- مطابق
(ژباړه)
پوښتنه:
د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په رسمي توګه اعلان وکړ چې امریکا په ۱۹۸۷م کې له روسیې سره د لنډواټن وشتونکو توغندیو جوړونې د محدودیت له امله له شوي تړون څخه وځي. د امریکا له دې تړون څخه د وتلو اړخونه څه دي؟ ایا امریکا په رښتیا دا تړون نقض کړی او که دا یوازې یوه پلمه ده چې امریکا له هغه څخه د وتلو لپاره وړاندې کړې؟ که روسیې هغه نه ده نقض کړی، نو له دې تړون څخه د امریکا د وتلو موخه څه ده؟ جزاکم الله خیرا!
ځواب:
د دې پوښتنې د وضاحت لپاره لاندې مسلې څېړو:
لمړی: هو، (د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې امریکا له روسیې سره د لنډواټن وشتونکو توغندیو جوړېدو تړون ځنډوي، نوموړي وویل: «د شپږو میاشتو په لړ کې به روسیې ته خبرداری ورکړو چې امریکا به له دغه تړون څخه ووځي.» هغه ټینګار وکړ چې له سبا ورځې وروسته یې هېواد د لنډ واټن وشتونکو توغندیو د جوړونې تړون ځنډوي. هغه وویل: «که روسیه بیا دغه تړون ته ژمنه پاتې نشوه، د هغه پلي کول به پای ته ورسیږي.» (سرچینه: عربي ۲۰۱۸ د نومبر ۱)
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې له روسیې سره د منځیو او اوږدواټن وشتونکو توغندیو د تولید د مخنیوي تړون ژمنتوب ځنډوي. نوموړي وویل: «د شپږو میاشتو په جریان کې به په رسمي ډول روسیې ته ګواښ وکړو چې متحده ایالاتونه به له دغه تړون څخه ووځي.» نوموړي ټینګار وکړ چې هېواد یې سر له شنبې د منځني اټومي ځواک په اړه خپله ژمنه ځنډوي. هغه ګواښ وکړ، په هغه صورت کې چې روسیه دغه تړون ته ژمنه نه شي، د هغه پر بنسټ عمل پای ته رسېږي.» (سرچینه: عربي، د ۲۰۱۹، م د جنوري ۲۱مه)، تمه کېده چې امریکا دا ډول دریځ ونیسي، ځکه څو میاشتې کېږي چې دغه تړون ته د روسیې ژمنتوب له شکونو سره مخ دی. څنګه چې ټرامپ پخپلو څرګندونو کې وویل: «متحده ایالاتونه به روسیې ته اجازه ورنه کړي چې د دغو وسلو تولید ته دوام ورکړي او په ورته وخت کې یې تولید پر موږ بند کړي.» (سرچینه: بي بي سي، ۲۰۱۸م، د اکټوبر ۲۱مه)
روسیه د ټرامپ د حکومت د ادارې پر یاد اقدام حیرانه شوه، چې د روسیې د بهرینو چارو وزیر مرستیال سیرګي ریبکوف په غبرګون کې وویل: «دغه ګام ډېر ګواښوونکی دی او چټکې نیوکې به له ځان سره ولري.» نوموړي له تاس خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: «دغه تړون د نړیوال امنیت او په ځانګړي ډول د شته وسلوالې سیالۍ په فضا کې او د ستراتیژیکې ساتنې لپاره ډېر ارزښت لري.» ریبکوف په دې اړه د امریکا هڅې خوځوونکي اقدامونه او امتیاز تر لاسه کولو په موخه وبلل او ویې غندل.» (سرچینه: بي بي سي،۲۰۱۸ م د اکټوبر ۲۱مه)
کله چې روسیه د امریکا له دغه هوډ څخه خبره شوه، اعلان یې وکړ چې موږ به هم ورته هوډ ونیسو. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په عشق اباد کې په یوه لنډه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل: «د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د دغه هوډ په اړه زموږ دریځ معلوم کړ او هغه دا چې موږ به هم په نېږدې وخت کې ورته هوډ اعلان کړو.» نوموړي زیاته کړه: «امریکا پر دغه تړون خپل ژمنتوب ځنډولی دی او موږ هم همدا کار کوو او د شپږ میاشتني وخت په پای ته رسېدو سره، چې په هوکړه لیک کې یاد شوی او له دغه تړون څخه د واشنګټن د وتلو په اړه د امریکا د رسمي بیانیې په پایله کې موږ به هم له خپل لوري د دغه تړون دوام پای ته ورسوو.» سرچینه: «ار ټي، ۲۰۱۸ م، د فبرورۍ ۶مه) په همدغه ترتیب روښانه ده چې امریکا له دغه هوډ څخه په قصدي ډول ووځي.
حتا دا هم شونې ده چې تر شپږ میاشتني ځنډ وړاندې اعلان وشي. یعنې هغه څېړنه به له سره پیل شي چې د دغه هوکړه لیک پر بنسټ منع شوې.
دویم: کېدای شي له دغه تړون څخه د امریکا د وتلو دلیل دا وي چې اعلان یې وکړ او هغه دا چې روسیې د "729m9" توغندي په جوړېدو سره دغه تړون نقض کړ، ځکه روسیې اعلان وکړ چې دغه توغندی دا وړتیا لري چې یوازې ۴۸۰ کیلومټره موخه په نښه کړي، یعنې تر ۵۰۰ کیلومټره لږ چې په تړون کې منع شوی دی.
یاد تړون، د اوږد یعنې له ۵۰۰-۱۰۰۰ پورې او منځني یعنې له ۱۰۰۰ څخه تر ۵۵۰۰ کیلومټره توغندي منع کړي دي. اوږد او منځني واټن وشتونکي توغندي په هېڅ ډول د امریکا خاوره په مستقیم ډول نه ګواښي، بلکې شوروي اتحاد، چې د ډېرو دښمنانو په کلابندۍ کې دی، تر دې لوی توغندي تولیدول چې د لودیځې اروپا په نښه کولو وړتیا یې درلوده او کله چې امریکا په اتیایمه لسیزه کې کروز او بیرجینګ توغندي په لودیځه اروپا کې ځای پر ځای کړل؛ شوروي اتحاد یې په غبرګون کې د اس ۲۰ منځني توغندي ځای پر ځای کړل او په همدغه ترتیب اروپا په هغه سیمه بدله شوه چې اټکل کېده پکې په اتیایمه لسیزه کې د امریکا او روسیې تر منځ اټومي جګړه پېښه شي. له همدې امله له وحشت سره مخ شوه او د منځنیو واټن وشتونکو توغندیو له تولید څخه د منع کېدو پر تړون یې ټینګار وکړ.
درېیم: په هغه وخت کې د امریکا نیول شوي هوډ ته په کتو سره ویلی شو چې د یاد هېواد سیاست جدي او ګواښوونکی و. چې له یو لوري د لودیځې اروپا امنیتي اړیکې په امریکا پورې وتړل شوې او په همدغه ترتیب د اروپا د لویې وچې برخلیک د واشنګټن په لاس ورغی او له بل لوري د اتیایمې لسیزې په پیل کې امریکا د ګورباچوف په دوره کې د وسلو په لېرې کولو کې د متزلزلو ګامونو شاهده وه. کله چې د دواړو لورو تر منځ د وسلو لېرې کولو خبرې لوړې کچې ته ورسېدې او کله چې د هوکړې د لاسلیک وخت راورسېد، امریکا د وسلو منع کول منځنیو او لېرې واټن وشتونکو توغندیو ته ځانګړي کړل، ترڅو شوروي اتحاد له ډېرو زیانونو سره مخ شي؛ هغه شوروي اتحاد چې د همدغې هوکړې پر بنسټ اړ شو چې ۱۸۰۰ خپل اټومي توغندي، چې ډېر لګښتونه یې پرې کړي وو، له منځه یوسي. په داسې حال کې چې امریکا په هغه وخت کې یوازې ۸۰۰ دا ډول توغندي له منځه یوړل. دواړو لورو د ۱۹۹۱ یم م کال د مې په میاشت کې اعلان وکړ چې د دوه اړخیز تړون عملي کېدو لپاره له ۲۶۰۰ ډېر توغندي له منځه یووړل؛ چې ۱۸۰۰یوازې د روسیې وو.» سرچینه: الجزیره، ۲۰۱۹ م د فبرورۍ ۲مه) دا په دې مانا ده چې د یادو توغندیو له منځه وړل په ۱۹۹۱ یم کال کې پای ته رسېدلي او دغه تړون ته ژمنتوب یعنې له اټومي توغندیو څخه سرغړونې همداسې دوام وکړ.
څلورم: د امریکا ستراتیژۍ ته په کتو چې اوس یې د ټرامپ اداره مخته وړي او تر دې وړاندې د اوباما د حکومت ادارې ځینې عملي کول، لیدل کېږي چې نړیوالو بدلونونو واشنګټن دې ته اړ کړ چې د امریکا سیاستونو ته بیا کتنه وکړي. هغه ژورې قضیې چې د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې په پام کې ونیول شوې، په لاندې ډول دي:
۱. د امریکا اقتصاد: د امریکا دې ته پام شو چې اقتصاد یې کمزوری شوی، چې په نړیوال کچه د زبرځواکۍ بنسټیز رکن دی. په ورته وخت کې یې دغه ته هم پام شو چې اروپا هم پیاوړی اقتصاد لري او د اروپا د پیاوړي اقتصاد دلیل همدا دی چې د نړیوال امنیت لپاره په کافي ډول لکښت نه کوي. ځکه خپل ځان یې د امریکا د امنیت د سیوري تر چتر لاندې او ښه ډاډمن کړ. یوه بله موضو ع چې ارزښت یې له اروپا څخه کم نه دی، د چین چټکه وده ده. څرنګه چې یوازې د دوو لسیزو په دوام کې یې خپل اقتصاد لومړۍ نړیوالې کچې ته ورساوه او د پیسو ورکوونکو(نقدي سازمانونو) لکه د «اسیا پراختیایي بانګ» بنسټ یې کېښود. هغه سازمانونه چې د امریکا په واسطه جوړو شوو سازمانونو ځای ګواښي؛ لکه نړیوال بانګ.
دغو نړیوالو اقتصادي واقعیتونو امریکا د خپل اقتصاد د راتلونکي په اړه پر نړۍ د واکمنۍ د بنسټیز رکن په توګه له شک سره مخه کړه او همدغه دلیل و چې امریکا د خپلو نظامي فعالیتونو پر لوړېدو تمرکز پیل کړ؛ یعنې د خپلو سیالانو د وېرولو لپاره یې اټومي او توغندیز ازمایښتونه پیل کړل. امریکا اوس د ترامپ په واکمنۍ کې خپله دغه موخه نه شي پټولی، چې د امریکا ولسمشر پخپلو څرګندونو کې وویل: «زموږ هېواد به تر دې وروسته خپلې اټومي وړتیاوې تر هغه وخته ډېروي چې نور بیداره شي.» (سرچینه: اوومه ورځ، ۲۰۱۸ م د نومبر ۶مه)
د امریکا پر وړاندې د اروپا خوځښتونه: د فرانسې ولسمشر ماکرون د چین، روسیې او حتا د امریکا د ګواښونو پر وړاندې د اروپایي اردو د جوړېدو غوښتنه وکړه. ټرامپ حیران شو چې څرنګه شونې ده چې اروپا دا ډول فکر وکړي چې امریکا یي د امنیت لپاره ګواښ بلل کېږي؛ په داسې حال کې چې د اروپا امنیت د امریکا تر چتر لاندې دی او د ملاتړ لپاره یې لګښتونه کوي. په ورته وخت کې اروپا د امریکا له ډېرو دریځونو سره مخالفه ده، لکه د اوبو او هوا بدلون هوکړه، د عراق جګړه، هغه شخړې او جګړې چې په عربي، اسلامي او افریقاقي هېوادونو کې د نفوذ لپاره جریان لري. حتا تر دې چې اروپا په بې ساري ډول له چین سره مرسته کوي.
یادو مواردو ته په کتو امریکا هوډ لري چې روسیه نوې د اروپا لپاره په یو ګواښ بدله شي او په همدغه ترتیب اروپا خپل عادي حالت ته راوګرځي؛ ځکه له رورسیې سره له دغه تړونه په وتلو به روسیه اړه شي چې د توغندیو جوړول پیل کړي او په همدغه ترتیب به د اورپا لپاره په یو اټومي ګواښ بدله شي؛ هغه اروپا چې له روسیې سره نېږدې پرته ده. د یادولو وړ ده چې دغه هوکړه لیک د اروپا په خاوره کې د اټومي سیالیو درېدو لپاره لاسلیک شوی و. د المان د بهرنیو چارو وزیر په هغه بیانیه کې چې د رویټرز په واسطه خپره شوې، وویل: «د ۳۰ کلونو په دوام کې دغه ټول هوکړه لیکونه د اروپا د امیت لپاره بنسټیزې ستنې بلل کېدې.» (سرچینه: اسپوتنیک ورسیه، ۲۰۱۸ م د اکټوبر ۲۱مه) هایکوماس تر دې وړاندې هم المان خبري اژانس ته ویلي وو: «زموږ هېواد به په اروپا کې د منځنیو واټن وشتونکو نوو اټومي توغندیو د پراخوالي په برخه کې مخالفت وکړي.» انباء خبري اژانس له نوموړي څخه په نقل وویل: «اروپا باید په هېڅ ډول او تر هر ډول شرایطو لاندې د وسلو د سمبالښت د پیلولو په موخه د تاوتریخوالي په سیمه بدله نه شي.» (سرچینه: وفاق انلاین، د ۲۰۱۸ م د ډیسمبر ۲۸مه) د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون هم وړاندې پخپلو څرګندونو کې ویلي وو: «د اوږد واټن وشتونکو او منځنیو واڼن ویشتونکو توغندیو د تولید د منع کېدو له تړون څخه د امریکا وتل به د اروپا امنیت له ګواښ سره مخ کړي.» نوموړي له اروپایي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه: «د امریکا ولسمشر څو اونۍ وړاندې اعلان وکړ چې د وسلو منع کېدو له تړون څخه به ووځي، پوښتنه دا ده چې څوک به د دغو وتلو اصلي قرباني وي؟» (سرچینه: اوومه ورځ، ۲۰۱۸ م د نومبر ۶مه)
۳. د روسیې سیاست او پر وړاندې یې د امریکا فشارونه: په امریکا کې واک ته د ټرامپ تر رسېدو وروسته پر روسیه د امریکا له فشارونو پرته هېڅ نه ترسترګو کېږي. بندیزونه، د روسیې سرحدونو ته د ناټو د نظامي زېربناوو نېږدې کېدل، له ناټو سره د نورو نوو هېوادونو لکه مقدونیې یوځای کېدل، د سوریې په کړکېچ کې روسیې ته برخه ورکول او د سوریې له کړنګ څخه په وتلو کې له هغې سره په مرستو کې ناغیړي، د روسیې په سرحدونو (سویلي کوریا) کې د توغندیو ضد دستګاوو ځای پر ځای کول، د کوریا په جزیرو کې د جاپان غوښتنې راپارول او له روسیې سره د جاپان د اړیکو ګډوډول. هغه څه چې امریکا یې د روسیې پر وړاندې غښتلې کړه، د سوریې په قضیه کې د امریکا غوښتنې ته د روسیې ښه راغلاست ویل و. امریکا هوډ لري چې امریکا ته د روسیې نړیوال خدمتونه د چین سیمې ته ولېږدوي او روسیې پخپل وار دغه سیاست ښه درک کړ. چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په خپلو څرګندونو کې ټینګار وګړ: «متحده ایالات به هېڅ وخت پر دې ونه توانېږي چې روسیه د خپلو ګټو لپاره د چین پر وړاندې وکاروي.» نوموړي زیاته کړه:«امریکا هڅه کوي چې په ناټو کې د اروپا د پیاوړي کېدو لپاره له موږ څخه ګټه واخلي. همدارنګه په ټول وس هڅه کوي چې څرنګه کولی شي د خپلو ګټو لپاره د چین پر وړاندې له روسیې څخه ګټه واخلي. ځکه دوی لېوالتیا لري چې موږ د امریکا د ګټو تر لاسه کېدو لپاره یوه وسیله کړي.» (سرچینه: ار ټي، ۲۰۱۸ م د ډیسمبر ۲۴مه)
وروسته تر دې چې امریکا د سوریې په قضیه کې د روسیې په ښکېل کېدو بریالۍ شوه، دا دی اوس یې د چین پر وړاندې کاروي او روسیه له همدې امله د امریکا تر سختو فشارونو لاندې ده. دا د امریکا په نوي سیاست کې د روسیې په اړه پټې کرښې دي. چې امریکا به له یو لوري له روسیې سره د منځنیو واټن وشتونکو توغندو له تړون په تلو سره پر روسیه فشار راوړي او له بل لوري به د چین او روسیې اړیکې هم خرابې کړي. امریکا به د فشارونو له لارې روسیه د وسلو نوې سیالۍ ته وهڅوي، چې د روسیې اقتصاد یې وس نه لري. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر مرستیال ریبکوف په خپلو څرګندونو کې وویل: «موږ دا هوډ نه لرو چې له متحده ایالاتونو سره د وسلو سیالي وکړو، خو امریکا دا هڅه کوي چې موږ دغې چارې ته وهڅوي.» (سرچینه: ار ټي عربي، ۲۰۱۹م د فبرورۍ ۷مه) خو له چین سره د روسیې اړیکې خرابول به داسې وي چې امریکا روسیه هڅوي، چې د منځنیو او اوږدواټن وشتونکو توغندیو او وسلو سیالي پیل کړي، چین به له روسیې څخه د ډېر ګواښ احساس وکړي؛ ځکه دغه هېواد د روسیې په سرحدونو کې دی او د چین ټوله خاوره به تر یادو توغندیو لاندې وي، چې په ۱۹۹۱ یم م کال کې هم چین ته همدا ګواښ و او په همدغه ډول به د چین او روسیې اړیکې خرابې شي.
۴. د چین تر حده زیاته اقتصادي وده او ورسره د امریکا د مخ کېدو لومړیتوبونه: د امریکا نوې ستراتیژي چې د اوباما د ریاست له دویم پړاو پیل شوه، چین یې د امریکا په لومړیتوبونو کې راوست. ټرامپ دغه لومړیتوب بشپړ روښانه کړ، ځکه عملا یې له چین سره اقتصادي جګړه پیل کړه، ترڅو یې د ودې مخه ونیسي. دا په داسې حال کې ده چې د چین لویه اقتصادي وړتیا دغه هېواد دې ته اړ کوي چې پیاوړي اردو جوړه کړي، چې اټومي وسلې به یې په واک کې وي او دا امکان به هم ولري چې بیاهم پراخه شي او د امریکا زبرځواکي له ګواښ سره مخ کړي. ځکه هغه بودیجه چې چین اعلان کړه، ۲۲۸ ملیارده ډالر وه، دغه بودیجه تر څلورو نورو هېوادونو (انګلستان، فرانسې، روسیې او المان) لوړه وه. امریکا نه پوهېږي چې چین ځینې نظامي برنامي پټې ساتلې دي، ځکه هغه اقتصاد چې اوس د چین په واک کې دی، دغه هېواد ته دا شونتیا وربښي، ترڅو په نظامي برخه کې ډېر لګښت وکړي.
دا د قضیې یو اړخ دی او بل اړخ یې د امریکا اقتصادي وړتیاوو ته د چین د نېږدې کېدو په دلیل سخته اندېښنه وه او له دغه هېواد سره له اقتصادي جګړې ډېره ورېږي دا هڅه کوي چې په نظامي ډګر کې د چین د ودې مخه ونیسي؛ هغه ډګر چې اوسمهال امریکا د چین په پرتله پکې مخکې ده. همداراز امریکا هوډ لري چې له روسیې سره د توغندیو له تړون ووځي، هغه تړون چې امریکا ته دا اجازه نه ورکوي، ترڅو چین له اوږد او منځني واټن وشتونکو توغندیو او وسلو سره کلابند کړي. دا هغه توغندي دي چې په سویلي کوریا، جاپان، نورو دولتونو او چین په شاوخوا کې ځای پر ځای کوي. په بل عبارت، امریکا هوډ لري چې د وسلو سیالۍ له لارې د چین اقتصادي وړتیاوې کمزورې کړي. داسې چې چین اړ شي، ترڅو د چین په شاوخوا کې د امریکا د اټکلي کړنو په غبرګون کې د اوږد او منځني واټن وشتونکو توغندیو جوړول پیل کړي او امریکا نه یوازې خپلې وړتیاوې، بلکې د نورو هېوادونو لکه، سویلي کوریا او جاپان له وړیتاوو هم ګټه واخلي او په همدغه ترتیب د چین اقتصاد ونړوي.
پنځم: لنډه دا چې له روسیې سره د توغندیو له هوکړې د امریکا وتل، د امریکا اوږدمهاله موخې په لاندې ډول ښیي:
۱. د امریکا د اقتصاد تر ټیټېدو وروسته، چې پر نړۍ د واکمنۍ تر ټولو مهم ابزار بلل کېږي، په ځانګړي ډول دې ته په کتو چې د چین اقتصاد مخ بر ودې روان دی او له امریکا سره سیالي کوي او همدارنګه هغو اقتصادي سیالیو ته چې له اروپا سره یې لري، امریکا هوډ نیولی چې خپلې نظامي وړتیاوې او ستراتیژي د اروپا پر وړاندې د خپلې نړیوالې واکمنۍ د ټینګېدو لپاره له چین او روسیې څخه ګته واخلي.
۲. اروپایي هېوادنه په ډېرو سیاسي قضیو کې له امریکا سره مخالفت ښيي. پر همدغه بنسټ امریکا هوډ لري چې روسیه د اروپا پر وړاندې په یو ګواښ بدله کړي، د شوروي اتحاد په څېر. امریکا له روسیې سره د خپلو وسلو د نوو سیالیو په رامنځته کېدو سره غواړي چې اروپایي هېوادونه اړ کړي چې له روسیې څخه د خپل ملاتړ لپاره د امریکا اټومي وسلو چتر ته پنا یوسي او په پایله کې اړه شي چې د امریکا تر رهبرۍ لاندې د نظامي لګښتونو په شمول د واشنګټن نوي شرطونه ومني.
۳. پر روسیه د فشارونو ډېرېدل او د وسلو په نوې سیالۍ کې د شته ستراتیژیک حالت په ګواښلو، چې وړتیا یې نه لري او همدارنګه د چین پر وړاندې د روسیې دریځ نیول د دې لپاره دي چې د دواړو هېوادونو تر منځ واټن ډېر شي. د نوې ستراتیژۍ پر بنسټ چې په پایله کې به یې له دغه تړون څخه د واشنګټن وتل وي، روسیه له دوو ټاکنو سره مخ کېږي، چې هره یوه به یې له یوې او بلې ترخه وي. یا دا چې د وسلو یوې ناکامې سیالۍ ته به دننه کېږي، چې د ستراتیژيکو وړتیاوو له ابعادو څخه پرده پورته کوي او په همدغه ډول په داسې هېواد به بدله شي چې د وړتیاوو له پلوه د فرانسې او انګلیس په کچه شي او یا د امریکا د فشارونو پر وړاندې سرټیټ کړي او په همدغه ترتیب به احتمالا خپل عزت وساتي او خپل نړیوال دریځ به په بشپړه توګه امریکا ته په لاس ورکړي او په بدل کې به یې خپل ځان د امریکا د ګټو تر لاسه کېدو لپاره له چین سره مخ کړي.
۴. خو د چین په اړه باید ووایو چې احتمالا له روسیې سره د توغندیو د هوکړې له وتلو څخه د امریکا موخې په لومړیو لومړیتوبونو کې دي، ځکه امریکا هوډ لري چې د چین نظامي وړیتاوې کابو کړي. دایې نه خوښېږي چې چین امریکا له خپلو نظامي وړتیاوو بې خبره وساتي، داسې چې د خپلو اقتصادي وړیتاوو په ودې سره چین بې خبره کړي. امریکا غواړي چې دغه وړتیاوې په یو لړ تړونو سره مهار کړي او وده یې تر خپل نظر لاندې وساتي. یا داسې چې چین اړ کړي څو په لودیځ کې له ستراتیژیکې وسلوالې سیالۍ لېرې شي؛ هغه سیالي چې امریکا پکې مخکې ده او ترې د چین د اقتصادي واکمنۍ ماتېدو لپاره کار اخلي.
شپږم: په وروستیو کې باید ووایو: هغه څه چې زموږ زړه ځوروي دا دي چې مسلمانان په دغو شخړو کې ونډه نه لري او له هغوی یوازې د ګټو تر لاسه کېدو لپاره ګټه اخلي. پرته له دې چې د نړۍ په حیاتي قضیو کې رول ولري، بلکې داسې ځای ته رسېدلي چې مزدورو حکامو په بشپړه ډول خپل ځانونه د غرب، په ځانګړي ډول د امریکا په واک کې ورکړي دي؛ ترڅو له دوی څخه د اسلام د بیا راتګ د مخنیوي په برخه کې ګټه واخلي. خو پر دغو ټولو سربېره، د اسلام لور ته د اسلامي امت بیا راګرځېدل او د سیکولرو حاکامو د تګلارو ردول په ډاګه ښيي چې ظالم حکومتونه مخ په ړنګېدو دي او د الله سبحانه وتعالی په غوښتنه به یې راشده خلافت ځای ونیسي؛ هغه دولت چې د صادقو دعوتګرو په هڅو به تاسیس شي او په همدغه ترتیب به د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری د عمل جامې واغوندي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«...ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّه أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ»
ژباړه: ... وروسته به ظالم حکومتونه راشي او تر هغه به دوام وکړي چې الله سبحانه وتعالی غوښتي وي او کله چې الله سبحانه وتعالی وغوښتل له منځه یې وړي. وروسته به د نبوت پر تګلاره خلافت وي او وروسته چوپ شو.
تر دې وروسته به یو ځل بیا ځمکه د خلافت په روښنایۍ روښانه شي او ښکېلاکګر کفار به له ټولو جنایتونو سره، چې د بشر په حق کې یې تر سره کړي دي، خپلو زېږندځایونو ته وروګرځي، اسلامي امت به د نړۍ رهبري په لاس کې ولري او له هر ډول جنایت پرته به یې پر مخ یوسي.
﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَۖبِنَصْرِ اللَّه يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾
[روم: 4-5]
ژباړه: او په هغه ورځ به مومنان د بلې بریا له امله خوشحاله شي، د الله سبحانه وتعالی په مرسته او هر څوک چې له الله سبحانه وتعالی مرسته وغواړي، مرسته ورسره کوي. الله سبحانه وتعالی د قدرت څښتن او رحیم دی.
۱۴۴۰هـ، د جماد الاخر اوومه
۲۰۱۹ م د فبرورۍ ۱۲مه
ژباړن: بهیر «ویاړ»