جمعه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۴هـ| ۲۰۲۲/۰۸/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
منځني ختیځ ته د بایډن سفر او اټومي قضیه
بسم الله الرحمن الرحيم
منځني ختیځ ته د بایډن سفر او اټومي قضیه

(ژباړه)

پوښتنه

د امریکا ولسمشر، جو بایډن نن چهارشنبه د امریکا له پلازمې، واشنګټن څخه اسرایلو، لوېدیځې غاړې او سعودي ته په رسمي سفر روان شو ... [العربیه نېټ، ۲۰۲۲م کال د جولای ۱۳مه]. د «اليوم السابع» په نوم رسنۍ د ۲۰۲۲م کال د جولای په ۱۰مه پر خپله وېبپاڼه ولیکل: (د امریکا ولسمشر، جو بایډن وویل چې دی به راتلونکې اونۍ منځني ختیځ ته سفر وکړي چې په سیمه کې د امریکا د رول نوی او هیله بښونکی څپرکی پیل کړي ...). الشرق الاوسط ورځپاڼې د ۲۰۲۲م کال د جولای په ۵مه پر خپله وېبپاڼه ولیکل: ( د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، نېډ پرس ویلي چې ایران په دې وروستیو اونیو او میاشتو کې څو څو ځله د ۲۰۱۵م کال اټومي هوکړې له اډانې بهر غوښتنې کړې دي ... د رویټرز خبري اژانس په وینا، اوس له ایران سره د اټومي خبرو اترو د نوي پړاو پلان نه دی نیول شوی ... ). پوښتنه دا ده چې ایا د دې معنی خو به دا نه وي چې امریکا اټومي هوکړې ته شا کړې ده؟ په دغه وخت کې د بایډن د سفر موخه څه کېدلی شي؟ ایا دغه سفر له اټومي هوکړې سره اړیکه لري او که د نورو مسایلو په اړه دی؟ ممکنه ده چې ایران یو اټومي ځواک شي؟

 الله سبحانه و تعالی دې برکت درکړي؛ بری او فتح مو نصب شه!

ځواب

دا پوښتنه دوې برخې لري؛ لومړۍ برخه یې له ایران سره د اټومي هوکړې مسله ده او دویمه برخه د بایډن د سفر په اړه. ځواب یې دا دی:

لومړی: اټومي هوکړه

1-    د ایران اټومي قضیه او د هغو محلي، سیمه‌ایز او نړیوال اړخونه د ایران پر وړاندې د امریکا د سیاست مهمه برخه ده او د امریکا په ستراتېژۍ کې په سیمه‌ایزو او نړیوالو اړخونو د بدلېدو لپاره ان له نورو قضیو سره ګډه ده. لیدل کېږي چې امریکا په ۲۰۱۵م کال کې د دغې هوکړې له لاسلیک او په ۲۰۱۸م کال کې له دغې هوکړې له وتلو او بېرته ګرځېدو راهیسې د خپل نوي سیاست له مخې د ایران اټومي قضیې په اړه ښي او کیڼ لوري ته ځي. که د ایران د اټومي پروګرام په اړه د امریکا سیاست ته ځیر شو، وینو چې د امریکا سیاست د حل په پرتله د دغې قضیې مدیریت ته ډېر نیږدې دی! د اټومي قضیې په اړه د امریکا دا لید په هېڅ صورت په اسلامي ځمکو او د نړۍ په نورو هېوادونو کې د امریکا له سټراټېژۍ څخه بېل نه دی.

2-    عیني واقعیت دا دی چې دا باید ومنو چې ایران په خپلو ډېرو بهرنیو سیاستونو کې د پردې تر شا له امریکا سره همغږی دی او د امریکا له سیاست څخه نه بهر کېږي؛ د بېلګې په توګه په ۲۰۰۳م کال کې د امریکا له لوري د عراق اشغال دا همغږي نوره هم ښکاره کړه؛ ځکه په عراق کې د امریکا او ایران نفوذ په مساوي توګه د یو بل تر څنګ پر مخ روان و. بیا د داعش پر وړاندې د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف او په سوریه کې د امریکا لاسوهنې په سوریه کې د ایران موخو یا شبه نظامیانو ته زیان ونه رساوه؛ امریکا دوی پرېښودل چې د شام د انقلابیونو پر وړاندې جګړه وکړي او د دغه انقلاب جرړې وباسي. امریکا هم له خپلو ملګرو سره د «ترهګرۍ» په پلمه د شام پر انقلابیونو بریدونه وکړل. دا ډول تعاملات یوازې د هغو هېوادونو تر منځ کېږي چې د خپلو پرمختګونو د مسایلو پر سر یې هوکړې کړې وي؛ په سوریه کې د ایران او امریکا رول د دوی د مزدور، بشار ساتل وو. پر  دې سربېره د امریکا له لوري د افغانستان اشغال هم د دواړو هېوادونو تر منځ همغږي ښکاره کړه؛ د ایرانیانو ځینو اظهاراتو د افغانستان د اشغال د تسهیل لپاره د ایران مهرباني ښکاره کړې!

3-    په ۱۹۸۸ کې د ایران او عراق د جګړې له پای ته رسېدو او د یوه لوی پوځي ځواک په توګه د عراق تر راڅرګندېدو وروسته، ایران په ۱۹۸۹م کال کې د دې لپاره چې له عراق سره په جګړه کې د خپلو کړنو جبران وکړي او خپلو دغو کړنو ته سرپوښ جوړ کړي، د اټومي او راکټي پروګرام په جوړولو یې پیل وکړ. امریکا له پنځوسمې لسیزې راهیسې په رسمي توګه له ایران سره په اټومي څېړنو کې مرسته وکړه او دا څېړنې د خمیني له انقلاب وروسته ودرول شوې؛ خو په ۱۹۸۹م کال کې له سره پیل شوې. په همدې توګه په ۱۹۹۰-۱۹۹۱ کلونو کې د امریکا له لوري د عراق د پوځ تر له منځه وړلو، له کویټ څخه د دوی تر ایستلو او پر عراق د تحریمونو له وضع کولو وروسته؛ د ایران د ځواک ښکاره کېدو لپاره په سیمه کې میدان خالي شو. له سړې جګړې وروسته د امریکا سیاست خیالي دښمنان جوړول وو چې د شوروي اتحاد له راپرځېدو وروسته په ټوله نړۍ کې د پوځي اډو جوړول توجیه کړي؛ ایران د امریکا د دغې غوښتنې لپاره تر ټولو ښه توجیه وه؛ داسې چې امریکا به خپل ډېر سیاستونه د ایراني ګواښونو په پلمه توجیه کول، تر دې چې د ایران د راکټي ګواښونو د دفع کولو په پلمه په پولنډ او روماینا کې د امریکا د راکټ ضد سيستم په نصب سره روسیه حیرانه شوه!

4-    نو د ایران اټومي پروګرام او د یورانیمو د غني کولو د زرګونه دستګاوو د نصب لپاره د ایران بيړې، په لویو اروپایي او خلیج هېوادونو کې د خطر زنګ وهلی چې که ورته ځير شو، وینو چې دا ټول له څو اړخونو د امریکا د سیاست لپاره اړین وو:

الف- د خلیج هېوادونو -چې د نفتو زېرمې لري- لپاره د ایران د ګواښ جوړول، څو له دې لارې امریکا د دغو هېوادونو له حاکمانو ملاتړ وکړی شي. ولسمشر ټرمپ به د دې لپاره چې له سعودي ملاتړ کوي او باج ترې اخلي، ویل چې سعودي د امریکا له ملاتړ پرته، دوې اونۍ دوام نه شي کولی.

ب- په نړیواله کچه، امریکا د روسیې د سټراټېژیکې محاصرې او د روسیې پولو ته نیږدې د راکټي ډالونو نصب پیل کړ؛ د دغو ټولو پلمه دا وه چې ویل به یې دا د ایران د راکټي بریدونو پر وړاندې د اروپایي هېوادونو د ساتنې لپاره دي.

5-    د اروپا له ډېرېدونکې وېرې سره، نړیوالو قدرتونو له ۲۰۰۶ کال راهیسې د اټومي پروګرام د کنټرول په موخه له ایران سره په سوله‌ایز چوکاټ کې خبرې اترې وکړې او د دې موخې لپاره یې ۵+۱ ډله یعنې پنځه نړیوال اټومي قدرتونه+المان تاسیس کړ. سره له دې چې امریکا د دغو پنځو قدرتونو له ډلې وه، خو له ایران سره په اټومي خبرو اترو کې یې مستقیماً ګډون نه کاوه؛ یعنې د دغو خبرو اترو پر وخت چې ۹ کاله (تر ۲۰۱۵م کال پورې) روانې وې، امریکا ته د ایران د اټومي پروګرام محدودول جدي نه وو. د روسیې او چین په ګډون اروپایي هېوادونو به پرلپسې بې پایلې جلسې نیولې. دا خبرې اترې د ایران د ځواک د ښکاره کولو او د دوی د ګواښونو د ښودلو لپاره یو بل عامل و.

6-    پر دې سربېره په امریکا کې په کور د ننه اختلافونو د ایران پر اټومي پروګرام اغېز کړی؛ دا اختلافونه د ټرمپ په دوره کې خپل اوج ته رسېدلي وو. ټرمپ هغه وخت د ایران پر اټومي پروګرام د اوباما د سیاست له مخې برید وکړ او په ۲۰۱۸ کې له اټومي هوکړې څخه د وتلو پر وخت یې پر ایران د ډېرو تحریمونو او د یهودیانو له لوري د ایران د کمزوري کولو لپاره د لارې له پرانیستلو وویل او دا چې د زور خبره یې کوله، د ۲۰۲۰م کال د جولای میاشتې په لومړیو کې یې د قدس د سپاه پاسداران د مشر، قاسم سلیماني په وژلو ایران ذلیل کړ. دا چې د ټرمپ دولت د اوباما د ډيموکراټ دولت پر خلاف د نتنیاهو په مشرۍ یهودي دولت سره بشپړه همغږي لرله، یهودي رژیم پر ایران په بریدونو کې له خپل حده تېر شوی و. دا بریدونه که مستقیماً د ایران د اټومي تاسیساتو په نښه کول، لکه په «نطنز» اټومي مرکز کې ویجاړۍ وې او که په نامستقیمه توګه لکه د ایران د مهمو اټومي اسنادو غلا. پر دې سربېره اسرایلو د ایران د اټومي پروګرام ګڼ شمېر کارپوهان ترور کړل.

7-     هغه وخت په امریکا کې ډیموکراټانو، په داسې حال کې چې په حکومت کې هم نه وو، له ایراني چارواکو، په ځانګړي ډول د ایران د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر، جواد ظریف سره اړیکې نیولې او ژمنې یې ورکولې چې د ۲۰۲۰ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډيموکراټ ګوند بری اټومي خبرو اترو ته د بېرته راتګ په معنی دی. دا ژمنه د ډيموکراټ ګوند کاندید، بایډن هم له ولسمشر کېدو وړاندې کړه وه. بایډن د امریکا د داخلي اختلافونو په پلمه ځان اټومي هوکړې ته په بېرته راتګ کې ژمن باله او کله چې ولسمشر بایډن په ۲۰۲۱ کې خپل کار پیل کړ، امریکا عملاً له ایران سره اټومي خبرو اترو ته بېرته راوګرځېده، خو دا خبرې اترې لا هم پر خپل ځای ولاړې دي، ځکه چې دغو خبرو اترو ته د امریکا بېرته راتګ د امریکا سټراټېژي نه وه، بلکې غوښتل یې ايران له سره د ګواښ په توګه ښکاره کړي. پر دې سربېره د امریکا په کانګرېس کې جمهوري غوښتونکي استازي د کانګریس د رایو پر اساس له ایران سره د نوي هوکړه لیک غوښتونکي شول او ګواښ یې وکړ چې په کانګرس کې د بریالي کېدو په صورت کې به یې بیا رد کړي، دا مسله هم په خبرو اترو کې د ګډوډۍ سبب شوه او یو نیم کال کېږي چې بایډن نه شي کولی له ایران سره اټومي هوکړې ته بېرته راوګرځي.

8-    ورپسې د اکراین جګړې پر اټومي هوکړه خپل سیوری وغوړاوه؛ په دغه وخت کې د بایډن دنده دا وه چې اروپا ته د روسیې پر ځای د نفتو بل صادروونکی ځایناستی پیدا کړي؛ دا له ناټو تړون سره د امریکا له الزاماتو ده. د بایډن دولت خپل سیاست نړیوالو بازارونو ته د ایران د نفتو سوداګرۍ راوستلو، پر دغه هېواد تحریمونو د لغوې او همداراز د سعودي او ونزویلا خوا ته کوږ کړ. امریکا پر اکراین د روسیې له برید وروسته د ۲۰۲۲م کال په مارچ کې له ایران سره د اټومي هوکړې کولو بهیر چټک کړ. د بایډن دولت تیار و چې د ترهګرو ډلو له لېست څخه د سپاه پاسداران – چې ټرمپ په دغه لېست کې شامل کړي وو- د ایستلو په اړه د ایران غوښتنه ومني. نو د اکراین له جګړې وروسته د امریکا په سیاست کې د وروستیو بدلونونو په پایله کې دغه هېواد له ایران سره اټومي هوکړې ته راګرځېدو ته ډېر نیږدې شوی؛ خو کله چې روسیې -چې د ۵+۱ ډلې غړې ده- له ایران سره سوداګریزې اړیکې شرط کېښود، امریکا د دغې هوکړې له لاسلیک څخه پر شا شوه. که روسیه پر خپلو شرطونو ودرېږي، تمه کېږي چې د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې د امریکا د کانګرس د منځمهاله ټاکنو تر ختمېدو پورې به د اټومي هوکړې موضوع ورو پر مخ ځي ... ځکه داسې ښکاري چې بایډن اوس له ایران سره د اټومي هوکړې په پرتله پر منځمهاله ټاکنو ډېر تمرکز کړی.

دویم: سیمې ته د بایډن سفر

1-    که په ظاهر کې هر څو دا سفر له نورو موضوعاتو سره وتړل شي، خو که سیمې ته د بایډن د سفر په اړه ژور فکر وشي، وینو چې دا سفر د راتلونکو منځمهاله ټاکنو لپاره مقدمه او په دغو ټاکنو کې د بایډن او د ده د ګوند د برخې زیاتول دي. دا ځکه چې بایډن له جمهوري غوښتونکي ګوند سره په یوه داخلي کړکېچ کې دی؛ د دوی تر منځ ستونزه په ځانګړي ډول په دوو برخو کې ده: لومړی د ټرمپ پر خلاف له فشار او تحریم پرته له ایران سره د اټومي هوکړې لپاره د بایډن له لېوالتیا څخه د جمهوري غوښتونکي ګوند ګټه اخیستل. دویم؛ د ټرمپ پر خلاف له یهودي رژیم سره د اړیکو ټینګولو په اړه د بایډن بې غوري. دا چې دا دواړه موضوعات پر راتلونکو ټاکنو اغېز کوي؛ بایډن د ۲۰۲۲ کال تر نومبر پورې دغو دوو موضوعاتو ته ډېر پام کوي.

د لومړۍ موضوع لپاره د بایډن حللاره دا ده چې بایډن دا سفر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند، نېډ پرېس پر بیانیه پیل کړ؛ د ۲۰۲۲م کال د جولای په ۵مه شرق الاوسط ورځپاڼې رپوټ ورکړل چې (... اوسمهال له ایران سره د خبرو اترو بل پړاو نشته ...). پر دې سربېره بایډن له ایران سره د اټومي هوکړې په اړه نورې خبرې هم کړې چې دا د ټاکنو تر پای ته رسېدو د اټومي هوکړې د خبرو اترو نور پړاوونه دروي یا یې ورو کوي او له دغې موضوع څخه د بایډن او د ده د ګوند پر ضد د جمهوري غوښتونکي ګوند د ګټې اخیستنې مخه نیسي.

بیا بايډن له یهودي رژیم څخه د بې سابقې ملاتړ په اعلان سره پر دويمه موضوع کار وکړ، هغه دا چې په بې سارې توګه يې« تل ابیب» ته تر څلور ملیاردو ډېرو ډالرو پکيج په ورکړې سره يې د يهودي  دولت ملاتړ وکړ. پر دې سربېره یې له یهودي رژیم سره د عادي کولو بهیر هم چټک کړ؛ د دې موخه په راتلونکو ټاکنو کې د یهودو د رایې له اخیستو ډاد ترلاسه کول دي. بایډن په دې برخه کې تر ټرمپ او ګوند یې ډېر د یهودو ملاتړ کړی، نو همدا یې وخت و چې سیمې او په ځانګړي ډول د یهودو رژیم پر لور سفر وکړي. دا سفر په ټاکنو کې د یهودو د ملاتړ ترلاسه کولو یوه وسیله ګڼل کېږي. یاد سفر یې دغه راز د خپلو خلکو په منځ کې محبوبوي؛ دا محبوبیت په سیمه کې د ده د مزدورانو په تاییدۍ ترلاسه کېږي! په ځانګړي ډول د سعودي او خلیج هېوادونو د انرژۍ مسله. دا په راتلونکو ټاکنو کې د بایډن د ونډې د زیاتېدو سبب کېږي او په لاندې مواردو کې ثابتېدی شي:

الف – [سپینې ماڼۍ وویل چې د امریکا ولسمشر جو بایډن غواړي منځني ختیځ ته له خپل سفر- چې چهارشنبه پیلېږي- څخه په سیمه کې د متحده ایالاتو د رول پیاوړي کولو لپاره سټراټيژیکه، با اهمیته او ډېرېدونکې ګټه واخلي. د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار، جېک سالیوان دوشنبه په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې د دغه سفر – چې اسرایلو، فلسطین او سعودي ته د ده لومړی سفر دی- موخې وارزولې. په دې سفر کې دغه راز د خلیج د همکارۍ شورا هېوادونو، مصر، اردن او عراق رهبران سره راټولېږي. سالیوان د عادي کولو د موضوع په اړه د امریکا لېوالتیا ته په اشاره وويل چې له اسرایلو سره د ډېری عربي هېوادونو د اړیکو پياوړي کولو په مسیر کې « هر راز عادي کول مثبت دي».

بایډن له خلیج هېوادونو غوښتي وو چې د بیو لوړوالي -د هر بیرل په بدل کې تر ۱۰۰ ډالرو زیات- ته په کتو د نفتو تولید زیات کړي. دا په نړیواله کچه د روسیې او اکراین د جګړې له دوام سره د غذایي امنیت، انرژۍ او تورم زیاتېدو په برخه کې د اندېښو د زیاتېدو سبب شوی. [الجزیره، ۲۰۲۲م کال، د جولای ۱۱مه]

ب – الجزیرې د ۲۰۲۲م کال د جولای پر ۱۰مه یوه مقاله خپره کړه چې د واشنګټن پوسټ په حواله پکې راغلي وو: د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې راتلونکې اونۍ به منځني ختیځ ته سفر وکړي چې په سیمه کې د امریکا د رول لپاره نوی او هیله‌بښونکی څپرکی پیل کړي ... په خپره شوې مقاله کې راځي چې ولسمشر بایډن دې ته په اشارې چې دی به د امریکا لومړی ولسمشر وي چې له اسرایلو څخه جدې ته سفر کوي، ویلي چې په جده کې د سیمې هېوادونو د مشرانو ناسته په منځني ختیځ کې د ثبات رامنځته کېدو نښه ده. بایډن له اسرایلو سره د اړیکو په اړه وویل چې د ده دولت تل ابیب ته تر ټولو لوی د ملاتړ پکېج ورکړی چې تر ۴ ملیاردو ډېر اټکل شوی.

ج - شرق الاوسط رسنۍ د ۲۰۲۲م کال د جولای په ۵مه پر خپله وېبپاڼه ولیکل: « د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، نېډ پرېس نن (سه شنبه) وویل چې ایران په وروستیو اونیو او میاشتو کې د ۲۰۱۵م کال د هوکړې خلاف غوښتنې کړې. نوموړي زیاته کړه چې دا نوې غوښتنې ښيي چې تهران جدي نه دی. تېره اونۍ په دوحه کې د واشنګټن او تهران تر منځ خبرې اترې چې موضوع یې له اټومي هوکړې څخه د وتلو د څرنګوالي په اړه د بن بست ماتول وو، له کوم مطلوب پرمختګ پرته پای ته ورسېدې. د رویټرز خبري اژانس په خبره، پرس زیاته کړه چې اوسمهال له ایران سره د خبرو اترو بل پړاو نه دی پلان شوی.

د – د «الیوم السابع» په نوم رسنۍ د ۲۰۲۲م کال د مې میاشتې په ۵مه وویل: « ځينې ننګونې شته چې د متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایډن او ډيموکراټ ګوند د کانګرس منځمهاله ټاکنو په را نیږدې کېدو سره له پرلپسې کړکېچونو وروسته چې د امریکا دولت یې له ماتې سره مخ کړی و، مخ شول. امریکا په درېیو میاشتو کې هڅه وکړه چې روسیه د اکراین په خاوره کې له جګړې منصرفه کړي. پر دې سربېره امریکا پر مسکو پرلپسې اقتصادي بندېزونه وضع کړل؛ له دغو تحریمونو سره د تورم اغېزې او د انرژۍ د تولید بهیر مل و او د امریکا فدرالي بانک د سود بيه ۵ سلنه لوړه کړه؛ د سود د نرخ دا لوړوالی په تېرو ۲۲ کالو کې بې مخینې دی او د امریکايي تحلیلګرانو او رسنیو په خبره؛ د امریکا راتلونکې منځمهاله ټاکنې د بایډن د ولسمشرۍ دورې د لومړیو دوو کلونو ټولپوښتنه ده ... ]

نو اوس چې د امریکا منځمهاله ټاکنې رارسېدونکې دي، سیمې ته د بايډن د سفر اصلي موخه هغه څه ده چې مخکې مو یې یادونه وکړه: (که په ښکاره هر څه دا سفر له نورو موضوعاتو سره وتړل شي، خو که سیمې ته د بایډن د سفر په اړه ژور فکر وکړو، وینو چې دا سفر د راتلونکو منځمهاله ټاکنو لپاره مقدمه او په دغو ټاکنو کې د بایډن او د ده د ګوند د برخې زیاتول دي.)

درېیم: او په پای کې موږ پر دوو مسلو ټینګار کوو

1-     دا تش په نامه لوی هېوادونه له ځینو ستونزه سره مخ کېږي چې کله کله یې د ګوندونو او عناصرو تر منځ د شدیدو شخړو سبب کېږي. خو د خواشینۍ ځای دا دی چې دا دولتونه د خپلو ستونزو حللاره زموږ په هېوادونو کې او زموږ په لګښت پیدا کوي! بایډن زموږ هېواد ته راځي خو له هغه وړاندې د هغو خلکو له منځه پرواز را کوي چې له موږ سره تر ټولو ډېره دښمني لري او زموږ سپېڅلې خاوره، فلسطین یې اشغال کړی؛ بیا مستقیما حجاز ته ځي، د حجاز حاکمان یې په تسلیمۍ او خوښۍ هرکلی کوي او بایډن په ویاړ وايي چې دی به د امریکا لومړنی ولسمشر وي چې له اسرایلو څخه جدې ته سفر کوي ... او یوه یهودي هېواد ته د تاریخ تر ټولو لوی د ملاتړ پکېج وړاندې کوي. سره له دې هم د آل سعود حاکمان نه شرمېږي، شرم ترې کډه کړې! بیا بایډن د خلیج هېوادونو له حاکمانو سره ګوري او له هغو سره په امریکا کې د تورم کمولو او انرژۍ د تولید زیاتولو په اړه خبرې اترې کوي. ورپسې د مصر، عراق او اردن له حاکمانو سره ګوري، د عادي کولو قضیې په اړه بحث ورسره کوي او وايي: (هر ډول عادي کول مثبت دي). بایډن په دې توګه غواړي دغه حکام له یهودي رژیم سره د جهاد او د هغو د له منځه وړلو پر ځای له دغه رژيم سره خپلې اړیکې عادي کړي! دا حکام د الله او رسول له وېرې او له مومنانو څخه له شرم پرته بایډن ته چک چک کوي او د دې پر ځای چې امریکا او یهودي رژیم خپل دښمن وبولي ﴿هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ﴾، اړیکې ورسره عادي کوي او سر ورته ټیټوي!

2-     د پوښتنې د وروستۍ برخې په اړه چې ویلي مو وو (ایران په یوه اټومي ځواک بدلېدی شي که نه؟) وایو چې هو، کولی شي. خو د دې لپاره لکه څنګه چې وویل شول هغسې باید ایران خپل بهرنی سیاست له امریکا سره همغږی نه کړي. که داسې وشي ایران به په یوه مهم ځواک بدل شي. د امریکا له سیاست سره د ایران تړاو د دې سبب کېږي چې دغه هېواد د امریکا په محور وڅرخېږي. خو ایران داسې نه کوي، بلکې د اټومي هوکړې د کنټرول پر ځای یې دا موضوع د ويانا خبرو اترو، یعنې د امریکا په موافقې پورې تړلې. ( د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، سعید خطیب‌زاده په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «که سبا ورځ په ويانا کې هوکړه وشي، د ایران لخو ټول ترسره شوي اقدامات له فني اړخه بېرته راګرځېدونکي دي) [انډپنډنټ عربي ۲۰۲۲م کال د جون ۱۳مه]. نو په ایران کې تر هغه اساسي بدلون نه راځي، ترڅو ایران په خپل کورني او بهرني سیاست کې اسلام حاکم نه کړي او له امریکا سره خپله اړیکه د تل لپاره پرې کړي ... زموږ نظر دا دی، خو د ایران له اوسنیو سیاسیونو څخه یې عملي کول لرې بولو؛ خو بیا هم الله سبحانه و تعالی ته زارۍ کوو چې که دوی خپل رب ته رجوع وکړي او له الله څخه ووېرېږي.

 

Last modified onجمعه, 29 جولای 2022

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې