جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په اوکراين کې د روسيې د جګړې پایلې
بسم الله الرحمن الرحيم
په اوکراين کې د روسيې د جګړې پایلې

پوښتنه:

فرانس ۲۴ د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه خبر ورکړ چې: «د اوکراين پوځ یوه وياند اعلان وکړ چې ځواکونه يې د روسي ځواکونو تر کلابند کولو وروسته د هيواد په ختيځ (دونباس سيمه) کې ليمان ښار ته ننوتل...». د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتین د جګړې په ډګر کې له ستر شاتګ وروسته د خلکو د بسيج کولو امر وکړ؛ له دويمې نړيوالې جګړې وروسته لومړی ځل دی چې داسې امر کېږي (يورونيوز، ۲۱/۹/۲۰۲۲). دا اعلان وروسته تر هغه کېږي چې اوکرايني ځواکونو د روسيې له لوري پراخې اشغال شوې سيمې ازادې کړې: «د اوکرين مرستيال دفاع وزير الحرة ټلویزیوني شبکې ته وويل چې د اوکراین په ختیځ کې یې هغه ۱۰ زره کيلومتره مربع ځمکه ازاده کړې چې روسيې د اوکراين په ختيځ کې اشغال کړی وه... نوموړي زياته کړه چې کیېف له غربي هيوادونو څخه زیاته مرسته ترلاسه کړې او په ختیځ کې مو په ځوابي بريدونو کې بری خپل کړی... (البلاد، يکشنبه ۱۸/۹/۲۰۲۲).

پوښتنه دا ده: ايا روسيه له پوځي اړخه کمزورې ده؟ که اوکراين ته د غربي وسلو لېږد زيات شوی؟ ايا په روسيه کې به د احتياطي ځواکونو نسبي بسيج، په جګړه کې د روسيه پله درنه کړي؟ له روسيې سره د  اوکراين د څلورو سيمو د الحاق اهميت څه دی؟ که څه هم له دې پېښې يوه ورځ وروسته ليمان ښار چې د الحاق شوې سيمې يوه برخه ده، بېرته د اوکراین لاس ته ولوېد. ايا د دې امکان شته چې روسيه له الحاقي پلان څخه لاس په سر شي؟

ځواب:

د دې لپاره چې دغه نوې رامنځته شوې پېښې په ښه ډول تحليل شي او پر اړخونو او پایلو يې پوه شو؛ لومړی بايد ټينګار وکړو چې د موقف یا د قدرتونو د توازن د بدلون لپاره لکه څنګه چې د تاریخ په اوږدو کې ښکاره شوي، تر ټولو چتکه لار اوږدې جګړې دي. د اوکراین په جګړه کې د تحولاتو له څارلو ښکاري چې:

۱- روسيې په اوکراين کې په دې موخه جګړه پیل نه کړه چې په دنباس سيمه کې د روسي ژبو وګړو دفاع وکړي؛ که څه هم د دوی پلمه همدا وه، بلکې غوښتل يې چې د روسيې نړيوال دریځ پياوړی کړي. د جګړې په پيل کې روسيې له اروپا، امريکا او ناټو څخه په ناټو سازمان کې د اوکراين د نه غړيتوب په ګډون د امنيتي ضمانتونو غوښتنه کوله. روسيې فکر کاوه چې غربيان د دوی پر وړاندې له نابرابرۍ کار اخلي او د لومړۍ درجې اټومي ځواک په توګه یې نړيوال دریځ له پامه غورځوي. د جګړې له پيلېدو وړاندې مسکو په خپلو بيانيو کې همدې ټکي ته اشاره کوله. له امريکا او غرب څخه د ليکلو امنيتي ضمانتونو پر غوښتنه باندې د مسکو ټينګار هم پر همدې موضوع دلالت کوي. نو د دې موضوع درک مهم دی. امريکا او تر شا یې اروپا د روسيې جګړې ته د نړيوال نظم پر ضد د بغاوت په سترګه کتل؛ دوی د اوکراين ځمکنۍ ادعا يا په ختيځ اوکراين کې له روسي ژبو څخه د روسيې د دفاع ادعا بې ځایه ګڼله. له روسیې سره د امریکا او غرب اوسنی تعامل له هغه تعامل سره توپیر لري چې روسیې په ۲۰۱۴م کال کې کریمیه له خپلې خاورې سره الحاق کړه. یعنې هغه وخت له یوه لوی قدرت سره مخ وو چې نړیوال نظم – چې په راس کې یې امریکا وه- یې ګواښلی و، خو اوس داسې نه ده.

۲- دا ځل د روسيې پر وړاندې د امریکا او اروپا ځواب سخت و او روسيه چې په سیاسي حماقت مشهوره ده، د داسې حالت د راتلو تمه يې نه لرله. امريکا او اروپا پر روسیې سخت بنديزونه ولګول او په بهر کې یې شتمنۍ ور کنګل کړې. اروپا سره  له دې چې د روسيې تېلو او ګازو ته يې سخته اړتيا لرله، اړيکې يې ورسره پرې کړې. اروپا، په ځانګړي ډول جرمني خپل ځان بيا ځلې په وسلو سمبال کړ، امريکا او اروپا اوکراين ته ډېرې وسلې ورکړې. په اوکراين کې د روسيې له جګړې وروسته، امريکا وښوده چې د غرب مشري پر غاړه لري، په دې اړه د پخواني ولسمشر، ټرمپ په دوره کې شکونه وو. امريکا له خپلو متحدينو سره اړيکې پیاوړې کړې او په دې برخه کې يې شته نيمګړتياوې له منځه يووړې. روسيې ځکه پر اوکراين بريد وکړ چې د خپل ځواک له نيمګړتياوو څخه ناخبره وه؛ تر شپږو میاشتو زیات وخت ووت چې روسیې دا درک کړه. امريکا په تدريجي توګه اوکراین ته وسلې ورکولې او د مسکو غبرګون يې څاره. د وخت په تېرېدو، امريکا او متحدينو يې د روسيې سرې کرښې يو په بل پسې ماتې کړې. وروسته دغه هيوادونه د روسیې تر سرو کرښو واوښتل او روسيې ونه شو کولی چې مخه يې ونيسي. له دغو سرو کرښو څخه تېرېدل په دې معنا ده چې اوکراين ته يې وسلې ورکړې، کمیت او کیفیت یې ور لوړ کړ او له دفاعي حالت څخه یې تهاجمي ته تیار کړ... له همدې امله امريکا مخکې اوکراين نه هڅاوه چې په کریمیه کې پر روسيې بريد وکړي، خو اوس يې دې کار ته هڅوي.

۳- روسيې له ستراتيژيک حماقت څخه کار واخيست او په بېباکه توګه يې د اوکراين پر خاوره بريد وکړ. روسیې د اوکراين پر وړاندې د ځواکمنتيا احساس کاوه، د اوکراين پر پلازمېنه کیېف يې بريد وکړ، خو شاتګ ته اړايستل شوه او دونباس ته ستنه شوه. دغه پرشاتګ د روسيې د پوځ ستره نيمګړتيا په ګوته کړه. روسيې له خپل هوايي ځواک څخه کار وانخيست، په اوکراين کې یې هوايي کرښې مهار نه کړې، د خپلو پرمختللو ځواکونو لپاره يې لوژيستکي ملاتړ چمتو نه کړای شو او د استخباراتي معلوماتو خلاف د اوکراينيانو له سخت مقاومت سره مخ شول. له همدې امله د روسي پوځ لويه نيمګړتيا ښکاره شوه او د اوکراين دفاع ته یې د واشنګټن تمه پيدا کړه. ولسمشر پوتین روسیه او خپل پوځ پیاوړی ښوده؛ خو د جګړې په ډګر کې یې کمزروۍ د ده د خبرو خلاف وې. د جګړې په ډګر کې د روسيې کمزورۍ ته په کتو، په کیېف کې بهرني سفارتونه بېرته پرانیستل شول او غربي چارواکو يو په بل پسې د اوکراين له پلازمېنې څخه ليدنې پيل کړې.

۴- امريکا اوکراين ته د پوځي مرستو ترشا موخې اعلان کړې او د يادو موخو اعلان مسکو ولړزاوه. امريکا د سپوږمکۍ پر مټ د اوکراين لپاره ساحوي استخباراتي معلومات راټولوي او پوځي سلا مشورې ورکوي. ان د امريکا د پوځ لوی درستيز وويل چې نوموړي خپل اوکرایني سیال په اوونۍ کې اووه ځله هم راغوښتی دی (الجزيره، سپټمبر ۲۰۲۲) او امريکا که څه هم مخامخ نه ده ښکېله، خو په ټوله معنی د اوکراين جګړه خپله جګړه ګڼي. امريکا هره اوونۍ د اوکراين لپاره ملياردونه ډالر اضافي پوځي مرستې اعلانوي. له شک پرته امريکا په اوکراين کې د روسيې ماتې او د لويو هيوادونو له نوملړ څخه د دغه هېواد ايستلو ته ژمنه ده. روسیې اوس دا خبره درک کړې، خو اوس ډېر ناوخته دی!

۵- د روسيې د ستراتيژيکې نيمګړتيا بل شاخص دا دی چې، سره له دې چې اروپا اعلان وکړ چې د روسیې تېلو او ګازو ته اړتیا لري، بیا هم  تر جګړې د شپږو مياشتو له تېرېدو وروسته هم اروپا ته تېل او ګاز ورکوي؛ یعنې پر هغو هېوادونو یې خپل تېل او ګاز بند نه کړل چې سهار او ماښام د دوی پر وړاندې دښمني اعلانوي. له دې ښکاري چې مسکو که څه هم په ویاړ سره وايي چې د غرب بندیوزونو یې پر اقتصاد اغېز نه دی کړی او د روبل ارزښت ثابت پاتې دی، خو بیا پيسو ته اړتیا لري! روسيې که څه هم د نارد سټريم ۱ د ګاز نل‌ليکه د ۲۰۲۲م کال د سپټمبر په پیل کې د چاودنو له امله بشپړه بنده کړه، خو دا کار یې ډېر ناوخته وکړ او تل به یې ویل چې روسیه اوس هم د انرژۍ د باور وړ سرچینه ده. اروپا ته نورې ليکې لکه؛ د يمل ليکه چې له پولنډ څخه تېرېږي، د پروګريس او سوييز ليکه چې له اوکراين څخه تېرېږي او ترک ليکه چې له ترکيې څخه تېرېږي تراوسه هم فعالې دي او اروپا ته ګاز لېږدوي. يوازې پولنډ او اوکراين څو لیکې پرې کړې، خو روسيې یوه هم نه ده پرې کړې. پيسو ته د روسيې اړتيا په نړيوال ډګر کې د روسيې حيثيت زيانمن کړی دی. له جګړې څخه مخکې روسيې هڅه کوله چې خپل نړيوال درېځ غښتلی کړی، خو اوس خبره برعکس روانه ده!

۶- سربېره پردې په خارکيف کې تر ماتې وروسته، د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشريزه کې چې د سپټمبر په منځ په سمرقند کې ترسره شوه، د چين درېځ روسیه حيرانه کړه. د روسيې ولسمشر څرګنده کړه چې هغه په اوکراين کې د چين وېره او اندېښنې درک کوي او پوتين له خپل چينايي سيال سره د اوکراين له جګړې وروسته په خپله لومړنۍ ناسته کې وويل چې: روسيه د اوکراين د کړکېچ په تړاو د چين متوازن درېځ ستايي (الجزيره نېټ، ۱۵/۹/۲۰۲۲). نو روسيې ته د چين درېځ معلوم شو، چې د اوکراين تر جګړې مخکې د دواړو هيوادونو ترمنځ د نامحدودي همکارۍ تړون لاسليک شوی و خو وروسته چین متوازن دریځ خپل کړی. یعنې چين نه له روسيې او نه هم له اوکراين او غرب سره دی. چين د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشريزه کې له روسیې سره په ګډ بيان کې د اوکراين د نوم له يادولو ډډه وکړه او يوازې اشاره یې ورته وکړه. امريکا د اوکراين په جګړه کې له روسيې څخه د چين له ملاتړه وېره لرله، خو چين د خپلې نړيوالې سوداګرۍ له وېرې د روسيې له ملاتړ څخه لاس واخيست... له همدې امله، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په ناسته کې چين د روسيې له لوري د څلورو سيمو د الحاق ملاتړ ونه کړ. د ۲۰۲۲م کال اکتوبر په لومړۍ نېټه، فرانس ۲۴ خبر ورکړ: (د جمعې په ورځ روسيې د امنيت شورا هغه مسوده ویټو کړه چې د روسيې له لوري د اوکراين د څلور سيمو د الحاق غندنه يې کوله ... دغه مسوده د امريکا او البانيا له لوري وړاندې شوه او د لسو نورو غړو هېوادونو ملاتړ هم ورسره و؛ چين، هند، برازيل او ګابون بیا له رایې ورکولو ډډه وکړه.)

۷- د ذکر شویو خبرو په رڼا کې؛ ښکاره کېږي چې د روسیې شرایطو ته د تسلیمېدو لپاره پر اوکراین ناکام بریدونه د روسیې له خطرناکې پوځي کمزورۍ پرده پورته کوي. همداراز ښيي چې امریکا او غرب له اوکراین څخه هر اړخیز ملاتړ کوي؛ دا ملاتړ کله ښکاره او کله پټ وي. روسیې له جګړې مخکې د دغو نویو واقعیتونو تمه نه درلوده؛ د روسيې بهرنيو چارو وزير، سرګي لاوروف په ۱۲/۹/۲۰۲۲ نېټه يادونه وکړه چې روسيه له اوکراين سره د مذاکراتو مخالفه نه ده (الجزيره، ۱۲/۹/۲۰۲۲). نوموړی پوهېږي چې اوس هغه د تسلیمۍ شرایط له منځه تللي چې د جګړې په پيل کې یې پر اوکراين وضع کولی شول. د اټومي وسلو له کارولو پرته اوس د روسيې د شرایطو پوره کېدو هیله نشته؛ دا ښايي د روسيې په لاس کې وروستۍ پره وي. خو د اټومي وسلو کارول به امريکا هم په يو ډول نه يو ډول جګړې ته کش کړي. روسيه اوس هم له اوکراين سره په جګړه کې بری ځکه نه شي ترلاسه کولی چې امريکا دوامداره پوځي مرسته ورسره کوي؛ که مستقیمه ورسره ښکېله شي، خو بیخي یې تر وس تېره ده. له همدې امله، روسيه په اوکراين کې تر جګړې وروسته له يوه سخت حالت سره مخ ده.

۸- روسيه په ټولو دغو خطرونو پوهېږي او روسي ولسمشر د ماتې له منلو ډډه کوي (د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين د پوځ د نسبي بسيج کولو اعلان وکړ، نوموړي اشاره وکړه چې هېواد يې له اټومي ګواښونو سره مخ دی (الجزيره نېټ، ۲۱/۹/۲۰۲۲). همدا رنګه د لوهانڅک، دونيڅک، خېرسون او ژاپوريژيا ولايتونو استازو له روسيې سره د يوځای کولو په موخه د سپټمبرله ۲۳ تر ۲۷ پورې د ټولپوښتنې اعلان وکړ (ترکي انادولو اژانس، ۲۱/۹/۲۰۲۲)). ټولپوښتنه ترسره شوه او الحاق وشو. الجزيره نېټ په ۳۰/۹/۲۰۲۲ نېټه خبر خپور کړ: (د روسیې ولسمشر پوتين اعلان وکړ چې د اوکراين لوهانڅک، دونيڅک، خېرسون او ژاپوريژيا د روسيې خاوره وګرځېده. نوموړي په يوه اوږده وينا کې د غرب له لوري د نړيوال نظم کنټرول وغانده، په داسې حال کې چې د اوکراين ولسمشر زيلنسکي ومنله چې هېواد یې د روسيې د عمل په غبرګون کې غوڅ اقدام کوي). سره له دې، اوکراين په يادو څلورو سيمو کې خپلو پوځي عملياتو ته دوام ورکړ... فرانس ۲۴ وېبپاڼې په ۱/۱۰/۲۰۲۲ نېټه خبر ورکړ چې: (د اوکراين د پوځ يوه وياند د روسي ځواکونو تر کلابندي وروسته، ختيځ ښار ليمان ته د اوکرايني ځواکو ننوتل اعلان کړل، ياد ښار د مسکو لپاره يو مهم لوجيستکي مرکز و. روسيې هم ومنله چې په زرګونو پوځيان يې د جګړې په ترڅ کې له ښاره وتلي دي. د جمعي په ورځ، د ولاديمير پوتين د څلورو سيمو د يوځای کولو تر تصويب وروسته، روسيې خپلو سياسي هڅو ته هم دوام ورکړ... د اوکراين دفاع وزرارت پر خپله ټوېټر پاڼه وليکل: (اوکرايني هوايي ځواک په دونيڅک سيمه کې ليمان ښار ته داخلېږي). تر دې يو څو شيبې وړاندې، اوکرايني پوځ ويلي و چې په زرګونو روسي سرتېري يې په ليمان ښار دونيڅک سيمه کلابند کړي دي، هغه سيمه چې د جمعي په ورځ روسيې له ځان سره الحاق کړه. دا په داسې حال کې ده چې مسکو د اوکراین د خاورې د څلورو سیمو له الحاق وروسته هڅه کوي چې سیاسي اختلافونه نور هم زیات کړي. د اوکراین دفاع وزارت پر خپله ټویټر‌پاڼه ولیکل چې د اوکراین د هوايي ځواکونو له برید وروسته د دې هېواد ځواکونه د دونيڅک سیمې لیمان ښار ته ننوتلي. له دې اعلان لږ وړاندې د اوکراین پوځ ویلي وو چې په دغه سیمه کې یې زرګونه روسي عسکر کلابند کړي.

۹- که د روسيې درېځونه په غور سره وارزوو، لاندې ټکي ترې په ډاګه کېږي:

الف: د تاريخ په اوږدو کې د روسيې ليدلوری دا و چې ځمکنیو لاسته راوړنو ته ګوري او  په هره بيه يې ساتل غواړي. له همدې امله یې دا ځل هم په هغو سیمو کې چې په بشپړه يا نسبي توګه یې تر کنټرول لاندې راوسلتې وې، د ټولپوښتنې اعلان وکړ او له روسيې سره يې يوځای کړې؛ دا یې يوه تياره ګوله (مړۍ) وګڼله. روسيه غواړي ووايې چې يادې نوې سيمې (لوهانڅک، دونيڅک، خېرسون او ژاپوريژيا) د روسيې خاوره شوې او پر دغو سیمو بريد پر روسيه بريد دی؛ په دې صورت کې د دغو سیمو د دفاع لپاره ممکن له اټومي وسلو کار واخیستل شي؛ دې ته روسیه «پوځي-اټومي عقیده» وايي. يعنې، روسيه غواړي امريکا او اروپايي هيوادونه ووېروي او د اوکراين د ملاتړ له امله هغوی په خطر کې واچوي؛ ځکه اوکراين د روسيې پر خاوره بريد کړی دی او په دې ډول د اوکراين پوځ هم له ګواښ سره مخ کړي. دا ټول د روسيې د پوځ پر کمزورۍ دلالت کوي او دا چې روسيې د اوکراين جګړه ونشوه ګټلی، نو ځکه اوس د اټومي وسلو کارولو ته اشاره کوي. په داسې حال کې چې د نړيوال تړون له مخې په جګړو کې د اټومي وسلو کارونه منعه ده.

ب: د ۳۰۰ زرو احتیاطي سرتېرو د جذب لپاره دا اعلان، چې ممکن له دې لوړ شمېر ته اړتیا شي، په غېر مستقيم ډول د روسي پوځ کمزوري په ګوته کوي او پر دې دلالت کوي چې روسيې ونه شول کولای چې په اوکراین کې خپلې موخې ترلاسه کړي او دروند بشري زيان روسيه اړ ايستله چې له احتياطي ځواکونو کار واخلي. دا په داسې حال کې ده چې روسيه په وياړ سره وايې چې دا يوه جګړه نه ده، بلکې ځانګړي پوځي عمليات دي.

۱۰- په اوکراين کې جګړه په ډېر احتمال سره يوه سخت پړاو ته ننوتلې او لوی خطر هم ورسره مل دی. که روسيه غواړي خپل حيثيت بيرته خپل کړي، په راتلونکو ورځو کې -که وکولی شي او داسې وکړي- به په اوکراين کې هر څه ته اور واچوي. ګڼ شاخصونه پر دې دلالت کوي چې د روسیې وړتیا کمه او اراده يې کمزورې شوې ده. روسيه ډېر وروسته پوه شوه چې په اوکراين کې له امريکا او اروپايي هيوادنونو سره مخ ده؛ اروپايي هيوادونو که څه هم روسيې ته يوه کوچنۍ لاره پرانيستې پرېښې ، خو امريکا په بشپړ ډول شا ور اړولې ده. اروپا غواړي د روسيې تېل د روان کال تر پايه قطع کړي او وروسته يې ګاز هم قطع کړي. له دې ټولو څخه دا جوتېږي چې اروپايي هيوادونو له روسيې سره د ښکېلېدو په تړاو تهاجمي درېځ خپل کړی دی او جرمني هم د روسيې پر ضد سختې څرګندونې کوي او ځان په وسلو سمبالوي. روسيې د دې لپاره ټولپوښتنه وکړه چې د اوکراين څلور سيمې د روسيې برخه وګرځوي او روسيه دغه خپله لاسته راوړنه او تياره ګوله ګڼي او د هستوي وسلو په مټ د يادو سيمو دفاع یې مبهمه کړي. خو غرب يادې ټولپوښتنې رد کړې او اعلان يې وکړ چې له پوځي اړخه به د اوکراين ملاتړ ته دوام ورکړي، ان دفاعي سيستمونه به ورکړي چې له دې سره به د اوکراین هوايي ځواک لا غښتلی شي. دغه کار د روسيې حالت نور هم کړکېچن کوي.

۱۱- د پوځي شنونکو په وينا؛ د نسبي پوځي بسيج او احتياطي نا مسلکي سرتېرو موضوع د روسيې پوځ ته ډېره ګټه نه شي رسولی. د روسي د پوځ د کمزورۍ موضوع د پوځ د شمېر د زياتوالي په نسبت ډېره ژوره ده. دا د رهبرۍ او تجهيزانو د نشت موضوع ده چې د روسيې پوځ تجهيزات نه لري؛ که څه هم د روسيې پوځ خپل فعاليت کوي او د سړې جګړې په څېر اوس هم د روسيې کارخونې په لوړه کچه توليدات عرضه کوي، خو دا ځکه بسنه نه کوي چې امريکا او اروپايي هيوادونه د اوکراين پوځ ته د اړتيا وړ تجهيزات ورکوي. که په اوکراين کې د روسي ځواکونو مرګ‌ژوبله همداسې دوام وکړي، د روسيې دننه به پر کريملين ماڼۍ کې د جګړې بندېدو په موخه فشار ډېر شي. په بالتیک بحیره کې د روسیې د نارد سټریم ګاز لیکو چاودنې او د روسیې له ارزانه او طبیعي ګاز څخه د اروپا د تمې شکېدل به دا فشارونه نور هم زیات کړي. دا ټول به د روسيې او اروپا ترمنځ اړيکې لا ترينګلې کړي او د اوکراين پوځ ملاتړ به نور هم زيات کړي. دا به د اروپا دا غوښتنه له خنډ سره مخ کړي چې له روسيې سره بايد د ارزانه ګاز پيرلو په موخه سوله وشي. چين وار له مخکې روسيې ته شاه کړې وه، روسيه فکر کوي چې له امريکا او غرب سره په جګړه کې يوازې پاتې ده. د کريملين مشران د ناسمو محاسبو له امله له پراخو نيوکو سره مخ دي او په راتلونکي کې به د دغه ناوړه حالت لپاره ملامت شي.

۱۲- روسيه د اټومي وسلو د کارولو اراده نه لري او غربي استخباراتو هم د روسيې د هستوي ځواکونو د کوم نوي اقدام څرک نه دی په ګوته کړی. د هغوی په اند؛ پوتين اټومي وسلې نه کاروي، بلکې ګواښونه کوي. امريکا او اروپايي هيوادونه د روسيې له اټومي وسلو څخه وېره نه ده ښکاره کړې، خو وايې دا ګواښونه جدي نيسي؛ په ځانګړي ډول په اوکراين کې. خو بيا هم امريکا اعلان وکړ چې پر اوکراين باندې د روسيې د اټومي وسلو د کارولو پر وړاندې به ځواب ووايي. ان که دا ځواب د معمولي او نا اټومي وسلو په واسطه د امریکا او روسیې تر منځ د اټومي جګړې د مخنیوي لپاره وي. بیا هم ممکنه ده چې دا موارد د روسیې په لاس کې د وروستۍ وېروونکې وسلې ځواک واخلي او ښايي دا وسله له جګړې وروستیو قضیو په حل کې د روسیې لپاره لویه ستونزه جوړه کړي.

۱۳- د پوښتنې بله برخه له الحاق څخه د روسيې د لاس اخيستلو په اړه وه؛ که روسيه له الحاق څخه لاس واخلي، معنی یې دا ده چې هغه له خپل نړيوال درېځ څخه اوړي او هلته یې نفوذ ختمېږي؛ دا د روسيې د مشرتابه لپاره سخته تمامېږي. له همدې امله، روسيه تمه لري چې پر دغو څلورو سیمو، چې ټولپوښتنه پکې ترسره شوې، اکتفا وکړي او ښايي په خارکېف کې د هغو سیمو تر لاسه کولو هڅه هم وکړي چې له لاسه یې ورکړې. په دې سره به د روسيې ولسمشر د خپلو خلکو پر وړاندې ځواکمن ښکاره شي او په ۲۰۱۴ کې د کريميې تر اشغال وروسته به یې نوي سيمې په خپل قلمرو کې شاملي کړې وي. که داسې وکړي، دا به د يوه داسې لوی ځواک لپاره کوچنۍ موخه وي چې غوښتل يې ټول اوکراين په لنډه موده کې له ستوني تېر کړي. له بل لوري، امريکا او غربي هېوادونه اوکراين هڅوي او د پوځ ملاتړ يې کوي چې د روسيې له لوري اشغال شوي سيمې ازادي کړي. له اوکراین څخه د غرب زیاتېدونکی ملاتړ او د روسیې لخوا د احتیاطي ځواکونو راټولول جګړه نوره هم زیاتوي او دغه جګړه به اوږده شي. د اټومي وسلو له کارولو پرته په دغه جګړه کې د روسیې د ګټلو چانس خورا کم دی. د اوکراين جکړه له نورو نړيوالو خطرونو سره هم مخ ده...  د روسيې د بهرنيو چارو وزير، لاوروف وايې چې روسيه له مذاکراتو سره مخالفت نه لري ، خو امريکا او برېتانيا د اوکراين ملاتړ ته دوام ورکوي چې په مټ يې روسيه د لويو هيوادونو له نوملړ څخه لرې کړي. د پورته هيوادونو له درېځونو څخه ښکاري چې د اوکراين جګړې ډګر به له حيرانوونکو او نامتراقبه پېښو ډک وي او ممکن حالت بیخي بدل کړي.

۱۴- په پای کې، لوی هېوادونه په نننۍ نړۍ انساني او اخلاقي ارزښتونو ته له پام پرته، د خپلو وحشي موخو او غوښتنو لاسته راوړلو په موخه يو له بل سره ښکر په ښکر دي. د خپلو غوښتنو لپاره عدالت په بې عدالتۍ بدلوي. د دې فکر ورسره نشته چې که یې دا غوښتنې د نورو په زیان وي یا بدې او شریرې وي. دوی په ځمکه کې فساد خپور کړی او نړۍ هغه وخت اصلاح کېږي چې دوی ترې ورک کړای شي؛ ورپسې به د الله سبحانه وتعالی په نصرت او د هغو کسانو په هلو ځلو چې کار ورته کوي، د نبوت پر منهج خلافت بیا تاسیس شي.

[وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ]

ژباړه: او په دغې ورځ به مومنان د الله په نصرت خوشاله شي. (الله سبحانه و تعالی) هغه چا ته نصرت وركوي چې ويې غواړي او هغه برلاسی او مهربان ذات دی. [روم: ۴-۵]

 

Last modified onشنبه, 22 اکتوبر 2022

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې