ما او شریک مې زید بن ارقم دا ډول معامله کړې وه او په هکله مو یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه وکړه، هغه ځواب راکړ:

«مَا كَانَ يَدًا بِيَدٍ، فَخُذُوهُ وَمَا كَانَ نَسِيئَةً فَذَرُوهُ»

څه مو چې فوري او لاس په لاس معامله کړي، وایې خلئ او څه مو چې په نسیه معامله کړي، پرې يې ږدئ.

مسلم له مالک بن اوس بن حدثان څخه روایت کړی، چې ویې فرمایل: ما دا خبرې پيل کړې چې څوک درهمونه بدلوی؟ طلحه بن عبید الله رضی الله عنه چې له عمر بن خطاب رضی الله عنه سره و، وویل: خپله طلا دې موږ ته راوښیه، کله چې زموږ خادم راغی، راشه، پیسې دې درکوم. حضرت عمر رضی الله عنه وفرمایل: داسې نه ده، قسم په الله متعال چې يا به یې پیسې یې ورکوې او یا به یې طلا بېرته ورکوې، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«الْوَرِقُ بِالذَّهَبِ رِبًا، إِلَّا هَاءَ وَهَاءَ، وَالْبُرُّ بِالْبُرِّ رِبًا، إِلَّا هَاءَ وَهَاءَ، وَالشَّعِيرُ بِالشَّعِيرِ رِبًا، إِلَّا هَاءَ وَهَاءَ، وَالتَّمْرُ بِالتَّمْرِ رِبًا، إِلَّا هَاءَ وَهَاءَ»

            له لاس په لاس تبادلې پرته نقره پر طلا، غنم پر غنمو، وربشې پر وربشو، خرما پر خرما بدلول سود دی.

مسلم له عباده بن صامت رضی الله عنه نه روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل:

«اَلذَّهَبُ بِالذَّهَبِ، وَالْفِضَّةُ بِالْفِضَّةِ، وَالْبُرُّ بِالْبُرِّ، وَالشَّعِيرُ بِالشَّعِيرِ، وَالتَّمْرُ بِالتَّمْرِ، وَالْمِلْحُ بِالْمِلْحِ، مِثْلًا بِمِثْلٍ، سَوَاءً بِسَوَاءٍ، يَدًا بِيَدٍ، فَإِذَا اخْتَلَفَتْ هَذِهِ الْأَصْنَافُ، فَبِيعُوا كَيْفَ شِئْتُمْ، إِذَا كَانَ يَدًا بِيَد»

طلا له طلا، نقره له نقرې، غنم له غنمو، وربشې له وربشو، خرما له خرما او مالګه له مالګې سره لاس په لاس (مساوي او حضوري) معامله کېږي، کله چې پورتنیو اجناسو توپیر درلود، نو څنګه چې غواړئ هغسې معامله وکړئ، په دې شرط چې لاس په لاس وي.

د "یَدًا بِیَدٍ" معنی یعنې لاس په لاس راکړه ورکړه وشي، لکه څنګه په یوه وخت کې یو ریالونه قبض کوي، بل دینارونه. له قبض وروسته یې مطلوب ځای ته حواله کړه، که د دغه کس له لارې وي که د بل. احیاناً که پوښتونکی پوښتنه کوي چې د پیسو د قبض لامل تر هغه وخته چې دغه پیسې حواله کېږي، څه دی؟

لامل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث دي، ځکه په حدیثو شریفو کې په دې اړه واضح او مؤکد دلالت شته، چې هېڅ ډول تېروتنه او غموض نه پکې لیدل کېږي. د لاس په لاس او تقابض پر وجوب په صریحو او قطعی الدلاله عباراتو حدیثونه راغلي او دغه الفاظ "هاء بهاء" و "يدا بيد" یعنې فوري لاس په لاس قبض کول پر تقابص خورا واضح دلالت ګڼل کېږي، چې نه تعلیل مني او نه تأویل. دا هغه څه وو چې زه پرې پوه شوی یم. الله متعال غوره او با حکمته پوه دی. 

ستاسو ورور عطا ابن خلیل ابو رشته

د مطلب ادامه...

د سرو زرو پېر او پلور

  • خپور شوی په فقهي

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

ښاغلی شیخ صاحب! الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته خیر در کړي. څنګه چې تاسو پوهیږئ چې د مهلت په ډول د سرو زرو پېر او پلور سم نه دی، بلکې لاس په لاس پېرل او پلورل کېږي. په حدیث شریف کې هم دې موضوع ته اشاره شوې. ایا دغه قاعده له ګاڼو (زېوراتو) سره هم سمون خوري او که نه؟

د دې پوښتنې موارد په لاندې ډول دي:

هغه سره زر چې پېرل او پلورل کېږي؛ د بېلګې په توګه: ګاڼې د ۱۸ عیار ډوله سرو زرو څخه دي، نه د ۲۴ عیار له ډوله. ۲۴ عیار ډوله سره زر هغه سوچه سره زر دي چې له زرګرۍ وروسته ۹۹ سلنه سره زر ترې لاس ته راځي؛ خو ۱۸ عیار ډوله سره زر بیا هغه سره زر دي چې ۷۵ سلنه یې سره زر دي او پاتې برخه یې معدني مواد؛ لکه مس او هغه وسپنه ده چې د زر ګرۍ لپاره چمتو کېږي او کېدای شي له معدنه د لاسته راغلو سرو زرو په څېر رنګ ورکړل شي. نو دا ډول ګاڼې زرګر د هغه وزن پر اساس چې لري يې د سرو زرو له قېمته ګران پلوري؛ ځکه چې زرګر د خپلې زرګرۍ پیسې هم پرې وراچوي.

نو ایا ګاڼه په دغه حالت کې د سوداګرۍ د وسایلو په څېر (چې سره زر پکې وي) په پور یا په مهلت پېرل او پلورل کېدای شي؟ که د سرو زرو د زیاتوالي پر بنسټ تل د ۷۵ سلنه سرو زرو حکم لري؟                                  

بل دا چې زرګر ګاڼې لکه لاس بند په لوړه بیه پلوري. په هغه کې د کولپ په څېر  وړه ټوټه وي، چې هغه د سرو زرو نه ده، بلکې له پلاتین، زرګون او یا دې ته له ورته موادو څخه وي. له زرګري شوي څيز سره یوځای تلل کېږي، په وزن کې حسابېږي او د سروزرو په بیه پلورل کېږي. نو د دې وړې ټوټې پلورل سم دي او که یې د بیې بېلول اړین دي؟ که هغه د زرګرۍ له اجورې څخه وشمېرل شي؟ په دې اړه ستاسو نظر څه دی؟

ځواب:

وعلیکم السلام و رحمة الله وبرکاته!

تر ځواب وړاندې ستاسو په نظر پوه شوم چې په سودي برخو کې د احکامو په بدلون کې د یوې برخې ښه والی او د بلې برخې بدوالی نه مراعات کېږي.

سودي برخې هغه موارد دي چې د نسایي په حدیث کې عباد بن صامت رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم روایت کړي، چې فرمایلي یې دي:

«الذَّهَبُ بِالذَّهَبِ تِبْرُهُ وَعَيْنُهُ وَزْنًا بِوَزْنٍ، وَالْفِضَّةُ بِالْفِضَّةِ تِبْرُهُ وَعَيْنُهُ وَزْنًا بِوَزْنٍ، وَالْمِلْحُ بِالْمِلْحِ، وَالتَّمْرُ بِالتَّمْرِ، وَالْبُرُّ بِالْبُرِّ، وَالشَّعِيرُ بِالشَّعِيرِ، سَوَاءً بِسَوَاءٍ مِثْلًا بِمِثْلٍ، فَمَنْ زَادَ أَوِ ازْدَادَ فَقَدْ أَرْبَى»

(سنن نسائی: ۷/۲۷۶)

سره زر د سرو زرو،‌  کاني ټوټه یې د کاني ټوټې او سوچه یې د سوچه په مقابل کې وزن شي او په ورته بڼه نقره هم. مالګه د مالګې، خرما د خرما، غنم د غنمو، وربشې د وربشو، هر جنس یو له بل سره برابر او مساوي بدل شي. چاچې زیات لاسته راوړل او چا چې  زیات ورکړل، نوموړي سودي معامله تر سره کړې ده.

نو هر کله چې تاسو پېرل او پلورل کول، نو له دغو سودي برخو څخه یو باید مثل په مثل وي، نه د عالي پر وړاندې، نو یوه پیمانه ښه خرما پر د دوو پیمانو خرابو خرماوو  بدلولو روا نه دي. یوه پیمانه ښه غنم پر دوو پیمانو خرابو او ناپاکو غنمو بدلول سم نه دي او همداراز وربشې، مالګه او سره زر هم په دغه حکم کې شاملېږي. نو پر همدې بنسټ د یوې ټوټې سوچه سرو زرو بدلول پر یوه نیمه ټوټه ناسوچه سرو زرو سم نه دي، باید مثل په مثل (پر خپل اصلي وزن) بدل شي.

دا د تبادلې ځانکړي حکمونه دي چې په ځینو ځایونو کې د معاملو حکمونه له سرو زرو سره مختلف دي. د بېلګې په ډول: په زکات کې سوچه سرو زرو او نقرې ته اعتبار ورکول کېږي. نو په زکات کې د سرو زرو ۲۴ عیار ټوټه د ۱۸ عیار ډول سرو زرو ټوټې سره توپیر کوي چې تلل کېږي. د ۲۴ عیار سوچه سرو زرو د نصاب کچه ۸۵ ګرامو ته رسېږي، خو د ۱۸ عیار سرو زرو نصاب بیا له دې نه ډېر دی، ځکه چې ربعه یې له داسې موادو سره ګډه ده چې هغه سره زر نه دي. په دې مانا چې په ۱۸ عیار سرو زرو کې ۴/۳ مه برخه د ۲۴ عیار سرو زرو له ډول څخه سوچه سره زر شته دي. نو پر همدې بنسټ د ۱۸ عیار سرو زرو د زکات نصاب د ۳/۱  برخه سوچه سره زر دي (۱۱۳.۳۳) ګرامه کېږي.

نو که څوک د ۲۴ عیار سرو زرو له ډول څخه ۸۵ ګرامه سوچه سره زر ولري، د نصاب څښتن بلل کېږي. کله چې یو کال پرې تېر شي، له وزن څخه یې باید په سلو کې ۲.۵ برخه زکات ورکړي. خو که څوک ۸۵ ګرامه، ۱۸ عیار ډوله سره زر ولري، د نصاب څښتن نه بلل کېږي، تر هغه چې ۱۱۳.۳۳ ته نه وي رسېدلي. کله چې پر یاده کچه یو کال تېر شي، څښتن یې باید له وزنه په سلو کې ۲.۵ مه برخه زکات ورکړي، ځکه په سرو زرو کې اعتبار همغه سوچه سره زر دي.

خو د هغه د تبادلې په برخه کې یې ځانګړي حکمونه لري، کله چې هغه د سودي معاملې له برخې وي، که پاک وي که ناپاک، ښه وي او که بد، سوچه وي او که له بل شي سره ګډ. نو په دغو ټولو مواردو کې په هغه صورت کې چې پېرل او پلورل له سودي جنس څخه وي، واجبه ده چې مثل پر مثل بدل شي، خو په دغه شرط چې پاک سره زر له ناپاکو سره یو ځای او ګډ وي. یعنې دواړه له یو بل څخه بېل نه وي او همداراز هغه څه چې له سرو زرو سره ګډ وي، ډېره برخه یې باید سره زر وي، نو په دغه صورت کې د پاکو سرو زرو اطلاق پرې کېږي.

د پورتنیو مواردو په اړه دلیل د ابو سعید خدري رضی الله عنه حدیث دی چې ویې ویل: بلال رضی الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په داسې حال کې  راغی، چې ښه خرما ورسره وه. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل:

مِنْ أَيْنَ هَذَا؟

دا دې له کوم ځایه راوړه؟

بلال رضی الله عنه وویل: له ما سره خرابه خرما وه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره مې د هغې خرما دوې پیمانې پر یوه پیمانه ښه خرما وپلورلې. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«أَوَّهْ عَيْنُ الرِّبَا، لَا تَفْعَلْ وَلَكِنْ إِذَا أَرَدْتَ أَنْ تَشْتَرِيَ التَّمْرَ فَبِعْهُ بِبَيْعٍ آخَرَ، ثُمَّ اشْتَرِ بِهِ»

(رواه مسلم: ۳/۱۲۱۵)

اوف دا په خپله سود دی، دا کار مه کوه، خو که ته غواړې چې خرما وپېرې او وپلورې، هغه په یوه بیه وپلوره او په بله یې وپېره.

همداراز له ابو سعید خدري او ابو هریره رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی علیه وسلم په خیبر کې یو کس ته دنده ورکړه، هغه کس رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ښه خرما راوړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل:

«أَكُلُّ تَمْرِ خَيْبَرَ هَكَذَا؟»

ایا د خیبر ټوله خرما همداسې ده؟

هغه کس وویل: نه په الله قسم اې رسول الله صلی الله علیه وسلم! موږ د دغه خرما یوه پیمانه پر دوو پیمانو او دوې پیمانې پر درېیو پیمانو اخلو. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«لاَ تَفْعَلْ، بِعْ الجَمْعَ بِالدَّرَاهِمِ، ثُمَّ ابْتَعْ بِالدَّرَاهِمِ جَنِيبًا» (متفق عليه)

دغه کار مه کوه، ټولې خرماوې پر څو درهمو وپلوره، وروسته پر هغو درهمو ښه خرما واخله.

په همدې قاعده کې ټولې اړوندې سودي برخې شاملېږي. همداراز د اقتصادي نظام د کتاب په ۲۶۴ ام مخ کې داسې ویل شوي: کله چې یو څوک له بل چا څخه یو کره دینار پر د دوو کوټه (خرابو) دینارونو وپېري، دا کار روا نه دی. که یې یو دینار د سپینو زرو پر درهمونو واخیست، وروسته یې هغه په دوو کوټه درهمو وپلوره، دا د ابو سعید خدري رضی لله عنه د حدیث پر بنسټ روا دی، چې ویې ویل: بلال رضی الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په داسې حال کې  راغی، چې ښه خرما ورسره وه. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل:

«مِنْ أَيْنَ هَذَا؟»

دا دې له کوم ځایه راوړه؟

بلال رضی الله عنه وویل: له ما سره خرابه خرما وه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره مې د هغې خرما دوې پیمانې پر یوه پیمانه ښه خرما وپلورلې. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

اوف دا په خپله سود دی، دا کار مه کوه، خو که ته غواړې چې خرما وپېرې او وپلورې، هغه په یوه بیه وپلوره او په بله یې وپېره.

همداراز له ابو سعید خدري او ابو هریره رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی علیه وسلم په خیبر کې یو کس پر يوه کار وګوماره. هغه کس رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ښه خرما راوړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل:

«أَكُلُّ تَمْرِ خَيْبَرَ هَكَذَا؟»

ایا د خیبر ټوله خرما همداسې ده؟

هغه کس وویل: نه په الله قسم، اې رسول الله صلی الله علیه وسلم! موږ د دغه خرما یوه پیمانه پر دوو پیمانو او دوې پیمانې پر درېیو پیمانو اخلو. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

دغه کار مه کوه، ټولې خرماوې په څو درهمو خرڅې کړه، وروسته په هغو درهمو ښه خرما واخله.

نو له پورتنیو دلیلونو څخه په تبادله کې  ټولې سودي برخې روښانه کېږي، چې مثل په مثل دې تر هغه وخته وشي چې د یاد شي ښه والی لکه په حدیث کې چې وویل شول، پر خپل حال پاتې شي، دا توپیر نه کوي چې سره زر د سرو زرو، نقره د نقرې، غنم د غنمو، وربشې د وربشو او یا مالګه د مالګې په مقابل کې وي.

د همدغه حکم پر بنسټ ستاسو د پوښتنې لپاره ځواب په لاندې ډول دی:

زرګري شوې ګاڼې د سرو زرو او نقرې له هر ډول عیار څخه چې وي، د هغه د بدلولو پر وخت باید له خپل جنس (مثل په مثل) سره بدل شي؛ د بېلګې په توګه: د ناخالصو سرو زرو بدلول له لاس بند او نورو ګاڼو سره که له ۲۴ ډول عیار څخه وي او که له ۱۸، نو اړینه ده چې مثل په مثل وي، په هغه کې زیادت سم نه دی. که زرګري شوي هم وي، ګټه یې نه روا کېږي. همداراز ویلي شوي سره زر د پورتني حالت په څېر مثل په مثل بدلېږي، په هغه صورت کې چې پېرونکي او پلورنکي د مثل په مثل هوکړه نه وي کړې او دا په داسې صورت کې کېږي چې د سرو زرو ټوټه په نقدو پیسو وپلورل شي او په نقدو پیسو لاس بند واخیستل شي.

د سرو زرو لاس بند د اخیستلو پر وخت د کولپ په نامه ټوټه چې ورسره ګډه هم نه ده، شته ده او له لاس بنده یې لرې کېدل هم شوني دي، نو په دغه حالت کې دې دا ټوټه ترې لرې شي، سره زر دې په یوازې توګه وتلل شي او په خپل جنس (مثل په مثل) دې وپلورل شي. د هغې ټوټې پېر و وپلور دې د دواړو لورو تر منځ په هوکړه وشي. دا هم په هغه حالت کې کېږي چې د سرو زرو د لاس بند پېر و پلور پر سرو زرو وي.

خو که ته غواړې چې د سرو زرو لاس بند واخلې او په هغه کې له سرو زرو پرته کومه بله ټوټه وي او ته یې په نقدو پیسو اخلې، نو دا درته سمه ده چې په هره بیه چې د دواړو تر منځ هوکړه وشوه، ویې پېرې. که یې ټول د هغې بیې په بدل کې وزن کړ چې هوکړه یې درسره کړې، په دې کې هم ستونزه نشته، ځکه چې په دغه ځای کې پېر و پلور په دوو مختلفو جنسونو شوی. یعنې که ته غواړې لاس بند په کاغذي پیسو واخلې، نو په دغه صورت کې پلورنکي ته دا سمه ده چې ټول لاس بندونه په هغو کې له ګډو شیانو سره وتلي او وروسته یې په هغه بیه چې تل یې ته پېرې، له سرو زرو پرته په نقدو پیسو په هغه بیه وپلوري چې هوکړه یې درسره کړې.

ستاسو ورور عطا بن خلیل ابورشته

د مطلب ادامه...

د ځمکې د اجارې په بدل کې مال اخیستل

  • خپور شوی په فقهي

(ترجمه)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمت الله و برکاته!

ښاغلی شیخ صاحب! د الله سبحانه و تعالی په امن کې دې وې. د دوو تنو تر منځ په ګډه د ځمکې د کرنې په اړه پوښتنه لرم، یعنې ځمکه د یوه او کرنه یې بل کوي.

په دې نه پوهېږم، چې ایا دغه مضارعه ده او جواز لري؟ ډېرو ځوانانو دغه مضارعه وګڼله او ځینو روا کار وباله، ان تر دې چې د ځمکې خاوند کولای شي، خپله ځمکه د کرنې د درې کلونو په موده وپلوري.

ځواب:

وعليكم السلام ورحمة الله وبركاته!

د کرنې لپاره د ځمکې اجاره ورکولو ته مزارعت ویل کېږي، چې د حرمت په اړه یې ډېردلیلونه راغلي دي. په صحیح بخاري له ابوهریره رضی الله عنه نقل کوي، چې رسول الله صل الله علیه وسلم فرمایلي:

«مَنْ كَانَتْ لَهُ أَرْضٌ فَلْيَزْرَعْهَا أَوْ لِيَمْنَحْهَا أَخَاهُ فَإِنْ أَبَى فَلْيُمْسِكْ أَرْضَهُ»

هر څوک چې ځمکه لري، باید ویې کري او یا دې یې خپل ورور ته ورکړي، که یې ورور ته ورنه کړه باید ویې ساتي.

له جابر رضی الله عنه روایت دی چې رسول الله صل الله علیه وسلم وفرمایل:

«أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسـلم نَهَى عَنِ الْمُخَابَرَةِ»

(رواه مسلم)

چې رسول الله الله صل الله علیه وسلم د ځمکې له مضارعت څخه ډډه کړې.

همدا رنګه په صحیح مسلم کې له جابر رضی الله عنه روایت دی چې رسول الله صل الله و علیه وسلم وویل:

«نَهَى رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسـلم أَنْ يُؤْخَذَ لِلْأَرْضِ أَجْرٌ أَوْ حَظٌّ»

رسول الله صل الله علیه وسلم له دې چې ځمکه دې په اجوره او یا هم د حاصلاتو په یوه برخه ورکړل شي، ډډه کړې.

له رافع ابن خدیج څخه روایت دی چې ویې ویل: موږ د رسول الله صل الله علیه وسلم په وخت کې مزارعت کاوه چې ناڅاپه د رسول الله صل الله علیه وسلم ځینې ترونه موږ ته راغلل او ویې ویل: رسول الله صل الله و علیه وسلم موږ له هغه کاره چې ډېره ګټه یې درلوده منع کړو، خو د رسول الله صل الله و علیه وسلم اطاعت مونږ ته ګټور دی. رافع  وویل: ومې پوښتل چې هغه څه دي؟ هغوی وویل: چې رسول الله صل الله و علیه وسلم فرمایلي دي:

«مَنْ كَانَتْ لَهُ أَرْضٌ فَلْيَزْرَعْهَا أَوْ فَلْيُزْرِعْهَا أَخَاهُ وَلَا يُكَارِيهَا بِثُلُثٍ وَلَا بِرُبُعٍ وَلَا بِطَعَامٍ مُسَمًّى» (رواه ابوداوود)

هر څوک چې ځمکه لري، باید په خپله یې وکري او یا دې یې خپل ورور ته وکري او هغه دې د حاصلاتو  په یو پر درېیمه برخه، یو پر څلورمه برخه او یا د په معینو خوراکي توکو په کرایه نه ورکوي. 

د نسائی په مسند(سنن) کې له اسید ابن ظهیر څخه روایت دی چې پیامبر صل الله علیه وسلم وویل:

«نَهَى رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسـلم عَنْ كِرَاءِ الأَرْضِ، قُلْنَا: يَا رَسُولَ اللهِ! إِذًا نُكْرِيهَا بِشَيْءٍ مِنْ الْحَبِّ، قَالَ: لا، قَالَ: وَكُنَّا نُكْرِيهَا بِالتِّبْنِ، فَقَالَ: لا، وَكُنَّا نُكْرِيهَا عَلَى الرَّبِيعِ، قَالَ: لا، ازْرَعْهَا أَوْ امْنَحْهَا أَخَاكَ»

رسول الله صل الله و علیه وسلم د کرنیزې ځمکې له کرایه ورکولو څخه منع کړې، ومو ویل: که هغه په دانه (د حاصلاتو په یوه برخه) په کرایه ورکړو؟ ویې ویل: نه کیږي. د حدیث راوي زیاته کړه؛ ورته مو وویل: که یې په واښو  په کرایه ورکړو؟ ویې ویل: نه کیږي. بیا یې زیاته کړه؛ ومو ویل: که یې د ربېع (په وړوکې چینه یا د اوبو په یوه برخه) په کرایه ورکړو؟ ویې ویل: نه کیږي. یا یې په خپله وکره او یا دې یې ورور ته ور وبښه.

له یادو حدیثونو څخه جوته شوه چې مزارعت د ځمکې په اجاره ورکول دي، که څه یې اجوره د ځمکې ځینې حاصلات وي او یا هم کوم بل شی؛ خو د مزارعت حرمت ترې جوتېږي. هغه څه چې له دغو دلیلونو ښه څرګندېږي، هغه د ځمکې بدله ورکول دي چې جواز نه لري، په ځانګړي ډول د مسلم له حدیث څخه چې په اړه یې صراحت لري:

چې رسول الله صل الله و علیه وسلم منع کړې چې ځمکه دې د حاصلاتو په یوه برخه په اجوره ورکړل شي.

او همدا رنګه د بخاري رحمة الله علیه په حدیث کې راغلي:

څوک چې ځمکه لري باید یې خپله وکري او یا دې اجازه ورکړي چې ورور یې وکري.

همدارنګه د نسائي په حدیث کې راغلي دي:

...هغه وکره یا دې یې ورور ته وروبښه.

نو ځکه د ځمکې بدله اخیستل جواز نه لري.

د یادو څېړنو او څرګندونو په ترڅ کې هغه څه چې ستاسو په پوښتنه کې راغلي دا دي، چې له لومړي کس سره ځمکه ده او دویم کس هغه کري... په دې سره ځمکه د مال اعتبار ځان ته اخلي او د مزارعت حکم پرې پلی کېږي. چې د مشارکت نوم ورکول به یې په حکم تاثیر ونه کړي او همغه مزارعت بلل کېږي، نو جواز نه لري. او همدا راز دغه مسئله که مزارعت د درې کلونو په ترڅ کې او یا وروسته له هغه وي، په شرعي حکم یې تاثیر نه کوي، ځکه چې شرعي حکم خپله عقد ته متوجه دی، نو څنګه چې ځمکې ته مال او یا نغدې پیسې بدله وټاکل شوه، په هر ډول چې وي باطل دي؛ همداراز په پورتنیو ذکرشوو دلیلونو سره په ښکاره ډول څرګندېږي.

ستاسو ورور عطا بن خليل ابورشته

 

د مطلب ادامه...

له پټو کامرو څخه د ګتې اخیستنې حکم

  • خپور شوی په فقهي

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته! 

زما پوښتنه په پلورنځیو او عامه ځایونو کې له پټو کامرو څخه د ګټې اخیستنې د حکم په اړه ده؛ ایا دا جواز لري چې یو کس د پټو کامرو د تصویر په دلیل سره د غلا په جرم محکمه شي؟

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمت لله وبرکاته!

ستاسو پوښتنه له دو برخو څخه تشکیل شوې ده، لومړۍ پوښتنه دې لهپټو کامرو څخه د ګټې اخیستلو د حکم په اړه کړې ده او دویمه دا چې هغه تصویرونه چې د پټو کامرو په واسطه اخیستل کیږي، ایا دا شهادت شمېر کیږي یا کنه؟

ستاسو د پوښتنې لومړۍ برخه: د پټو کامرو حکم په شرعي قاعده کې (په دغه څیزونو کې اصل اباحت دی تر هغه وخته چې د هغه د حراموالي لپاره شرعي دلیل نه وي راغلی) شته دی او په دې اړه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

[أَلَمْ تَرَوْا أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُمْ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ(لقمان: ۲۰)

ژباړه: ایا و مو نه لیدل چې الله سبحانه وتعالی هغه څه چې په ځمکه او اسمانونو کې دي، ستاسوتابع (مسخر) کړي دي.

 او د الله سبحانه وتعالی دغه قول:

[وَسَخَّرَ لَكُمْ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا مِنْهُ]  (الجاثیه: ۱۳)

او هغه څه چې په اسمانونو او ځمکو کې دي، ټول د الله سبحانه وتعالی دي چې ستاسو لپاره یې مسخر (تابع) کړي دي.

نو د پټو کامرو د حراموالي لپاره کوم دلیل نشته او اصلي حکم یې اباحت دی؛ خو کله چې مباح څیزونه په حرامو عملونو کې کارول کیږي، دغه کارول حرام دي. څنګه چې شرعي قاعده ده: « الوسيلة إلى الحرام حرام» (د حرامو وسیله د حرامو لپاره ده)

همدارنګه بله قاعده:

«كل فرد من أفراد المباح، إذا كان ضاراً أو مؤدياً إلى ضرر، حرم ذلك الفرد وظل الأمر مباحاً» 

ژباړه:هر هغه مباح چې مضر شي، حرام دي او پاته مباحونه پر خپل حال پاته کیږي.

نو پټې کامرې که په داسې چارو کې وکارول شي؛ لکه: له غلا څخه د مخنوي لپاره د عامو سوداګریزو پلورنځیوتصویر اخیستل، د حرکت د څارنې لپاره پر سړکونو د پټو کامرو لګولاو دې ته ورته نورو ځایونو کې، په دې ټولو حالتونو کې یې کارول رواه دي. خو که د خلکو د کړنو د څارنې لپاره وکارول شي او یا د کور دننه د ځینو مسایلو د لیدنو لپاره ترې ګټه واخیستل شي، په داسې حالتونو کې بیا د پټو کمرو کارول حرام دي. پر دې دلیل سره چې د خلکو پر کړنو او حرکتونو څارنه د الله سبحانه وتعالی د دغه قول پر بنسټ حرامه ده.

«وَلَا تَجَسَّسُوا» 

له ډېرو بدو شکونو څخه ډډه وکړئ.

همدارنګه ابوداود له نبي کریم صلی الله علیه وسلم نه روایت کوي چې وې فرمایل:

«إِنَّ الْأمِيرَ إِذَا ابْتَغَى الرِّيبَةَ فِي النَّاسِ أَفْسَدَهُمْ»

هر کله چې امیر د خلکو په منځ کې د بې باورۍ په لټه کې شو، هغوی به فاسد کړي.

د خلکو پر ځانګړي ژوند او عورتونو څارنه هم حرامه ده. هغه څه چې مسلم له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

                  «مَنِ اطَّلَعَ فِي بَيْتِ قَوْمٍ بِغَيْرِ إِذْنِهِمْ، فَقَدْ حَلَّ لَهُمْ أَنْ يَفْقَئُوا عَيْنَهُ»                

هر څوک چې له اجازې پرته د چا کورته وګوري، د کور څښتن ته روا ده چې سترګې یې ړندې کړي.

او ستاسو د پوښتنې دویمه برخه: هغه تصویرونه چې د پټو کامرو په واسطه اخیستل کیږي، شرعاً جواز نه لري؛ څنګه چې شهادت یې پر هغه جرم وي او شرعي شواهد چې پر شرعي ادلې دلالت کوي؛ په څلور ډوله دي: اقرار، قسم، شهادت او لیکل شوي اسناد؛ له دغه څلور ډوله شرعي بینې څخه بله بینه نشته. د دغې ادعا لپاره دلیلونه په دې ډول دي:

اقرار: امام بخاري له زید بن خالد او ابوهریره رضی الله عنهم نه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل:

«وَاغْدُ يَا أُنَيْسُ إِلَى امْرَأَةِ هَذَا، فَإِنِ اعْتَرَفَتْ فَارْجُمْهَا»

اې انیس! د هغې ښځې خواته ور شه، که چېرته یې اعتراف وکړ، نو هغه سنګساره کړه.

قسم: ابن ماجه په خپلو خبرو کې له ابن عباس رضی الله عنه نه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل:

«لَوْ يُعْطَى النَّاسُ بِدَعْوَاهُمْ، ادَّعَى نَاسٌ دِمَاءَ رِجَالٍ وَأَمْوَالَهُمْ، وَلَكِنِ الْيَمِينُ عَلَى الْمُدَّعَى عَلَيْهِ»

که چېرته خلکو ته په یوازې ادعا سره (د څه ادعا یې چې کوله) هغوی ته ور کول کېدل، د دغو مالونو د نورې برخې ادعا یې هم کوله، خو پر مدعي شاهدي ور کونکی دی.

او هغه څه چې دار قطني له عطا او هغه له حضرت ابوهریره رضی الله عنه نه روایت کوي چې رسول الله صلی علیه وسلم وفرمایل:

«الْبَيِّنَةُ عَلَى مَنِ ادَّعَى، وَالْيَمِينُ عَلَى مَنْ أَنْكَرَ إِلَّا فِي الْقَسَامَةِ»

پر مدعي شاهدي ور کونکی دی او پر انکار کونکي قسم دی، خو په قسامه کې (هغه قتل چې قاتل یې څرګند نه وي)

او په بل روایت کې: عمربن شعیب له خپل پلار او نیکه څخه روایت کوي چې رسول الله صلی علیه وسلم وفرمایل:

«الْبَيِّنَةُ عَلَى مَنِ ادَّعَى، وَالْيَمِينُ عَلَى مَنْ أَنْكَرَ إِلَّا فِي الْقَسَامَةِ»

پر مدعي شاهدي ور کونکی دی او پر انکار کونکي قسم دی، خو په قسامه کې (هغه قتل چې قاتل یې څرګند نه وي).

شهادت:

[وَاسْتَشْهِدُوا شَهِيدَيْنِ مِنْ رِجَالِكُمْ فَإِنْ لَمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَامْرَأَتَانِ] (البقره: ۲۸۲)

او دوه نارینه شاهدان ونیسئ، که چېرته دوه نارینه نه وو، یو نر او دوې ښځې له شاهدۍ ور کونکو څخه چې خوښي ور لري، شاهدان ونسئ.

لیکل شوي اسناد: د لیکل شوو اسنادو په اړه د الله سبحانه وتعالی دغه قول:

[وَلاَ تَسْأَمُوا أَنْ تَكْتُبُوهُ صَغِيرًا أَوْ كَبِيرًا إِلَى أَجَلِهِ ذَلِكُمْ أَقْسَطُ عِنْدَ اللَّهِ وَأَقْوَمُ لِلشَّهَادَةِ وَأَدْنَى أَلاَّ تَرْتَابُوا إِلاَّ أَنْ تَكُونَ تِجَارَةً حَاضِرَةً تُدِيرُونَهَا بَيْنَكُمْ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَلاَّ تَكْتُبُوهَا] (بقرة: ۲۸۲)

او له لیکلو (بدهي) څخه تر رسیده پورې که لوی وي او که کوچنی، خپه کېږئ مه. ستاسو دغه لیکل د الله سبحانه وتعالی په نزد عدالت ته نېږدې او د شاهدۍ لپاره کلک او د دې لپاره چې له شک سره مخ نه شئ، ښه دي. خو دا چې راکړه ور کړه نغدي وي چې خپل په منځ کې یې لاس په لاس کوي. نو په دغه صورت کې تاسو پر دې نه ګنهګارېږئ چې هغه مو نه دي لیکلي.

دغه شرعي شواهد دي چې پر شرعي ادلې دلالت کوي، خو له دې نه پرته لکه ټاپه، د وینې تجزیه، تصویر، تعلمي سپی او داسې نور له قرائنو څخه تېری نه کوي چې د هغه په وسیله مدرک پیدا کړي، څنګه چې نه د الله سبحانه وتعالی له کتاب او نه هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتوڅخه کوم شرعي دلیل نه شمېرل کیږي.نو دا د شرعي شواهدو له ډلې څخه نه شمېرل کیږي، همدا ډول شهادت تر هغه شرعي شهادت نه شمېرل کیږي، خو دا چې دلیل یې پر شهادت دلالت وکړي او یا دا چې په شرعي ادله کې دننه وي.

نو پر همدې بنسټ د پټو کامرو تصویرونه د شواهدو له ډلې څخه نه دي، خو دا په دې مانا نه ده چې دا هېڅ ارزښت نه لري، بلکې دا داسې موضوع ده چې پام رااړوي او د مجرم د پېژندلو لپاره لار پرانیځي. تصویرونه او هره وسیله چې مجرم پرې پېژندل کیږي، تر هغهجائز دي چې د تورن کس د ردېدو لپاره وکارول شي، خو د شاهد په توګه نه. دا د مقتول د وینا مثال لري چې وایي زه هغه ووژلم. د دې تصویرونو او داسې نورو څیزونو په وسیله له تورن کس نه پوښتنې کیږي؛ خو دا ټول بینه او شرعي شواهد نه دي. څنګه چې امام بخاري له انس رضی الله عنه نه روایت کوي:

«أَنَّ يَهُودِيًّا رَضَّ رَأْسَ جَارِيَةٍ بَيْنَ حَجَرَيْنِ، فَقِيلَ لَهَا: مَنْ فَعَلَ بِكِ هَذَا، أَفُلاَنٌ، أَفُلاَنٌ؟ حَتَّى سُمِّيَ اليَهُودِيُّ، فَأَوْمَأَتْ بِرَأْسِهَا، فَجِيءَ بِاليَهُودِيِّ فَاعْتَرَفَ، فَأَمَرَ بِهِ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم فَرُضَّ رَأْسُهُ بِالحِجَارَةِ»

یهودي د یوې نجلۍ سر په دوو تیږو کې وټکاوه، له هغې نه یې پوښتنه وکړه: دا کار چا وکړ؟ ایا فلاني؟ او یا فلاني کس؟ تر دې چې د هغه یهودي نوم یې ورته واخیست، هغه نجلۍ د سر په ښورولو سره اشاره ورته ورکړه چې هو، همدا کس دی. وروسته یې پر یهودي اقرار وکړ، وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړ او د یهودي سر یې په دوو تیږو کې وټکاوه.

رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله له نجلۍ څخه پوښتنه وکړه چې له تا سره دا ظلم چا وکړ، هغې یهودي ته اشاره وکړه. نو پر همدې بنسټ رسول الله صلی الله علیه وسلم د نجلۍ قول شاهد ونه نیو، خو دې قول ته یې پاملرنه وکړه او د یهودي پښه یې ونیوه تر دې چې یهودی راغی او پخپله یې وویل؛ هغه وخت ووژل شو. نو په دې ځای کې د یهودي اعتراف شواهد و، نه د وژل شوي خبره. نو دې ډول قرائن او دې ته ورته نور مثالونه داسې موضوګانې دي چې هغه ته پاملرنه کیږي، نو شرعي شواهد نه بلل کیږي، خو دا چې شرعي دلیل شته وي.

ستاسو ورور عطا بن خلیل ابورشته

د مطلب ادامه...

ستونزه د متمرکز او غير متمرکز نه، بلکې د اسلامي نظام د نشتوالي ده!

خبر:

په افغانستان کې د اروپايي اتحاديې سفير فرانس مايکل ميلبين په يوه ټلوېزيوني مرکه کې ويلي چې: "د واک تر حد زيات تمركز په محلي كچه ولسواكۍ ته زيان رسولى دى". هغه زياته کړې وه؛ "چې ډېری خلک پر دې باور دي چې په افغانستان کې يو غير متمرکز نظام رامنځته او سيمه ييزه ډيموکراسي پياوړې شي". دې ته ورته د امريكا د كانګرس غړي ډانا روراباكر يو ځل بيا په «ده نشنل انټرسټ» ویبپاڼه کې د يوې مقالې په ترڅ کې ليکلي؛ چې امريكا بايد پرېکړه وکړي چې د مركزي نظام پرځاى د فدرالي نظام لپاره زمينه برابره كړي. همداراز د جان کيري د «ملي وحدت» د حکومت اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د کابل په واټونو او څلور لارو کې له خپلو تصويرونو سره «په نظام کې د بدلون پر اړتيا» د ټينګار او غوښتنې پيغامونه خپاره کړي دي.

تبصره:

په ټوله کې داسې ښکاري چې د ډانا روراباکر، فرانس مايکل ميلبین او د جان کيري د دوه سري حکومت اجرائيه رييس څرګندونې په لنډ مهال ولس ته کاذبې هيلې او په اوږده راتلونکې کې د افغانستان او سيمې لپاره د تجزيې تر بريده د يوې خونړۍ سناريو د پيل خبرداری ورکوي، چې استعماري قدرتونه د خپلو ګټو سره سم ورته عامه افکار او ټولنيز احساسات برابروي. ځکه تقريباً درې کاله وروسته هم د «ملي وحدت» حکومت تر نامه لاندې د جان کيري د جوړ جاړي نسخه لا نه ده عملي شوې او آن هره ورځ د ولس ترمنځ د قومي، نژادي او ژبني درز او وېش د لا زياتېدو او واټن لامل کيږي. ولس بايد اوس د خپلې عملي تجربې له مخې هم دا ومني، چې جان کيري د افغانستان پر مسلمانانو باندې د واکمنۍ يوه غير عملي حل لاره، مګر د امريکا د اوږدمهاله استعماري ګټو لپاره ستراتيژيکه او عملي طرحه تطبیق کړې ده، ترڅو يو وېشلی، ضعيف، محتاج او په کورنيو کړکېچونو ککړ حکومت رامنځ ته کړي او د راتلونکې لپاره د افغانستان مسلمانان سره ووېشي. له همدې امله د «ملي وحدت» د حکومت د واکمنۍ هره شېبه پر افغان ولس باندې د نوي ناورين پيل دی.

د جمهوري رياست لپاره د وروستيو ډيموکراتيکو ټاکنو رسوايۍ او د اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د ناروا اختلاف لپاره د ښکېلاکګر جان کيري درېيمګړيتوب خلکو ته ثابته کړه، چې اشرف غني او عبدالله دواړه د خپلو قومونو، هم ژبو او هم نژادو د ګټو تر نامه لاندې د خپلو امريکايي او اروپايي بادارانو د ګټو د خونديتوب لپاره يو له بل سره ښکر اړم کړي وو. نو کله چې د هغوی باداران په معامله کې سره جوړ شول، نو د دوی ترمنځ جوړجاړی هم په ډېره آسانه توګه ترسره شو.  

هغوی د خپلو بادارانو د ګټو پر سر د اختلاف له امله يرغلګر او ښکېلاکګر کافر او د لانجې اصلي اړخ جان کيري حَکَم او درېيمګړی وګرځاوه. په داسې حال کې چې د کافرو يرغلګرو او ښکېلاکګرو حَکَميت يا درېيمګړيټوب همېشه د اسلامي امت لپاره له نفاق او خيانت څخه ډک وي او هېڅکله مسلمانانو ته خيرښېګڼه نه شي راوړلای.

له همدې امله د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس ته اړينه ده چې د هرڅه د مخه بايد د دغو لاسپوڅو او خاينو چارواکو هويت وپېژني، چې د خپلو بادارانو د ګټو لپاره د مسلمانانو تر منځ قومي، ژبنی او نژادي تفرقه او اختلاف رامنځ ته کوي او ورپسې بايد د هغوی فکري او سياسي ضَعف او انحطاط تشخيص کړي؛ چې د الله سبحانه وتعالی «قرآن» او رسول صلی الله علیه وسلم «سنتو» او اسلامي سرچينو پر ځای خپلې ستونزې او اختلافات يرغلګرو او ښکېلاکګرو کفارو ته د حل په موخه وړاندې کوي. په داسې حال کې چې مسلمان ته جايزه نه ده، ترڅو خپلې ستونزې د کفارو پر حَکميت او درېيمګړيتوب حل او فصل کړي.  

بل پلو د افغانستان مسلمانان بايد د خپل سياسي لرليد زاويه د اسلامي عقيدې له غوښتنې سره سمه د ټول اسلامي امت او حتی بشريت تر کچې پراخه کړي. ځکه يوازې هغه مهال کولای شي په ډېره ژوره توګه په اسلامي امت کې د بېلابېلو سېکولر نظامونو لکه؛ متمرکز «رياستي»، غير متمرکز «پارلماني او فدرالي»، پاچاهي او ديکتاتوري نظامونو تجربې مطالعه کړي او وګوري چې دغو ټولو نظامونو اسلامي امت ته تر اوسه څه ورکړي دي؟! آيا هغوی ته يې سوله، ثبات، هوساينه او ډاډ راوړی، که جګړه، کړکېچ، ناورین او نا امني؟! په دې اړه د ايران «اسلامي» جمهوريت، د سعودي پاچاهي رژيم، د سوريې ديکتاتوري او د پاکستان فدرالي نظامونه تر ټولو غوره بېلګې دي، چې څه ډول د خپلو وګړو د چارو سرپرستي کوي او د خپلو مسلمانو ګاونډيانو حق څنګه ادا کوي؟!

نو ډيموکراسي که د متمرکز او يا غير متمرکز نظام له لارې پلې شي، بيا هم د مسلمانانو د شته ستونزو حل لاره نه ده. ځکه پر څه چې مسلمانان باور لري، هغه له کپيټاليزم او ډيموکراسۍ سره تناقض لري. له همدې امله په هېڅ اسلامي خاوره کې مسلمانان پر واکمن نظام باندې باور نه لري او نه هم پر هغوی باندې واکمن نظامونه، د دوی د چارو سرپرستي کوي، بلکې د مسلمانانو د وينو، شتمنيو او نواميسو په بيه يوازې خپلې او د خپلو ښکېلاکګرو کافرو بادارانو ګټې خوندي کوي. نو له همدې امله راپاڅئ او د اسلام د سپېڅلي دين پر بنسټ، د کمونيزم په څېر کفري ډيموکراسۍ ته نه ووايئ او د نبوت پر منهج د راشده خلافت د تاسيس لپاره حزب التحرير ته لاسونه ورکړئ، ځکه د اسلام له مبارک دين سره د تناقض تر څنګ مو ډيموکراسي اوس تر پنځلسو کلونو ډېره د يوه نظام په توګه تجربه کړه. کومه خير ښېګڼه؛ سوله، ثبات، هوساينه او ډاډ مو په ژوند کې احساس کړ؟! بلکې ژوند مو لا ډېر د ترور، وحشت، فحشا، فساد، وېش فتنې او قتل په واسطه له تهديد سره مخ شو، نو که د الله سبحانه وتعالی دين او د هغه حل لارو ته ور ونه ګرځئ؛ دغه سناريو ورځ تر بلې خطرناکه او لاپسې خونړۍ کيږي.

﴿... وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ... ) آل‌عمران: ١١٨(

هغوی ستاسو په اړه له هېڅ راز شر او فساد څخه ډډه نه کوي، هغوی خوښوي ترڅو تاسو په رنځ، سختۍ او زحمت کې وئ. د دښمنۍ «نښې» يې له خولو «خبرو» څخه ښکاره شوې دي؛ او څه چې په زړونو کې پټوي هغه تر دې هم لوی او مهم دي.

سيف الله مستنير

د حزب التحرير ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

د مطلب ادامه...

ولې د مسلمانو ښځو او ماشومانو وينې دومره رنګ بایللی چې د امریکا د تېروتنو بیه پرې کوي!؟

(ژباړه)

خبر:

د الجزیرې ټلویزیوني شبکې د خبر له مخې ناټو ځواکونو د ۲۰۱۶ز کال د اکتوبر پر ۵مه په کندوز کې پر طالبانو بریدونه وکړل، چې له امله یې ۳۰ تنه ملکي وګړي، چې ښځې، ماشومان او نوي زیږېدلي ماشومان هم پکې وو، ووژل شول او ۲۵ نور زخمیان شول. دغو بریدونو د سیمې د خلکو غوسه راوپاروله چې په پایله کې یې لاریونونه وکړل. لاریونوالو په دغو شعارونو لکه: مرګ پر امریکا، مرګ پر ولسمشر اشرف غني، موږ له قاتلینو انصاف غواړو او د دغو ماشومانو ګناه څه وه!؟ ژمنه وکړه چې موږ په خپله د دغو قربانیانو د وینې غچ اخلو. لاریونوالو د لاریون په ډول د خپلو قربانیانو مړي د دغه ولایت د والي د دفتر مخې ته یووړل.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا نظامي ماموریت په ۲۰۱۴ زکال کې پای ته ورسېد او ټاکل شوې وه چې یوازې د اړتیا پر وخت له افغان ځواکونو سره د مرستې حق لري. خو برعکس د دغه هېواد نظامي عملیات تر اوسه دوام لري. د دې پېښې تړاو، امریکایي نظامیانو ویلي چې په ځینو هوایي بریدونو کې تېروتنه کېږي او په دغو عملیاتو کې هم تېروتنه شوې ده. (سرچینه: الجزیره).

تبصره:

په افغانستان کې د ترهګرو د له منځه وړلو او د دوی پر وړاندې د جګړې لپاره د ناټو بریدونه منل، ډېر احمقانه دي او دا یوه بې ځایه ادعا ده. دوی په خپله ځان ته قوانین او موخې ټاکلې او د هغو پر بنسټ هر هېواد چې وغواړي اشغالوي یې. د بېلګې په ډول: د شمالي اتلانتیک (ناټو) د تړون د پنځمې مادې له مخې د دغه تړون ټولو غړو پرېکړه وکړه، چې پر افغانستان برید وکړي. هغوی پر افغانستان د برید موخه داسې مطرح کړه: «په افغانستان کې د ناټو شتون یوازې د پانګوالي (ډیموکراسي) نظام د پراخوالي او د هغه د ارزښتونو لپاره دی؛ په دفاعي او امنیتي مسایلو کې د فکر د یووالي او یو لاس کېدو باور تر لاسه کول، د سختو اختلافونو او جګړو مخنیوی، د ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو تر مشرۍ او رهبرۍ لاندې په یوازې توګه او یا له نورو هېوادونو سره نظامي ظرفیت او د کړکېچونو پروخت د اړتیا وړ عملیات مدیریت کول».

په وروستیو کلونو کې د افغانستان په خاوره کې د ناټو څو عملیاتو یادونه، د دغو ظالمانو د بې رحمۍ کیسه کوي او د افغانستان د مظلومو خلکو په ـ ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو ـ پر وړاندې د دوی له جنایتونو څخه پرده پورته کوي. په ۲۰۰۱ زکال د اکټوبر په میاشت کې ناټو ځواکونو د «کرم» کلی ویجاړ او د خلکو پر کورونو یې ۲۵ بمونه وغورځول او ۱۰۰ کسان یې په بې ډېر وحشت شهیدان کړل. دغو وینه څښونکو وحشیانو د ۲۰۰۲ زکال په جولای کې پر «کما ادو» کلي برید وکړ چې په ترڅ کې یې ۴۸ مسلمان ملکي وګړي ووژل. دغو ظالمانو د خپلو بریدونو په دوام کې د ۲۰۰۳ زکال په فبرورۍ کې په ارزګان ولایت کې لږ تر لږه ۱۷ کسان په ظالمانه ډول ووژل، چې د دغو مظلومینو ډېره برخه ښځې او بې ګناه ماشومان وو.

د ۲۰۰۴ زکال په جنوري میاشت کې د نړیوال ايتلاف ځواکونو په هلمند ولایت کې د جغتو پر کلي هوایي برید وکړ چې په پایله کې یې څلور ماشومان او اووه تنه ځوانان شهیدان کړل. د ۲۰۰۶زکال په اکټوبر میاشت کې هم دغو جنایت کونکو د دغې خاورې کابو نهه تنه ماشومان او ښځې شهیدان کړل. د دوی وژنې، جرمونه او جنایتونه په همدې کال پای ته ونه رسېدل، بلکې همدا ډول یې دوام وکړ او د ۲۰۰۷ زکال په مارچ کې یې ۲۰۰۰ پونډه بم چې کابو ۹۱۰ کیلو ګرامه کېږي، په کاپیسا ولایت کې پر یو کور وغورځاوه چې په پایله کې یې درې ماشومان او پنځه مېرمنې شهیدانې کړې. د همدې کال په مې میاشت کې امریکا په هلمند ولایت کې پر پنځو کورونو درانه بمونه وغورځول، چې په پایله کې یې له ۲۱ څخه تر ۳۸ تنو د ښځو او ماشومانو په ګډون شهیدان کړل.

د ۲۰۰۸ زکال په نومبر کې د امریکا د هوایي بریدونو په ترڅ کې په کندهار ولایت کې په لسګونو کسان ووژل شول چې د دغو وژل شوو ۳۰ تنه یې ښځې او ماشومان وو. د امریکا (B1) بم غورځونکې د ۲۰۰۹ زکال په مې میاشت کې ۱۴۷ ملکي وګړي په مرمیو ووشتل. ځینې شواهد دا ښیي چې په وژل شوو کې ۹۳ ماشومان شامل وو. د ۲۰۱۰ زکال په جولای میاشت کې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د امریکا د هوایي بریدونو په ترڅ کې لسګونه کسان ووژل شول، چې د وژل شوو ډېره برخه ښځې او بې ګناه ماشومان وو. د ۲۰۱۱ زکال په فبرورۍ کې په کونړ ولایت کې د امریکایي ځواکونو د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۶۵ ملکي وګړي ووژل شول چې په وژل شوو کې ۵۰ مېرمنې او ډېری ماشومان شامل وو. دغو وحشیانو د ۲۰۱۲ زکال په سپټمبر کې په لغمان ولایت کې ۸ تنه مسلمانې ښځې شهیدانې کړې او د بمونو په باران سره یې له ۷ څخه ډېرې مېرمنې زخمیانې کړې. د ۲۰۱۳ زکال په اپرېل کې یې د افغانستان په ختیځ کې بیا هم ۱۰ ماشومان او دوې مېرمنې په بې رحمۍ شهیدانې کړې. د ۲۰۱۵ زکال په اکتوبر کې د امریکا هوایي ځواکونو په کندوز ولایت کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون برید وکړ چې په دغه روغتون کې بې پولې ډاکتران کارمندان وو او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۲ تنه پکې ووژل شول.

خو په ۲۰۱۷ زکال کې هم په افغانستان او نورو مسلمانانو د ناټو بریدونه پای ته ونه رسېدل، بلکې تر اوسه په ډول ډول پلمو لکه: بښنه غواړو، تېروتنه وشوه، زموږ سرتېري رواني ستونزې درلودې او داسې نورو سره د امت وینې د اوبو په څېر څښي او د امت پر غم ګډا او خوشالي کوي. خو یاد موارد د اسلامي امت پر وړاندې د امریکا او د دوی د ملاتړو د پیل شوي فلم یوه وړه صحنه وه. ګنې هره شېبه په دغه خاوره کې د اسلامي امت پر وړاندې زرګونه جنایتونه کوي. ۱۵ کاله کېږي چې افغانستان امریکا استعمارکړی او خلک یې قرباني ورکوي؛ خو امریکا د مکارې ګیدړې په څېر د پردې تر شاه خپلې موخې پلې کوي او خلکو ته هم وایي چې تېروتنه وشوه، بښنه غواړو. یعنې د اسلامي امت وینه دومره بې ارزښته شوې چې د امریکا د تېروتنو بیه باید ورکړي.

دغه جنایت کونکي چې خپل ځانونه د امت زړه سواندي بولي او هره شېبه شعار ورکوي چې موږ غواړو د ټولو لپاره یو ډول خپلواکي تر لاسه کړو! دوی د خپل شتون لپاره د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې په پلمه اسلامي امت وژني. پوهېږي که اسلامي قانون پلی شي، نور نه شي پاتې کېدی، خو که يې د خپلو خلکو یو څاڅکی وینه تویې شي، هغه وخت نو د بشریت پر وړاندې جنایت شوی او باید نړۍ دغو مجرمانو ته سزا ورکړي.

 نو اسلامي امت باید د لټۍ له خوبه راپاڅېږي. د دغو جنایتکارانو او د دوی دپلویانو ټول پلانونه وپېژني. د دوی په سترګو کې خاورې ور واچوي او نور پرې نه ږدي چې دغه وحشي صفتان زموږ ماشومانو او ښځو ته زیان ورسوي او د دوی د بریدونو قربانیان شي. 

نو هېڅ مسلمان تر هغه ارام نه دی، چې ټول امت ارام او سوکاله نه شي، ځکه هر مسلمان د امت پر وړاندې د بني اسراییلو د یوه پیغمبر دنده پر غاړه لري. نو اسلامي امت باید پر قران او سنتو په منګولو لګولو خپله اجتماع بیا راژوندۍ کړي. ټولو مسلمانانو ته د امن فضا رامنځته کېدل یوازې د نبوت پر تګلاره د خلافت دولت له لارې شونې ده او بس. له دې پرته هره لاره په بله تللې او ناوړه پایلې لري. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى»  (رواه مسلم)

مومنان په خوښۍ، غم او درد، مهربانۍ او زړه سوي کې د یو بدن په څېر دي. کله چې د بدن یو غړی درد وکړي، د بدن نور غړي هم ورسره په درد شي.

امانه عابد 

د حزب التحریر  مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره لیکل شوی

د مطلب ادامه...

غربي سیاستوال تر څو چې د اسلام پر ضد شعار ور نه کړي، په ټاکنو کې به بریالي نه شي!

(ژباړه)

خبر:

د ۲۰۱۶ زکال د ډیسمبر پر ۶مه د المان صدر اعظمې انګلامرکل په دغه هېواد کې د خپل حزب په عمومي غونډه کې په ښکاره ډول د مسلمانو ښځو په حجاب کې د نقاب او بورقې د منع کېدو غوښتنه ومنله. نوموړې په اسن ښار کې د مسیحي (CDU) ډیموکراټ حزب په غونډه کې ګډونوالو ته په خپلو څرګندونو کې وویل: «دنقاب اغوستل مناسب عمل نه دی او هر وخت چې له قانوني پلوه شونې وي، ژر تر ژره به یې مخه ونیول شي او ټول باید له دغې مسئلې خبر وي چې زموږ قوانین له کورنیو قاعدو، عزت او ابرو او حتی د دینونو تر شریعت غوره دي». دا یې  تر هغې وروسته چې اعلان یې وکړ د راتلونکي کال د فدرالي ټاکنو په څلورم پړاو کې به د صدراعظمې په توګه نومانده شي؛ د حزب له ادرسه لومړنۍ بیانیه وه.

اوس د نوموړې حزب (CDU) هڅه کوي چې په پوهنتونونو، ښوونځیو، محکمو او دولتي ادارو کې له بورقې سره د بشپړ حجاب د مخنیوي په موخه خوځښت پیل کړي. انګلامرکل د ۲۰۱۶ زکال په سپټمبر کې د صدر اعظمۍ پوسټ په لور په محلي  ټاکنو کې د (right anti-Islam populist) حزب پر وړاندې د پاملرنې وړ ماتې وخوړه. اکثریت اتباعو د مهاجرت پالیسي د نوموړې د ماتې دلیل وښوده، چې المان سلګونو زرو پنا وړونکو په ځانګړي ډول مسلمانانو ته د دننه کېدو اجازه ورکوي.

دا د مهاجرت ضد احساسات د رایو ورکونکو تر منځ هغه وخت مطرح شول چې زیاترو یې ادعا وکړه چې دغه کړنه د المان سیکولر فرهنګ او مبانیو ته لویه ضربه او ګواښ دی. اوس د بورقې او حجاب پر وړاندې د نوموړې څرګندونې خلکو، مخالفو حزبونو او د المان رایو ورکونکو ته د اسلام پر وړاندې د نوموړې سیاست د ښکاره کولو په موخه وې، چې وښیی که نوموړې بریالۍ شي؛ نو د الماني مسلمانانو پر وړاندې درېدلی شي. د حجاب او برقې پر منع د انګلا مرګل فشارونه دقیقاً په همغه اونۍ کې رامنځته شول چې د نومبر په میاشت کې د هالنډ دولت په روغتونونو، ښوونځیو، ښاري بنسټونو، ټکسي او ملي بسونو کې د بورقې د جزیي مخنیوي غوښتنه وکړه او همدا راز دغه مسله د هالنډ د راتلونکي کال د پارلماني ټاکنو په اجرایوي قوانیونو کې ځای شوه.

تبصره:

تاسو به تل هغه وخت توپیر احساس کړئ، چې کله په غربي هېوادونو کې ټاکنې په مخ کې وي، چې د سیاستوالو له مرمیو ډکې وسلې به د مسلمانو ښځو د جامو پر ضد وکارول شي او سیاستوال یې د مخنیوي وړاندیز کوي او یا د اسلام په نورو اړخونو کې داسې څیز محدودوي چې د خبرونو سرلیکنې ترې جوړیږي. په واقعیت کې د مسلمانو ښځو پر جامو برید د هغو سیاستوالو او سیکولر حزبونو په ټاکنیزو سیالیو کې یوه وسیله شوې، چې تر شا یې د رایو راټولولو هڅې کوي او یا په نورو حزبونو کې د خپل منتخب شخص رایې لوړوي. فرانسه د دې قضیې یوه نمونه ده. دغه دوبی د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندۍ په کمپاینونو کې یو د بل پر وړاندې د فرانسوي سیاستوالو دا سیالي وه، چې څوک به د حجاب پر ضد له سپکاوي نه ډکه بیانیه کې مخکې شي. دوی قسم یاد کړ چې د مسلمانو ښځو د حجاب پر وړاندې به تر ټولو کلک محدودیتونه ولګوي. موخه یې داسې تر سترګو کیږي چې دوی غواړي د عامو خلکو ته ځانونه د اسلام پر ضد او له اسلامه خپله وېره وښیي. دا د دې لپاره چې د اسلام پر وړاندې له خپلو سیاسي مخالفینو سره په مبارزه کې د اسلامیت په ضد د فرانسې د ښه افراطي سیکولر رهبر په توګه مشهور شي. رښتیا هم چې نن په نړۍ کې له سیاسي پلوه د غربي سیکولر سیاستوالو لپاره پر مسلمانانو ګوزار کول په یوه ښه طریقه بدل شوي چې څرنګه په ټاکنو کې د بریا لپاره له دې لارې ګټه واخلي.

انګلا مرکل چې تل یې خپل ځان خلکو ته د مهاجرینو پلوۍ، زغمونکې ښځه او ټولمنونکې صدر اعظمه ښودلی و، خو په ښکاره لیدل کېږي کله چې په ټاکنو کې له بایلنې او سختو شرایطو سره مخ شوه، نو د اسلام پر ضد یې ځان ښودنه پیل کړه. دغه حالت د سیکولرایزشن ډیموکراسۍ د بې ثباتۍ ماهیت ښیي، چې په هغه کې تاسو وینئ چې د اخلاقي ارزښتونو، ژمنو او سیکولر قواعدو لپاره دیموکراسي د فکر بدلون مومي او دغه کړنه د دوی د سیاست په بنسټ کې ده.

خو دا عمل موږ ته د دوی د سیاسي نظام له طریقې غټ خطر په ګوته کوي، چې په هغه کې حتی په عامه اصطلاح کلیدي ګوندونه او مشران یې د توجه د جلب او په ټاکنو کې د بریا لپاره د هغې بې اتقافۍ د ناوړه پایلو په پام کې نیولو پرته، د اسلام پر ضد خلکو ته په خپلو افراطي حزبونو کې په غړیتوب ورکولو دا کار کوي. دا په رایو راټولولو کې د نه پاملرنې لپاره نه دي چې د نژادپالنې او د اسلام ضد له کینې او نفرت پر ډکو اصولو او قواعدو یې ځان ټينګ کړی وي، بلکې د خپلو موخو لپاره یې دي او بس.

 پر دې سر بېره د سیاسي مخکښو حزبونو او سیاستوالو غیر سیمه ییزه ستراتیژي دا ده چې په واک کې د نشنلستو افراطي حزبونو د ننه کېدو مخه ونیسي چې له هغوی نه د خپلو سیاسي تعصبونو په لوبو کې ګټه واخلي او په ټاکنو کې د رایو تر لاسه کولو لپاره مسلمانان او مهاجرین په خپلو سیاسي لوبو کې د فوټبال د توپ په څېر کاروي. دا ډول یو غیر پیش بیني شوی د بدلون  وړ نظام هر وخت او په غیر اخلاقي ډول د فاشیستو حکامو حضور ته لار پرانیزي.

په دیموکراتیکو سیکولري نظامونو کې قوانین تل د ساتېرۍ د یوې وسیلې رول لري او له هغه نه په واک کې د پاتې کېدو لپاره ګټه اخلي. سیکولر سیاستوال حتی د خپل لیبرالیزم قوانین هم تر پښو لاندې کوي. له خپلو دې مذهبي ازادیو نه د یوې رایو د تر لاسه کولو لپاره ګټه اخلي. دوی په کافي اندازه خپل ځانونه د لیبرالېزم ارزښتونو ته ژمن بولي. د لیبرالیزم له هغو ارزښتونو څخه چې دوی د سیاسي اقدامونو لپاره مخالفت ورسره کوي، هغه د دوی د ازادیو د ردولو له امله د مسلمانانو ځپل دي. دوی له مسلمانانو دا هیله لري چې د ښاریانو په توګه له نورو ښاریانو سره د لیبرالېزم په ارزښتونو کې شریک وي.

د مسلمانو مهاجرو ضد شعارونه داښیي چې غربي او سیکولر سیاستوال خلکو ته له خپلو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برنامو قناعت نه شي ورکولی. هغوی د سپي غوندې سیاست غوره کړی چې ځینې وخت خپل ځانونه لېونیان بولي، کله بښنه غواړي او کله هم د خپلو موخو لپاره نور قرباني کوي، چې د خپلې فاسدې سیکولري ایډیولوژۍ ناکامۍ، چې د خلکو د ستونزو په حلولو کې ناکامه ده؛ پټې کړي. ډیموکراتیک نظامونه داسې نظامونه دي چې د نژادي تعصبونو او اجتماعي ضد ارزښتونو د رېښو په له منځه وړلو کې یې ناکامي بشپړه ښکاره ده. په حقیقت کې د هغوی سیاستوال د عامو افکارو د تر لاسه کولو لپاره د مخالفت رول لوبوي. دا د حیرانتیا ځای نه دی، ځکه د دوی قوانین د بشر په لاس جوړ شوي، چې هېڅکله د انسانانو ستونزې نه شي حلولی. خو کله چې سیاسي موخې او د واک تر لاسه کول وي، نو له هغوی نه ګټه اخلي.

نو د همدې لپاره ټوله نړۍ سیاسي بدیل ته په تمه ده چې د بشر ستونزې حل کړي. داسې سیاست چې په رښتنې او مخلص توګه د خلکو چارې تنظیم کړي،  نه دا چې د واک تر لاسه کولو په هڅه کې وي. د حزبونو رول به هم د قدرت او رهبریت د تر لاسه کولو لپاره نه وي، بلکې د هغوی موخې باید د مسلمانانو، او غیر مسلمانانو ښاریانو او ټولې نړۍ پر وړاندې د مسولیت ادا کول وي. د حکومتوالۍ نظام دا ډول د نبوت پر تګلاره د خلافت له نظام پرته بل نظام نه دی.

أَفَمَنۡ أَسَّسَ بُنۡيَـٰنَهُ ۥعَلَىٰ تَقۡوَىٰ مِنَ ٱللَّهِ وَرِضۡوَٲنٍ خَيۡرٌ أَم مَّنۡ أَسَّسَ بُنۡيَـٰنَهُ ۥعَلَىٰ شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فَٱنۡہَارَ بِهِۦ فِى نَارِ جَهَنَّمَۗ وَٱللَّهُ لَا يَہۡدِى ٱلۡقَوۡمَ ٱلظَّـٰلِمِينَ

[توبه: 109]

ایا چا چې د جماعت بنسټ د تقوا پر ستنې او (د الله سبحانه وتعالی د فرمان له مخالفت څخه) د پرهیز او د هغه د خوښۍ د تر لاسه کولو لپاره ایښی وي، د( نوموړي کار) ښه دی او یا د هغه چا کار چې بنسټ یې د کندې پر غاړه ایښی وي؟ او د هغه په هر ځل ړنګېدو سره نوموړی د دوزخ په اور کې غورځوي. الله سبحانه وتعالی ظالمانوته په هغه څه کې چې د نوموړي خیر وي، لار ښوونه نه کوي.

ډاکتر نسرین نواز

د حزب التحریر په مرکزي مطبوعاتي دفتر کې د ښځو د برخې مسووله

د مطلب ادامه...

ښکېلاکګر وشړئ؛ تروریزم به پای ته ورسېږي

(ژباړه)

خبر:           

په ۰۸:۴۵ دقیقو یوه ځان وژونکي خپل د چاودیدونکو توکو څخه ډک موټر قیصری (ایشایس) پوهنتون ته نږدې وچاوداوه. د دغه برید موخه یو شخصي ملي بس و چې پوځیان یې لېږدول. د ترکیې د وسلوالو ځواکونو په وینا؛ په دغه برید کې ۱۳ پوځیان ووژل شول او ۴۸ نور  ټپيان شول. 

تبصره:   

له بدمرغه د هرې ورځې په سهار کیدو سره موږ د نویو دردونو شاهدان کیږو. هره ورځ موږ په خپلو سیمو کې د نویو بریدونو څخه خبریږو. وینو چې کله استانبول کله قيصري کله هم حلب یا ادلیب او یا ځیني وخت ارکان، غزه او یا هم نور ځایونه تر موخې لاندې راولي. داسې ښکاري چې هغه د قدرت خاوندان چې د دې ډول پیښو له پیښيدو څخه ورسته غندونکې بیانیې وړاندې کوي او په  ځنیو وختونو کې سختې څرکندونې کوي، له خپلو تجروبو څخه درس نه اخلي او لا تر اوسه د دې ډول پیښو له اصلي مجرمینو سره اړیکې ساتي. میندې ژاړي، د خلکو ژوند او هیلې ټولې له خاورو سره یو کیږي.

له ۲۰۰۷ څخه پر دې خوا موږ وینو چې د اساسي قانون د بدلېدو د خبر له را پورته کېدو سره سم ډېر وحشتناک بریدونه را منځته شوي. له دې وروسته چې (اې کې پي) د دولت په ځینو بنسټونو کې په ساختماني او شخصي برخو کې قوانین بدل کړل، سم له لاسه د جولای د ۱۵مې کودتا وشوه. د یادونې وړ ده چې وړاندې شوي قوانین ډېری په نظامي برخو کې وو، همداراز دوی د اساسي قانون د بدلولو اجنډا د (ام اچ پي) په ملاتړ سره راپورته کړه. وروسته له دې چې مهم کارونه یې پای ته ورسېدل د (اې کې پي) او (ام اچ پي ) پلان د ډېسمبر په لسمه پارلمان ته وړاندې شو، په هماغه شپه هغه برید چې د استانبول د بیکیټاس په ولسوالۍ کې وشو پړه یې (ټي اې کې) په غاړه اخیستې وه. انګلیش فایننشل ټایمیز دغه برید دا ډول تحلیل کړ: دغه برید ورسته له هغه واقع شو چې وړاندې شوی قانون تصویب شو دغه قانون (اې کې پي) لا ځواکمنوي، یعني (هغه به د رحب طیب اردوغان ولسمشري پیاوړې کړي) دی به د خپل دغه ځواک په مرسته وکولای شي ترکیه تر ۲۰۲۹ کال پورې رهبري کړي. د قيصرى د برید څخه ورسته د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سیلو وویل: د جولای د ۱۵مې له پېښې څخه څرګندیږي، چې هغه څوک چې د جولای په ۱۵ مه په ترکیه باندې په تیري کې پاتې راغلل، اوس یو بل ته لاس په لاس ورکولو سره غواړي چې ترکیه د تروریزم له لارې مایوسه کړي او د انزوا حالت ته یې بوځی.

د اساسي قانون او سیستم تغیرول د ترکیې د بنسټ ایښودونکو او د هغه انګریزي سیاست لپاره چې له دوی څخه ملاتړ کوي یوه سره کرښه ده. په دې ډول جوړجاړي سره یې تل هڅه کړې چې په ترکیه کې د امریکایي ډوله سیاست څخه مخنیوی وکړي، خو پکې پاتې راغلي. هر هغه سیستم که هغه د جمهوریت په نامه وي یا هم کوم بل سیستم وي، که هغه د انګریز د ګټو په زیان وي او یا یې هم په خطر کې اچوي، هر ډول چې کیږي دوی به ترې مخنیوي وکړي. 

دا یوه داسې لړۍ ده چې د عامو خلکو نظر د (ام اچ پي) د ملاتړ له لارې د (اې کې پي) په ګټه پای ته ورسوي، دغه موضوع په اجنډا کې وساتي او خلکو ته تر ټول پوښتنو پورې قناعت ور کړي. په هر حال دا ډول بریدونه کولای شي دا موضوع بدله او له زیات ملاتړ څخه یې مخنیوي وکړي.

د (پي کې کې) او نور تروریستي ګروپونو له لوري دا ډول بریدونه شاید عامو خلکو ته ځیني ناراحتۍ را منځته کړي. سره له دې چې (اې کې پي) له هر برید وروسته غواړي د خلکو فکرونه په خپله ګټه واړوي، خو د خلکو ناراحتي به له دې ډول بریدونو وروسته نوره هم زیاته کړي. که ټول پوښتنه په اپرېل کې ترسره شي او بریدونه هم همدا ډول جریان ومومي حالت به له بد بدتره شي.

که د اساسي قانون تغیرول رښتیا شي او کنه کومه خبره نه ده. انګریز به تر هغه دا ډول بریدونو ته دوام ورکړي ترڅو چې پخلاینه او روغې جوړې ته سره ورسیږي. دوی همدا راز غواړي چې د هېواد د اقتصاد په ضعیفه کولو سره، دولت ضعیف کړي.

دواړه بریدونه د استانبول، قيصري او همداراز د حلب ټول له یو ځای څخه پلان شوي دي. موخه یې دا ده چې ټولو اسلامي هېوادونو ته ګډوډي او غوغا راوړي. هغه سازمانونه چې دا ډول بریدونه تر سره کوي دویم لاسي قرردادي سازمانونه نه دي، بلکې هغه کافر هېوادونه دي چې د دې ټولو سازمانونو تر شا دي لکه امریکا، انګریز، روسیه او یهود؛ له همدې امله هغه څه ته چې اړتیا ده هغه دا دي چې د دغه هېوادونو سره اړیکې پرې شي، سفارتونه یې بند شي، لاسپوڅي یې یا وایستل شي او یا هم بندي شي او اسلام بیر ته را وګرځول شي.

تر هغه مو چې له اصلي او رښتنیو مجرمینو سره جګړه نه وي کړې، شونې نه ده، چې تروزیزم له مینځه یوسئ او یا یې هم پای ته ورسوئ نو که غواړئ چې تروریزم پای ته ورسوئ، باید ښکېلاکګر وباسئ. که غواړئ چې خاورې او سیمې مو له وحشت څخه پاکې شي باید د اصلي مجریمینو پر ضد مبارزه وکړئ. بې له دې که موږ کوم کار کوو په دې معنا چې موږ د غوماشو پر وړاندې مبارزه کوو چې دا اساسي حل لاره نه ده او هېڅ ځای هم نه نیسي. اساسي حل لاره یې یوازې په نبوي منهج راشده خلافت دی، چې اسلام تطبیقوي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

موسی بیاګلو

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې