یکشنبه, ۱۵ رجب ۱۴۴۴هـ| ۲۰۲۳/۰۲/۰۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په سوډان کې هراړخیز هوکړه لیک
بسم الله الرحمن الرحيم
په سوډان کې هراړخیز هوکړه لیک

پوښتنه:

د سوډان په ټلویزیون او مطبوعاتو کې د ۲۰۲۲/۱۲/۵ مه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د هراړخیز هوکړه لیک د لاسلیک کولو مراسم خپاره شول، چې د پوځ مشر، د سنا مجلس رئیس او د هغه نائب او ۵۲ حزبونو او ډلو پکې ګډون کړی و. په دې توګه هڅه وشوه، چې د دوو کلونو لپاره یوه انتقالي حکومت ته لار هواره شي، ترڅو د عمومي ټاکنو خواته لاړ شي. دې موضوع له ځان سره نړیوال ملاتړ درلود او په ځانګړې توګه د امریکا او برېتانیا او د ملګرو ملتونو د استازي لخوا لاسلیک شوه، چې د دغه هوکړه لیک د صادرولو رول یې ادا کړ. له بل اړخه دغه هوکړه لیک له ځان سره مخالفتونه هم لري؛ لکه څنګه چې دوې ورځې یعنې د ۲۰۲۲/۱۲/۸-۹مه د دغه هوکړه لیک پر ضد لاریونونه وشول. د دغه هوکړه لیک هدف څه دی؟ څوک ورڅخه ګټه اخلي او پر وړاندې به یې څه پېښ شي؟ ایا هیله شته چې دوام وکړي؟

ځواب:

د دې لپاره چې دغه پوښتنې په ښه ډول ځواب کړو، لاندې موضوعاتو ته کتنه کوو:

لومړی؛ د هوکړه لیک له متن څخه:

1-      د هوکړه لیک په لومړۍ برخه کې راغلي: "سوډان داسې یو هېواد چې بېلابېل فرهنګونه، ارزښتونه او دینونه لري" په داسې حال کې چې د سوډان له ۹۶٪ سلنې ډېر خلک مسلمانان دي. په همدې توګه د مختلفو قبیلو په شتون کې واحد دین او فرهنګ لري. له همدې امله هوکړه یو فرېب او چل دی، ترڅو اسلام له ژوند او د هغو احکامو له تطبیق څخه لرې کړي چې د اقتصاد، زده کړو، ټولنیز نظام، جزا، کورني او بهرني سیاست، جګړې، صنعت او د افرادو او ټولنې د ژوند د ټولو چارو په اړه راغلي دي. پر همدې اساس په هوکړه لیک کې راځي: «سوډان یو مدني، ډیموکرات، فدرالي او پارلماني دولت دی، چې حاکمیت یې د خلکو په لاس کې دی او خلک د قدرت سرچینه دي.» دا ټول موضوعات د اسلام مخالف دي، ځکه سوډان یو مدني دولت ګڼل، یعنې یو سېکولریستي دولت چې دین یې له ژوند څخه بېل کړی او یو ډیموکراتیک دولت ګڼل، یعنې د قانون جوړولو حق یې بشر ته ورکړی دی؛ پر همدې اساس سیادت له شریعت څخه نه بولي، چې سرچینه یې قرآن دی. دولت یې فدرالي اعلان کړ چې دا هم غیر اسلامي حکومتولي ده او دولت تجزیه کوي او سیمې یې له یو بل څخه بېلوي؛ ښه بېلګه یې جنوبي سوډان دی. داسې ښکاري چې له دغه کار څخه موخه پر سوډان باندې د اسلام د هر ډول اغېز مخه نیول دي؛ لکه څنګه چې په هغه هوکړه لیک کې راغلي: «دولت د هېچا لپاره دین نه ټاکي او په ځانګړې توګه د دیني او عقیدوي چارو او هغو موضوعاتو په اړه دریځ نه نیسي، چې په ذهنونو کې دي؛ له ازادیو او له بشري حقونو او په خاصه توګه د ښځو له حقونو څخه ساتنه کوي.» یعنې هغه لاملونه چې پر اساس یې دغه هوکړه لیک رامنځته شو، په لوی لاس هڅه کېږي چې اسلام د دغه اسلامي هېواد د مسلمانانو له ژوند څخه لرې شي.

2-      د هوکړه لیک په دویمه برخه کې راغلي: «انتقالي قدرت باید په بشپړه توګه مدني بنسټونو ته وسپارل شي؛ دولت باید تشریفاتي رئیس ولري، وروسته د قانون جوړونې پر مجلس سربېره باید تنفیذي اورګان رامنځته شي، چې په واک به یې له مدني لومړي وزیر سره وي او د هوکړه لیک د لاسلیکوونکو لخوا به ټاکل کېږي. د امنیت او دفاع لپاره به یو بل اورګان هم جوړ شي، چې د هغه ریاست به هم له لومړي وزیر سره وي او د نظامي چمتووالي له مشرۍ او له وسلوالو جنګي حرکتونو سره به یو ځای شي، ترڅو د جوبا سوله لاسلیک کړي.» په هوکړه لیک کې راځي: «پوځ باید له سیاست او د اقتصادي، سوداګریزو او استثماري فعالیتونو له ترسره کولو څخه لرې وي. همداراز د چټک غبرګون ځواکونه او د وسلوالو حرکتونو ځواکونه به د هغه پلان پر اساس په پوځ کې ځای په ځای کېږي، چې د هوکړه لیک په ادغام کمېټه کې به د امنیتي او نظامي سمونې د نقشې په توګه په پام کې ونیول شي، ترڅو د خلکو او ولس د خدمت وړ پوځ جوړ شي.» همدارنګه یو بل ځای لیکي: «د جوبا سولې هوکړه لیک باید عملي شي او سوله باید په هغو وسله‌والو حرکتونو سره بشپړه شي، چې د لاسلیک لپاره حاضر نه شول.» همدارنګه په بله برخه کې لیکي: «د قانون جوړونې لپاره ټولګډونه تګلاره باید د قانون جوړونې کمېټې تر نظر لاندې طرحه شي، ترڅو د سوډان د ټولو سیمو په ګډون پر قانوني اساساتو او قضیو خبرې او هوکړې وشي.» همدرانګه په بل ځای کې راځي: «ټاکنیزه تګلاره باید په ۲۴ میاشتو کې د رئیس الوزراء د ټاکلو له تاریخ څخه د انتقالي دوران تر پایه پورې تنظیم شي.»

دویم؛ سیمه‌ییز دریځونه:

1-                          د پوځ مشر او د سوډان د وزیرانو شورا رئیس عبدالفتاح البرهان د هوکړه لیک د لاسلیک پرمهال دې موضوع ته اشاره وکړه: «نظامي اورګان باید له سیاسي پروسې څخه د تل لپاره بېل کړو. د انتقالي حکومت د دورې په پای ته رسېدو سره باید ټاکنې ترسره کړو. هغه چارې باید تطبیق کړو، چې په هوکړه لیک کې په هراړخیز ډول مطرح شوې دي. هېواد له یو ډول ځانګړو شرایطو سره مخ دی. موږ په داسې حال کې یو چې د سیاسي او نظامي ځواکونو تر منځ درز لا پاتې دی. دغه حالت پر هېواد منفي اغېز کړی دی. هڅه کوو چې پوځ په قانوني ډول جوړ کړو، ترڅو د حزب، ډلې او ایډیولوژۍ په پلوۍ هېڅکله دریځ ونه نیسي.» د نوموړي نائب محمد حمدان دقولو وویل: «له شک پرته د سیاسي هوکړه لیک لاسلیکول د سوډان هېواد په تاریخ کې یو نوی او هیله بښونکی پړاو پیلوي. د هوکړه لیک لاسلیکول اوسني ناورین ته د پای ټکی اېږدي او د نوي انتقالي پړاو لپاره لاره هواروي، چې د هغې په بهیر کې به د تېرې دورې تېروتنې جبرانېږي. له شک پرته د انتقالي دورې له پیل ۲۰۱۹م کال له اګسټ څخه د انتقال د عواملو او ناسمو سیاسي فعالیتونو تر منځ اختلافات وو، چې په پایله کې یې د اکتبر ۲۵مه پېښه رامنځته شوه. هغه هم یوه سیاسي تېروتنه وه، چې د مخالف انقلاب د ځواکونو د بېرته راګرځېدو پر مخ یې دروازه پرانیستله. پر همدې اساس لازمه ده چې د راتلونکي حکومت لومړیتوب به دا وي، ترڅو جوبا سولې هوکړه لیک تنفیذ کړي، له ناراضه حرکتونو سره سوله وکړي، خپلو سیمو ته د بې ځایه شوو او کډوالو د بېرته راګرځېدو لپاره هڅې وکړي او د کډوالو د ځمکې او نورو چارو اړوند ستونزې حل کړي.» (د سونا رسمي نمایندگي ،5/12/2022م) دا هوکړه لیک هغه نظامي رهبري له سقوط څخه ژغوري، چې مشري یې له "البرهان"، د هغه له نائب او د دوی له نورو کسانو سره ده؛ ځکه خلک دا حکومت نه مني او داخلي ملاتړ هم نه لري. په دې توګه نظامي رهبري پر خپل ځای پاتې کېږي، دوی د خپلو جنایتونو په سبب له قضايي پلټنې څخه خوندي کېږي او له قانوني تعقیب څخه ژغورل کېږي. دوی د هېواد د چارو په اداره کولو کې پاتې راغلل، د هغه د ستونزو په حل کې یې ماتې وخوړه او د امریکا د مزدور عمرالبشیر له ګوښه کېدو وروسته یې د دغه اشغالګر هېواد نفوذ خوندي کړ؛ همدارنګه دوی د مقابل لوري پر شتون سربېره چې د ازادۍ او بدلون ځواکونه نومېږي او هغه حزبونه چې حکومت تشکیلوي، د هېواد د ستونزو په حل او د خلکو د ژوند د کوچنۍ اړتیا په پوره کولو کې پاتې راغلل. د دوی کړنې یوازې تر دې پورې خلاصه کېږي؛ په هېواد کې یې د انګلیس نفوذ څخه ساتلی او په اساسي ډول یې د نظام د بدلون مخه نیولې ده.

2-      له دغه هوکړه لیک سره مخالفتونه هم شوي دي؛ د ۲۰۲۲/۱۲/۸ او ۹مه د دغه هوکړه لیک پر ضد لاریونونه وشول، په دغو لاریونونو کې هغو کسانو ګډون کړی و چې پخپل مخالفت کې رښتیني نه دي او د امت او د سوډان د خلکو لپاره مخلص نه دي؛ لکه د جبریل ابراهیم په مشرۍ د عدل او مساوات حرکت او د «منا ارکو مناوي» په مشرۍ د سوډان تحریر حرکت او هغه سیاسي حرکتونه چې د ازادۍ او بدلون له ځواکونو سره دي او له ښکېلاکګر برېتانیا څخه پیروي کوي. برېتانیا د ځان د بېرته راتګ لپاره موازي خط او ځواک رسم کړی دی؛ کله چې هوکړه لیک له ماتې سره مخ شي، دغه ځواکونه به د مخالفینو په توګه وخوځوي او پر خپلو مزدورانو به پرده وغوړوي ترڅو هغه ولس رهبري کړي چې د امریکایي او برېتانوي مزدورانو له ولکې څخه خلاصون نه لري. هر کله چې له یوه څخه خلاصېږي، د بل په لومو کې لوېږي. دا کار له هغه راهیسې روان دی، چې هېواد ته یوازې په ظاهري ډول خپلواکي ورکړل شوه او ښکېلاک په نظامي ډول بهر شو؛ مګر په سیاسي، فکري، اقتصادي بڼه لا هم دوام لري.

3-      ځینې بیا داسې ګومان کوي چې دا هوکړه لیک په هغو سیمو کې د دغه حکومت ناورین حل کوي، چې هلته د پوځ او سیاسي بنسټونو تر منځ د سیاسي ځواک او قدرت د ترلاسه کولو او له حکومت او سیاست څخه د پوځ د لرې کولو پر سر اختلاف موجود دی. دا اختلاف د چارواکو د مزدورانو تر منځ نشته دی. په لومړي ګام کې هغه اقتصادي ستونزې نه شي حلولی، چې سوډان ورڅخه ځورېږي او حتا انقلاب د هغو پر اساس رامنځته شو او پر دې سربېره د حکومت ستونزه به هم حل نه کړي؛ ځکه اصلي لانجه د هغو لویو هېوادونو د مزدورانو او لاسپوڅو تر منځ ده، چې د سوډان پر سر سیالي کوي. د دغو ستونزو حل ممکن نه ښکاري، ځکه اساس یې پر باطل ولاړ دی او هغه له ژوند، دولت او ټولنې څخه د دین بېلول دي. دا هوکړه لیک د پوځ او د خاینو او د پردیو لاسپوڅو سیاسي ځواکونو د راضي کولو لپاره لنډمهاله حللاره ده. همداراز مخکې هم د دواړو اړخونو تر منځ په انتقالي دوره کې هوکړه شوې وه، مګر د اکتوبر په ۲۵مه یې سقوط وکړ او دا چې موضوع د مدني حکومت په تشکیل او نه تشکیل پورې تړاو نه لري، نو هېڅ شی له لاسه نه ورکوي. همدارنګه د هغه د تحقق لپاره ضمانت نشته دی؛ ځکه هره ډله بلې ډلې ته په کمین کې ناسته ده او د لویو هېوادونو د سیالۍ لوبه پر مخ وړي.

درېیم؛ نړیوال دریځ:

امریکا د هوکړه لیک ستاینه کوي؛ د بهرنیو چارو وزیر یې انتوني بلنکن د ۲۰۲۲/۱۲/۶مه پر خپل ټویټر لیکي: «په سوډان کې د بنسټیز سیاسي هراړخیز هوکړه لیک لاسلیکول، د مدني حکومت د جوړولو لپاره مهم ګام او د ټاکنو په لوري د سوډان د بېولو لپاره د انتقالي حکومت په دوره کې قانوني چمتووالی دی.» د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۲/۱۲/۷مه په خپل سایټ کې یوه بیانیه خپره کړه، چې په هغې راغلي وو: «امریکا له مدني اړخونو او د سوډان له پوځ سره مرسته کوي، ترڅو له وروستي لاسلیک او د مدني ټولنې په مشرۍ انتقالي حکومت ته د قدرت له لېږد مخکې د اړوندو چارو لپاره هراړخیزې خبرې وکړي.» او د هغو کسانو د مجازات کولو خبرداری یې ورکړ، چې د دغه هوکړه لیک د ماتولو لامل شوي دي او وایي: «دغه وزارت نن ورځ د ویزو د ورکړې پراخ سیاست د اوسنیو او پخوانیو چارواکو او هغو کسانو پر وړاندې تثبیت کوي، چې ګومان کېږي مسؤلین دي یا په سوډان کې د ډیموکراتیک بدلون له ناکامۍ سره موافق وو.» نو دا هوکړه لیک په سوډان کې د امریکا د نفوذ د خوندي کولو په موخه د دغه هېواد لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي، ترڅو نظامي ځواک او خپل وفادار نظام چې مشري یې مزدور عبدالفتاح البرهان او د هغه نائب محمد اقلو کوي، له نسکورېدو څخه وژغوري؛ په داسې حال کې چې دوی دواړو د ۲۰۲۱/۱۰/۲۵مه د مدني حکومت پر وړاندې قیام کړی و او هغه انتقالي دوره یې ختمه کړه، چې د دواړو اړخونو لخوا په ۲۰۱۹/۸/۲۱مه په هوکړه لیک کې لاسلیک شوې وه. دغه هوکړه لیک د وزیرانو شورا پر نظامي ریاست د ۲۱ میاشتو لپاره صراحت درلود. له همدې امله مدني ټولنې ۱۸میاشتې ریاست وکړ او دا وخت د جوبا له هوکړه لیک وروسته د ۲۰۲۰/۱۰/۳مه تر ۵۳ میاشتو پورې تمدید شو، تر دې چې د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر د ۲۵مې انقلاب پېښ شو او د حکومت د شورا ریاست د ترلاسه کولو لپاره یې د انګلیس له مزدورانو څخه فرصت واخیست. دا هوکړه لیک د امریکا مزدوران له سقوط او قضایي تعقیب څخه ژغوري او په پایله کې امریکا په سوډان کې خپل نفوذ خوندي کوي او هڅه کوي چې د سوډان په سیاسي مرکز کې د انګلیس له مزدورانو څخه په قدرت اخیستلو کې مخکې شي.

برېتانیا د خپل وزیر په ژبه د افریقا په چارو او نړیوال انکشاف کې له هوکړه لیک څخه خپله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: «څلورګونې مجموعه او د ترویکا هېوادونه په سوډان کې د مدني ټولنې په مشرۍ د هوکړه لیک په موخه د دغه مهم ګام پلوي کوي. متحده ایالات به په باوري ډول له دغه حکومت سره د هغه له تشکیل وروسته کار وکړي. ټول فعال اړخونه تشویقوي، ترڅو په بېړه وروستي هوکړه لیک ته د رسېدو لپاره سره یو لاس شي.» (السودان الیوم 6/12/2022م) په امنیت شورا کې د برېتانیا استازی «جیمز کاریوکي» په سوډان کې د وروستي هوکړه لیک د ځنډولو له امله د ناوړه پایلو خبرداری ورکړ: «د مدني ټولنې په مشرۍ د راتلونکي مدني حکومت لپاره یې له خپلو نړیوالو شریکانو سره په ګډه د برېتانیا د مرستو په اړه خبرې وکړې او د سوډان په ځینو برخو کې یې نازک وضعیت ته اشاره وکړه، په ځانګړې توګه د نیل الارزق زون او کردفان ولایت ته.» (اخبارالسودان، 6/12/2022م) نو برېتانیا هم د امریکا په څېر فعاله لاسوهنه کوي او د هوکړه لیک په اړه خپل رضایت څرګندوي؛ ځکه د امریکا تر څنګ یې د ملګرو ملتونو د استازي په مرسته پر هغه پروسه څارنه کوله. راتلونکی مدني حکومت یواې په دې هیله برېتانیا تاییدولی شي، چې ډېری غړي یې د انګلیس مزدوران وي او له نفوذ څخه یې په سیاسي مرکز کې ساتنه وکړي، حکومت ترلاسه کړي او بالاخره په حکومت کې د پوځ د نفوذ مخه ونیسي.

څلورم: لنډه دا چې په سوډان کې اوسنی وضعیت دا څرګندي، چې نړیوالې لانجې لاتراوسه په دغه هېواد کې بدلې شوې نه دي، بلکې له یوې خوا امریکا، د هغې لاسپوڅی «برهان»، د هغه نائب او ډله یې او له بلې خوا الحریة و التغیر او داسې نور حزبونه چې د برېتانیا مزدوران او پلویان دي، په ښکاره د یو او بل پر وړاندې مبارزه کوي. امریکا او برېتانیا په بشپړه توګه په یوه وخت کې پر نظامي او مدني هسته نفوذ نه دی پیداکړی. امریکا او برېتانیا د همدې لپاره د هوکړه لیک هرکلی کوي؛ لکه څنګه چې د عمر البشیر له بدلېدو وروسته مخالفتونه د اکتوبر په ۲۵ زیات شول، ان تر دې کچې پورې چې اوس بېرته پر هوکړه لیک راضي شول. دا ښایي یو لنډمهاله هوکړه لیک وي، ترڅو له دواړو اړخونو څخه هر یو یې پر مدني او نظامي ټولنه هراړخیز نفوذ پیدا کړي؛ لکه څنګه چې د «برهان» د حکومت په پیل کې مو دغه ټکي ته اشاره کړې وه، چې انقلاب رامنځته کېږي. همدارنګه په دوو بیانیو کې مو دغه موضوع وړاندې کړه:

1-      زموږ په هغه ځواب کې چې د حکومت د دواړو اړخونو د ګډون په پیل کې د ۲۰۱۹/۹/۲۳مه خپور شو، د قدرت د ویش لپاره له مدني اورګان سره د نظامي اورګان د هوکړه لیک په اړه مو خبرې پکې کړې وې: «داسې ښکاري چې امریکا او برېتانیا هېڅکله په خپلو کې په ارامه ژوند نه کوي، ګټې یې مختلفې دي او سیمه‌ییز توکي یې هم په خدمت کې دي. پر همدې اساس له دواړو څخه هر یو یې هڅه کوي، چې هغه توکي د مقابل لوري د کړنو د انحراف لپاره وکاروي. د روانو حالاتو له څارنې او د بهرنیو او سیمه‌ییزو څرګندونو په ځانګړې توګه د امریکايي او اروپايي چارواکو خبرو ته له کتنې داسې ښکاري، چې دواړه لوري هڅه کوي ترڅو له هغو لاروچارو ګټه واخلي، چې مقابل لوری له ستونزو سره مخ کړي، پر هغه لاسبری شي او له حکومت څخه یې لرې کړي...» کوم څه چې موږ په هغه موضوع کې بیان کړل او یا هغه څه چې اوسمهال پېښېږي، یوازې یو داستان دی. وروسته مو ۲۰۲۱/۱۰/۲۵مه په بل ځواب کې وویل: «... د سوډان وضعیت یوه داسې ناوړه او نازک حالت ته روان دی، چې له یوې خوا یې د امریکا مزدوران او له بلې خوا یې د انګلیس او اروپا مزدوران مخته وړي. دا حالت د وینو له بهېدو، ظلم، لوږې او ناورینونو څخه خالي نه دی. پر همدې اساس د سوډان پر خلکو لازمه ده چې خپل کار مشخص کړي او دغو ټولو ماته خوړلو، د امریکا، انګلیس او اروپا مزدورانو ته شا کړي، چې د سوډان د ملت وینې او ارزښتونه د کفري هېوادونو پښو ته غورځوي. دوی باید خپل پرېکنده تصمیم ونیسي او خپل صف د هغوی پر ضد سره متحد کړي ...»

2-      مګر د پوښتنو په اړه: ایا دا هوکړه لیک به دوام وکړي او تطبیق به شي؟ دا یوه احتمالي چاره ده؛ او ایا سیمې په وژغورل شي؟ دا چاره لرې برېښي، ځکه حللاره د باطل پر اساس ولاړه ده او دا چې د سیالو استعماري قدرتونو لخوا صادره شوې، نو ښکاري چې د لنډ مهال لپاره یې هوکړه کړې ده. دا په حقیقت کې د دواړو لورو د مزدورانو تر منځ یو لاسلیک دی، چې هغوی ته یوازې خپل مقام، چوکۍ، له مالي لاسته راوړنو څخه ساتنه او د مالونو زیاتول ارزښت لري؛ نو دوی ته د سیمو چارې، خلک او له ښکېلاک څخه د خلکو ازادي او ویښتیا او له ښکېلاکګرو سره دښمني مهمه نه ده او نه هم له ویښتیا سره بلد دي. هغوی د ښکېلاکي اړخونو او د ښکېلاک د سیاسي او فکري نفوذ د قوي کولو لپاره هڅې کوي او دغه ښکیلاکي لوري په ځانګړې توګه انګلیس او امریکا په سوډان کې د خپل نفوذ د پراخوالي لپاره کار کوي. له همدې امله د پردیو مداخله ټولو ته څرګنده ده؛ ځکه د هوکړه لیک د لاسلیکولو پرمهال په ولسمشرۍ ماڼۍ کې پردي کسان موجود وو، حتا دغه موضوع پردیو پیل کړه، چې هغه د انګلیس او امریکا تر مستقیم نظارت لاندې د ملګرو ملتونو استازی و. دا دوه لوري په سوډان کې نړیوال سیالان ګڼل کېږي، چې د رباعي او ترویکا په نامه یادېږي. امریکا له خپل مزدور سعودي او برېتانیا او له خپل مزدور امارات سره رباعي ده. امریکا خپل مزدور سعودي پر سیمه د اغېز او د رشوت ورکولو او برېتانیا هم د امریکا په څېر امارات د خپلو ګټو لپاره استفاده کوي. ترویکا له امریکا جمع برېتانیا او ناروې څخه عبارت ده، چې یوازې د اړینو مسایلو او پټو خبرو پرمهال د دغه هېواد په مرکز اسلو کې جوړېږي. پټ هوکړه لیکونه له خپرېدو وړاندې یو ځل هلته بشپړېږي او وروسته بیا څرګندېږي. امریکا هغه کسان ګواښي چې د هوکړه لیک د ناکامۍ لامل کېږي او برېتانیا یې د هوکړه لیک له ماتېدو وروسته له ناوړه پایلو څخه وېروي. ...»  

3-      د ملګرو ملتونو آلمانی استازی «فولکر بیرتس» چې د دوو سیالو قدرتونو امریکا او انګلیس د راضي کولو هڅې کوي، د نړیوال امنیت شورا په غونډه کې وایي: «دا چې سوډان وروستي سیاسي هوکړه لیک ته نږدې شوی دی؛ مګر هغه کسان چې ګومان کوي سیاسي مساوات یې ګټې ګواښي، له شک پرته چې د روانې سیاسي پروسې د ناکامولو هڅو ته به لاره هواره کړي.» (الراکوبة السودانیة 8/12/2022م) په حقیقت کې د دغو دواړو اړخونو تر منځ لنډمهاله هوکړه لیک، د یوه جنګالي استراحت ته ورته دی. له همدې امله هر وخت چې پر مقابل لوري د قوي کېدو توان پیدا کړي، شخړې له سره پیل کېږي او یا کله چې یو لوری پر بل لوري بریالی شي، مقابل لوری نه تسلیمېږي؛ بلکې د هېواد په ختیځ، لویدیځ، شمال، جنوب او ان مرکز پلازمېنه کې به ستونزې پیدا کوي، ځکه د دغه کار لپاره له ځان سره خپل مزدوران لري. ترڅو چې له هغوی څخه سیمې پاکې نشي، وضعیت نه ارامه کېږي، خلک به همداسې ناهیلي وي، د خوشحاله ژوند خوند به ونه ویني او د دواړو دنیاوو له نیکمرغۍ څخه به بې برخې وي. پر همدې اساس پر هر رښتیني کس لازمه ده، چې خپل مسیر په ښه ډول او پوره هڅو سره له هغو کسانو سره په ګډه تعقیب کړي، چې د نبوت پر منهج د خلافت د تاسیس لپاره کار کوي؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه زیری ورکړی او فرمایلي یې دي: «ثم تکون خلافة علی منهاج النبوة؛ وروسته به د نبوت پر منهج خلافت راشي.» دا حدیث احمد او الطیالسي روایت کړی دی.

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ (4)بِنَصْرِ اللَّهِ يَنصُرُ مَن يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾ [روم: ٥-4]

ژباړه: په دې ورځ مومنان خوشحاله کېږي. د الله په نصرت باندې. الله چې له هر چا سره وغواړي، مرسته کوي او هغه برلاسی او پوره رحم لرونکی دی.

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې