شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د پوښتنې ځواب  په تونس کې د فرانکوفون (فرانسوي ژبیتوب) سازمان ۱۸مه غونډه
بسم الله الرحمن الرحيم
د پوښتنې ځواب په تونس کې د فرانکوفون (فرانسوي ژبیتوب) سازمان ۱۸مه غونډه

پوښتنه:

په ۱۹-۲۰/۱۱/۲۰۲۲ نېټه، په تونس کې د فرانکوفون (فرانسوي ژبیتوب) سازمان ۱۸مه غونډه په داسې حال کې ترسره شوه چې د تونس ولسمشر د غونډې د پیل خبرې په فرانسوي ژبه وکړې. دا سازمان څه دی او چاته کار کوي؟ د تونس ولسمشر، قيس سعيد التونسي او له فرانسې سره د ده په اړیکو کې د دغې غونډې ارزښت څه دی؟ ايا د دې معنی دا ده چې په تونس کې د بريتانيې نفوذ په بشپړ ډول ختم شوی؟ الجزاير، چې د فرانکوفون سازمان غړی هم دی، ولې یې په دې غونډه کې ګډون ونه کړ؟ جزاک الله خيرا.

ځواب:

د لا ښه وضاحت لپاره لاندې موضوعاتو ته کتنه کوو:

۱- د فرانکوفون سازمان، يعنې د فرانکوفوني یا فرانسوي ژبیتوب نړيواله اتحاديه له ۸۸ دايمي غړو او څارونکو څخه جوړ دی؛ مرکز يې د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې دی او له ۱۹۸۶ کال راهیسې هر دوه کاله وروسته یوه غونډه کوي. په غړو کې یې په ځانګړي ډول په افریقا کې د فرانسې پخوانۍ مستعمرې دي او په ټوله کې نور غړي هم لري؛ په غړو کې یې داسې هېوادونه هم شته چې په فرانسوي ژبه خبرې نه کوي او د فرانسې مستعمرې نه وې. اړینه نه ده چې د ياد سازمان غړي دې هرو مرو په فرانسه پورې اړوند وي، ځکه خو وینو چې ځینې غړي هېوادونه یې په فرانسه پورې تړلي دي او ځینې نه. په نړۍ کې د فرانسوي ژبې ویونکو شمېر کابو ۳۲۱ میليونه اټکل شوی. دا سازمان په ۱۹۷۰م کال کې په دې موخه رامنځته شو چې – لکه په منشور کې یې چې اشاره ورته شوې- د غړو هېوادونو ترمنځ یې فرانسوي ژبې او دغه راز سياسي، تعلیمي، اقتصادي او کلتوري همکارۍ ته وده ورکړل شي. دا سازمان د فرانسوي ژبې، فرانسوي ارزښتونو، د غربي مفاهيمو لکه؛ ډيموکراسۍ، سيکولريزم، عامه ازاديو، بشري حقونو او ښځو د حقوقو پر خپرولو تمرکز کوي. دغه بنسټ هڅه کوي چې د فرانسې په مستعمرو کې استعماري ميراث وساتي او د فرانسوي ژبې او کلتور په ترویج سره د فرانسې د نفوذ دوام ډاډمن کړي. دا د فرانسې لپاره د خپل استعمار د دوام، د قدرت او نفوذ پراخولو او د فرانسې د لویوالي د ساتلو تر ټولو مهم اړخ دی. فرانسې چې د ۱۹۶۰مو کلونو په لومړيو کې له خپلو مستعمرو ووتله؛ په دې اړه یې فکر وکړ چې د انګليس مشترک المنافع هېوادونو ته ورته سازمان جوړ کړي. د بريتانيې له لوري د مشترک المنافع هېوادونو سازمان په دې موخه جوړ شو چې په خپلو پخوانيو مستعمرو کې نفوذ وساتي؛ ځکه برېتانیه او فرانسه د نوي استعمارګر، امریکا له لوري پیل شوي کمپاین اړ کړي وو چې دغو مستعمرو ته رسمي خپلواکي ورکړي.

۲- د تونس ولسمشر قيس سعيد ډېر لېواله و چې د فرانکوفون غونډه په تونس کې وشي. نوموړي د پيل خبرې په دې موخه په فرانسوي ژبه وکړي چې له فرانسې سره خپل تړاو څرګند کړي او خپله دا موخه چې فرانسه به یې ملاتړ ته دوام ورکړي، ترلاسه کړي. نوموړي وويل: «زه باوري يم چې فرانکوفون غونډه به زموږ ژمنتياوې زموږ د خلکو، په ځانګړي ډول ښځو او ځوانانو په يووالي او محسوسو لاسته راوړنو بدلې کړي» (مونټ کارلو، فرانسه، ۲۱/۱۱/۲۰۲۲). قيس سعيد ځکه دې غونډې ته لېواله دی چې د خپل حاکميت لپاره ملاتړ پیدا کړي او ده دا ملاتړ په فرانسه کې موندلی، نوموړی غواړي چې خپلو کړنو؛ د پارلمان له لوري د منتخب حکومت پرځولو، د پارلمان منحلولو، د ۲۰۱۴ کال اساسي قانون لغوه کولو او د نوي اساسي قانون تصويبولو ته مشروعيت ورکړي. ګڼو خلکو له ډيموکراټيک پلوه، پر يادو کړنو اعتراض وکړ او دا يې ناقانونه او د ډیموکراسۍ ضد وګڼلې. له همدې امله، نوموړی په کور دننه او بهر له نيوکو سره مخ شو او په ۲۵/۷/۲۰۲۲ نېټه د ده له لوري وړاندیز شوي اساسي قانون ته په رایه ورکولو کې د خلکو ګډون کمرنګه و چې کابو ۲۷.۵۴٪ اعلان شو. 

کله چې غړي هيوادونه او نور تونس ته راغلل، په غونډه کې يې ګډون وکړ او د تونس د ولسمشر پر کړنو د اعتراض په موخه یې ياده ناسته تحريم نه کړه؛ فرانسې هم هيڅ اعتراض ونه کړ او په تونس کې د ناستې په ترسره کېدو يې ټينګار کاوه. کابو ۸۹ پلاوو، چې ۳۱ دولتي او حکومتي مشران او د نړيوالو او سيمه‌ايزو سازمانونو ۷ مشران پکې و، په دې ناسته کې ګډون وکړ. له دې ښکاري چې د قيس سعيد کړنو ته مشروعيت ورکول کېږي او واک یې پیاوړی کېږي.

۳- د فرانسې ولسمشر مکرون يو ځل بيا له قيس سعيد څخه خپل ملاتړ اعلان کړ؛ ده وویل: «دا د فرانسې د ولسمشر کار نه دی چې د تونس ولسمشر ته ووايې چې د خپل هيواد په تړاو څه بايد وکړي. قيس سعيد ته د خپل يوه ملګري په توګه وايم چې فرانسه به د تونس ملاتړ وکړي، ځکه دا هېواد له انقلابه راوتلی، ترهګري یې ماته کړې او د نړۍ د نورو هېوادونو پشان له کرونا وایروس سره مخ دی.» نوموړي زياته کړه: «زما په اند قيس سعيد  غوندې يو لوی حقوقي کارپوه پر دې پوهېږي؛ څه وخت وړاندې مو چې سره وکتل، د بحث موضوع مو همدا وه. تونس اوسمهال يو سياسي بدلون تجربه کوي. زه هيله لرم چې ياد بدلون به پايلې ولري او په راتلونکو ټاکنو کې به د تونس ټول سیاسي ګوندونه او ځواکونه برخه واخلي تر څو د سیاسي بدلون دا پړاو بشپړ شي.» ده وویل چې پر سعيد یې ږغ کړی «چې په سیاسي او اقتصادي کچه د یاد مسیر د بشپړولو لپاره د فرانسې-تونس د اړيکو شونتياوې وڅېړي. فرانسې چې د دغې غونډې په مناسبت تونس ته ۲۰۰ میلیونه یورو ورکړې، دا د اساسي ازادیو او ډیموکراټیکو اصولو په اړه یو سپین چک نه دی.» (العربيه الجديد پاڼه، د فرانسوي د TV5 Monde په حواله، ۲۱/۱۱/۲۰۲۲). دلته مکرون اعلانوي چې فرانسه د تونس ولسمشر قيس سعيد سياسي او اقتصادي ملاتړ کوي؛ نوموړي ته د يوه ملګري په سترګه ګوري او د ده د ترسره کړو اقداماتو ملاتړ کوي، ځکه دی په قانون پوه سړی دی او هغه څه چې ترسره کوي د قانون له مخې يې ترسره کوي؛ یعنې د نوموړي اقدامات مشروع او د منلو وړ دي. مکرون ده ته ۲۰۰ میليونه پور ورکړ، دا یو سپین چک نه و، بلکې د اساسي ازادیو او ډیموکراټیکو اصولو په نامه په فرانسه پورې د ده د تړاو په سبب و. اروپايي اتحاديې هم د تونس د بوديجوي کسر د مخنيوي لپاره د ۱۰۰ ميليونو سودي پور اعلان وکړ. کله چې قيس سعيد خپل لومړنی بهرنی سفر کاوه، موخه یې فرانسه وټاکله او ۲۰۲۰م کال په جون کې یې دغه هېواد ته سفر وکړ؛ هلته یې د فرانسې ولسمشر، مکرون ته ځان سپک او سرټیټی وښود. ده د خپل پارلمان دا غوښتنه چې فرانسه دې د خپلې استعماري دورې لپاره بخښنه وغواړي، رد کړه او پر ځای يې د خونديتوب غوښتنه وکړه او ۳۵۰ میليونه يورو پور يې ترلاسه کړ. قیس سعید هغه څه وموندل چې په فرانسه او اروپايي اتحادیه، چې فرانسه او جرمني یې مشري کوي، کې یې اړتیا ورته لرله.

۴- قيس سعيد هغه وخت د فرانسې ملاتړ خپل کړ چې په ۲۵/۷/۲۰۲۱ نېټه يې پر حکومت کودتا وکړه. نوموړي پخپله وویل چې ده « په ۲۳/۷/۲۰۲۲ (له کودتا دوې ورځې وړاندې) نېټه له یوه فرانسوي پلاوي سره وکتل؛ له دغه پلاوي سره د لیدو موخه طبي مرسته وه چې د کرونا وایروس د زیاتېدونکو ناروغانو د درملنې او د دغه وایروس د مخنیوي په برخه کې د حکومت لاس ونیسي. دا لیدنه دغه راز د ځينو اقداماتو په بهیر کې وشوه» ده اشاره وکړه چې «ياد اقدامات به د لوبغاړي له ضمني رضایت وروسته پلي شي.» له دې وروسته په ۲۵/۷/۲۰۲۲ نېټه د پارلمان دروازه وتړل شوه، حکومت يې وپرځاوه او اساسي قانون يې وځنډاوه. يو څو ورځې وروسته په ۷/۸/۲۰۲۱ نېټه مکرون خپل تونسي سيال ته وويل چې «فرانسه چمتو ده چې د تونس د ازادۍ ساتلو او دفاع لپاره د دغه هېواد تر شا ودرېږي.» د اليزې ماڼۍ په بيانيه کې راغلي چې «تونس د خپلو اقتصادي، ټولنیزو او روغتیايي ننګونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر فرانسه حساب کولی شي» (الجزيره، ۲۱/۱۱/۲۰۲۲). له دې ټولو څخه ښکاري چې قيس سعيد له فرانسې سره تړاو لري؛ د فرانسې په مرسته یې کودتا وکړه او ځواک یې ترلاسه کړ چې د پارلمان د منحلولو پرېکړه وکړي، حکومت راوپرځوي او يو داسې حکومت وګوماري چې مشري یې په فرانکفون خوځښت پورې تړلې ښځه وکړي او بیا اساسي قانون لغوه او پرځای يې بل اساسي قانون معرفي کړي.

۵- د غونډې په پای کې، يکشنبه، ۲۰/۱۱/۲۰۲۲، د تونس په جربه ټاپو کې، د روانډن بنسټ سرمنشي لويز مشکيوابو وويل، «جربې موږ نهيلي نه کړو... تونس موږ نهيلي نه کړو... موږ د فرانکوفوني د راتلونکي او عصري کولو لور ته ګامونه اخلو... باید هڅه وشي چې دا یو پل شي» ... مشکيوابو د افريقا په لويه وچه کې په فرانسوي ژبه د زده‌کړې د ودې په برخه کې د پانګونې غوښتنه وکړه او ويې وویل چې فرانسوي ژبه باید په انټرنېټ او نړیوالو سازمانونو کې وي... (د فرانسې مونټ کارلو، ۲۱/۱۱/۲۰۲۲)

په تونس کې د دغې غونډې جوړېدو، د ځای په اړه یې د فرانسې ټینګار، په فرانسوي ژبه د تونس د ولسمشر لخوا د غونډې د پیل خبرې، د مکرون لخوا د قیس سعید ستاینه او د سازمان د سرمنشي وینا ... دا ټول د تونس له ولسمشر او فرانسوي ژبې څخه د فرانسې پراخ ملاتړ ښيي.

۶- ايا د دې مانا دا ده چې په تونس کې يوازې د فرانسې نفوذ دی او د بريتانيې نفوذ پای ته رسېدلی دی؟ د دې پوښتنې ځواب مو په ۱/۸/۲۰۲۱ نېټه خپور کړی. زه هغه موضوع دلته هم را اخلم:

[د بريتانيې د دریځ له ارزونې ښکاري چې دوی په تونس پېښېدونکو پېښو هيښ کړي. د برېتانیا ګارډین ورځپاڼې د الجزيره نټ په حواله په ۲۷/۷/۲۰۲۲ نېټه «په تونس کې د کودتا په اړه د ګارډين نظر: پسرلی په ژمي بدل شو» تر سرلیک لاندې مقاله کې لیکلي چې تونس د انقلاب ضد حالت تجربه کوي («د تلويزيون پر اداره د امنیتي ځواکونو بريد هېڅ ښه کار نه دی» دغه راز لیکي چې «خلک بې تفاوته دي او نا لیبرال مفاهيم ځکه مني چې ازادۍ او ډيموکراسۍ سياسي ثبات او اقتصادي وده نه ده رامنځته کړې. د دې پرځای فساد، تورم او بېکاري پر خپل ځای پاتې دي. په تونس کې يو پر درېيمه برخه خلک وېره لري چې تېر کال د کورونا ناروغي تر خپرېدو وروسته حالت په شان به د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شي او له افشا شويو اسنادو څخه ښکاري چې حکومت چمتو دی چې د پیسو نړیوال صندوق سره د ۴ میلیاردو ډالرو پور پر سر د خبرو اترو لپاره له خلکو سره د ډوډۍ مرسته بنده کړي؛ په تېرو لسو کلونو کې څلورم ځل دی چې د پیسو له نړیوال صندوق پور غوښتل کېږی؛ دې کار د خلکو غوسه راپارولې ځکه د حکومتي پورونو کچه په ملي سطحه زياته شوې او د اوسنيو پورونو کچه د هيواد تر روغتيايي بوديجې شپږ ځله ډېره ده... له دې هر څه سره، ښکاره ده چې په تونس کې د بريتانې نفوذ کمزوری شوی او سبب یې هم روان حالت دی. په دې وخت کې فرانسې ته موکه په لاس ورغله چې په قوت سره تونس ته دننه شي...»)

موږ د پايلې په توګه ويلي وو: [ټولې نښې ښيي چې په تونس کې شخړه اصلاً د برېتانیې، چې پخوا یې په دغه هېواد کې لوی نفوذ درلود، او فرانسې، نوي او بې ثباته نفوذ لرونکي، تر منځ ده... له ټولو نړیوالو دریځونو ښکاري چې په تونس کې فرانسه له بريتانيې سره د واک نيولو په موخه ښکر په ښکر ده، خو دغه شخړه د اروپا دننه ده... ځکه خو د یوې اوږدې شخړې بڼه نه خپلوي. نو د جوړجاړي یوه لار به رامنځته شي او احتمالاً تونس به د برېتانیا له نفوذه خلاص نه شي. برېتانيه سياسي ځيرکتیا لري چې له فرانسې سره نشته. [۱۴۴۲ هـ.ق کال د ذولحجې ۲۲مه - ۱/۸/۲۰۲۱م] د تېر سوال او ځواب پای.

اوس له دې ښکاري چې په تونس کې د فرانسې نفوذ پياوړی دی، د تونس ولسمشر قيس سعيد د فرانسې پر پله پل ږدي او د برېتانيې نفوذ کمزوری او کم شوی دی. خو دا په دې معنی نه ده چې په تونس کې د بريتانيې نفوذ بیخي ختم او برېتانیې تونس پرېښی وي. د بريتانيې مزدوران په تونس کې فعال دي چې د برېتانيې پر سیاسي چالاکۍ تکیه کوي؛ فرانسه دا سیاسي چالاکي او ځيرکتیا نه لري.

۷- دا چې الجزاير ولې په دې غونډه کې برخه وانه خيسته؛ لومړی، هغه د دغه سازمان څارونکی غړی دی، بشپړ غړیتوب یې نه لري ... دوهم، دا غونډه په داسې وخت ترسره شوه چې په الجزاير کې د فرانسې د استعماري دورې په سبب اعتراضونه روان دي او دا چې د هغې لپاره یې بښنه غوښتل رد کړل، د رامنځته کړو تراژیدیو غرامت نه ورکوي، د خپلو ظلمونو او په ۱۹۶۰مو کلونو کې د الجزایر په صحرا کې د اټومي چاودنو پر ضد دوسیې نه پرانیزي؛ د دې تر څنګ یې د عربي ژبې او اسلام پر وړاندې جګړه روانه کړې او هڅه کوي چې فرانسوي ژبه پرې تحمیل کړي. په الجزاير کې د فرانسوي ژبې ویونکي يو پر درېيمه برخه کم شوي، نو الجزاير غواړي له فرانسوي ژبې ځان خلاص کړي. د الجزاير ولسمشر تونس او له فرانسې سره د دغه هېواد اړیکو ته په اشاره وویل: [فرانسه تل د الجزایر په اړه فکر کوي (د غبرګونونو په اړه یې اندېښنه لري)؛ ده دا خبره د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې ایا فرانسه الجرایر ته د خپل ولایت په سترګه ګوري؛ ده د خبریال خبرې د «نه، نه» په ویلو ورلنډې کړې. د الجزایر ولسمشر زياته کړه: «ستا هدف بل هېواد دی چې دوی دستورونه ورکوي او هغه یې په پټه خوله مني او پلي کوي.» ځينې کسان په دې اند دي چې د الجزاير ولسمشر اشاره تونس ته وه؛ په ځانګړي ډول کله چې د تونس ولسمشر فرانسې ته د خپل سفر پر مهال وویل چې تونس تر استعمار نه، بلکې تر خونديتوب لاندې و... (الحوساري وېبپاڼه، ۷/۸/۲۰۲۱)].

ستاسې د معلوماتو لپاره؛ مراکش - چې د دغه سازمان غړی دی- هم په دې غونډه کې ګډون ونه کړ. له دې څخه ښکاري چې د الجزاير او مراکش رژيمونه د برېتانيې لاسپوڅي دي او له قيس سعيد ځکه ملاتړ نه کوي؛ چې هغه د برېتانیې مزدور رژیم ړنګ کړ او د فرانسې لمن یې ونیوله. داسې فکر کېږي چې دا کنفرانس د قیس سعید د ملاتړ او د ده هغو کارونو ته د مشروعیت ورکولو په موخه جوړ شوی و چې دی یې فرانسې ته نیږدې او له برېتانیا لرې کړ؛ د ده دا کار د هغه څه خلاف دی چې دا دوه هېوادونه یې کوي.

۸- موږ په پايله کې پر دوو ټکو ټينګار کوو:

لومړی: هر هغه څه چې فرانسه او فرانکفون سازمان او نور غربي هيوادونه د ډيموکراسۍ، ازاديو، بشري حقونو، د ښځو حقونو او د لږکیو د حقوقو تر نامه لاندې تبلیغوي، یوازینۍ موخه یې دا ده چې په دې هېواد کې خپل نفوذ وساتي؛ که دې موخې ته ورسېدل خو ښه ده، که نه نو له دغو نومونو د فشار د وسیلي په توګه کار اخلي. دغو هېوادونو لسیزې خپلې مستعمرې استعمار کړې وې، ان تر سلو کالو زیات؛ دوی په دغه موده کې نه ازادۍ مراعت کړې، نه د بشر حقونه او نه یې خیالي ډیموکراسي. دا ټول یې تر پښو لاندې کول، خلک یې وژل، عزت او شتمني یې لوټل او حيثيت يې تر پښو لاندې کاوه، چې خپلې ګټې خوندي کړي او خپله دبدبه وساتي. دوی د خپلې ایډیالوژۍ دومره درناوی نه کوي او نه یې د پلي کولو دومره لېواله دي لکه څومره چې د خلکو د شتمنیو د لوټلو، د دوی د وینو زبېښلو او په بې وزلۍ، فقر او ناروغیو کې د دوی د پرېښودلو لېواله دي. کله چې فرانسه له خپلو مستعمرو ووته، فرانکفون یې تاسیس کړ؛ دا تش په نامه د فرانسوي ژبو وګړو سازمان دی چې موخه یې د خپل نفوذ ساتل او د خپلو ګټو خوندي کول دي. له فرانسوي ژبې یې یوازې د یوې وسیلې په توګه کار اخیسته.

دوېيم: په مستعمرو کې هغه سياستوال او ګوندونه يې چې ډيموکراسي او سيکولر مفاهيم يې منلې؛ اصلاح کوونکي نه، بلکې مفسدين دي؛ فاسد سياسي ليدلوری لري؛ له غرب او غربي فکرونو اغېزمن دی؛ دوی روزل شوي چې د غرب غلامي وکړي، هغه که برېتانیا وي، که فرانسه او که نوې استعمارګره امریکا؛ دوی د همدغو استعمارګرو په ملاتړ واک ته رسېږي.

دا سیاسیون او حکام باید له هر سیاسي ډګر او حکومتولۍ لرې کړای شي او خلک له هغو هوښیارو او مخلصو سیاسیونو سره ودرېږي چې سیاسي پېښو ته د اسلام له زاویې ګوري او په استعماري دولتونو پورې هر راز سیاسي، استخباراتي، فرهنګي، اقتصادي یا پوځي تړاو ردوي؛ حللارې د الله سبحانه و تعالی له کتاب او سنتو اخلي او د نبوت پر منهج راشده خلافت د تاسیس لپاره په قوت او حکمت کار کوي چې د اسلام احکام پلي شي ... د دوی دعوت د حق لارې ته دی او همدوی د حق لارې لارویان دي.

[وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلاً مِمَّنْ دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحاً وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ]

ژباړه: «او د هغه چا له خبرې به ښه خبره د چا وي چې هغه د الله لور ته بلنه کوي، نېک عمل کوي او وايي چې زه مسلمان يم. » [فُصلت:۳۳]

 

Last modified onسه شنبه, 20 ډسمبر 2022

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې